Reshtia


 

د فبروري ۱۸، ۲۰۱۵ کال   ډاکټر حرکت

پښتو، ژبنې جوړښت اودپښتونولۍکلتوري منځپانګه،
دنړیوال ژبني او کلتوري دیالکتیک په محراق کې
فلسفي ادبي بحث.

وایي اغیار ،چې د دوزخ ژبه ده
زه به  پښتوسره جنت ته ځمه
حمزه شينواری
زه نپوهېږم ،چې د غزل بابا ،حمزه شینواري به د پښتو ژبې په اړه ،  دغه استناد او استنباط په کوم بنیاد او کوم مفهوم سره کړې وي ،چې ماهم د خپل منظور په خاطر ترې ګټه اخیستې وې ،خو ددې لپاره ،چې غلط فهمي رامنځته نه شي او په غلطۍ سره مې د حمزه بابا د کلام تعبیر او تفسیر نه وي کړې ،په خپل منظور او آند کې به پاتې شم او  ددغه مو ضوع  زړې ، لکه څرنګه چې ، زما په ذهني خټه  کې راټوکېدلې  دې ، غواړم  همغسې یي وڅېړم او وارزوم او دحمزه بابا ددغه شعري راز او صنعت اظهاراو تفسیر  ،کاشکې هغه څوک وکړي،چې پخپله یي د شاعر له خولې اورېدلې وي . ډېر پوهان او  ژبپوهان په خپلو خبرو کې ،نپوهیږ م چې اګاهانه یا غېر اګاهانه دا مقوله ،چې ژبه که خپله ده او که پردۍ ، ګوندې « یواځې  د تفاهم وسیله ده »، ډېره استعمالوي او یوشان  ارزش ورته قایلیږي  . حال داچې  ، شک نه شته،د هرهیواد او اولس  مورنۍ ژبه ، د همغه هیواد او اولس ټولې کلتوري شتمنۍ او ارزشونه ،دټولو زماني اومکاني ابعادو او کلتوري فاکتورونودقېدیت  په تناسب ،په خپل  ژبني هډ ،پوست او اُرګانیزم کې ، ترڅو چې ژبه ژوندۍ وي ،  ژوندي ساتي ،او باید  نسل په نسل یي یو بل ته انتقال کړي  .همدا سبب دې ،چې استعماري هیوادونه ، د استعماري توسعه طلبانه پراختیایي سوق الجېش او حضور په موده کې ، لومړنۍ حمله ، دهمغه هیوادپه ژبه او کلتوري ارزشونو کوي او جبرا ًخپلې ژبې ، په مستعمره هیوادونو تحمیلوي ،تر څو محلي ځوان نسلونه ، دخپلو تاریخي کلتوري شتمنیو سره په بېګانګۍ کې رالوی شي . دهمدغه اصل او رسالت له مخې زه د پښتو ژبې ،ژبني جوړښت او د پښتونولۍ کلتوري ارزشونو ته متوجه شوم ،چې ولې، دکوم اعجاز او طلسم له مخې ، د ټولوتاریخي ناوړه حوادثو،نا خوالو او جبر سره سره ، له نړیوال استعماري او استثماري تأثراتو څخه په ډډه او مصئون پاتې شوي او یا څه ډول  د نړۍ پر مخ ، د ټولو ژبو تر منځ ،یواځې پښتو ژبه ، دومره پراخ بنسټه  ځانګړې غني او مستقل حروفي  غږیز طېف ولري ،چې هېڅ بله ژبه یي نه لري  .یواځې په پښتوژبه کې نژدې ۵۰ ،یعنې له دوه چنده هم زیات له نورو ژبو، ځانګړي حروف د ځانګړو اوازونو لپاره موجود دي ،چې د نوموړې ژبې صرفي او نحوي تکلم او ادبي صنعتونو غنا بشپړوي او د نوروټولو ژبو سره هېڅکله د مقایسې وړ نه ده ،چې نه پخپله دنورو ژبودتکلم لپاره پراخ غږیز ځانګړې حروفي طېف لري او نه په خپل  غېر اُُرګانیک میخانیکي حروفي ترکیب سره ترې د نورو ژبو مطلوب اوازونه افاده کولې شي . د مثال په ډول، په الماني ژبه کې  د (چ) اواز د ( tsch ) او په ځیني مواردو کې، همدغه اواز په هغه کلماتو کې  ،چې د سلاوي ژبو څخه یي اخلي ،یواځې د (c ) په حرف افاده کیږي . په انګلیسي ژبه  کې د ( ف) اواز د (  ught   )  د حروفو په میخانیکي تر کیب ،لکه د( laught )په کلمه کې او د ( ph )  حروفو په تر کیب ، لکه د ( philosophy ) او د ( Photo ) په کلمو کې،خو د ( forward )په کلمه کې  (ف) د ( F )، په واسطه افاده کیږي .  اوس محترم لوستونکي ، پخپله قضاوت کولې شي ،چې ایا دغه متود د کوم منل شوي قانونمند منطق په اصولو برابر او یا په کل کې دمنلو وړ اویا د هغه اجنبیانولپاره  ،چې نوموړې ژبه زده کوي ، اسان کارګڼل کېدې شي؟ همداسې  په فرانسوي ژبه کې(و) په ault ،لکه د Renault په کلمه کې ،چې یو ډول فرانسوي موټر دې او یا پیژو .اوهمداسې په نورو ژبو کې  هغوۍ ددغه ډول مشکلاتو سره مخامخ دي اوددغه کار تمیز او تفریق ،د نورو ژبو ویونکو لپاره ، په حقه ، څومره مشکل ګڼل کېدې شي ؟  همداسې ، که له واقعیت څخه تېر نه شو او رښتیا ووایو ،سره ددې چې اروپایي ،امریکایي او ځیني نورهیوادونه په هر لحاظ ډېر پر مخ تللي دي او شپه او ورځ په لیک او لوست بخت هم وي  .خو خورا باسواده انسان یي هم د خپلې املا ء او انشاء سره دومره ډېر د مشکلاتو سره مخامخ دي ،چې زمونږ دا د جنګونو د وخت نیمه باسواده متعلمین به دومرمشکلات ونه لري . باور وکړۍ ، که تاسې کوم چاته یاداشت ورکوۍ ، په کراتو به ترې د ساده نومونو او کلماتو په هکله  واورۍ لطفا ً (spell  )یي کړه، یعنې چې په حروفو یي راته ووایه . یا یوالمانې به درته وايي لطفا ً ( buchstabieren  )یي کړه ،بیا هم یعې په جدا حروفو یي راته ووایه . د پښتو ژبې غږیز طېف ، صرفي ـ نحوي ګرامري جوړښت او د پښتونولۍ کلتوري منځپانګه دومره غني ، دومره هر اړخیزه او دومره رنګینۍ لري  ،چې د نړۍ په هېڅ بله   ژبه ، د پښتو ژبې دغومره غنا مندیو د هضم قابلیت هېڅکله نه شي لرلې ،خو پښتو ژبه د همدغه ژبني او کلتوري غنامندیو په مټ ، دنورو ژبو کلمات ،حلاجي کوي او د خپلو ترکیبي  جوړښتونو په بڼه یي هضم او افاده کوي .د پښتو ژبې  هر حرف  او هره کلمه برعلاوه له دې ،چې ځانګړې  خپل بنیادي اواز ،  آهنګ او یو ټاکلې مفهوم ،تاریخچه او فلسفه افاده کوي ،تر شا یي خورا عالي  انساني ټولنیز مناسبات ،قوانین او د خود ګردانه پښتني او بشري سولئیز ګډ ژوند ټول اصول ، راشه درشه ، پېرزوینې ، روادارۍ او د متقابلې بشري خواخوږۍ ټول  «بلا تشبیه » ،جنتي منا سبات پراته دي او د پښتني ټولنې هر فرد په ځانګي توګه او پښتني ټولنه په کل کې ، د مسئولیت او رسالت دروند احساس لري . شک نه شته  ورونه قومونه، چې دافغان ملت دمشترک هویت په نامه یي  ستر مسئولیتونه اومحنتونه ګاللي او مشترک افتخارات یي لرلي دي ،کلتوري مشترک اړخونه هم لري ،خو دنورو غېر افغاني  اولسونو لپاره به مشکله وي د پښتنودکلتوري ارزښتونو دروند بار او قیو دات پر ځان ومنلې شي .