Reshtia


 

د اپريل ۴، ۲۰۱۵ کال  

پوهنوال ډاکتر عبدالرشید جلیلي

د افغانانو غمیزه څرنګه منځته راغله ،ولې وغزیده او په څه ډول له منځه تلای شي ؟

افغانانو ته خدای پاک ( ج ) په خپلې پادشاهي کې دځمکې پر سرتر ډیرو نورو خلکوستر ، دطبیعي شتمنیو ډک ، دلمر په زرینو وړانګوتل روښانه او داسیا په زړه کې له اموڅخه تر اباسینه پورې  غوره او پراخه هیواد  ورپه برخه کړی دی . په هم دې ډول  خدای پاک (ج ) افغانانو ته دیانت ، وړتیا،  زړور توب ، پتمن توب  ، دخپلې خپلواکۍ سره مینه ، میلمه پالنه ، ښکلې څیرې ،غني فرهنګ  او نور داسې ډیر صفتونه ورکړي دي چې دنړۍد نوروهیوادونوپه خلکو کې کم لیدل کیږي . نو ځکه دا ملت باید دنړۍ پر مخ ترټولو نورو ملتونو شتمن ،ځواکمن او نیکمرغه ملت وای . دا به هله شونې وای چې دا  وړ او زیارایستونکي افغانان یو موټی وای او د  خپل ستر هیواد له شتمنیو او غوره موقعیت څخه یې  پخپله د ځان په ګټه کار اخستلای شوای ،خپلې شتمنۍ  یې په خپلو مټو دخپل هیو اد د پرمختګ او  سوکالۍ دپاره په کار وړلای  شوای .
د افغانانو دټولو بدمرغیو او ناخوالو پیل دانګریزي یرغلګر استعماري نظام  توطیه   ده  چې افغانستان  یې په ۱۸۹۳کال کې د ډیورنډ د تورې کرښې په واسطه  په   دوو برخو وویشه  او دا توطیه  تر اوسه د پاکستان په وجود کې دوام لري . په دې توطیې سره  افغانستان  د بهرنیوهیوادونو د تیریو، لاسوهنو او توطیو په وړاندې له ځان څخه د دفاع او په خپلواک ډول د سولې او ثبات د ټینګیدو او په سیاسي ، اقتصادي او نظامي برخو کې پرخپلو پښو د ودریدو وس له لاسه ورکړی دی . تل پرې دبهرنیو لاسپوڅي او بې کفایته پردي پال  حکومتونه تپل شوي دي .
په ویشل شوي افغانستان کې د بهرنیو هیوادونو  د لاسوهنواو دخپلو اجنټانو په واسطه قومي ، ژبني او مذهبي تعصبونو او شخړو ته په لمن وهلو سره سوله او ثبات اوملي یووالی کمزوری او تل دګواښ سره مخامخ وي  . د افغانانو دغمیزې د غزیدو لامل همدغه دانګریزانو د  استعماري توطیې شتون او د پاکستان په وجود کې د افغانستان د ویشلو  دوام دی .
روسانو هم دخپلو اسلافود استعماري ارمانونو دپوره کولو د پاره د انګریزانو په واسطه د ویشل شوي افغانستان د نیولو او دهندسمندرګي ته درسیدوپه موخه  د  ۱۳۵۸  کال دجدي پر ۶ نیټه پر افغانستان خپل غلچکی تیری په دې پلمه  سرته ورساوه  چې دشوروي اتحاد جنوبي سرحدونه دخطر سره مخامخ وو . لکه د ټولو استعماري یرغلګرو ځبر ځواکونو عادت دی ، روسانو هم شعار ورکړ چې افغانستان ته د افغانانو سر ه دمرستې دپاره راغلي دي . خو په عمل کې یې د یرغل له لومړیو شیبو څخه تر بیرته تښتیدلو پورې موده کې  دبرحال جمهور رییس په ګډون له دوو میلیونو افغانانو څخه زیات په خپل هیواد کې چې  هیڅ ډول ګواښ او خطریې روسانو ته نه ومخامخ کړی په شهادت ورسول .  ګڼ شمیر کلي او کروندې یې په کنډوالو او شاړو بدلې کړې او په میلیونونو نور افغانان یې دهیواد پریښودو ته اړویستل . دا نه یواځې پر افغانستان وسله وال تیری و، بلکې افغان ستر ملت ته سخت سپکاوی و ، چې دافغانانو دسخت غبرګون سره مخامخ شو.
