Reshtia


 

د جون ۱۲، ۲۰۱۵ کال  

پوهنوال داکتر عبدالرشید جلیلي

د افغانستان ملي یووالي ګوند موخې او غوښتنې

هر سیاسي ګوند دخپلو موخو او غوښتنو سره سم منځته راځي . ګوندونه تل غواړي چې خپلو موخو ته هرڅومره چې ژر وي ورسیږي . نو ځکه دخپلو موخو لاسته راوړو په خاطر لنډې او عملي   لارې چارې لټوي . دچارو دپرمختګ د پاره  کار دود منځته راوړي او مالي شونتیاوې  برابروي . مختلف ګوندونه مختلفې موخې لري ، چې کیدای شي ځینې یې شخصي ګروپي ، قومي اوځینې یې دملي ګټو پر بنسټ ولاړې وي . ځینې یې کیدای شي له ملي ګټو څخه هم لوړې اسلامي او بشري ګټو پر بنسټ موخو ته رسیدو د پاره کاروکړي .
په افغانستان کې ډیرې سیاسي ډلې شته چې سیاسي قدرت ته د رسیدو او یاپکې دبرخې اخستو دپاره هلې ځلې کوي . دوﺉ ته دا غوره ښکاري چې د شخصي او ګروپي ګټو لاسته راوړو دپاره  په داسې یو دولتي ماشین کې د یوې پرزې په څیر کارو کړي چې د پردیو له خواجوړ شوی ، د پردیپالو په واسطه په کار لویدلی ، د پردیو په لار ښوونه او مالي مرستو چلیږي او دفساد بوی یې ټوله نړۍ نیولې ده . د افغانستان اوسنی دولتي سیستم همداسې یوماشین ته ورته دی چې د ټول ټاکنو په پایله کې نه ، بلکې دامریکې په خوښه او لاسوهنې منځته راغلی دی . ټولې چارې یې بهرنیو ته بربنډې او له افغان ملت څخه پټې سرته رسیږي . چارواکي یې د شخصي او ګروپي ګټو په خاطر یوبل سره لاس او ګریوان دي . ددولت د ټولو ارګانونو لګښتونه او تنخواوې د امریکې له خوا ورکول کیږي . دشتمن افغانستان ملي شتمنۍ یاد کورنیو غلو له خوا غصب او لوټ شوي دي او یا بهرني لوټماران او مافیایي شبکې یې له هیواد څخه بیرون ته تښتوي . هیواد له سیاسي  اقتصادي او نظامي پلوه په بهرنیو هیوادونو ، په تیره بیا امریکې پورې تړل شوی دی . په داسې حال کې چې امریکاپه سیاسي ، اقتصادي او نظامي برخو کې دنفوذ او کنترول د ټینګیدو د پاره افغان ځپنې ته دوام  ورکوي غواړي افغان ملت دومره کمزوری  او ذلیل کړي چې ان پنجابیان پرې واک وچلولی شي .
ایا په داسې یو دولتي سیستم کې چې نه قانوني وي ، نه ملي وي او سرتر پایه په فساد او درغلیو کې ډوب وي ، د یوې سیاسي ډلې دپاره برخه لرل لاسته راوړنه شمیرل کیږي او که په ذلت کې ډوبیدل ؟ هغو کسانو او سیاسي ډلو ته چې موخه یې شخصي او ګروپي ګټولاسته راوړل وي او غواړي چې دا ګټې په هره لاره چې شونې وي لاسته یې راوړي ،نو بیا پروانه کوي چې په اوسني دولتي سیستم کې برخې اخستوته لاسته راوړنه ووایي .خو که موخه ملي وي او ملي موخوته د رسیدو دپاره هلې ځلې وي ، نو بیا خو په اوسني دولتي سیستم کې برخه درلودل لاسته راوړنه نه ، بلکې بایلنه او له خپلو ملي موخو څخه تیریدنه ده . له یوشمیر دوستانو څخه اورید ل کیږي چې دافغانستان ملي یووالي ګوند کومه د پام وړ لاسته راوړنه  نه لري ، یانې دا چې په اوسني دولت کې برخه نه لري . که د افغانستان ملي  یووالي ګوندموخه داوي چې په هر ډول وي باید په دولت کې یو څه برخه  یا څوکۍ یې تر لاسه کړې وای ، نو بیا سمه خبره ده چې دافغانستان ملي یووالي ګوند به لاسته راوړنه نه درلودای . خو که دګوند موخې د شخصي او ګروپي موخو څخه ډیرې لوړې ملي موخې وي ، نو بیاخو په اوسني دوه سري دولت کې ، چې ډیر کارونه یې دملي ګټو سره سمون نه لري ، برخه درلودل لاسته راوړنه نه ، بلکې  د ملي یووالي ګوندله موخو څخه سرغړونه وه .