داچې افغاني دود اودستوراو ټولنیزه دموکراسي، د اسلامي هیواد په صفت د اسلامي دموکراسۍ ،الهی احکامو ، عدل او انصاف ، له ا صولو څخه سرچینه اخلي او د تاریخ په اوږدوکې یي ، هډ په هډ ورسره ډډه لګولې او د اسلامي او الهی احکامو له ټولو مزایاوو څخه برخورداره او برخمنه شوې ده . په خپل پاک طینت او بې ریا کړووړو سره یي ، نا خود اګاه اکثره الهی او اسلامي احکام ،قوانین او اصول خپل کړي اوفی نفسه ِ سوچه او رښتینې اسلامي ماهیت او بڼه یي غوره کړې ،ځکه خو د پښتني  ټولنې په طینت کې ،کرکې ،نفرت ، دښمنۍ ،جنګ ،ظلم ،ناروا ،حرص ،آز ،خساست ،بخل او دېته ورته نورو ټولو شېطاني خویونو ته ځای نه پاتې کیږي اوکه همدغه بنیاد اوفاکتور  د یوه تیوریک اصل او عمل په حېث هم قبول کړو ، دپښتني ټولنې خپله  خود ګردانه دموکراسي ،داخلي او خارجي  خپل ځانګړې دفاعي نظام ،حقوقي او قانوني عدلي سیستم او اولسي عدالت ،او انصاف  اوتر ټولو مراجعو مهم او پورته ، اولسي استینافي جرګئیز لوړ  مقام ،چې هره پرېکړه یي د حکمي صلاحیت په لرلو سره پرته له قېد وشرطه او دلیل څخه عملي کېدونکې وي ،ایجادول او تر دا نن  ورځې پورې خپل  رسالت او مسئولیت ته متعهد پاتې کېدل ،پخبله یو لوی اعجاز او ستره الهی پېرزوینه ګڼل کېدې شي .کله ،چې یو قوم دالله (ج) په استعانت او خپل ابتکاراو عزم سره  دغسې هر اړخیز،د خپلې خوښې عادلانه اومنصفانه  خود ګردانه ټولنیز نظام د جوړولو اوساتلو له عهدې څخه وتلې شي ، کله چې د الله(ج) خلف مخلوق ، ولوکه د یوه قوم په  کچه هم اوسې  دالهی کلام د احکامو او مقدس دین د قوانینو اواصولومطابق یو کوچنې نسبي مشابه نظام جوړولې او په خپلو انساني ناقصو او نیمګړو امکاناتو سره ، ددې شایستګي او لیاقت پېدا کولې شي ،چې دنړۍ په کوم ګوټ کې د الهی عدل ،انصاف ، روادارۍ او پېرزوینوسره په مطابقت کې یو نسبي د خېر ښېګڼو نظام جوړ کړي ، که ټول نړیوال سره یو لاس او یوه خوله  شي،په ګډه او رښتیني همکارۍ سره به ، بلا تشبیه دا ښکلې کوچنۍ نړۍ خو لا څه چې ، دا لوی جهان به د خپل الله (ج) په استعانت او پېزوینه سره  د ځانونو لپاره جنت وګرځوي .زه ددغسې یوه رښتیني عادلانه نظام د نمونې شاهد، هغه وخت وم ، کله چې د خپلې کورنۍ سره ، د۲۰۱۰ م کال داکتوبر په میاشت کې د حج د فریضې د اداکولو  په خاطر مکې معظمې ته ولاړو . هلته ما د نړۍ له هر ګوټ څخه ، د شاه څخه ترګدا او له ډېر غریب او عاجز څخه تر ،چې پښیابله پښې یي ترمکې معظمې پورې  ځانونه رارسولي وو، تر ډېرو متمولواو ظاهرا ً ډېرو متکبرو انسانانو پورې ، جمله له څلورو ملیونو څخه هم شاید  زیاتو کسان ، په دغه کال ، دحج د فریضې د اداکولو په خاطر ځانونه رارسولي وو .ټول ښځې او نر  یو شان په اسلامي حجاب کې ، نه چا احساس د تکبر او نه د حقارت کاوه،هرڅوک او هرڅه ، پرته له پولیس ، پهره دار ،څوکیدار او وسلې په امن کې وو، هر څوک یو د بل په څنګ کې په ارامش او امن کې وو. که به له چا څخه په غسل خانه کې د پېسو جیبي بکس او امیانۍ پاتې کېدله ، له ځایه به نه بېځایه کېدله ، مګر کله چې به یي صاحب راغې او خپل امانت به یي  ترلاسه کړ . که به له چا څخه کوم مچ هم متضرر کېده ، مجبور وو قرباني وکړي .ددغه ډول یوه نظام بنیاد ۱۴۰۰ کاله دمخه د محمد (ص) په واسطه عملا ًد سعودي عربو په یوه کوچنۍ ټوټه ځمکه کې کښېښودل شو ،خو معنا ً د انسان د پېدایښت او بلکه د الهی خلقتونو د پېدایښت له لومړۍ لحظې څخه د قیامت تر ورځې پوره بشري ژوند تمثیل شوې دې . ځیني کسان  فکر کوي ،چې ګوندې د اسلام دین خو ۱۴۰۰ کاله قدامت لري او د انسان د پېدایښت څخه ملیونونه کلونه تېر شوی دي .په افغانستان کې داسې یوه ناسمه مقوله رواج لري ،چې که د چاڅخه پوښته وکړې  : ( ته افغان یي ، که مسلمان ؟ یا ته پښتون یي که مسلمان) ؟  معمولاً ځواب یي داوي ،چې زه اول افغان ،یا پښتون او بیا مسلمان یم، دا سمه نه ده . په همدې خاطر محمد مصطفی (ص)د الله (ج)  اولین او اواخرین رسول او نبي ګڼل شوې دې .،هغه کسان ،چې اګاهي لري، محمد (ص) د یوه قوم او ټبر رسول نه ،بلکه دټول عالم بشریت رسول او پیغمبردې او څوک حق نه لري د دیني مسایلو سره دا ډول غېر مسئولانه کړه وړه وکړي . شک نه شته پښتانه او پښتو ژبه او زوړ تاریخ لري او دغه دواړو د اسلامي وحدانیت او ټينګ عقیدت سره په نه شلېدونکي مناسبت کې ، د فولادو څخه هم سختې اوبه اخیستي او ځکه خو پښتني دود او دستور ، پښتو ،پښتون ، پښتونولۍ اودېته ورته نورو مفاهیمو  هم د اسلامي عقایدو سره په نه شلېدونکي تماس او مناسبت کې ،د اسلامي عقایدو د تقدس رنګ اخیستې او پښتانه ناخود اګاه ، ددې په عوض ،چې په الله (ج) قسم یاد کړي ، په پښتو ،پښتون او پښتونولۍ قسم یادوي . زه به پښتون نه یم که یي را باندې ومنې ، ښه پښتون سړې دې ، ښه پښتو یي ورسره وکړه .ته حېڅ پښتون نه یي .همدغه درېواړه ساده کلمات او دېته ورته نور بې شمېره مفاهیم ،د هر یوه په ژبني افادوکې چې څومره نیک اوصاف ، پېرزونې ، روادارۍاو ټولې د خېر ښېګڼې کومې چارې ،چې مونږ یي فکر کولې شو ،ددغه هریوه  ،په ظاهر کې ساده مفاهیموکې نغښتي ، افاده کېدلې  او ددغه کلماتو هر اړخیزه غنامندي جوړوي . پښتني هر اړخیزه مناسبات ،شاید ځیني ډیر بې مورده تعهدات ، مصروفیتونه ،مسئولیتونه اود نورو له خوا جبري ،تحمیلي او د کړاوه ډک رقابتي سیال ژوند لري ، چې حتما یي ددې ایجاب کوي ،پښتو ژبه  په دغه ټولوسنګرونو کې د خپل اولس سیاله ترجمانه ژبه ، مدعی العموم سنګر او اګاه او ګویا مدعي اوسي او د خپل اولس ترجماني وکولې شي .