پر افغانستان باندې د روسانویرغل نه یواځې دهغې توطیې دشنډیدو مخه ونیوله  ، چې د انګریزي استعمارچیانو له خوا دافغان واحدملت د ویشلو دپاره د ډیورنډ دکرښې په واسطه منځته راغلې وه ،بلکې دافغانانو هغه غمیزه چې ددغه توطیې په پلي کیدو سره پر افغان ملت تپل شوې وه ، ژوره کړه او وه یې غزوله . په کورکې دننه قومي ، ژبني او مذهبي اختلافونو ته په لمن وهلو سره بهرنیو یرغلګرو ځبر ځواکونو او ګاونډیانو ته شرایط برابر شول چې په افغانستان کې خپلې لاسوهنې زیاتې کړي او افغانستان د نړیوالو جاسوسي شبکو دسیالیو په ډګر بدل او دکورنیوجګړو په اورکې وسوزوي  .
 د دغوجګړو او سیالیو په ترڅ کې امریکایانو هم سره ددې چې پوهیدل چې افغانستان دامپراتوریو په هدیرې مشهوردی ، خوبیاهم د ویشل شوي ، بې اتفاقه او په کلونو کلونو جګړو ځپلي افغانستان دنیولو د پاره د تروریزم سره دمبارزې تر  پلمې لاندې ، په داسې حال کې چې هیڅ بیلګه یې نه درلوده چې کوم افغان دې کوم تروریستي عمل سرته رسولی وي ، پر  افغانستان یرغل وکړ.
دیرغل له لومړۍ ورځې څخه څرګنده شوه چې امریکایان وایي یوڅه او کوي بل څه . په خوله  یې د بشرد حقوقواو دموکراسۍ  خبرې کولې ،خوپه عمل کې یې په  ډیر کرغیړن ډول دبشر حقوق تر پښو لاندې کړل ، دموکراسي یې مسخره او وه شرموله . افغانستان یې دټولې نړۍ د مخدره موادو په تولیدځای واړاو او د بې کفایته فاسدو لاسپوڅو چارواکو په تپلو سره یې افغانستان دنړۍ د فاسدترینو هیوادونو په لومړۍ لیکه کې ودراوه . امریکایي ځبر ځواک دخپل اشغال په ټوله موده کې تر زرو میلیاردو ډالرو زیاتې پیسې مصرف کړې ، خو زموږ هیواد یې په لوی لاس دنړۍ ترټولو هیوادونو بېوزله ،بې دفاع او وروسته پاتې وساته . دهیواد ټولې طبیعي شتمنۍ او ملي پانګې د مافیایي شبکو په واسطه لوټ شوې او لوټ کیږي . خو دافغان مظلوم ولس اکثریت په خیټه وږی ، په تن بربنډ او هر ډول لومړنیو انساني ضرورتونو څخه محروم دی .
ددې دپاره چې افغانان دخپلې خوښې منتخب حکومت خاوندان نه شي امریکایانو په لوی لاس دولسمشر دپاره  د ټول ټاکنو پایلې دناندریو سره مخامخ کړې تر څو دوه سری حکومت منځته راشي ، چې افغان مظلوم ملت ته دکار کولو پر ځای د خپلو شخصي ګټودپار ه وخت په ناندریو کې تیر کړي او دامنیتي تړون دلاسلیک کولو په ګډون  په افغانستان او سیمه کې د امریکایانو د پلانونو د پلي کیدو دپاره کار وکړي .
پاکستان دانګریزانو او امر یکایانو په مرسته په دې ۲۱ پیړۍ کې پر نیم افغانستان خیټه اچولې ده . نور نیم یې  هم دامریکایي میلیاردونو ډالروپه زور  دپنجابیانو دتیریو او لاسوهنو سره مخامخ کړی ، اوږدې جګړې او بې ثباتۍ یې پرې تپلې دي او په پرله پسې ډول په سوات ، وزیرستان ، مومندو ، خیبر او د پښتونخوا نورو سیمو کې یې د تروریزم سره دمبارزې تر پلمې لاندې پښتون وژنې او له پښتنو څخه دپښتونخوا د دغو سیمو خالي کولو ته دوام ورکړی دی ..
په همدې توګه د پاکستان اردو او دامریکې بې پیلوټه او پیلوټ لرونکې الوتکې په پرله پسې ډول دکنړ ، ننګرهار، خوست ،  پکتیکا،هلمند  او ډیورنډ کرښې ته څیلمه نورو  ډیرو سیمو توغوندي وروي  چې له کبله یې دښځو او ماشومانو په ګډون ډیرو خلکوته مرګ ژوبله اوښتې او یا یې خپل داستوګنې سیمې پریښي او نورو سیمو ته تښتیدلي دي . خو هیڅوک نه شته چې د دې لامالکه ځمکې د اوسیدونکو پوښتنه وکړي . د بل چا په لاس جوړ شوي حکومتونه خو د پوښتنې وړتیا نه لري ، ولس هم دومره تیت پرک او بې مشرتابه دی چې نه پوهیږي څه وکړي . یواځې یو شی شته اوهغه دا چې د افغانانو تیر تاریخ ته وګورو او په هغه کې له اوسني ناورین څخه د افغانانو د ژغورلو لار ولټوو.
