Reshtia

Saturday, September 14, 2013 14:40

 

د سپتمبر ۱۴، ۲۰۱۳ کال  

د پښتنو يووالی

موږ دواړه په يوه ټولګي کې وو. ډير نږدې ملګري وو او پر يو بل ډير ګران وو. زموږ  د دوستۍ او ملګرتوب به په چم ګاونډ کې مثالونه ورکول کيده. زموږ د انډيوالۍ غښتلتيا به د اڼديوالۍ په بحثونو کې د خولو په سر وه. په لنډه توګه زموږ انډيوالي د ملګرتوب او دوستۍ يو ښه مثال و. د وخت سړو تودو شيبو زموږ په ملګرتوب او ورورۍ څه اغيز نه شو کولای. زموږ دوستي د شتو او دولت په مقابل کې هم امتحان شوې وه او زموږ د دوستۍ قيمت په مال او شتو نه پوره کيده.  کوم وخت  چې د کورونو او اولادونو خاوندان شو، د کورني چاپيريال د مسؤليتونو تر څنګ مو د دوستۍ او د ملګرتوب د پالنې مسؤليت هير نه کړ.  زموږ د دوستۍ له کبله زموږ اولادونو هم زموږ د دوستۍ دغه پت ساته. او زموږ ملګرتوب ته يې ډير په درنه سترګه کتل.
کله چې روسانو په وطن يرغل وکړ او خپل ګوډاګي يې په افغانستان کې په قدرت ورسول ، لږه موده پس د کابل په جادو کې د روسانو د دغه ښکيلاک په وړاندې د خلکو عمومي قيام د الله اکبر په نارو پيل شو.  د دغه قيام په شپه مو تر سهاره د خپلو کورنو د بامونو له سره د الله اکبر نارې ووهلي او په سبا ورځ موږ دواړو د روسانو د ښکيلاک پرضد په دغه لوی لاريون کې ګډون وکړ.  دغه لاريون د ډيرو افغانانو په شهادت سره پاې ته ورسيد خو د روسانو د يرغل په وړاندی د يو اوږد مهاله جهاد پيل و. د زخميانو سره د مرستو له کبله مو په دغه ورځ زموږ د دواړه کالي په وينو سره شوي و او د روسانو او د هغوئ د ګوډاګيانو په وړاندې د کرکې نه ډک زړونه بيرته کورونو ته راغلو.
د روسانو سره د جهاد دپاره ډير  افغانان مهاجر شول، خو موږ داوړه د خپلو کورنيو له کبله د مهاجرت کولو څخه بې وسه و. موږ دواړو هوډ وکړ چې د روسانو په ګوډآګي حکومت  کې له کار کولو څخه ډډه  کوو. موږ دواړه تر دغه وخته پورې  په بيلو بيلو  وزارتونو کې په  کوچنيو ماموريتونو بوخت و.  دا لومړی ځل و، چې زما ملګري په دې خبره چې په ګوډاګي حکومت کې کار نه کوو، څه زړه نا زړه و. اولاد ته د نفقې پيدا کولو دپاره دغه زموږ د دواړو دپاره ښه کارونه وو. د کوپون په لرلو سره مو په هره مياشت کې وړه او غوړي وړيا و. او د دغه وړيا وړو، غوړو او ځينو وخت چايو له لاسه ورکول څه آسان کار نه و.  خو سره له دې چې د ډيرو تکليفونو سره مخامخ کيدل مو په خپلو سترګو ليدل، خپل کارونه مو په ګوډاګي حکومت کې پريښول . د ځينو دوستانو سره په مشوره او لارښوونه مو ځانونه په تجارتي مارکيټونو کې بوخت کړل. په لومړې سر کې مو ډيرې تنګې سختې وګاللې خو د الله (ج) په مرسته زموږ د دواړو روزګار د ګوزارې وړ ورګرځيد.
