Reshtia

Tuesday, September 17, 2013 0:01

 

د سپتمبر ۱۶، ۲۰۱۳ کال  

رئيس بيچاره څه ملامت دی

هغه وليدل چې وطن پلورنه او د پرديو استخباراتي شبکو سره تړاو د ډيرو کسانو د وياړ او ترقۍ سبب شو. هغه وليدل چې دغه کسان د خپل هيواد په پلورلو او د پرديو د اسارت لاندې په ژوند کولو کې نه يواځې د ميليونونو او ميلياردونو ډالرو خاوندان شول، بلکې ټول دولتي واک يې هم په برخه شو. هغه وليدل، هماغه کسان چې د شاطرانو او اردليانو (هغه کسان چې د معتبرو خلکو د آسانو مخې ته منډې وهي) دنده يې سرته رسوله، د افغانستان په خاوره واکمنان شول، ملکي او نظامي ستر لقبونه يې په برخه شول.  د افغانستان د وروستيو لسيزو تاريخ رئيس ته وښودله چې وطن پلورنه خو اوس د شرم کار نه دی، بلکې د وياړ او سياسي ځيرکۍ بيلګه ګڼل کيږي.
رئيس يې په خپلو سترګو ګوري چې په حکومتي دستګاه کې هيڅوک چاته د وطن پلورنې پيغور نه ورکوي. هغه پوهيږي چې حکومتي دستګاه ټوله د وطن پلورونکو نه جوړه ده. رئيس په دې پوه و چې په حکومتي دستګاه کې څوک په وطن پلورنه نه ملامتيږي، بلکې هر څوک چې د وطن ملي ارزښتونه په ارزانه بيه خرڅولی شي، هغه ډير ستايل کيږي ، لقبونه ورکول کيږي او د قهرمانيو او مارشاليو درجو ته رسيږي.
د افغانستان د علومو د اکاډمۍ رئيس وليدل چې څرنګه عادي او وړو وطن پلورونکوچې يو وخت د مشر وطن پلورونکي شاګردان وو، نن امريکې ته او د هغوئ ۴۶ انډيوالانو ته په وطن پلورونې څومره وياړونه ، مقامونه، لقبونو او قهرماني ګانې تر لاسه کړې دي. هغه چې د وړو وطن پلورونکو دغه وياړونه وليدل، نو ځکه يې و نه شو کولاې چې د مشر وطن پلورونکي د وطن پلورنې وياړونه پټ وساتي. رئيس په دې پوره باور درلود چې که دی چيرته د مشر وطن پلورنکي ياد راتازه کړي، نو هرومرو به د ناستو وطن پلورنکو لخوا ډير زيات وستايل شي.
نو ځکه هغه (د افغانستان د علومو د اکاډمۍ رئيس) د افغانستان له «ولسي جرګې» څخه په ډير وياړ وغوښتل چې د مشر وطن پلورونکي «ببرک کارمل» د ۸۰ کلنئ د زيږيدنۍ کليزه دې ولمانځل شي. هغه ليدلي و چې د ډيرو وړو وطن پلورنکو کليزې په ډيره شانداره توګه لمانځل کيږي ، وياړونه ورپه برخه کيږي او درودونه پرې ويل کيږي، نو د مشر وطن پلورونکي د وطن پلورنې د وياړونو يادول خو به هرومر و له حده ډير وستايل شي. هغه  دا وخت ډير مناسب وګاڼه او پوهيده چې د وطن پلورنکو د وطن پلورنې د وياړنو د لمانځلو دپاره له دې نه بل ښه وخت نه راځي. هغه په همدې هيله د مشر وطن پلورنکي ببرک کارمل د زيږيدنې د کليزې د لمانځلو وړانديز پارلمان ته وړاندې کړ. په داسې حال کې چې د رئيس سترګې له خوشالۍ نه ځليدلې او د مشرانو او ولسي جرګې د غړو له خوا د دروند استقبال په تمه و، په پارلمان کې ځينو کسانو د ده  دا غوښتنه رد کړه.  دا چې ځينې کسان په تصادفي ډول مشرانو او ولسي جرګې ته راغلي دي او د رئيس د دې ابتکار سره يې مخالفت وښود، نو رئيس بيچاره څه ملامت دی؟


islamdilchasproghtiakhabariamakalaikor
taglara
kitabtonshirona
ariki
Copyright©: Reshtia 2012