Reshtia


 

د اپريل ۲۶ ، ۲۰۱۵ کال   بسم الله الرحمن الرحیم پوهنوال داکتر عبدالرشید جلیلي

د ثور وسله وال پاڅون په اړوند ځيني واقعیتونه

د ثور وسله وال پاڅون په داسې وخت کې سرته ورسید چې د افغانستان دخلک دموکراتیک ګوندکې د خلقیانو او پرچمیانو ډلې د ډلو پر مشرانو دشورویانو دټینګار له امله مخانیکي یووالي ته رسیدلې وې . دا په دې مانا چې د دې ډلو تر منځ د اختلافونو او تضادونو دشتون سره سره دا یووالی په واقعیت کې دشورویانو دپلان سره سم ، چې ببرک کارمل سیاسي قدرت ته ورسوي  پر خلقیانو وتپل شو . خو په وسله والو ځواکونو کې دخلقیانو او پرچمیانو ترمنځ نه یووالی دشورویانو د پلان په وړاندې د یو ګواښ په توګه لا پاتې ؤ . چې له ګوند څخه دامین او پلویانو په  ویستلو سره  په نظر کې ؤ دا ګواښ هم له منځه ولاړ شي او په  وسله والو ځواکونو کې ټول خلقیان او پرچمیان هم دکارمل تر شا ودروي .   
څرنګه چې په دغه وخت کې د شورویانو او داود خان ترمنځ سیاسي دپلوماتیک اړیکي دشورویانو دلاسوهنو له امله خراب شوي وو او داود خان هڅه کوله چې د شوروي اتحادسره  خپل اړیکي کمزوري او پر ځای یې اسلامي او غربي هیوادونو سره خپل اړیکي ټینګ کړي او هم له دولتي دستګاه څخه په فساد کې ځینې ډیر ککړ پرچمیان وباسي ،چې دا کار شورویانو داسې وګاڼه چې داود خان نور شوروي اتحاد سره نژدیوالي او دوستۍ ته لیوال نه دی . نو ځکه یې هڅه کوله چې د داود خان پر ځای ببرک کارمل ، چې د شورویانو دباور وړ او له ډیر پخوا څخه یې کې . جې . بې . سره اړیکي درلودل قدرت ته ورسوي .
خو دا کار یواځې په هغه وخت کې شونی و، چې دافغانستان دخلک دموکراتیک  ټول نوی یو شوی ګوند د ببرک کارمل تر  شا ودر وي . د دې پلان په وړاندې په نوي یو شوي ګوند کې دوه شخصیتونه خڼد ګڼل کیدل ، چې باید په یو ډول له مخې لیرې کړای شوي وای . دا دوه شخصیتونه  حفیظ الله امین او  میر اکبر خیبر وو . دوﺉ دکارمل په ناقصه شخصیت او د کې . جې  بې . سره په  اړیکو پوهیدل او په  هغه کې یې دګوند د مشرتابه دپاره هیڅ  ډول وړتیا نه لیدله . هغه اخلاقا کمزوری او په شرابو معتاد سړی ؤ او د افغانستان له ګټو څخه یې شوروي اتحاد ګټو ته ځان ډیر وفادار ښود .
په ملکي برخه کې د ګوند دیووالي سره سم نه یواځې له ګوندڅخه د حفیظ الله امین او هغه دپلویانو دویستلو توطیه پیل شوې وه ، بلکې پر حفیظ الله امین د پنجشیري په مشرۍ د ګوند دکنترول کمیسیون دعوه ، چې د داودخان د پلان وزیر ، علي احمدخرم  په قتل کې یې لاس درلود ، داسې یوه ستره توطیه وه چې نه یواځې دحفیظ الله امین د زنداني کیدو ، بلکې د داود خان د حکومت په واسطه دهغه داعدام دپاره هڅې هم ګڼل کیدای شي . دغه توطیه باندې ښاغلي دستګیر پنجشیري دخپل کتاب « ظهور وزوال  ح . د . خ . ا . ، دویمه برخه ، ۵۵ او ۵۶ مخونو» کې بربنډ اعتراف کړی دی ، چې په نوي یوشوي ګوند کې دببرک کارمل دمشرولۍ دپاره دځینو خلقي نما کارملیانو توطیې هم په ګوته کوي . که دثور وسله وال پاڅون نه وای شوی ، نو دغه توطیه سل په سلو کې عملي کیده .