د روسانو په وړاندې د افغانانو جهاد روسان شرميدلي له افغانستان نه ويستلو ته  اړباستل. خو دغه وتل يواځې او يواځې د روسانو و. روسانو لا له پخوا د مجاهدينو په نوم خپل ګوډاګيان روزلي و. کله چې روسان ووتل او د رښتينو مجاهدينو دپاره د جهاد کولو مقصد نور پای ته ورسيد، همدې د روسانو ګوډاګيانو دا ځل  دریشۍ او نکتايي لرې کړې او د ګيرې، پکول او وړو څادرګيو سره بيا د قدرت واګې په لاس کې واخيستې.  موږ دواړه په دې ښه پوهيدو چې روسان په افغانستان کې يواځې پښتانه خپل لوی دښمن ګڼي. نو ځکه يې خپل مجاهدين صفته لاسپوڅې دا ځل په ډيره سخته ضد پښتني روحيه روزلي و. روسان دا ځل د انګليسانو د چال په کا رولو سره بريالي شول او افغانان يې په خپلو کې سره  د قوم او ژبې په نوم د يو بل د وژلو تر سرحده  په جنګ کړل. زموږ به د دواړو تر منځ په کراتو کراتو په دې پوښتنه باندې اوږده اوږده بحثونه کيدل چې ولې پردي په دې بريالي کيږي چې افغانان په خپلو کې سره بې اتفاقه کړي. ولې ځيني افغانان د يو څه  شخصي ګټوپه بدل کې د خپل قام، وطن او ملي ناموس خرڅولو ته اړ کيږي؟ خو د دې پوښتنو ځواب مو هيڅکله هم نه شو موندلای. د افغانانو په کل کې او په خاصه توګه د پښتنو بې اتفاقي د غميزې د اوږديدو سبب شوې. پردي په دې کار ډير ښه بريالي شول چې په بيلابيلو نومونو لومړې افغانان د قوم او ژبې په نوم په خپلو منځنو کې بې اتفاقه کړي. په تيره بيآ يې د  پښتون قوم چې د افغانانو يو لويه برخه جوړوي په خپلو کې د بنيادګرا، کمونست، اخواني او داسې نورو نومونو وويشل.
د روسانو دې ګوډاګيانو او لاسپوڅو چې تش په کابل يې هم پوره قدرت نه درلود، او په خپلو منځنو کې هره ورځ لکه د کوڅه ډبو سپو په شان په خړاوه بوخت و، په افغانانو باندې ډير ناروا کارونه سر ته ورسول. دوئ د افغانانو پت او عزت ته هم لاسونه اوږده کړل او د خپلې خور او مور په ناموس يې هم اسره ونکړه. د دوئ د بې ننګيو  اعمال چې د هلکانو سره د نکاح ګانو تر سرحده ورسيدل، يو ځل بيا افغانان د الله اکبر په ناره راپاڅول، د طالبانو په غورځنګ کې يو شول او له دې مرتدينو څخه يې افغانان بيا خلاص کړل.
طالبانو چې ډيرې يې پښتانه او څه نا څه د نورو قومونو وطنپاله خلک پکې راغونډ شوي و، په افغانستان کې سوله راوستله، د افغانانو پت، ناموس او عزت خوندي شو او يو شرعي اسلامي نظامي منځ ته راغي.  په دغه اسلامي نظام کې د اسلامي اصولو پابندي دومره په ټينګه رعايت کيدله چې حتې ځينو سنتو د فرضو شکل غوره کړ. د بيلګې په ډول د ږيرې پريښودل چې سنت دي تر دې حده جبري شوې وه چې د فرضو په حساب راتله. موږ دواړه مجبور شو چې ګيره پريږدو. او د لومړي ځل دپاره پوه شول چې موږ اوس سپين ګيري يو. د دې دپاره چې افغانان  د تش په نامه مجاهدينو د شر او فساد څخه  په امان کې وي، په جبر باندې د ګيرې پريښودل دومره ګران کار نه بريښده.