ښه به وي چې د افغانستان ملي یووالي ګوند په موخو یو څه رڼا واچوو او بیا قضاوت وکړو چې ایا د افغانستان ملي یووالي ګوند خپلوموخو ته د رسیدو په لار کې لاسته راوړنې لري او که نه ؟ دافغانستان ملي یووالي ګوند په عقیده د افغانستان دخلکو بنسټیزه ستونزه د انګریزي استعمارچیانو په واسطه د افغانستان ظالمانه ویشل او د پنجابیانو په وجود کې د افغان واحد ملت د ویشلو دوام دی . په دې ویشلو سره افغانستان دبهرنیو استعماري یرغلګرو ځواکونو د تیریو، لاسوهنو او توطیو  په وړاندې  له ځان څخه د دفاع وړتیا له لاسه ورکړې ده . چې په دې ډول پرې په پر له پسې ډول د بهرنیو استعماري ځواکونو، لکه انګریزانو ، روسانو او امریکایانو له خوا، یرغلونه چې دسترو خونړیو جګړو په تپلو سره سرته رسیدلي او هرځل یې افغانان دسترو ځاني ، مالي او معنوي زیانونو په ګاللو سره دنه پای ته رسیدونکې غمیزې  سره مخامخ کړي دي . په دې غمیزه کې د متعصبو او حریصو ګاونډیانو ، په تیره بیا ایران او پاکستان ، لاسوهنې توطیې او د استعماري یرغلګرو ځواکونو سره دافغانانو په بې اتفاقۍ او افغانستان په ورانولو کې ونډه  د پام وړده . استعماري ځواکونه ، په تیره بیا امریکایان او انګریزان ، د ټولو نړیوالو نورمونو سره په ضدیت کې هلې ځلې کوي چې د خپل لاس پوڅي پنجابي ښکیلاک په وجود کې د افغان واحد ملت ویشلو ته په دوام ورکولو سره دافغانستان له ستراتیژیک موقعیت  څخه په خپل شتون سره  ناوړه ګټه واخلي . نه یواځې دافغانستان دخلکو ملي شتمنۍ لوټ کړي ، بلکې په سیمه کې خپل استعماري پلانونه پلي کړي .  . ښکیلاکګر ځواکونه د ملي وطنپالو شخصیتونو او ځواکونو په ځپلو او لاس پوڅو حکومتونو په تپلوسره غواړي د پراختیا غوښتنې خپل ټول ناولي ارمانونه سرته ورسوي . نو ځکه دټولو ملي وطنپالو شخصیتونو او ځواکونود مبارزې موخې باید د یرغلګرو پراختیا غوښتونکو استعماري  ځواکونو د توطیو دشنډولو او دخپل هیواد او خلکو د ژغورلو دپاره دد اسې لارو چارولټول وي ، چې هم شونې وي اوهم یې زموږ دښمنان مخه ونه شي نیولای .