ځینې کسان په شعوري ډول یا د بیخبرۍ له کبله داسې پروپیګنډې کوي ،چې په دغه وخت کې حفیظ الله امین او پلویانو یې په ګوند کې دننه بل ګوند جوړ کړی ؤ ، چې دا دعوه بې له ښکرورو دروغو څخه بل هیڅ نه دي او کیدای شي موخه یې د ببرک کارمل او پلویانو توطیو ته ، چې دننه په ګوند کې دحفیظ الله امین او پلویانو پر ضد روانې وې ،  دحق په جانب ښودلو هڅه وي . په همدې وخت کې چې دحفیظ الله امین او پلویانو پرضد له ګوند څخه د ویستلو او نورې توطیې روانې وې ، دمیراکبر خیبر پر ضد هم دکارمل او پلویانو له خوا ګواښونه پیل شوي وو .
د میر اکبرخیبر د ترور په هکله مرحوم عبدالقدوس غوربندي په خپل کتاب ( دافغانستان خلک دموکراتیک ګوند تاریخ ته یوه کتنه  ، ۸۹مخ )  کې لیکي : « که له دې بې ځایو او بې بنسټو تورونو څخه تیر شواو په دې هکله حقیقت  ؤپلټو او په موږ کې حقیقت پلټنه او رسواکول ژوندي وي او پښه مو په ( کوم تلک خر س ) کې بنده نه وي ، ډیر دلیلونه شته چې د وجدان په بشپړه ارامتیا یې حکم وکړو ، چې دکارمل د ناسمو معلوماتو له مخې خیبر د کې . جې . بې . له خوا ترور شوی دي  » .
په دې ډول د شورویانو د پلان له مخې چې ببرک کارمل د داود خان  پر ځای سیاسي قدرت ته ورسیږي د دې دوو شخصیتونود لمنځه وړو دپاره  ، چې د کارمل مخالفین او رقیبان بلل کیدل  ، دکارملیانو ، خلقي نما کارملیانو او کې . جې . بې . له خوا په یو ډول نه یو ډول  توطیې پیل شوې وې چې د میر اکبر خیبر پرضد توطیه عملي شوه او د حفیظ الله امین پر ضد په چاغیدو وه . د خیبر په جنازه کې د ببرک کارمل پاروونکې بیانیه د دې  د پاره وه چې داود خان راوپاروي چې په ګوند حمله وکړي . خلقي مشران ،په تیره بیا حفیظ الله امین  زنداني کړي او بیایې لکه دمیوندوال په څیر دپرچمي افسرانو په واسطه له منځه یوسي او یا یې د داودخان په واسطه له منځه یوسي ، چې دهمدې کار دپاره د پنجشیري په مشر ۍ د ګوند د کنترول کمیسیون لا پخوا په پوره بې ایمانۍ سره د خرم قتل پرې اړولی و .