خو د نړۍ يو ا ستعماري قوت  هم د پښتنو دغه ځواک  چې د وطن او د دين په خدمت کې منځ ته راغلی و، نه خوښيده. هماغه و چې  د طالبانو حاکميت په يوه او بله پلمه د لويو  استعماري قوتونو له خوا ونه پيژندل شو او له هرې خوا پرې اقتصادي بنديزونه ولګول شول. دغه اقتصادي بنديزونو په ټولنه کې  د کار او د ښوونې او روزنې چارې په ټپه ودرولې او د خلکو اقتصادي حالت ورځ په ور ځ مخ په خرابيدو شو. سوله ښه ده خو چې ګيډه پکې لږه مړه وي. افغانانو په سوله کې ژوند کاوه خو په ګيډه وږي وو. د نړۍ استعمار چې د افغانستان د لاندې کولو خوبونه يې له سره  لا نه و وتلي ،نه غوښتل چې افغانان په خپلواکۍ او سوله کې په راحت سره ژوند وکړي .  دا ځل د امريکا د استعمار ګيډې د افغانستان د هضمولو دپاره خوله وازه نيولې وه. امريکا په دې ګومان چې افغانان نور جنګونو، لوږو او بدبختيو  ځپلي دي او د مقابلې او جنګ توان نور نه لري، نو هماغه پخواني د روسانو په خدمت کې مزدوران او وطنپلورنکي داځل د شمالي ټلوالې په نوم راغونډ کړل او په لومړي سر کې د يو څه نغدو پيسو په ورکولو په خپل چوپړ کې ودرول. دا ځل د نړۍ استعماري قوتونو په ستر قوت سره او د ۴۷ ملکونو د نظامي قوت په يو ځای کولو سره په افغانستان يرغل  وکړ. عصري ترينې سلاحاګانې يې وکارولي او په ډيرې بيرحمۍ د بمباريو په کولو سره د افغانستان خاورې ته د خپلو افغاني لاسپوڅو په اردليتوب  راننوتل.  
افغانان په خپله خاوره کې هيڅکله هم پردي نه شي زغملای او د غلامۍ ژوند نه قبلوي. د امريکايانو او نړيوال استعمار په ضد له هماغه لومړۍ ورځ د الله اکبر ناره اوچته وه.  امريکايانو وليدل چې د جهاد جذبه نه يواځې کمزورې نه ده، بلکې لاپسې ورځ په ورځ غښتلې کيږي. له بلې خوا امريکايان هم په دې پوهيدل چې د دوئ په لار کې يواځينی لوی خنډ پښتانه دي. نو د دې دپاره چې پښتانه کمزوري کړي، دوئ هم د پښتنو د بې اتفاقه کولو او کمزوري کولو دپاره ډيرې لارې چارې وکتلې . دوئ څه پښتانه په پيسو واخستل، څه يې بيروکراتان کړل، څه سيکولر  شول، څه د سمبوليکې دموکراسۍ په نوم تير ويستل شول.  او له بله پلوه يې هغه پښتانه چې د دوئ د يرغل سره نه پخلاکيدونکي دي، د تروريستانو په نوم ونومول او د ځپلو دپاره  يې، د ډيرو پرمخ تللو او عصري وسلو په کارولو څخه  له هيڅ ډول بې رحمۍ څخه ډډه ونکړه.  

د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتيا د ساتلو دپاره د افغانستان د ټولو ورونو قومونو او په تيره بيا د پښتنويووالی  او اتفاق يو اړين او حتمي کار دي. موږ دواړه په دې ټينګ باور درلود چې بې د پښتنو د يووالي نه د افغانستان ځمکنۍ بشپړتيا خوندي نه شي پاتې کيدای.  په همدې مو خبرې کولې چې د پښتنو يووالی په اوسنيو شرايطو کې څومره اړين دې، چې په ناڅاپي توګه مې د ملګرې  دې خبرې ته ځير شوم چې ټيګار يې کاوه چې په حکومتي مسايلو کې بايد دين له سياست څخه بيل وي او زه په دې ټينګ وم چې پخپله  د اسلام  دين سياست دي. موږ دواړه په خپلو خبرو ټينګ و او په رڼو سترګو مې ليدل چې زموږ لاره بيليږي. زه بيا هم نه پوهيدم چې ولې؟


islamdilchasproghtiakhabariamakalaikor
taglara
kitabtonshirona
ariki
Copyright©: Reshtia 2012