تیر تاریخ موږ ته په ګوته کوي :
۱ـ هیڅکله بهرنیو یرغلګرو ځواکونو ، په تیره بیااستعماري ځبر ځواکونو او ګاونډیانو افغانانو سره په افغانستان کې د سو لې ،ثبات او ټولنیز پرمختګ دپاره بې غرضه مرستې نه دي کړي . له غرض څخه ډکې د مرستو په نوم لاسوهنې یې په هیواد کې  تل د بې ثباتۍ ،کړکیچ ، بې اتفاقۍ او جګړو سبب شوي دي ، چې له کبله یې افغانانو زښت زیات ځاني ، مادي او معنوي زیانونه لیدلي دي .اوس  افغانستان دبهرنیو هیوادونو د تیریو او لاسوهنو له کبله  د تروریستي ، مافیایي او استخباراتي شبکو د فعالیتونو او سیالیو په مرکز بدل شوی دی چې زیات شمیر لوړ پوړي دولتي چارواکي او جګړه  ماران یې په چوپړ کې دي . دهیواد سیاسي ، اقتصادي ، نظامي او فرهنګي چارې دهمدې شبکو اودې شبکو  پورې تړلو تش په نامه  افغانانو له خوا اداره کیږي ،چې  افغان مظلوم ملت یې یرغمل او له هرڅه محروم کړی او یو رښتیانی هر اړخیز ناورین یې پرې تپلی  دی  . نو ځکه له دې ناورین څخه د وتلو وس نه د یو ځانګړي شخص ، نه دیوګوند او نه د کمزوري او له نیمګړتیاوو او فسادونو ډ ک دولت سره شته اونه ددې دولت د دوستانو سره شته  .    
۲ـ  یواځې له امو څخه تر اباسینه پورې واحد افغان ملت  دا وړتیا لري چې دبهرنیو تیریو او توطیو په وړاند ې له خپلو ملي نوامیسو ،هویت او ګټو څخه دفاع وکړي ، دتپل شوي اوسني ناورین  څخه  د ژغورلو په خاطر د استعمار او فساد د ټولو بڼو په وړاندې پاڅون وکړي ، د استعمار او فساد ټولې پاتې شونې ایسته وغورځوي او په خپل هیواد کې  یو عادل اسلامي افغاني نظام ټینګ کړي ، سوله او ثبات منځته راوړي او   دنورو هیوادونو سره د متقابلو ګټواو درناوي پر بنسټ د افغانستان  اړیکي ټینګ کړي .
 ۳ ـ افغانان چې کله یو وو تاریخ یې جوړ کړی دی . دهیڅ بهرني یرغلګر ځبر ځواک پرې زور نه دی رسیدلی . هر ښکرور چې ورسره ډغر ه وهلې ده ښکر  یې مات شوي دي . له همدې کبله افغانستان  د امپراتوریو دهدیرې نوم ګټلی دی . نوځکه هر یرغلګر چې پر افغانستان یرغل او تیري ته زړه ښه کړی دی ،لومړی یې د ځینو ځانغوښتونکو ، په شخصي ګټو مینو کړیو او کسانوپه واسطه  دافغانانو یووالی له منځه وړی دی او بیا یې یرغل کړی دی . دافغانانو دټولو بریاوو ضامن د افغانانو ټینګ یووالی دی .  
۴  ـ د افغانانو دټولو بدمرغیو او ستونزو بنسټیز عامل د انګریزي استعمارچیانو له خوا د« ډیورنډ » دتورې کرښې په واسطه د افغان واحدملت دویشلوتوطیه ده  چې تر اوسه پورې د پاکستان په وجود کې دوام لري . تر څو داستعمار دا توطیه شنډه نه شي او د دې توطیې په واسطه ویشل شوی افغانستان بیرته یو نه شي افغانان نه شي کولای د بهرنیو تیریو او  لاسوهنو په وړاندې له ځان څخه دفاع وکړي او په خپل هیواد کې سوله او ثبات منځته راوړي .
۵ ـ داستعمار داتوطیه یواځې له اموڅخه تر اباسینه پورې افغان واحد ملت دخپل رښتیاني ملي وطنپال مشرتابه په لرلو سره شنډولای شي . د بهرنیو تیري کوونکو په واسطه د تپل شوو لاسپوڅو حکومتونو چارواکي د  استعمار له  توطیو څخه دافغان ملت د ژغورلو په خاطر مبارزه کې د ملي وطنپال مشرتابه دنده سرته نه شي رسولای . نو ځکه ملت اړتیا لري چې له بلې لارې څخه دځان دژغورلو دپاره خپل  ملي مشرتوب منځته راوړي .
