Reshtia

Saturday, October 19, 2013 22:07

 

د اکتوبر ۱۸، ۲۰۱۳ کال  

دولتي غصب شوې ځمکې  

د حکومت په کړونو يو ځانګړي کميسيون ولسي جرګې ته نن د ۱۶۰۰۰ کسانو د نومونو يو لست (نوملړ) وړاندې کړ. دغه نوملړ چې د کميسيون په ډير زيار او تکليف جوړ شوی دی،  د هغه کسانو نومونه ښايي چې حکومتي ځمکې يې غصب کړي دي. له دې کبله چې د  عامه خلکو د ځمکو د غصب مسُله دومره جدي نه ده، د هغوئ په غاصبينو پسې ګرځيدل هم ضرور نه دي نو ځکه دغه نوملړ يواځې او يواځې د حکومتي ځمکو د غاصبينو نومونه ښايي.
په کابل کې د بيلابيلو رسنيو له مخې د ځمکو د غاصبينو يو څه نومونه واخستل شول چې   په دې کار سره د افغانستان د مظلومو خلکو تشويش او سودا د حکومت د چارواکو په هکله رفع شوه. په دغه نوملړ کې د غاصبينو لويه برخه  قومي مخورو  کسانو او ځينو جهادي قوماندانانو جوړه کړې وه. په دې سره، چې کميسيون د قومي مخورو کسانو  او د ځينو جهادي قوماندانانو نومونه د ځمکو د غاصبينو په نوملړ کې  راوستي، د افغانستان خلک د لوی پريشانۍ څخه خلاص کړل.   
له کله نه چې د حکومت په کړنو ځانګړي کميسيون په کار پيل کړی دی، د افغانستان خلک يې سخت په تشويش کې اچولي دي. ځکه دا کميسيون د داسې يو حکومت په کړنو څيړنې کوي چې د افغانستان دخلکو دپاره يې نه هيريدونکي د ځمکو د تقسيم لارې چارې موندلې دي.  نو د خلکو تشويش په دې برخه کې و  چې که دا کميسيون  په حکومت کې کومه نيمګړتيا پیدا کړي نو دغه نيمګرتيا به د اوسني حکومت په جوړښت باندې چې د افغانستان د اوچتو صادقينو او رښتينو وطنپالونکو څخه راغونډ شوي چارواکي دي، بد اغيز وکړي. البته دا اوسني  رښتيني چارواکي داسې په آسانه منځ ته ندي راغلي.  خلک پوهيږي چې د دې چارواکو په تربيه کې د دنيا ۴۷ ملکونو ډير مصرفونه کړي دي. او دوئ یې په دې کار کې ډير ښه رسولي دي چې حکومتي ځمکې څنګه تقسيم شي. خلکو په دې لسو کلنو کې وليدل چې چارواکو په څه يو عادلانه ډول دغه د يو نيم ميليون جريب  څخه زياته ځمکه په خپلو منځونو کې تقسيم کړه. د رئيس جمهور له معاونينو څخه نيولي د حکومت ټول لوړ پوړي چارواکي د ځمکو د لويو برخو خاوندان شول. دوئ په دغه حکومتي ځمکو کې خپل شخصي ښارګوټي جوړ کړي او په دې ډول يې د افغانستان مظلوم ولس ته ښکاره کړه چې  ځمکه د دوئ په منځونو کې عادلانه تقسيم شوې ده.  دوئ دغه نوښت رامنځ ته کړ چې ځمکې دې د خلکو پر ځای په حکومت کې د «خلکواستازو» ته ورکړل شي. په دې کار سره دوئ وکولای شول چې دولتي ځمکې د ټوټه ټوټه کيدو څخه وژغوري او يواځې يو نفر په زرهاوو جريبه ځمکه واخلي.  د افغانستان خلکو او ولس هيڅکله هم د افغانستان په تاريخ کې د دولتي  ځمکو داسې عادلانه ويش نه و ليدلی.
خو خلک يو شي ته حيران دي چې د حکومت په کړونو ځانګړي کميسيون دغه يو نيم ميليون جريبه نوره دولتي ځمکه له کومه کړه چې په هغې پورې يې  د ۱۶۰۰۰ غاصبينو نومونه  تړلي دي. حکومتي ځمکې خو ټول ټال همدا يو نيم ميليون جريبه وي چې د چارواکو په منځونو کې لا پخوا په عادلانه ډول تقسيم شوې وې.
ولسي جرګې هم د کميسيون د دغه نوملړ  نيمګړتيا په ګوته کړې او له کميسيون څخه يې وغوښتل چې سم ارقام په ګوته کړي. ولسي جرګه هم نه شي کولای دا پټه کړي چې حکومتي یو نيم ميليون جريب ځمکه  لا پخوا په حکومت کې د «ولس د استازو» تر منځ تقسيم شوی ده.  نو دا نوره يو نيم ميليون جريبه ځمکه بيا له کومه شوه؟؟؟
دې خبر حکومتي لوړ پوړي چارواکي چې له پخوا څخه يې يو نيم ميليون دولتي ځمکه په خپل واک کې نيولې او له ټوټه ټوټه کيدو څخه يې ساتلې، هم حيران کړي دي.  د حکومت لوړ پوړي  چارواکي دا عمل د ملي ګټو يو ضد عمل ګني او نه غواړي  چې يو نيم ميليون جريبه  ځمکه دې داسې  په  ۱۶۰۰۰ ټوټو د غاصبينو په لاس کې ويشلې پاتې شي. دوئ به دا قضيه په جدي توګه وڅيړي او که چيرته ورته د نورې يو نيم ميليون جريبه ځمکې شتون ثابت شي، نو دغه ځمکه به بې له ځنډه له  غاصبينو څخه به په زور واخستل شي او د حکومتي لوړپوړ چارواکوپه منځ کې به په عادلانه ډول تقسيم شي.
د افغانستان خلک او ولس د حکومتي چارواکو په دې ژمنو پوره باور لري!


islamdilchasproghtiakhabariamakalaikor
taglara
kitabtonshirona
ariki
Copyright©: Reshtia 2012