دافغانستان ملي یووالي ګوند موخې :
د افغانستان ملي یووالي ګوند، د یو رښتیاني ملي وطنپال ګوند په څیر، خپله ملي اسلامي دنده ګڼي چې خپلې ګټې د خپل هیواد اوخلکو په لوړو ګټو کې ولټوي او دخپل سیاسي فعالیت د پاره هغه موخې وټاکي چې له اوسني ناورین څخه دهیواد او خلکو د ژغورلو سبب کیږي . دا به یواځې او یو اځې داسې موخې وي چې له امو څخه تر اباسینه پورې  د افغان ملت په وړاندې د استعماري ځواکونو د توطیو د شنډولو سره تړاو لري . تر څو داستعمار په واسطه ویشل شوی افغان واحد ملت بیرته یو نه شي ، افغانان نه شي کولای د بهرنیو استعماري یرغلګرو ځواکونو دتیریو ،لاسوهنو او توطیو په وړاندې له ځان څخه دفاع وکړي او له تپل شوې غمیزې څخه ځان وژغوري  . نو ځکه دافغانستان ملي یو والي ګوندتر ټولو لومړۍ او بنسټیزه موخه  د انګریزي استعمارپه واسطه د ویشل شوی افغانستان بیرته یووالی دی . په دې لار کې له هر بل سیاسي ګوند څخه د افغانستان ملي یووالي ګوند په زغرده خپل اواز جګ کړی ، لیکنې یې کړي ، په غونډو کې یې برخه اخستې  او د ټولوهغو ملي وطنپالو شخصیتونو او ډلوسره چې د دې موخې په لاسته راوړو کې یې دریځ دافغانستان ملي یووالي ګوند له دریځ سره ورته و، دنژدیوالي او یووالي دپاره هلې ځلې کړې اوکوي یې . په هغو لومړیو ورځو کې چې د افغانستان ملي یووالي ګوند د ویشل شوي افغانستان د بیرته یووالي خبره کوله ډیروته ناشونې او هسې هیله ښکاره کیده ، خو اوس دا غوښتنه دومره پراخه شوې ده چې ان د سندرغاړ و په سندرو کې کابل او پیښور د یومخ دوه سترګې ستایل کیږي . دافغانستان ملي یووالي ګوند ټینګ باور لري چې د ویشل شوي افغانستان بیرته یووالی به له امو څخه تر اباسینه پورې  دټولو افغانانوپه غوښتنه بدلیږي او داسې ورځ به راځي چې د دې غوښتنې په وړاندې به هیڅ استعماري ځواک د ودریدو وس ونه لري . اوس نه یواځې دافغانستان ملي یووالي ګوند ،بلکې ډیر نورملي وطنپال شخصیتونه او ډلې شته چې دهمدې موخې دپاره کارکوي . هیله ده چې ژر دا ملي وطنپال شخصیتونه او ډلې دهمدې موخې د رښتیاینې د پاره په یو شریک پلاتفورم راټول شي او په یو ستر ازادي بښونکي غورځنګ بدل شي .
د افغانستان ملي یووالي ګوند بله ستره موخه په افغانستان کې د یو رښتیاني عادل افغان اسلامي دولتي نظام ټینګیدل دي . داسې دولتي نظام ، چې د بهرنیو استعماري ځواکونو په واسطه نه ، بلکې پخپله دافغانستان دخلکو له خوا د دوﺉ په خوښه او غوښتنه منځته راغلی وي . دا به داسې یو نظام وي چې په دې کې به دبهرنیو یرغلګرو ځواکونو لاسپوڅي او اجنټان برخه نه لري ، له هر ډول تعصب او فساد څخه به پاک وي او د دولت ټولې چارې به د لوړو ملي ګټو پر بنسټ سرته رسیږي . دا به په رښتیا سره  له اموڅخه تر اباسینه پورې په خپلو پښو ولاړ یو سرتاسري  خپلواک ځواکمن دولت وي چې دهر ډول بهرنیو تیریو ،لاسوهنو او توطیوپه وړاندې  به له ځان څخه دفاع کولای شي  . دا به په رښتیا سره یو ملي اسلامي دولت وي چې ټولې چارې به یې داسلام دمقدس دین د ارزښتونو سره سم  دملي ګټو پر بنسټ پر مخ ځي . دا داسې یوه موخه ده چې ورته رسیدل دامریکایي دموکراسۍ له لارې امکان نه لري . امریکایي دموکراسي ایله فاسد پردیپال نظامونه منځته راوړي چې دافغانستان دخلکوغمونه او ستونزې لاپسې ډیروي . نوځکه عادل ملي اسلامي دولتي نظام یواځې له امو څخه تر اباسینه پورې د يو واحد ملي وطنپال مسلمان مشرتابه په هلو ځلو دافغان ملت په غوښتنه او ملاتړ منځته راتلای شي ، چې د افغانستان ملي یووالي ګوند یې دخپلې موخې په توګه د تحقق دپاره د ټولو نورو ملي وطنپالو شخصیتونو او ځواکونو سره یو ځای هلې ځلې کوي  .  