په څو  دلیلونو دروسانو اوکارملیانو دا پلان شوې توطیه له ماتې سره مخامخ شوه او دثور وسله وال پاڅون بریالیتوب ته ورسید . لو مړی داچې دخیبر په جنازه کې حفیظ الله امین خبرې نه وې کړې او د نیولو دپاره دپولیسو سره هیڅ پلمه په لاس کې نه وه ، چې په دې سره دده دنیولو دپاره وروسته پریکړه وشوه او په دې کار سره ده ته وخت په لاس ورغی ترڅو دخلقي مشرتابه دپخوانۍ پریکړې سره سم ، چې که د داودخان حکومت په ګوند یرغل کوي باید دګوند نظامي برخه له ګوند څخه دفاع وکړي او که نورې ډلې د  داودخان پرضد پاڅیږي له داودخان نه ملاتړ وشي ، دګوند نظامي برخې ته په یو خاص مهارت سره قومانده ورکړه چې له خپل ګوندڅخه دفاع وکړي ، د داودخان رژیم نسکور او سیاسي قدرت په خپل لاس کې واخلي . د ثور د وسله وال پاڅون دبریالیتوب بل دلیل داؤ ،چې د دې پاڅون څخه هیڅ بهرني هیواد ، په تیره بیا شورویانو او د دوﺉ سره تړلو پرچمیانوخبر نه درلود . که شورویان او پرچمیان خبر وای دوﺉ به هیڅکله دې ته نه وای حاظر شوي چې دپرچمیانو پر ځای خلقیان سیاسي قدرت ته ورسیږي او د ببرک کار مل پرځای نورمحمد تره کې د افغانستان جمهور رییس شي . دا چې ځینې خلک پروپیګنډې کوي چې د ثور وسله وال پاڅون کې شوروي پیلوټانو برخه درلوده یواځې او یواځې د ثور  د وسله وال پاڅون د دښمنانو له پروپیګنډوڅخه بل څه نه دي . د ثور وسله وال پاڅون سوچه افغاني او خلقي پاڅون ؤ ، دخلقیانو له خوا سرته ورسیداو تر اخره دخلکو په مټ دخلقیانو په سرښندنو ترې دفاع وشوه .
د ثور د وسله وال پاڅون په بریالیتوب سره د شورویانو دا پلان چې له داود خان څخه سیاسي قدرت ببرک کارمل ترلاسه کړي د ناکامۍسره مخامخ شو. چې له همدې کبله شورویانو او پرچمیانو په ګډ ه د رښتیانیو منافقانو په څیر په ښکاره له  پاڅون څخه دفاع کوله او په پټه یې د پاڅون له اولې ورځې څخه د پاڅون پرضد له هیڅ ډول دښمنۍ او سبوتاژ څخه ډډه نه ده کړې . پرچمیان چې له پاڅون څخه مخکې دمیخانیکي یووالی له امله دګوند سره ګډ شوي وواو بیا له پاڅون څخه وروسته د شورویانو په ټینګار یې پر سم نیمایي  دولتي پوستونو خیټه اچولې وه کولای شول په اسانۍ د ګوند او دولت د استازو په نوم په خپلو ناوړه کړنواو چلن خلک دخلقي دولت پرضد را ؤپاروي . دوﺉ دخلقي دولت د وسله والو مخالفینو سره له یوځای کیدوڅخه نیولې بیا تر نظامي کودتاګانوکولو پورې هلې ځلې وکړې چې خلقي ملي دولت نسکور او په افغانستان کې د ببرک کارمل په مشرۍ د شورویانو یو لاسپوڅی حکومت  جوړ کړي ، خو له خلقي دولت څخه د خلکو د هر اړخیز ملاتړ په موجودیت کې د دوﺉ ټولې توطیې یو په بل پسې شنډې شوې . له ګوند او دولت څخه د خلقٍي دولت ضد عناصرو په تصفیې سره  ګوند او دولت ته دا ځواک په برخه شوچې په کمه موده کې دخلکو په ګټه نه باوریدونکي کارونه سرته ورسوي . دکور کالي ډوډۍ  شعار د تحقق دپاره پراخ پروګرامونه تر لاس لاندې ونیول شول او د شپږم ، اوم او اتم نمبر فرمانونو په پلي کیدوسره دخلکو په ژوندکې بنسټیز بدلونونه منځته راغلل . د دولت په سر کې له هر ډول فساد څخه پاک دملي وطنپالو شخصیتونوپه  منځته راتلو سره په افغاني ټولنه کې د فساد کچه په بیساري ډول راټیټه شوه .