۶ـ سره ددې چې بهرنیو استعماري ځبر ځواکونو اود دوﺉ جاسوسي شبکو په افغانستان کې ډیر زیات ملي وطنپال مشران په یو او بل نوم له منځه یوړل او وړي یې  ،خو بیاهم  افغان سرلوړی ملت له ملي وطنپال شخصیتونو څخه خالي نه دي . اوس یواځې د افغان مظلوم ملت  دژغورلو د پاره د مبارزې دکړیو یووالي  ته ضرورت دی .باید دژغورنې  په  مبارزه کې دمختلفوملي شخصیتونو،  کړیواوځواکونو دیووالي دپاره هلې ځلې ګړندۍ او  پراخه  شي .  
۷ـ  دافغان سترملت تاریخ ته که ځیرشو، دا لومړی ځل نه دی چې د افغانستان پرخلکو  دبهرنیو یرغلګرواو ددوﺉ دلاسپوڅو او اجنټانو له خوا دجګړو ناورین  تپل شوی دی . له ناورین څخه د خپلو خلکو اوهیواد دژغورلو په خاطر لومړی  یواځې څوصادقه ،ملي وطنپال او ژمن شخصیتونه راټول شوي دي اوبیادغه لږ شمیر کسان دخپلوژمنوپه ترسره کولوسره په سترو ملي ازادي بښونکو غورځنګونو بدل شوي دي . که اوس هم له هر ډول سیاسي  ،قومي ،ژبني او مذهبي تعصبونو څخه پرته  له اموڅخه تر اباسینه پورې  د ټول افغان ملت د یووالي او له اوسني استعماري ناورین څخه د افغان سترملت د ژغورلو په موخه د هلو ځلو ژمنه  وشي ، یقین دی چې د داسې ژمنې په ترسره کولوسره« د ژغورنې ملي جرګې »   په نوښت   دا ننۍ غونډه په سترملي ځواک بدلیدای شي اوخپل سپیڅلي ارمان ته رسیدای شي .
۸ ـ  وروستۍ خبره : که د«  ژغورنې ملي جرګه » پر افغانانو باندې  داستعماري ځواکونو له خوا د تپل شوي  ناورین څخه د ژغورنې په خاطر دافغان ستر ملت د پاڅون د ذهني شرایطو په برابرولو کې داستعمارضد ټولو ملي وطنپالو ځواکونو دیووالي په هلوځلو کې کارنده ونډه واخلي . لیرې نه ده چې له اوسني ناورین څخه د ژغورلو یو سرتاسري ملي وطنپال ځواک منځته راشي ، تر څوله اوسني ناورین څخه د ژغورلو په پاڅون کې د افغان سترملت لارښوونه وکړي .
 دا کار هله شونی دی چې د ژغورنې ملي جرګه او له اوسني ناورین څخه د ژغورلو سر تاسري ملي وطنپال ځواک دهر ډول بهرنیو پردیو ایډیالوژیو او ایزمونو څخه ځان لیرې او سوچه وساتي . موږ په عمل کې ولیدل چې د شوروي اتحاد د غولونکي پرولتري انټرنشنلیزم او دامریکې د بشر دحقوقو او ډموکراسۍ د غولونکو شعارونو تر شاڅومره جنګي جنایات ، وحشت او انساني ضد کړنې سرته ورسیدې .
 داستعماري ځواکونو او د دوﺉ د لاسپوڅو د ظلمونو ،وحشت او تپل شوي ناورین څخه د افغانانو د ژغورلو او دټولو افغانانودپاره د نیکمرغه او عادلانه ټولنې دجوړیدو سمه ، روښانه اوبې عیبه لار د اسلام دمقدس دین لار ښوونې دي چې  بې له هر ډول افراط او تفریط څخه پرې عمل وشي . خپلې خبرې په دې دوعا پای ته   رسوم :
جابران مو دنیستۍ کندې ته بیایي                               لویه خدایه !   سترافغان ملت بقا را
ډک له پوهې مو سرونه هم مو زړونه                              یو دبل سره د مینې او و فـــــــــا را
دا م کې پرو ت ژوند نه مو وژغوره ای ربه                 په خپلواک ژوند کې وزرونه د عنقارا
چې پرې  هر فرعون نه لار دخلاصون مومو              زموږ ګوتو کې موسی غوندې امسا را
چې پرې ټولې ترخې ورځې کړو نور هیرې              ټینګ  یووالی مو په برخه یوځل بیا را
ومن الله التوفیق
پوهنوال ډاکتر عبدالرشید جلیلي


islamdilchasproghtiakhabariamakalaikor
taglara
kitabtonshirona
ariki
Copyright©: Reshtia 2012