په هیواد کې د ټولو ناخوالو اوبې عدالتیو اصلي منبع د بهرنیو ښکیلاکګرو ځواکونو اشغال او پر دولتي قدرت باندې د دغو ښکیلاکګرو ځواکونو او نړیوالو مافیایي شبکو پورې تړلو اجنټانو خیټه اچول دي . له هغه وخت څخه چې د امریکې او ناټو ځواکونو له خوا افغانستان اشغال شوی دی ، په افغانستان کې د ډول ډول فسادونو او د خلکو د ستونزو کچه په سلګونو ځلو لوړه شوې ده . په خولې د بشر حقوق ، دقانون واکمني ، دمخدره موادو مخنیوی ، له ټولنې دفسادد جرړې ویستل ،  دخلکو د ژوند دسطحې لوړتیا ، د ملي اقتصاد پرمختګ ، د ښوونې او روزنې عامیدل ، روغتیایي او نورو ټولنیزو چارو سمیدل او داسې نورو . . . . د پاره پروپیګنډې کیږي ،خو په عمل کې ټولې چارې د دغو پروپیګنډو پر ضد سرته رسیږي . دافغانستان په ټول تاریخ کې دومره چې د اشغال او تپل شوو لاسپوڅو حکومتونو په موده کې دبشر حقوق تر پښو لاندې شوي ، دقانون واکمني له منځه تللې ، دمخدره موادوبې کچې لوړ  تولید اوله دریو ملیونو څخه زیات افغان ځوانان ، حتا دښځو او ماشومانو روږدي کیدل ، په ټوله نړۍ کې په فساد کې لومړی ځای نیول ، دخلکو فقر او دملي اقتصاد بشپړ بحران ، جسمي ، روحي او ټولنیزو ناروغتیاوو بې کچې لوړتیا نیغ په نیغه د بهرنیو ځواکونو د اشغال او د اشغالګرو ځواکونو په واسطه دلاسپوڅو حکومتونو دتپلوسره اړیکي لري . د افغانستان ملي یووالي ګوند  دخپلې ملي او اسلامي دندې په توګه تل دغه ترخه واقعیتونه په ډاګه کړي او خلکونه یې د دې ټولو کرغیړنو پدیدو د لمنځه وړو دپاره د یووالي او مبارزې غوښتنه کړې ده . نه یواځې دا چې دا ګوند تر اوسه پورې د یرغلګرو استعماري ځواکونو په واسطه د راوړل شوو ناروغتیاوو څخه بچ پاتې دی ، بلکې دخپلې وسې او امکاناتو سره سم یې په پوره ایماندارۍ دافغانستان دخلکو له  ملي یووالي او ارزښتونو څخه دفاع کړې ده او کوي . اوس ډیر افغانان په دې باور دي چې  دافغانستان ملي یووالي ګوند یواځینی سیاسي ګونددی چې په خپلو امکاناتو یې سیاسي مبارزې ته دوام ورکړی او دهیڅ  یرغلګر ځواک او یاکورني زور و اکي تر اغیز لاندې نه دی راغلی او خپله خپلواکي او نګه افغاني هویت یې ساتلی دی .
دافغانستان ملي یووالي ګوند یواځینی ملي سیاسي ځواک دی ،چې د ټولو ورونو قومونو د یووالي او ورورۍ د ټینګیدو د پاره یې صادقانه مبارزه کړې او د بهرنیو دښمنانو او د دوﺉ د اجنټانو له خوا دهر ډول قومي ، ژبني او مذهبي اختلافونو ته د لمن وهلو په وړاندې یې  غوڅ مخالفت  ښودلی دی . او په دې اړوند یې د دښمنانو ټولې توطیې بربنډې کړې دي . همدارنګه یې د اشغالګرو ځواکونو ظلمونه او انساني ضد کړنې بربنډې کړي او غندلي دي . دافغانانو د انساني حقوقو څخه د دفاع په موخه یې پر افغان ملت دقومي جینو ساید په تپلو او د تروریزم سره دمبارزې تر نوم لاندې  هره ورځ د سلګونو بیګناه افغانانو دوژلو بشري ضد جنایتونه بربنډ کړي او غندلي دي . د ډیورنډ کرښې دواړو خواوو ته  دامریکا او پنجاب ښکیلاکګرو ځواکونو بشري ضد جنایتونه، چې دبې پیلوټه او پیلوټ لرونکو الوتکو او نورو پیچلو جګړه ایزو وسلو په واسطه سرته رسیږي ، بې د پښتنو له قومي جینوساید څخه بل څه نه دي تل غندلي او د ژر ودریدو غوښتنه یې کړې ده . په سوات ، وزیرستان ، خیبر او مومندو