د ثور دوسله وال پاڅون په بریالیتوب سره  ، چې د یو سرتاسري سیاسي ټولنیز ځواک ، دافغانستان خلک دموکراتیک ګوند، په مستقیمه لارښوونه سرته ورسید په افغانستان کې دوه ستر د ټولنې دپرمختګ سره په ضدیت کې دقبیله سالارۍ اوملک التوایفۍ نظامونه له منځه ولاړل او سیاسي قدرت دخلکو په استازولۍ دافغانستان دخلک دموکراتیک ګوند  خلقیانو ته ورسیداو په میلیونونو بزګران د فیوډالانو له ظلمونو او احتیاجونو څخه وژغورل شول . چې د دې بنسټیزو بدلونونو په منځته راتلو سره د ثور وسله وال پاڅون یواځې یو وسله وال پاڅون او بدلون پاتې نه شو ، بلکې دټولنې په سیاسي ،اقتصادی ،   ټولنیزو او فرهنګي برخو کې یې یو ژور بدلون یا انقلاب منځته راوړ .  دا چې ځینې کسان ، په تیره بیا کارملیان او نور دانقلاب ضد کسان د ثور انقلاب ته کودتا وایې دا دانقلاب سره دهغوﺉ په عناد او جهالت دلالت کوي ، ځکه چې کودتا په نظام کې بې له کوم ژور بدلون څخه د وسلې په زور ددولت چپه کیدوته وایې  . خو په یوې ټولنې او ټولنیز جوړښت کې پریکنده او هر اړخیز تغیر ، په تیره بیا ، چې دخلکوپه ګډون اوملاتړ سرته ورسیږي  انقلاب بلل کیږي . د ثور وسله وال پاڅون ته ،چې د ژورو سیاسي ، اقتصادي ، ټولنیزو او فرهنګي بدلونو نو سره د یو سیاسي ګوند په لارښوونه تر سره شواو دخلکود  پراخ ملاتړ څخه برخمن و یواځې  انقلاب ویلای شو اوبس .
په دې کې شک نه شته چې د ثور وسله وال پاڅون  دبریالي توب په پایله کې منځته راغلی خلقي دولت  دیوشمیر ستونزو او نیمګړتیاوو سره لاس او ګریوان و. چې په راسپړلو سره یې کیدای شي ملي وطنپالو افغانانو ، په تیره بیا راتلونکو نسلونو سره د اړونده  واقعیتونو په پوهیدو کې مرسته وکړي . دا ستونزې او نیمګړتیاوې کیدای شي په څو ډوله وویشل شي . یوپه ګوند او دولت کې د ننه د انقلاب او خلقی دولت ضد عناصر ، چې دکارمل د ډلې پاتې شوني او خلقي نما کارملیان وو ، چې په ګوند او دولت کې  یې نفوذ درلود او له دننه څخه یې  د خپلو ناوړه اعمالو په واسطه د خلقي ګوند او دولت کړنې او پروګرامونه دخلکو په نظر نا اشنا او د خلکو له غوښتنو او فرهنګ سره په ټکر کې معرفي کول . اوهم یې دننه په ګوندکې بې اتفاقیو ، په تیره بیا د ګوند او دولت په مشرتابه کې دپردیو په لارښوونه بې اتفاقیو ته لمن وهل و. دویم د پردیوپيښې کول او دهغو نظریات او تجربې په افغانستان غوندې یوې مذهبي ټولنې کې پلي کول او په داسې یوې ټولنې کې چې ۹۹،۹۹ خلک یې مسلمانان دي د سیکیولر نظام د ټینګیدو دپاره هڅې کول دعاموخلکو دعقیدو سره ټکر او  دانقلاب د دښمنانو تبر ته لاستی برابرول و . دریم تر ټولو ستره نیمګړتیا پر یو بهرني ځبر ځواک ( شوروي اتحاد )  دومره باور کول ، چې لاسوهنې او توطیې یې ؤنه شي لیدلای مرګونې اشتباه اونیمګړتیاوه چې دخلکو دملي ګټو مدافع یو رښتیانی ملي دولت یې نسکور او د ثور انقلاب یې د ناکامۍ سره مخامخ کړ . نورې وړې نیمګړتیاوې ، چې د ځوانو کدرونو د کمې تجربې له کبله یې په کارونو کې  شتون درلود، د وخت په تیریدو سره  په سمیدو وې .