هو! پښتو ، په هرسنګر کې د خپل اولس ، سیاله ترجمانه ژبه پاتې شوې ده . پښتو ژبني حروف ، کلمې او اوازونه ، د پښتو ژبې د هډ ، پوست او کلتوري ارزشونو  سره په ارګانیک ډول تړلي او یوتر بله نه بېلېدونکې بېلګه  جوړوي.د پښتو ژبې اکثره کلمې په پښتني قوانینو ،دود او دستور کې ،ځانګړي ټولنیز ،تاریخي ،حقوقي او ډول ډول نور داسې ارزشونه لري ،چې دعقیدې ،باور ،ایمان او د  تقدس تر کچې پورې رسیږي او دا ځکه چې دغه مفاهیمو د الهی احکامو ، دیني عقایدو او تعهداتو سره کلکه ډډه لګولې اوپه نورو ژبو کې ، دغه ډول مثالونه ، قطعا ً څوک نه شي په ګوته کولې . د پښتنو د جګړئیز بري ستر عامل په دې کې هم دې ،چې په یواځې ځان هم ،که موقع برابریږي ، د جګړې څخه ډډه نه کوي، ځکه چې د یواځېتوب احساس نه لري ، په دې ډاډ چې که بل څوک ورسره نه شته ، پښتو ،پښتون اود پښتونولۍ بډایه دود ،دستور او خود ګردانه دمو کراتیک تعهدات او ننګونه  خو یي ملاتړه  ده ،نوپه حقیقت کې هر پښتون په یواځې ځان هم یوه درې کسیزه مفرزه ګڼل کیږي او دا د سوریاني ژبې  هغه مقدس اقنوم او تثلیث ته،چې د پښتنو سره یو څه مناسبتونه هم لري ، ورته دې ،چې د انسان د شخصیت بالا حصار جوړوي او په ځانګړي ځان هم  د خپل پېدایښت ، پایښت او هدف په فلسفه عقیده او باور پېداکوي . « په دې ډول پښتون ،پښتو او پښتونولي ،درې واړه یو مکمل فلسفي مفهوم او نظام  افاده کوي » . دغه کوچنې پښتني نظام ،چې په حقیقت کې د پښتني ټولنیز ژونداو مناسباتو لوی څپانده سمندر جوړوي ، د یوه نظام په صفت د نورو الهی خلقتي نظامونو سره ، په سیال مناسبت کې ، د خپلې بقا  لپاره ،ابدي ارزش تر لاسه کوي او په یوه پایداره قانونمندۍ بدلیږي او د فولادو  څخه هم کلک پایداره خواص ،اوصاف او وړتیاوې په لاس راوړې ،ځکه چې پښتون ،پښتو ، پښتونولي او پښتون قومي وحدت یي د حراست ضامن او ذمه وار  اوالله (ج)یي حافظ او ناصرګڼل کیږي . په کل او جز کې د نورو نظامونو د کل او اجزاوو سره ،لکه ټولنه ،نظام ،اداره ،قانون ،جنګ ،سنګر ،علم ،ادب او نورو ټولو پدیدو سره په مستقل دیالکتیکي مناسبتونه کې.د افغان ملي او پښتون قومي وحدت په ذات البېني مناسباتواو خارق العاده ټولنیز او فردي کمي او کېفي ،دیالکتیک « یک مرد جنګي به از صد هزار » اوصاف ،خواص او جوهر پېدا کوي او د پښتون ، پښتو او  پښتونولۍ درې ضلعي  بالا حصار،چې د تاریخ په اوږدو کې په تسخیر ناپزیره سنګر بدل شوې  او افغان ملت ،چې تر اوسه پورې پردې حاکمیت پر ځان  نه دې منلې ، په راتلونکي کې  به یي هم ونه منلي شي او یواځې د هغه سولئیز  ګډ ژوند نظام به ورته د منلووړ وي ، په کوم کې ،چې ټول انسانان دمتناسبو مساوي حقوقوڅخه برخمن اوسي . دا یو حقیقت او واقعیت دې او باید د تعارفاتو(هغه مفاهیم ،چې اثبات او ثبوت ته حاجت نه لري ) په حېث قبول اووپېژندل شي. دا ډول فاکتونه او حقایق ثبوت ، فور مولبندۍ او اضافي استدلال ته هم ضرورت نه لري .په رښتیا هم ، که دغه مسایل اوحقایق چا ،د یوه تعارف او فاکت په حېث درک او منلې نه وي ،  بل ډول ممکنه هم نه ده ،چې څوک يي چاته توضیح  اوتعریف کړې، ځکه چې کم نه دي او یا لکه ،چې یو متل دې « عیان ته څه بیان ». او یا په بل عبارت ، دغه مسایل پرته له ثبوته هم د فهم او درک وړدي  ،که څوک پرې نه پوهیږي ،خدای دې پوه کړي  . یوه غېر پښتون ته که څوک ووایي ،چې احمد ، د محمود سره ښه پښتو وکړه .سره ددې ،چې همدغه یوه ساده کلمه په پښتو ژبه کې د زرونو او لا ډېرو ښېګڼو ، نېکیو ، ملاتړ ، ننګې ، طرفدارۍ ،کومک ،روادارۍ او نور بې شمېره مفاهیم او معناوې افاده کوي ،غېر له  دې ،چې په تعجب سره درته ځیر ځیر وګوري ، یا هېڅ ونه وایي او یا به نه پوهیږي،چې  څه ووایي ؟ خو حقیقت دادې ،چې د نور څه ویلواو افهام او تفهیم د افادې توان به ونه لري . ما  یو ډېر ساده مثال ،چې بل ساده مې ترې پېدا نه کړې شو ،دلته راووړاو داهم مبالغه نه کوم ، بې شمېره د خېر ښېګڼې او نېکۍ مفاهیم افاده کوي . ښه به داوي ،زمونږ ځوان نسلونه په دې مسائلو ځانونه پوه کړي،چې څه ډول دغسې  ساده کلمات په یوه ژبه کې ، دومره لوی ارزش او بې شمېره مفاهیم افاده کولې شي ؟
په پښتو ژبه کې ټول حروف،کلمات او مفاهیم اکثرا ً خپل ټاکلي څیزونه ،مفرد او جمع ،مؤنث او مذکراو دېته ورته نورې افادې د ګرامري او ادبي صنعتونو له مخې ،په تفکیک او وضاحت سره  افاده کوي . دمثال په ډول  د غنمو ډوډۍ ته  «ډوډۍ » وایي ، دجوارو ته «سوکړک »  او د اربشو ته «  روټه  » وایي ،یعنې ځانونو ته ځانګړې نوم لري .زمونږ په سیمه کې جودر نه کرل کیږي او نه یي ډوډۍ رواج لري ،ځکه یي زه نوم  نه پېژنم . خو په فارسی ژبه کې ،نان یوه عامه کلمه ده او یواځې د غله دانو د نوع په بدلېدو ، دنان مفهوم تغیر کوي مثلا ً نان ګندم، نان جواري ،نان جو ، نان جودر او نور .