باندې دپاکستان د اردو پرله پسې او د میاشتو میاشتو تصفیوي  ځمکني او هوایي عملیات چې په لسګونو زره افغانان پکې له منځه تللي او په میلیونونوبې کوره شوي په خپل وخت غندلي او د پنجابیانو  له ظلمونو او استعمار څخه د ژغورلو په خاطر  یې دټولو افغانانو یووالي او ازادي بښونکي ملي پاڅون  غږ پورته کړی دی  . چې په دې اړوند بل هیڅ کوم سیاسي ګوند دومره  رغنده او ثابت دریځ تر اوسه نه دی ښودلی . چې دا دریځ  د دې ګوند په ملي توب ، وطن پالنې  او د یو ځواکمن ، متحد ، ستر او خپلواک ، سر لوړي  افغانستان   سره په بې کچې مینې لرلو دلالت کوي . د افغانستان ملي یووالي ګوندعقیده لري چې تر څو ویشل شوی افغانستان بیرته نه وي یوشوی او له امو څخه تر اباسینه پورې د یو واحد ملت په توګه بې له هر ډول بهرنیو لاس وهنوخپل ملي سرتاسري ، واحد ، ځواکمن او خپلواک دولت جوړ نه کړي ، دا هیواد له اوسنیو ستونزو څخه نه شي راوتلای . دا کاریواځې او یواځې د ستر افغان ملت په وس پوره دی ، چې د یو رښتیاني ملي وطنپال مشرتابه په لارښوونه د یو ملي سراسري پاڅون په تر سره کیدو سره تحقق موندلی شي . دغه ملي وطنپال مشرتوب د ټولو ملي وطنپالوډلو ،کړیو او شخصیتونو  په یو ځای کیدو او دملت دباور په تر لاسه کولو سره منځته راتلای شي .  
افغانستان یو ډیر قومیز هیواد دی  چې خلک یې  په مختلفو ژبو خبرې کوي  او ان چې په مذهب او فرهنګ کې یې هم توپیرونه شته . خو ټو ل بیا افغانستان د خپل شریک کور په څیر مني او د پیړیو په اوږدو کې یې  پکې د ورونو په شان ژوند کولو ته دوام ورکړی دی . د دې مختلفو قومونو یووالی او وروري  د افغان ملت د بقا ،بریا او پرمختیا دپاره تر ټولو اړین اصل دی . بې ځایه خبره نه ده چې وایي : « کله چې افغانان یو و ي تاریخ جوړوي » . نوځکه دافغان ملت ټول دښمنان د خپلو ناولو پلانونو د پلي کیدو دپاره د افغان ستر ملت ویشل اړین ګڼي . همدې موخې ته د رسیدو په خاطر ټول بهرني دښمنان په افغانانو کې ضعیف النفس په شخصي ګټو مین اجنټان روزي او د دوﺉ په واسطه په افغانستان کې د قومونو ترمنځ بیلوالي او بې باورۍ ته لمن وهي . خو د بهرنیو دښمنانو او د دوﺉ  د اجنټانو توطیې هغه وخت اغیزمنې واقع کیږي چې په افغانستان کې دقومونو تر منځ عدالت او دیو بل حقوقو ، ژبې او دود او دستور ته درناوی له منځه ولاړ شي او د نژدیوالي او یووالي پرځای یو دبل دنفې کیدو هلې ځلې وشي او د افغان پالنې پر ځای پردۍ پالنه غوره شي . له دې منلي واقعیت څخه څوک نه شي منکریدای چې په افغانستان کې پښتانه ، تاجک ، هزاره ، اوزبک ، ترکمن ، پشه یي ، بلوڅ ، نورستاني او نور لږه کي قومونه اوسیږي ، چې د« واک فونډیشن» د ۱۹۹۱ ­ـ ۱۹۹۶کلونو سروې په افغانستان کې دغټو قومونو لکه پښتونو ، تاجکو ، هزاره و  او ازبکودنفوسو شمیر په فیصدۍ سره ۶۲،۷۳ پښتانه - ۱۲،۳۸ تاجک- ۹ هزاره او ۶ ،۱۰ ازبک  ښودلی دی . واک فونډیشن ځینوملاحظاتو سره سره دځینونورو محققینو څیړنې هم راوړې دي لکه : امریکایې محقق اوافغان پیژندونکي لویس دوپرې په افغانستان کې دغټوقومونود نفوسو شمیر ۴۶ په سلوکې پښتانه ،۲۵ په سلو کې تاجک ، ۷په سلوکې ازبک او۶په سلوکې هزاره ښودلي دي . دامریکې چاپ « ورلډ المانک » ۳۸ په سلو کې پښتانه ،۲۵ په سلوکې تاجک ، ۱۹په په سلوکې هزاره او۶په سلوکې ازبک ښودلي دي . روسي محقق او افغانستان پیژندونکي پروفیسوراسلانوف بیا په افغانستان کې د پښتنوشمیر ۶۰ په سلوکې ښودلی دی  . همد ارنګه د ایران نومور لیکوال په افغانستان کې د پښتو ژبې ویونکوشمیر په سلوکې ۷۰ ښودلی دی . انګریزي محقق انتوني هایمن په افغانستان کې د لویو قومونو دنقوسو شمیر ۴۵په سلو کې پښتانه ، ۲۳په سلو کې تاجک ، ۱۰ په سلو کې هزاره او ۸ په سلو کې ازبک ښودلي دي . په دې ډول پښتو ژبه د قومونوپه لحاظ د افغانستان دخلکو دغوڅ اکثریت ژبه ده ،چې له همدې کبله د نړیوالو نورمونو او د افغان اساسي قانون له مخې دافغانستان ملي او رسمي ژبه ده . څرنګه چې دري په اوسني افغانستان کې د دویم اکثریت او د ادب او فرهنګ له پلوه پرمختللې او ډیر وخت د دربار ژبه وه ، نو ځکه هغه هم دافغانستان رسمي ژبه ده . له حقوقي پلوه دواړه  پښتو او دري ژبې رسمي ژبې دي چې باید ټولې اداري ، تعلیمي ، ټولنیزې او فرهنګي رسمي  چارې په دې دواړو ژبو پرمخ  یوړل شي .دواړه ژبې لکه دخویندو په څیر باید دیوې او بلې په غنا کې مرسته وکړي او دیوې اویابلې دنفې کولو هڅې ونه کړي . د دولت لوړ پوړي چارواکي باید په دواړوژبو د خبرو کولو ، لوستلو او لیکلو وړتیا ولري  او کوم څوک چې دغه وړتیا نه لري په لوړو پوستونو مقرر نه شي  . په ټولو دولتي ادارو ،تعلیمي مؤسسو ، ټولنیزو او فرهنګي برخو کې پښتواو دري دواړو ژبو سره د سکه ژبو په څیر چلن وشي . دا کار یواځې ملي وطنپال  حکومتونه چې پخپله د افغانانو له خوا منځته راغلي وي کولای شي  . د استعمارچیانو په واسطه منځته راغلي لاسپوڅي حکومتونه دا کار نه شي کولای ځکه چې هغوﺉ دخپلو بادارانو پلانونه پر مخ بیایي چې هغوﺉ  هیڅکله نه غواړي په افغانستان کې د افغانانو ترمنځ  وروري او ملي یووالی ټینګ شي .  دټولو استعماري  اشغالګرو ځواکونو داشغال په موده کې قومي ، ژبني او مذهبي  بې اتفاقیو او شخړو ته لمن وهل شوې ده . دې شخړو ته لمن وهل دامریکایي اشغال رسمي پالیسي ده . دامریکې د اشغال په ټوله موده کې د تروریزم سره دمبارزې په پلمه د پښتنو قومي جینوساید سرته رسیدلی او د ژبې ، فرهنګ او هویت د نفې کیدو دپاره یې هلې ځلې  شوي دي  .
د افغانستان ملي یووالي ګوند په عقیده دبهرنیو دښمنانو ټولې هلې ځلې د دې دپاره دي چې افغانان  په قومي ، ژبني او مذهبي بنسټونو  وویشي . ځینې قومونه ځانته رانژدې او نور وځپي ، تر څویې یوبل څخه بیل ،پر یو بل بې باوره او د یوبل پرضد ودروي ،چې بیا وکړای شي په اسانۍ یې ایل کړي . خو د افغانستان ملي یووالي ګوند لکه دنورو ملي وطنپالو  ډلو او شخصیتونو په څیر نه غواړي چې داسې وشي او د دښمنانو ناولي پلانونه دافغان ملت د بربادۍ دپاره سرته ورسیږي . نوځکه دې ګوند دخپل منځته راتګ څخه تر اوسه پورې دافغانستان  دخلکو د یووالي د پاره دا اړینه ګڼلې ده چې په افغانستان کې ټول شته قومونه یوبل ؤمني ، د یوبل حقوق وپیژني او درناوی ورته وکړي . هیڅکله دیو بل د لاندې ویستو او څنګ ته کیدو د پاره د پردیو سره لاس یو نه کړي . په افغانستان کې د ټولو قومونو ژبې او فرهنګونه په ګډه سره له ویاړه ډک افغان ملي فرهنګ منځته راوړي . دافغان ملي فرهنګ غنااو خپل ملي هویت د ساتلو او ځلیدو د پاره