شورویانو د خلقیانو د مشرتابه له باور څخه  ډیره ناوړه ګټه واخسته . پر شوروي اتحاد باندې د یو رښتیاني دوست په څیر په باور سره دشورویانودا توطیه چې دخپلو اجنټانو په واسطه خلقي مشران ، نورمحمدتره کی اوحفیظ الله امین ، په خپلو منځونو کې بې باوره کړي ، یوبل پر ضد یې ودروي او دخپل تیري اوقدرت ته دخپل  لاسپوڅي ببرک کارمل دپاره لار هواره کړي نه یواځې دیوملي دخلکو دګټو مدافع دولت د راپرځولو سبب شو ، بلکې د ټول ملت ستونزې او کړاوونه د دغه دولت له نسکوریدو او دیو لاسپوڅي رژیم په منځته راتلو سره پیل شول  . د دې توطیې په پلي کیدو کې دببرک کارمل په مشرۍ یوشمیر کارملیانو او خلقي نما کارملیانو هم ونډه درلو ده  ترڅو د شخصي ګټواو قدرت د پاره  تاریخي جنایت تر سره کړ ، دثور انقلاب یې ناکام  کړ او دشورویانو په ټانکونو سور دویم شاه شجاع ببرک کارمل یې  د ۱۳۵۸کال د جدي په ۶ نیټه  قدرت ته ورساؤه  .  
د جدي ۶ نیټه بې دیو څو ملي خاینانو ا وطنپلورونکوڅخه نورو ټولو افغانانو ته دافغانستان په تاریخ کې یو ه توره ورځ ده چې له همدې ورځې څخه دافغانستان دخلکو غمیزه د شورویانو او کارملیانو د ظلمونو ، قتلونو او دخپل کور کلي څخه د شړلو له امله پیل شوه . کارملي شاه شجاع ګانو  قدرت ته د رسیدو له کبله افغانستان په شورویانو پلورلی و او د شوروي په ۱۶ جمهوریت کې د دوﺉ له خوا شمیرل کیده ، خو دا ځل بیا خبره ملت ته پاتې شوه اوافغان  ملت هیڅکله هم د  پردیو واکمني نه شي  منلای . نو ځکه ټول افغانان  د شورویانو او د دوﺉ د لاسپوڅو پر ضد راپاڅیدل او د سترو قربانیو په ورکولو سره یې افغانستان د دوﺉ له واکمنۍ څخه وژغوره .
هغه جنګي جنایات اوبشري ضد جرمونه چې روسانو او کارملي پرچمیانو د افغانستان دخلکو پرضد سرته رسولي دي په تاریخ کې ساری نه لري . دوﺉ دخپلو چټلو پښو د ټینګیدو په خاطر د ۲ میلیونو شاوخوا کې افغانان له منځه یوړل ، له پنځه میلیونو څخه زیات یې له خپل کور کلي او هیواد څخه تښتیدو ته اړویستل او افغانستان یې په شاړو او کنډ والو بدل کړ، چې په دې سره یې د پیړیو اقتصادي ، ټولنیزې او فرهنګي لاسته راوړنې د خاورو سره خاورې کړې . دافغانانو تر  منځ یې د قوم ، ژبې او مذهب په نومونو د دښمنیو اور بل کړ . او افغانستان یې د سیمې او نړۍ د یرغلګرو ځواکونو د  تیریو او لاسوهنو ډګر وګرځاوه  . د بهرنیو هیوادونو د لاسوهنو له کبله افغانستان دوسله والو ډلو تر منځ د جګړو په تنور بدل شو، چې ډیرې ځاني ، مادي اومعنوي  شتمنۍ پکې لګړه شوې  او  افغانستان نور هم په کلونوکلونوشاته ولوید .