حروف هم ، په پښتو ژبه کې خپل دي او جز د ځانګړې کلمې ګڼل کیږي . لکه د (ډ) حرف د ډوډۍ ،ډبره ،  ډاډ او ډېرو نورو  کلموکې د پښتو ژبې د هډ سره تړلې دې  یا د (ټ) حرف د( روټې )، یعنې نان جو، ټبر،ټکر ، په کلمو کې ، یاد (ړ) حرف د( سوکړک ) یعنې نان جواري  ،ړوند ،خراړه په کلمو کې ،یا زمونږ کوهستاني خلک یو قسم سفري ډوډۍ پخوي ،چې زر نه خرابیږي ، هغوۍ ورته  (پساټۍ ) وایي . د لغمان په منطقه کې یو ډول کوچني دال ،چې تور پوټکې لري او داخل یي سور رنګ لري او ډېر مزه دار دي او هغوۍ او مونږ هم ورته ( نسک )وایو . همدغه (نسک ) چې په باجوړ کې رواج لري  ، دانه یي د لغماني نسکو څخه غټه ، رنګ یي خړ او هغه هم مزه دار دي  . کله چې دا نسک په ژرنده ، خو معمولا ً په مېچن دل کیږي ، اصل نسک ترې په غلبېل یا چج جلا کیږي او د مېدګۍ څخه یي، کوچني  ټیکلي پخوي او د خمچو ټیکلي ورته وایي .د باجرې په نامه هم یو بوټې دې ،چې د جوار غوندې پاڼه لري او معمو لا ً د حیواناتو لپاره کرل کیږ ي ،ما خو نه دي لیدلي ، خو داسې وایي چې د هغې څخه هم کوم ډول ډوډۍ یا سوکړک پخوي ، هغې ته هم (خمچ )  وایي . همداسې څمڅۍ ،چیڼچڼه ، چاړه ،  تړ ، تړه ،ړوند ،کوڼ ،بېړا ، ځوې ،ځوګ او داسې ډېر نور د پښتو ژبې اصلي توري دي ،چې په صرفي او نحوي لحاظ  ،د پښتو ژبې د تکلم د دود او دستور له مخې ، دپښتني ټولني د هر اړخیزو ذات البېني مناسباتو په خټه کې  اخښل شوي دي . همغسې ،چې ملیتونه ، قومونه ،طایفې ، ټبرونه او نور بشري ټولنیز واحدونه  په خپلو منځونو کې نژدې او لرې مناسبات لري  ، مختلفې ژبې هم په خپلو منځونو کې ، همدغه ډول مناسبتونه سره لري . ځیني حروف د یوې کورنۍ په ژبو کې مشترک او ځیني نور د هرې ژبې خاص او ځانګړي توري وي .زه نه غواړم دغه بحث د مختلفو تورو ،د تکرار د ازدحام او تکاثف په واسطه دومره دروند کړم ،چې له پوهاوي څخه  ووځي . ما په څو لنډومثالونو کې ، فکر کوم ، وښودلې شوه ،چې د پښتو ژبې توري ،چې د هغوۍ مختلف غږونه د نړۍ د ټولو ژبو ،ټول غږونه په غېږ کې نیسي او لا تر هغې اضافي غږونه او اهنګونه هم لري ، اکثره  یي خپل او د پښتو ژبې په بوده او تنسته کې  هډ په هډ سره دتړل شوو تارونو په اوږدو او پرتوکې اڅڼل شوي او په خټه کې اخښل شوي دي . په پښتو ژبه کې په مختلفومناسبتونو سره ، د نوروژبو توري هم موجود دي او یا دنورو ژبو کلمات د په ژوندۍ بڼه د خپلو صرفي ،نحوي او نورو قوي ګرامري قوانینو او ادبي جوړښتونو په مټ هضموي او پرته دګرامري او تلفظي کم وکاست څخه یي ، لکه خپله کلمه ، داسې استعمالوي .چې هېڅوک یي تمیز نه شي کولې ، چې ګوندې ، په پښتو ژبه کې دا پردۍ کلمه ده .په نورو ژبو کې دا کار ځکه ممکن نه دې ،مثلا ً په فارسي ژبه کې ،چې د ټ،ډ ، ړ ،ڼ ،ښ ، څ او ډېر نور حروف نه لري او نه یي تلفظ کولې شي . دا ډول امکانات مونږ دهرې ژبې غنامندي ګڼو ، په پراخه ټنډه یي منو او کرکه ترې نه لرو   خو هغه کسان ،چې ژبني او یا نور ډولونه تعصبات لري  پخپله ځانونوته قیودات ایجادوي او هم د خپلې ژبې او هم د نورو ژبو د پوهاوي او افهام وتفهیم لپاره ، مېخانیکي قیو دات او کنډرګي جوړوي .نن اکثره فارسي ژبي ویونکي د خپلو بې مورده او بېځایه تعصباتو له مخې ډېرې توري ،لکه الف ،ع او نور نه شي تلفظ کولې او دا توري ،چې حتا په یوه کلمه کې هم ،کېدې شي څوکرته تکرار شي ،څه ډول به ږکولې شي ،حتا خپل کلمات په سمه توګه تلفظ کړې شي ؟ټولې  اسیایي ،اروپایي اونورې  نړیوالې ژبې ، کله چې د خپلې محاورې له محیط څخه ووځي ، دنورو ژبو د ځانګړو غږونو د تکلم د دقیق تلفظ لپاره مشخص توري نه لري او  هر حرف اول په دقیق ډول د بلې ژبې غږ نه شي افاده کولې او دوهم داچې د یوې کلمې په صرفي او نحوي او حتا په مختلفو نومونو  کې خپل غږ بدلوي ، په دې معنا چې یو حرف په همغه یوه ژبه کې ،ځیني وختونه مختلف غږونه لري . د مثال په ډول عربي (ع) د عمر په کلمه کې په (o ) او د عیسی په کلمه کې  (i ) سره افاده کیږي خو د اسحق په کلمه کې (i .) د (الف) اواز لري  او لکه څرنګه مونږ پورته ځیني مثالونه راوړل ، ځیني اوازونه د څلور اویا له دې څخه هم زیاتو حروفو په ترکیب سره په اصطلاح افاده کیږي ، خوپه حقیقت کې  د هغه اواز سره هېڅ شباهت نه لري . امېد دې، پورتنۍ  ژبنۍ مغلقه او ډیره بغرنجه مسئله ما افاده کړي اوسي او محترم لوستونکي ترې مطلوب مفهوم تر لاسه کړې شي او هغه داچې ، څه ډول ممکنه وه ،چې یواځې  دپښتوژبې ، ژبنې جوړښت د همیشنۍ جنګي مستمرې وضعې په شرایطو کې ، غږیز ځانګړې وسیع طېف ، خود ګردانه ،خود کفا ء او خود بقاء هر اړخیز اداري ،حقوقي او قانونې  ټولنیز نظام او کلتوري بډایه منځپانګه  وساتلې شي . په رښتیا سره ، د پښتو ژبې ژبني جوړښت او د پښتو کلتوري منځپانګې ،د نړیوالوژبود ژبني جوړښت  او کلتوري منځپانګواو  منل شوؤ ارزشونو په  هرارشۍ (تسلسل ) کې ، په معجز ډول ، غوره ځای نیولې او بلکه ، بنیادي او محراقي موقف یي غوره کړې دې. د پښتو او پښتونولۍ کلتوري منځپانګې په  اړه، سره ددې  ،چې زه د خپل اساسي مسلک په څنګ کې   دټولنیزو علومو دیپلوم هم لرم او لیکنې مې کړیدي ، اوحق لرم ارزونې وکړم ،خو اصلا دا د یوه شخص د حوصلې او رسالت څخه وتلې کار دې ، او باید دهیواد د علومو اکادمۍ د ټولنیزو علومو پوهان ،د پوهنتونونو استادان،او نور مشترکاً ، دیوې پروژې په شکل په دغه مسایلو کار وکړي .زه غواړم په دې باره کې هم بحث وکړم ،چې څه ډول ځیني ساده کلمات په پښتني دود او دستور کې غوره ځای او ارزش تر لاسه کوي . « تړ » ( سنګلاخ )  دپښتو ژبې  یوه دوه حرفي کوچنۍ کلمه ده  ،چې نه پرې کوم بوټې شین کیږي ،نه پرې لار جوړیږي او نه یي څوک له ځایه خوځولې شي .څه فکر کوۍ ، کېدې شي ،داسې یوه کوچنۍ کلمه په کوم منظور  داستفادې وړ وګرځي ؟ هو !