Reshtia

Sunday, September 15, 2013 16:38

 

د سپتمبر ۱۵، ۲۰۱۳ کال  

د فوټبال ټيم

څه ورځې وړاندې د افغانستان د فوټبال ټيم د هندوستان د فوټبال له ټيم څخه په فاينل لوبه کې د سهيلي اسيا د فوټبال د لوبو کپ وګاټه. او د سهيلي اسيا د فوټبال په لوبو کې يې لومړی مقام لاس ته راوړ.
دغه بريا په رښتيا هم د افغانانو دپاره د وياړ وړ خبره ده. خو کوم عکس العملونه چې د حکومتي چارواکو له خوا د دې بريا په وړاندې ښودل کيږي، لومړی ځل دی چې د دې چارواکو د له حده وتلې وطن پالنې او ملیتوب  تصوير ښايي.
سره د هغې چې دغه برياليتوب دومره کوم لوی بری نه و، یانې د يوې قارې په سطحه برياليتوب ورته هم نه شو ويلای، ځکه دغه لوبې يواځې د سهيلي آسيا د فوټبال د ټيمونو تر منځ وې. او له دې څخه مخکې هم د افغانستان نورو ملي لوبغاړو د قهرمانۍ مډالونه راوړي و چې يوه بيلګه يې د کرکټ د لوبغاړو بریا وه. خو هاغه وخت په حکومتي چارواکو کې د وطن پالنې او مليتوب احساس لا دومره قوي نه و، او يا دوئ په دې نپوهيدل چې وطن پالنې او ملي توپ د ښکاره کولو دپاره د سپورټي ټيمونو درناوې او استقبال يو ضروري کار دی. خو دا ځل حکومتي چارواکو د خپل ملي توب او خپلې وطن پالنې د ثبوت دپاره نښه باالکل سمه وويشته.
د فوټبال د لوبې د ختميدو سره او د افغانستان د ټيم د بري د لاس ته راوړو سره سم حامد کرزي «د افغانستان جمهور رئيس » د تيلفون او د عامه ميډيا له لارې خپل د مبارکۍ پيغام د افغانستان خلکو ته وړ اندې کړ او د يو وطن پالونکي او ملي  رئيس جمهور دنده يې سر ته ورسوله. د فوټبال ټيم لا د افغانستان په هوايي ډګر کې نه وو کښته شوې چې «جمهور رئيس» حامد کرزی يې د دروند استقبال دپاره ولاړ و. ده د فوټبال د ټيم هر يو غړی بيل بيل په خپله غيږ کې کلک  ونيو، ښه راغلاست يې ورته ووايه او له هر يو څخه يې د دوئ د برياليتوب مننه وکړه. «رئيس جمهور» دا ځل بیا هم خپله وطنپالنه د افغانستان خلکو ته ښکاره کړه او ويې ښودله چې دی د افغانانو سره څومره مينه لري او د دوئ په برياوو څومره خوشاليږي. د فوټبال ټيم به لا کور ته نه وو رسيدلې چې د افغانستان د «جمهور رئيس» ميرمن هم خپله وطن پالنه و نه شو کړای پټه وساتي او  خپل د مبارکۍ  پيغام يې ټولو افغانانو ته ورساوه.
د داسې يوې خوشالۍ په شپه څنګه کيدای شو چې د کورنيو چاور وزارت، د ملي امنيت او ملي دفاع وزارت کارکوونکي او ساتونکي پټه خوله پاتي شي او خپله وطن پالنه ښکاره نه کړي. نو هماغه و چې دوئ دغه برياليتوب د هوايي ډزو په کولو سره په ډيره  شانداره توګه ولمانځه. د هوايي ډزو دغه لمانځنه حتی د يو څو بيګناه افغانانو دژوند  په بیه  هم تمامه شوه. او ځينې ډير خو لا پکې زخميان شو. خو د وطن پالنې او ملي توب د ثبوت دپاره د دغه وزارتونو او د هغوئ د کارکوونکو دغه د بيګناه خلکو د وژلو قرباني هم لږه وه. دوئ نه غوښتل چې له حامد کرزي نه يې د وطن پالنې درجه کمه وي.
«رئيس صاحب جمهور» په بله ورځ  د فوټبال د ټول  ټيم دپاره د ارګ په ماڼۍ کې يو شانداره ميلمستيا جوړه کړه. ده د فوټبال د ټيم هر غړي ته د وياړونو مډالونه، يويو لک افغانۍ او يو يو اپارتمان د ډالۍ په توګه ورکړل او يو ځل بيا يې د افغانستان د خلکو په وړاندې خپل ملي احساس او وطن پالنه په ډاګه کړه.
د ولسي جرګې غړو وليدل چې د دوئ له وطن پالنې او ملي احساساتو څخه د افغانستان خلک بې خبره پاتې شول، نو په ځانګړي ډول يې د دغه بريا دپاره د ولسي جرګې غونډه جوړه کړه. په غونډه کې د ولسي جرګې د يو تن غړي له خوا د دغې تاريخي بريا په وياړ د شکرانې سجده وشوه. د ولسي جرګو غړو دغه بريا نه شوه باور کولای او په ډيره د احساساتو ډکو ويناګانو دغه تاريخي بريا وستايله . د ولسي جرګې ټولو غړو ژمنه وکړه چې خپل د درې ورځې تنخواه به د افغانستان د فوټبال دغه ټيم ته ورکوي او په دې توګه يې خپل ملي توب او خپله وطنپالنه  ثابته او د افغانانو سره يې ځان په د دوئ به  خوشالۍ کې شريک کړ.
ميډيا ګانې هم په افغانستان کې د حکومتي چارواکو د وطنپالنې د ثبوتونو د تصويرونو په خپرولو شپه او روځ بوختې پاتې دي. او نه غواړي چې دغه د افغانانو په وړاندې د خدمت کولو دغه لوی فرصت له لاسه ورکړي.
په داسې حال کې چې حکومتي او د هغوئ طرفداره ټولې ميډياګانې دفوټبال د ټيم د برياليتوب د خوښيو او جشنونو د خبرونو په خپرولو سختې بوختې دي، د کومې ميډيا له خولې خبر خپور شو چې په وردکو کې سخت سيلابونه راغلي، ډير مالي او ځاني تاووانونه يې اړولي خو حکومتي چارواکي د سيلاب ځپلو سره له مرستې کولو نه پاتې راغلي دي.

په دې کې د حکومتي چارواکو ګناه ځکه نشته چې دوئ د وطنپالنې او ملي کارونو په چارو بوخت و.

islamdilchasproghtiakhabariamakalaikor
taglara
kitabtonshirona
ariki
Copyright©: Reshtia 2012