باید هلې ځلې وشي ،نه دا چې د بهرنیوفرهنګي یرغلونو په چوپړ کې ځان او خپل ملي هویت سپک کړي . په تیره بیا د پښتو او دري دواړو ژبو چې د افغانستان رسمي ژبې دي منل ، په دې ژبو خبرې ، لیک لوست او زده کړې کول دافغانانو دملي یووالي د ټینګښت او د دښمنانو د توطیو د شنډیدو دپاره  اړین اصل دی . افغانان چې په هره رسمي ژبه ښې خبرې  او لیک لوست  کولای شي باید په هم هغې ژبې خبرې او لیک لوست وکړي . که یو پښتون په پښتو ،خپلې مورنۍ ژبې ښې خبرې او  لیک لوست کولای شي ، باید دا طبیعي حق یې ومنل شي ، نه دا چې د فاشیست او متعصب  ټاپه پرې ووهل شي . دا د ایراني پر اختیا غوښتنې توطیې دي چې دافغانانو دبې اتفاقۍ دپاره په کار وړل کیږي . هرافغان ماشوم باید حق ولري چې لومړنۍ زده کړي په خپلې مورنۍ ژبې وکړي او خپلواکي ولري  چې لوړې زده کړې په کومې  رسمي ژبې سرته رسوي .
په لنډ ډول د افغانستان ملی یووالی ګوند له امو څخه تر اباسینه پورې په ټول افغانستان کې د داسې  یو ملي وطنپال ، خپلواک او ځواکمن دولت د جوړیدو هیله لري  او هلې ځلې  ورته کوي ، چې نه یواځې دبهرنیو یرغلګرو ځواکونو دتیریو لاسوهنو او توطیو په وړاندې له ځان څخه دفاع وکړي ،بلکې وکړای شي د اسلام دمقدس دین د لارښوونو سره سم او د افغانستان دخلکو د غوره عنعنو په نظر کې نیولو سره په افغاني ټولنه کې ټولنیز عدالت ټینګ کړي . دهیوادد بې ساري شتمنیو او لوړ انساني ځواک څخه په ګټې اخستلو د اوسنیو ټولو ناخوالو ستونزو ، کړاوونو ، فقر او وروسته پاتې والي څخه زموږ دشتمن او ښکلي افغانستان هروګړی وژغوي .
دا به اوس ډیرو ته هیله او خیال ښکاره شي ،خو لیرې نه ده چې په ستر افغانستان کې د دې هیلې لرونکي شخصیتونه او ډلې له اوسنۍ غمیزې څخه دوتلو په خاطر په دې شریک ارمان راټول شي او داسې  یو سراسري ازادي بښونکی غورځنګ منځته راوړي چې وکړای شي دانګریزي استعمارچیانو په واسطه دستر افغانستان دویشلو اودانګریزانو او امریکایانو په واسطه  دپنجابیانو په وجود کې د ویشلو د دوام دتوطیې د شنډیدو دپاره له امو څخه تر اباسینه پورې د افغانانو د ملي ازادي بښونکي پاڅون لارښوونه وکړي . داستعماري ځواکونو دتوطیو له شنډیدو څخه وروسته بیا افغان سترملت کولای شي دهر ډول بهرنیو لاسوهنو څخه پرته په خپل هیواد کې یو رښتیانی ملي وطنپال اسلامي ځواکمن افغان دولت منځته راوړي . دافغانانو په خوښه منځته راغلی دولت به وکړای شي دخلکو دغوښتنو او ضرورتونو سره سم ټول کارونه دخلکو په مټ اوملاتړ سرته ورسوي .
غوښتنې :
۱ـ دافغانستان ملي یو والي ګوند له ټولو غړو  څخه غوښتل کیږي ، چې دافغانستان دخلکو د دښمنانو او مخالفینو د ناوړه  پروپیګنډو تر اغیز لاندې رانه شي . دافغانستان ملي یووالي ګوندته ، چې په هیواد کې یو رښتیانی ملي وطنپال ځو اک دي او په زرګونو ملي وطنپال سپیڅلي افغانان پکې راټول شوي دي په کمه سترګه ونه ګوري . دګوند د ټولو غړو تر منځ یووالی او وروري د ګوند دپیاوړتیا لومړنی ضرورت دی . په فرکسیوني تمایلاتو او کړنو سره دا ملي ځو اک باید کمزوری نه شي . داصولو ضد خبرو اوکړنو ته باید وخت ورنه کړل شي . هیڅ ډول تخریب او توطیه دمنلو وړ نه ده ،دځینو نیمګړتیاوو په وړاندې باید په اصولي لارو چارو سره  مبارزه وشي .