پښتنو همدغه وچ کلک ،متحجر مفهوم په اندک نحوي تحرک سره  ،یعنې  «تړه »په نوم ،خپل پښتني مر کزي قانون ،چې د پښتو ،پښتون او پښتونولۍ د ټولو ټولنیزو مناسباتو ، ټولنیزي خود ګردانه دموکراسۍ ،او بې شمېره مُعَجزو ارزشونو ،په بنیاد ،چې د هر پښتون لپاره د تقدس حېثیت لري او له خپل سر،مال او اولاد څخه پرې تېر دي ، نومولې دې . د همدغه قانون له مخې پښتانه ، په پښتني حکمي «جرګه»کې ، د هیواد او اولس لپاره د یوې ډېرې حیاتي مسئلې په اړه ، دپرېکړې «تیږه» (سنګ ) ږدي او پرته له اندکه تغیر ، د پرېکړې په ټولو منل شوو شرایطو سره عملي کیږي .په دې هم سوچ او فکر کول پکار دي ،چې د پښتو ژبې هره کلمه ، څه ډول د پښتني مناسباتو اود پښتونولۍ منځپانګې د قوانینو په ټغر کې ، اڅڼل شوي او هرې ساده کلمې څومره عالي ارزش او مفهوم پېداکړې دې .پښتانه ،څرنګه چې قاطع اکثریت یي مسلمانان دي ،  د جرګې مفهوم او ټول اصول او حتا ټول اسلامي بنیادي عقیدوي اساسات ،اوامر او نواهي یي د اسلامي  شورا له مفهوم ،احکامو او اساساتو سره یو تر بله ډډه لګوي او څرنګه چې پښتانه د نړیوالو سره  په ګډ متقابل اجباري سختګیره ژوند کې سختګیره پاتې شویدي او حتا کوم انعطاف ،چې په اسلامي اصولو کې ،لازم هم ګڼل شوې ، پښتنو د خپل پښتني قانون په پلوۍحتا ددغه انعطاف څخه هم لا سختګیره پاتې شوي ، نه چې  ، څوک یي دپښتني دود ، دستور او مناسباتو څخه د سر غړونې په تور تورن کړي .خو  غېر وغماز د پښتنو دغه ډول دریز بل ډول تعبیر کړې ،چې  ګوندې «پښتانه نیم قرآن مني او نیم نه ».دا خبره ځکه د منلووړ نه ده  ،چې  د پښتني ژوند اصول  د اسلامي  احکامو او اصولو سره په کل کې ډډه لګولې،اوپه کامل  توافق کې دي او د نا لوستو پښتنو لپاره ،خو لاڅه چې د لوستو پښتنو لپاره یي تفکیک مشکل دې ،چې کوم یو د پښتونولۍ او کوم یو الهی قانون دې ؟ ځو په حقیقت کې ، پښتانه دواړه یو شان مني .. البته ،چې له یو نیم  یاغي باغي ،مرتد او ګناه کار څخه هېڅ اولس او ټولنه مستثنی نه شي ګڼل کیدلې  . ما دهمدغه ډول پښتني دود او دستور پر خلاف ،دا دنن پرون سازشي ، نمایشي او فرمایشي مشورتي  جرګې غندلي او د (جرګه ــ مشورتي ؟ که حکمي ؟  )تر عنوان لاندې مې یو مطلب لیکلې دې . وګورۍ( سیاست د سیالانو لوبه ،سیاسي فلسفه ، څېړنه او ارزونه ،ډاکټر سید شیرآقا حرکت ، د چاپ کال ۱۳۹۰ هـ ش ،یا ۲۰۱۱ م کال،۳۲۸ مخ ) . د جرګې په پای کې ، کله چې لازم تصمیم نیول کیږي اود ټولو لپاره دمنلو وړ هم وي ، د جرګې مشر غږ کوي ،که څوک اعتراض نه لري ، تیږه پرې کښیږدۍ تېږه هم  په پښتنې دود او دستور کې له یوې خوا ډیر ساده مفهوم دې ،خو داچې ولې ورته پښتانه دومره لوړ ارزش قایل شوي دي ، زما په عقیده حتا ،چې دا بې سواده او کم سواده سپین ګیري پښتانه ،چې کله وایي  تیږه پرې کښیږدۍ ،هدف یي دادې ،چې له یوې خوا تیږه د پاو ، چارک او من د معیاري مقیاس  په صفت ، د حق او عدالت سمبول ،هم په اسلامې او هم په پښتني ژوند کې ستر ارزش لري او درغلي په کې د بې ایمانۍنخښه بولي او په پښتني دود کې دامعنا هم لري ، کله چې . تیږه ده کښېښودل شوه ، بیا د خوځېدو نه ده  او همداسې کله چې د کومې بناء په تهداب کې  تیږه کښېښودل کېږي، پایداره یي ساتي او تېږه ده ،چې ټول غرونه ترې جوړ او ټولې  نړۍ ته له ړنګېدوڅخه نجات ورکوي . دا زما عقیده وه او درانه لوستونکي هم کولي شي   ،خپل عقاید ،په دې اړه څرګند کړي.که محترم لوستونکي  متوجه شوي اوسي ، له دې درې کلمو ،چې یوه د ژبې نوم ، دوهمه تړ او دریمه هم تیږه ،چې وروستۍ دواړه کلمې د تیږي معنا لري ، نورې ساده کلمې ما نه شوې پېدا کولې ، وګورۍ په لومړي مفهوم کې یي خپله ژبه نومولې ،چې خپل سر پرې ورکوي ،قسم پرې یادوي او د نړۍ د مخ د خېر، ښېګڼې اونېک او با ارزښته مفاهیم ددغه نوم پورې اړوند ګڼي .د تړې په نوم دپښتونولۍ د خود ګردان دموکراسۍ هغه قانون ،چې ددنیا په مخ  بل هرقانون یي له عادلانه پرېکړې څخه عاجز وي ، نومولې دې او په پښتني ټولنه کې د بې سواده او نیمه باسواده جرګې له خواد هر ډول مشکلو قضایاوو په اړه پرېکړې کیږي اوعملي کیږي . وګورۍ د نړۍ په مخ تاسې  هېڅ  یو ه بله داسې ژبه نه شۍ پېدا کولې ،چې د هغې دغه ډول ساده کلمات دې دومره بې شمېره  علمي ،ټولنیز ،قانوني ،حقوقي ،سیاسي ، ادبي ، کلتوري او دېته ورته نور ډېر  با ارزشه مفاهیم افاده کړې شي . تاسې به هېڅکله نه وي اورېدلي ،چې احمد د محمود سره ښه « اردو » وکړه ، نواز شریف ښه  « پنجابې  »سړې دې او حتا د لطیف پدرام او محمد محقق څخه به کله هم چا نه وي اورېدلي ،چې ځما دې په  «فارسي  » یا  «ازبکي »ِ او« هزارګي »قسم وي او که دا کار چا کړې هم وي ، اورېدونکو به حتما ً متعجب شوي  وي ،چې ګوندې دا کسان باوساري شوي دي او عقل یي له لاسه ورکړې دې ،اصلا ً دغه ډول مفاهیم په ژبه راوړل ،په نوروملکونو او اقوامو کې رواج نه لري ، یا په بل عبارت ، دغه اصل ته څوک دومره ارزش قایلېدل نه غواړي او یا په حقیقت نورو ژبو ، دخپلو اقواموپه سیاسي ،اجتماعې ، نظامي ، حقوقي ،او یا نورو اړخونو د ژوند کې له ځانه کومه ځانګړې شایستګي او برجستګي نه ده ښودلې یا داچې اکثره قومونه ،کله چې د بل اولس د حاکمیت لاندې راغلي دي ،  هغوۍ ډېرزرخپل ټول صلاحیتونه او ابتکارات له لاسه ورکړي  اویواځې د خپلو متولیانو کړۍ په غوږ تابعداره پاتې شوي دي .حال داچې پښتنو د بل چا دلاس لاندې هم ، دبل حاکمیت پر ځان نه دې منلې ، تل د خپل مشر ، جاګیردار او قوماندان د قوماندې لاندې د یوه سیال رقیب اولس په حېث او پښتو ژبه هم د سیالې رقیبې ژبې په صفت د ځایي ژبې سره په سیالۍ کې پالل شوې او روزل شوېده .  شاید داسې پوښتنه پېدا شي ،چې : ولې د پښتون قوم او ټولنې دود ، دستور  او قوانین نه ماتېدونکي اواولس یي د خپل دود ،دستور او قوانینو څخه سر غړونه نه شي کولې ،خو نور قومونه او اولسونه د خپل دود او دستور او ظوابطو دومره ساتنه او پاملرنه نه کوي . پښتانه په الله (ج)کامل ایمان لري او پښتني دود او دستور، په اسلام باندد پښتون اولس د تشرف زېږنده ده ،چې د تاریخ په اوږدوکې داسې ابدیده شوې ،چې  حتا د بل چا د حاکمیت لاندې هم پردې  حاکمیت نه شي منلې اوتل دمقابل لوري سیال سیاسي  رقیب پاتې شوې دې او ددې کار ذمه وار پخپله اولس دې، چې هم یي پخپله دخپل  دود او دستور حراست او ساتنه کړې او هم یي خپل اولس د خپلو عنعناتو او رواجونو لاندې ساتلې دې ، په غېر صورت کې به ، پښتانه هېڅکله  د خپل سیال رقیب د رقابت جوګه نه وې پاتې شوي ،که د امنیت  ذمه واري یي داولس په غاړه نه وې اوتر شا د پښتون،پښتو او پښتونولۍ ، نه ماتېدونکې ټولنیز  قانو پروت نه وې ،چې هره پرېکړه یي یواځې ، بې قېد و شرطه منل او عملي کول غواړي . په غېر صورت کې د کلي کور څخه په کډه مجبورېدل ، د کور سېزل ،سخته او درنه جریمه پرېکول ، د خور ،لور او نورو په بدو کې ورکول اوداسې نورو جریمو ته غاړه کښېښودل او په پای کې د پښتو او پښتونولۍ څخه د وتلو تور او تهمت پرځان منل دي .  نورې ټولنې او اولسونه ، له یوې خواتر دې کچې جدي نه دي او  مختلفې مذهبي ټولنې ،چې  په مجازي بنیا دونوایجادشوي او بشري ذهني منشأ لري او حتا ،زمونږ په هیواد کې داسلام د اکمل او اتمم  مبین دین ،ځیني سست عنصره کسان ،چې د اسلام د دين په باره کې کافي اګاهي هم لري ، مادي ګټو ته پر الهی احکامو تر جیح ورکوي او د نفس ،شېطان او غرایزوپه ناولو قدمونو د الهی عدل ،انصاف د مقدس نظام په ورشو قدم اړوي او دخپل دلخواه چیناق او ناروا ګټو ساتونکې  نظام جوړول غواړي .په نړیواله کچه هم ، بشري نړیوال نظام دپخوانې شوروي اتحاد په ړنګېدو ،خپل  انقطاب ،تعادل ، توازن او تناسب له لاسه ورکړې او په یوه ناپایداره عطالت سره د سرمایداري ناپایدره نظام په بحرانزاء نړیوال حکومتي،نظامي ،پولیسي ،جاسوسي  او  مافیایي نامقدسه ائتلاف ،چې تر ټولو ائتلافونو خورا اسیب پذیره او خورا ناپایداره نظام، یو بل ته غله ، یوبل ته په کمین  او باالذاتهِ هریوپه ذوال محکوم ،څه ډول  به دخپلې او نړیوالې  بقاء ذمه واري په غاړه واخلي یا به یي وساتلې شي. یواځې افغان ملي او پښتون قومي وحدت ،چې ً د نسبي  اولسي  او ټولنیز ډاډمن ملاتړ څخه برخمن او د تاریخ په اوږدو کې ،هم دخپل او هم د نړیوال امنیت لپاره د یرغلګرو په مقابل کې سپر پاتې کېدلې شو، نژدې نیمه پېړۍ دمخه ، افغانې جنګي تیاتر ته، د ټولې نړۍ جنګي قوتونو په سفر برۍ سره افغانان د نړیوال جبر ،ناروا او قتل عام سره مخامخ دي اوغواړي  ټول افغاني ارزشونه او خصوصا ً کلتوري ارزشونه له منځه یوسي او ملاتړي یي هم ټول جهادي معامله ګران ،ډېرې په اولسي او د مشرانو په جرګه کې د اولس نماینده ګان ،د دولت ،حکومت ،قضاء ،قانون د چارو مجریان دي او دا هره معامله ددغه ټولو ترېبیونونو څخه د هغه څه په بدل کې ،په بربنډ شکل سره سرته رسیږي ،چې د یوه اولس او هیواد ، حیات او ممات ور پورې تړلې دې ،لکه ملي ایدیال ــ افغانیت ، ملي وحدت ،ملي ایدیولوژي ،ملي ترمنولوژي ،ملي بېرغ ،ملي سرود او دا ډول نور ویاړلي ملي ایدیالونه ،چې دهر ملت د هم اهنګۍاو تړون ښکارندوی او څرګندوی  ګڼل کیږي .هو ! دوۍ همغسې چې دخپلې پاچاهۍ په لومړۍ ورځ د ارګ قالینې په خپلو منځو کې لوېشت ،لوېشت قېچي کولې  او وېشلې ، افغاني ټولنه هم  نه یواځې ټبر په ټبر ،بلکه د خپلو متولیانو په هدایت ، په فرد فرد وېشل او یوتربله یي په نه پخلاکېدونکې دښمنۍ کې درول غواړي .دغه دبېګانه پرستۍ، تعصب او تنګنظرۍ په مرض اخته د یو تعداد نورو متعصبینو سره ،چې د ایراني مغرضانه تبلیغاتواو بې حسابه تومنو ړانده کړي ، پردۍ بې کلتوري ،چې سر تا پا پرې اور لګېدلې او دم ګړۍ به خپل هویتونه له لاسه ورکوي ، فارسي ژبه لا له پخوا څخه په دغه مرض اخته شوې او لکه د سقراط ،افلاطون ،ارسطو ،طالس ،هراقلیطوس ،فیثاغوث ،ذیمقراطیس د فلسفې متماتیک اونورو علومو  د علمي افادې د ژبې ، ترمنولوژۍ او اصطلاحاتو په څېر،چې په ټوله نړۍ یي امپراطوري لرله ،خو نن  یي یو ویونکې هم نه په سترګو کیږي،فارسي ژبه هم ،چې لا اقل داسیاامپراطوره ژبه وه ، نن  املا انشاء اونور ټول ادبي ارزښتونه او مفاهیم یو په بل پسې له لاسه ورکوي او هغه ورځ ډېره لرې نه ده ،چې د اسیا باداره ژبه هم د خپلو عاقبت نا اندیشه اکسپانسیونیستی متعصبو اخوندانو او دهغوۍ نادانو افغاني هوا خواهانو دبې مسئولیتۍاوناپوهۍ په نتیجه کې ، نه یواځې پخوانۍخوږه فارسي ژبه خپله  بڼه او ویونکي له لاسه ورکوي ،بلکه دهغوۍ دناپوهودوستانوله لاسه ،دا هم معلومه نه ده،چې خوږه کابلۍ دري  به په کومه بله ژبه بدله شي؟.فارس په اسیاکې، تر ټولو لویه امپراطوري وه،چې له ډېرو پخوا زمانو څخه یي په دې منطقه کې اداري او فرهنګي حاکمیت درلود او د اسیایي هیوادونو سره د نور جهان اطلاعاتي او فرهنګي تبادله ، یواځې د فارسي ژبې له لارې ممکنه وه .فارسي ژبه نه یواځې د تفاهم د وسیلي په حېث ،بلکه د علم په صفت تدریس کېدله او دا ځکه ،چې ټول اروپایي ،  عربي او امریکایي اثارپه فارسي ژبه ترجمه کېدل او ټول اسیایي پوهانو خپلې لیکنې اکثرا ًپه فارسي ژبه کولې او په ټوله سیمه کې یواځې دفارسي ژبي بازار ګرم وو او د فارسي  ژبو لیکوالو او شاعرانو په تناسب  ، د غېر فارسي ژبو لیکوالو او شاعرانو اثار ، په دغه منطقو کې ،د هر کور ، مسجد ،معبد ،او کلیسا په تاخچو کې زیات پېدا کېدل او ویونکي ، ارزوونکي او څېړونکي یي هم زیات وو .