۲ـ په اوسنیو شرایطو کې ،چې بهرني اشغالګر ځواکونه او د دوﺉ لاسپوڅي دهیواد ټول سیاسي ،اقتصادي او نظامي قدرت په لاس کې لري ، دګوند غړي باید دا هیله ونه لري چې ګونددوﺉ ته څه ورکړي ،بلکې خپله دنده وبولي چې دوﺉ څه کولای شي چې دغه ملي وطنپال ځواک پیاوړی اوپه خپلو پښو ودروي . دګوندغړي بایددګوند داصولوسره سم چلن وکړي اوله  ګوندي دسپلین او تګلار څخه ناغیړي ونه کړي . په خپل وخت ګوندي غونډو او فعالیتونو کې برخه اخستل باید دګوند دهر غړي عادت او مکلفیت وګرځي . دافغانستان ملي یووالي ګوند د یو ملي وطنپال ځواک په توګه دملي وطنپالو افغانانو په واسطه منځته راغلی دی او د دوﺉ  په مرستو او هڅه او هاندخپل کارونه پرمخ وړي . دهیڅ بهرني هیواد او کورني زورواکي سره تړلی نه دی . د ګوند مالي اړتیاوې په اوس وخت کې یواځې دګوند دغړو دغړیتوب په حقونو او د دوﺉ  په بسپنوپوره کیږي  . نو ځکه دګوندهر غړي باید داسې وګڼي چې دا ګوند دده دغړیتوب په ونډه او بسپنه  چلیږي . که دی ګوندته په خپل وخت ونډه اوبسپنه ورنه کړي دا ملي ځواک نه شي کولای خپل کارونه په سمه توګه سرته ورسوي . نو هیله ده چې دګوندهر غړی دیوملي وطنپال متعهد افغان او مسلمان په توګه ،چې له اوسنۍ غمیزې څخه دکړیدلو افغانانو د ژغورلو هیله لري ، خپله مالي مرسته له ګوند څخه ونه سپموي .
۳ـ  له امو څخه تر اباسینه پورې په ستر افغانستان کې ډیر شخصیتونه او ډلې شته چې دافغانستان ملي یووالي ګوند په څیر دانګریز ي استعمارچیانو په واسطه دویشل شوي افغانستان د بیرته یووالي اوپه ستر افغانستان کې دیو رښتیاني ملي وطنپال خپلواک افغان دولت دجوړیدو غوښتونکي دي او دې موخې ته د رسیدو دپاره کارکوي . که چیرته داټول شخصیتونه او ډلې سره یو ځای شي ،کیدای شي په ډیر کم وخت کې په یو ځواکمن ازادي بښونکي غورځنګ بدل شي . څرنګه چې په یواځې توګه هیڅوک نه شي کولای دغونوموړو ستروموخو ته ورسیږي ،نو دافغانستان ملي یووالي ګوند له ټولو غړو او مینه والو څخه غوښتل کیږي چې دخپل ګوند اونورو ملي وطنپالو شخصیتونو او ډلو دنژدیوالي او یووالي د پاره خپلې هلې ځلې ګړندۍ کړي . همدا رنګه نوموړو سترو موخو ته د رسیدو په خاطر د ولسونو د ذهنیتونو روښانه کولواو د دوﺉ دباور اوملاتړلاسته راوړو د پاره دولسونو سره دګوند دغړو اړیکي پراخ او ټینګ شي ،دخلکود ستونزو په اواریدو کې ورسره مرسته وشي او دیو صادق مؤمن او مسلمان په توګه یې په غم او ښادۍ کې فعاله برخه واخستل شي . دخلکوسره دګوند دغړو داړیکو په ټینګیدو سره د  خلکو باور پر ګوند زیاتیږي او دا ددې سبب کیږي چې په سیاسي مبارزه کې خلک دافغانستان ملي یووالي ګوند څخه ملاتړ وکړي  ، تر څو خپلو موخو ته ورسیږي .
ومن الله التوفیق
پوهنوال داکتر عبدالرشید جلیلي

د ۲۰۱۵کال د جون ۱۲   

islamdilchasproghtiakhabariamakalaikor
taglara
kitabtonshirona
ariki
Copyright©: Reshtia 2012