د ننني افغانستان دغزني ،بلخ ،بخارا او هند کې د مختلفو امپراطوریو او سلطنتونو دربارونه له یوه سره د فارسي ژبې د ادبیاتو او شاعرۍ په اکاډمیو بدل شوي وو اود هرشعري بېت په بدل کې به د شاعر خوله ، په اشرپیو ډکېدله ، خو کله چې به کوم پښتون شاعرخپل شعر لوستلې وو ، سره ددې چې شعري ارزش او پوخوالي به یي  هم لوړوو ، پاداش یي د ژبې داغل وو ،چې دوباره د شعرویلوجرئت ونه کړای شي . فارسی ژبه په دې منطقه اوپه افغانستان کې  د ټولو پښتنو شاهانوددربار رسمي ژبه هم وه او شاهي کورنۍ ،سره ددې چې پښتانه وو ، یوه یي هم په پښتوژبه خبرې نه کولې. د دوۍ دغه ډول لویه اشتباه او ګناه ددې سبب ګرځېدلې وه ،چې ټول افغان اولس ،له پښتون څخه نیولې ،چې د ټول ملک د نفوس له نیم څخه  زیاته برخه جوړوي تر کوچني اقلیتونو پورې ،چې هېڅ په فیصدي کې نه شي راتلای ،د ټولو ملي او بین المللي منل شوو قوانینو ،اصولو او مقرراتو په خلاف ،یوشان مجبور وو او دي ،ولو که په فارسي ژبه هم پوه  نه شي ،باید په فارسي ژبه ولیکي اوخبرې وکړي . دافغان ملت ټولنیز نظام ،دا څو پېړۍ ددغه خانداني ناانډوله بې کلتورۍ په نسبت د هر ډول هرج ومرج ،بې قانو نۍقرباني او حریم یي یواځې یوې خوا ته یو دیوال او یوه دروازه درلودله ،چې د حماقت یو لوی قفل ورته پروت او درې نورو خواوو ته یي هېڅ ډول انګړ موجود نه وو .ددغه ډول یوه ناوړه جیوپولیتیک وضعیت څخه په ګټه اخستلو سره،مغرضو توسعه طلبه بهرنیانو ،فرصت طلبه، بېګانه پرسته او متعصبه داخلیانو  تل داخلي وضعیت کړکېچن کړې او د خپلو شومو اهدافو لاسته راوړلو په خاطر یي ترې ګټه پورته کړې  .خو د فارسي ژبې لپاره ددې ټولووړتیاوې او مساعدوشرایطو سره سره نن د خپل انقراض او انحطاط په نزولي منحني سقوط کوي ،خو  پښتو ژبه د خپل تکامل په افقونو کې لا پسې غوړیږي او نن چې بهرنيان یو ځل بیادخپلو بستروپه تړلوکې دي ، کورني خاینان به بیا  مختوري د افغان اولس قضاوت او محاکمې لپاره پاتې وي .او هغه داچې افغان اولس خپل ټول تاریخي افتخارات ، په خپل ملي وحدت سره ګټلي ، په ملي وحدت سره  یي ساتلي او په راتلونکي کې به یي هم په خپل ملي وحدت سره ساتي . زمونږ د ننني بحث  موضوع « پښتو ژبنې جوړښت او د پښتونولۍ کلتوري منځپانګه دنړیوال ژبنی او کلتوري دیالکتیک په محراق کې » وه ، مونږ په دغه موضوع څه ناڅّه بحثونه وکړل ، مونږ د مثال په ټوګه د نړۍ او سیمي تر ټولو مشهورو ژبو ، لاتین او فارسي ژبوپه باره کې هم ځیني یادونې وکړې ، په حقیقت کې ما غوښتل دغه موضوع د بحث او څېړنې ډګر ته راوباسم . دغه کار په حقیقت کې شوېدې او ځوانان د څېړنو او ارزونو سره روږدي شوي دي ، له خدایه غواړي د خپلو څېړنو او ارزونو لپاره موضوع پېدا کړي . کومې موضوعګانې ،چې تر اوسه ما رالټولې دي ، بې له هغې هم وخت به مونږ ته د هغې د څېړلو لپاره فرصت رانکړي او ځکه خو ما ځوانانو ته سپارلې دي ،چې څېړنې په کې وکړي او د خپل راتلونکي ښه ژوند وسیله یي وګرځوي . زه دخپلو څېړنو او ارزونوپه پایله کې دې نتیجې ته رسېدلې یم ، چې افغان ملي حاکمیت یو فولادي نه ماتېدونکې نظام دې ، او دا ځکه چې ترشا یي افغان ملي او پښتون قومي تړلې ټولنیز  ملاتړ ولاړدې ، یعنې چې ټول افغان اولس ، اولسي دموکراسي اومنلې دود او دستور او داچې ۹۹ په سلو کې افغانان مسلمان دي ، اسلامي عدل او انصاف ، ټول  یي ساتونکې دې .دافاکت د یوه څرګند او نه پټېدونکي  حقیقت او واقعیت په څېر جز د بشري تاریخ ګرځېدلې او نن هغه بشري جوامعو ،چې خپل دغه ډول ارزشونه یي د سرمایي په نا چلو پېسو له لاسه ورکړي دي ، پښېمانه دي او د مچ غوندې لاسونه مروړي ، خو اوبه چې له ورخه تېرې شي ، بیا کله راګرځي .ز مونږ  ځوان نسل ته پکار دي ، مونږ چې لا خپل ویاړلي ارزشونه پخپل واک کې لرو ،باید دسترګو د کسي په څېر یي وساتو او د خپل ورځني ژوند د کړو وړو سرمشق یي وګرځوو . د لا تین ژبې په باره کې که دومره هم ووایو،چې خپل ویونکي یي له لاسه ورکړي ، کفایت کوي او فارسی ژبه هغه وخت د خپل برم او عظمت له افق  څخه ، د انقراض او انحطاط په ګړنګ راپرېوته ،چې په شاهنشاهي اکسپانسیونیسم ( توسعه طلبانه )او سیاسي هوا و هوس باندې ککړه شوه او غوښتل یي ددغه سیمې د ټولو اولسونو په کلتوري او فرهنګي شتمنیو اوارزشونو خېټه واچوي او خپل مال او متاع یي وګڼي ،دافغاني دری خوږې ژبې څخه يي خپله  لاره بیله او  په بې مفهومه ژبني تعصباتو،ځانګړ تیاوو اود سوچه والي په لا علاجه مرض اخته شوه.  ما د کوم چا د فیسبوک د لېکنې په اړه خپل نظر څرګند کړې وو ، ځیني ټکي یي. همغسې چې وو ، په همغه بڼه یي  دلته راوړم :
شکی نیست که ایران در ایام ګذشته با وسعت نظر هاو برخورد های سالم خود ، منحیث نقطهً تقاطع ،مجرا  و مسیر عبور ومرور فرهنګها ، علوم ، تجارب و دیګر داشته های  انسانی ازاسیا ،اروپا ،و جهان اسلام،بهرهً بزرگی در داخل کشور خود برده وهم تاثیر و تأثر متقابل در گسترش دامن   فرهنگی واجتماعی خود ، به تمام اکناف و اطراف منطقه وجهان  مستفید ګردیده است  . از ایام خیزش  و فوران تعصبات مذهبی ،لسانی و هوس های توسعه طلبانه ً شاهنشاهی ایران، بدون در نظرداشت حقایق تاریخی ،و درین ایام هوا وهوس امپراطوری بزرگ ، ازهمه جوانب زندګی اجتماعی وکلتوری شان دستخوش تأثرات و تخریب فرهنګهای اجانب ګردیده، به زوال محکوم بوده ودر مناسبات اجتماعی ــ سیاسی نیز،به  عکس العمل هاو مقاومت های بین المللی مؤجه میباشد.فرهنگ ،کلتور ،صرف ،نحوو لهجه های  زیبا واصیل دری ــ فارسی ، املا ،انشاء و ادبیات عالی این زبان خوش لحن ،که در مناسبات حسنه ًذات البینی با ممالک اسیای مرکزی ،شرقی ،جنوبی ، جنوب غربی ، ممالک عربی و حتا بعضی از ممالک اروپای شرقی و غربی ،شکل و ماهیت ارګانیک دیالکتیکي و انتګراسیون  فرهنګی ،پذیرفته بود  ازهر روز به روز دیګر سائیده شده ، تمام داشته های غنی فرهنګی  خودرا از دست میدهد و بعید نیست  لسان شیرین فارسی ، به بهانه های سوچه سازی به  کدام لسان دیګر عوض شود و با ګذشته های تاریخی خودفاصله پیدا نموده، از خود بیګانه ګردد .در ایام مهاجرت ها، بعضی از اقوام افغانی ، به عین امراض دچار ګردیده ، لهجه های شیرین دری کابلی را فراموش نموده و کلمات معرب و حروف مختص عربی از محاوره و املا وانشاء حذف نموده ، اصطلاحات و کلمات وطنی را بی معنا و بی مفهوم ساخته است . مانند عزیز (هزیز) ؛ عزم (هزم ) یااګر به (ض) نوشته شود (هضم  ) ؛ افغانستان  (هفغانستان) ؛ اقلا ً ( هقلاً) ،علم (هلم) اول (هول ) ،امروز (همروز )،انار (هنار )،انګور (هنګور)،قرآن (قرهان )و غیره . اګر خوانندګان محترم بعد ازین به ګفتار های وزیر صاحبان ،ادیبان ،علماء متوجه شوند ، انها  هم مرتکب چنین اشتباهات میشوند .همچنان بعضی از اصطلاحات فلسفی مانند انګار ګرایی ، مصلحت ګرایي ،تکامل ګرایي ،انضمامیت ،صیروریت ،واقع ګرایي ،اثبات ګرایی ،وجود ګرایی ،ماده ګرایی  و دیګر بدعت ګرایی های مختلف . در نتیجه ً این چنین بدعت ها با ترمنولوژی مروج بین المللی ابعاد و دوری میخانیکی ایجاد میګردد و کدورت های فهمی ولفظی حایل میشود . زبانهای جداګانه ومختص ،کلتور و فرهنګ جداګانه از ابتدا وجود نداشت و امروز که افاده های  غم ودرد وخوشی  توسط حیوانات و انسانها به ګریه و خنده اظهار می شود ، مشترکات زیادی در ابتدا وجود داشت و یا بګویم یک لسان مشترک بدون ګرامر  اشارات ،علایم ، صدا ها و دیګر افاده ها وجود داشت ، که بعدا ً تقریبا ً به یک لسان مشترک وبمرور زمان به هزارها ا لسنه ً متباین و متفاوت تقسیم و تفکیک ګردیدند و امروز ما می بینیم که مناسبات ،تفاهمات و ارتباطات جمعی و بین المللی هم درین اواخر توسط علایم قبول شده برای همه ،در رشته های مختلف استفاده ګردیده ، افهام و تفهیم متقابل صورت میګیرد و در مستقبل نه چندان دور به یک لسان مشترک ، برای اکثریت قاطع مردم روی زمین استفاده خواهد شد .به هر صورت تعصبات وخرافات نزدیک بینانه با مناسبات همه جانبه و ګلُُُوبالایزیشن امروزي که هنوز وضعیت ها به وخامت نګرایده ،املا ،انشاء، صرف ،نحو ، اشتقاقات و دیګر اصول بنیادی تعمیری لسانی فارسی رخت بسته و بعید نیست که تکلم وتفاهم  به   آن به         
مشکل ګراید .
پخواني فارس او ننني ایران ،همغسې چې په خپل او بېګانه  ملکونو کې د حقایقو او واقعیتونو د مسخ کولواو په پردیو حقوقو د خېټې اچولو په خاطر ، د بوقلمون غوندې شکل او رنګ بدلوي او  دبې بنیاده  ناوړه  تجاربو ،طرحو او کانسپتونو  له مخې  خپل ملي او قومي جوړښت ړنګوي او دبیا رغونې امکانات یي له منځه وړي ،  افغانستان ته  هم ددغه بې بنیاده او کاذبو تش په نامه د« پښتو زبان »،« فارسی زبان »او«دری زبان » د بې بنیاده کانسپت په اکسپورت سره،چې هېڅکله معیار او محک د قومي هویت ،وحدت ، انتګرېشن یادیفرنسییشن او نورو تشخصاتو د تباني او تباین ، وسیله او دلیل نه شي ګڼل کېدلې او په دغه ډول مسایلوکې ژبه ،که خپله ده او که پردۍ ،یواځې د افادې د وسیلې رول لوبولې شي ،غواړي د افغان ملي او د پښتون قومي وحدت نه ماتېدونکې شېرازه هم ړنګه کړي . زه په دې عقیده او پوره باور یم، همغسې چې دملي او قومي اکثریت او اقلیت د حقوقو مسئله د ملي او بېن المللي منل شوو قوانینو او مقرراتو له مخې،دهغوۍ داکثریت د کمیت د تناسب پورې اړه لري او د افرادو او اشخاصو حقوق او وجایب  هم،همغسې چې د اسلام په مقدس دین او نړیوالو کې ،د هر چا د تقوا، پوهې او کاري تجربې له مخې تعینېدل او ارزول پکار دي. پښتني دود او دستور او پښتو ژبه د نړیوال تقابل  د مبارزې په ډګر کې د سیال متقابل رقیب په صفت روزل شوي ،پالل شوي اوآبدیده شویدي او دمختلفو سنګرونو د نظري او عملي ، سیالې مبارزې محصول او محصله  ګڼل کیږي ، باید د نړیوالو ارزشونو په سترګه ورته وکتل شي او وارزول شي. پښتواو پښتونولي د هر سنګر ژبه ،قانون ،صریح او بلیغ رهنمود دې اوپرته د پښتو او پښتونولۍ د دغه تجربي رهنمود څخه ،هېڅوک ، هېڅ سنګر نه ګټلې او نه ساتلې شي . پښتواو پښتونولي محض هغه ارزش او جوهر دې ،چې هر بل ارزش پرې ،ارزش پېداکولې شي . پښتو او پښتونولي په کل کې ،د ټولنیزو خېر ښېګڼو دافادې د مفهوم او اصل په حېث ، ټولنیزلازمي ضرورت او مجبوریت ګڼل کېدې شي . په دې باره کې ډېر څه لیکل کېدې شي اوهر څوک یي لیکلې شي . زه په محض عقل ، مطلق عقل ¸محض جوهر ،محض کېفیت او دېته ورته  نورومفاهیمو عقیده نه لرم ، بیا هم همغسې چې پښتون ،پښتو او پښتونولي ده، په همدې ډول افغان او افغانیت ، یا په کل کې انسان او انسانیت یوه سلسله کمي اوکېفي کړه وړه اوارزشونه دي،چې  هر څوک باید ورته ارزش قایل شي او د خپل عمل او نظر لپاره یي سر مشق وګرځوي .
زه خپلې لیکنې ته د ستر فیلسوف رحمان با با په دغه فرد دپای ټکې ږدم :
قناعت مې تر خرقې  لاندې اطلس  دې
پټ ددرست جهان پاد شاه ظاهر ګدا یم


islamdilchasproghtiakhabariamakalaikor
taglara
kitabtonshirona
ariki
Copyright©: Reshtia 2012