شورویانو د ۱۳۵۸کال د جدي په ۶ نیټه دخپلو وسله والو ځواکونو په غلچکي یرغل سر ه  دخلقي ملي دولت په راپرزولو او دثور انقلاب په ناکامولو سره په افغانستان کې دملي زعامت تشه منځته راوړه ،چې له همدې نیټې څخه وروسته په افغانستان کې سوله او ثبات له منځه تللي او دمختلفو وسله والو ډلو او زور واکانو ترمنځ کورنۍ جګړې پیل شوې او نه یواځې دملت ټولې مادي او معنوي شتمنۍ یې د له منځه وړوله خطر سرخ مخامخ کړې ،بلکې دهیواد دلاپسې  تجزیې ګواښ یې څوځلې  رامنځته کړی دی . دهمدې ملي زعامت تشې له کبله دنړۍ ځبرځواکونو او ګاونډیانو تل هڅه کړیده چې  دوﺉ پورې تړلي لاسپوڅي حکومتونه پر افغانانو وتپي .چې له همدې کبله په افغانستان کې سوله او ثبات منځته نه راځي او هیواد مو  د اوږدو نه پای ته رسیدونکو جګړو سره لاس او ګریوان دی .
د  طالبانو په قدرت ته رسیدو سره ، چې ۹۰ په سلو کې دافغانستان خاوره یې تر کنترول لاندې وه ، نسبې سوله او ثبات ټینګ او د هیواد د تجزیې مخه ونیول شوه . خو د ځینو ګاونډي  اوسیمې دهیوادونو د سخت دریځو کړیو د نفوذ له امله چې په یو ډول نه یوډول یې امریکایانو او د دوﺉ پلویانو ته پلمه په لاس ورکړه چې د طالبانو پر حکومت لومړی اقثصادي سیاسي او نظامي بندیزونه  ؤ لګوي  او بیا د شمالي ټلوالې ،چې دشورویانوپه لارښوونه  دکارمل د ډلې په هلوځلو او هڅې او هاند جوړه شوې  وه ، په ملګرتوب پر افغانستان وسله وال یرغل وکړي . د شمالي ټلوالې په وجود کې د کارمل ډلې دا ځل بیا یو ستر جنایت سرته ورساؤ ، چې یو بل ځبر ځواک ، دامریکې سره یې دافغانستان په نیولو او د افغانانو په تیره بیا پښتنوپه   ځپلو کې لاسونه یوکړل . د امنیت په ریاست کې دخادستانو ، چې اکثر یت یې پخواني متعصب تنګ نظره سکتارست  کارملیان دي ، دغلطو راپورونو له کبله په ډیرو پښتون میشتو سیمو کې په ودونو ، جنازو ، جرګو او د ماشومانو په لوبغالو بمونه ؤورول شول او ډیربیګناه خلک دښځو او ماشومانو په ګډون پکې له منځه ولاړل   . اوس هر چاته بیخي  څرګندشول چې امریکایان په افغانستان کې د سولې اوثبات د ټینګیدو ، د یو رښتیاني له فساد څخه پاک اسلامي ارزښتونو سره سم ټولنیز نظام دمنځته راتلو ، دمخد ره موادو دکرکیلې دمخنیوي ، ترهګرۍ د له منځه وړو او د ویجاړ شوي او وروسته پاتې افغانستان د بیا رغاونې او پرمختګ  د پاره نه دي راغلي . بلکې دوﺉ د خپلو پراختیا غوښتونکو پلانونو د پلي کیدو او خپلو ستراتیژیکو موخو ته د رسیدو دپاره پر افغانستان یرغل کړی دی . له همدې کبله دوﺉ له هر بل وخت څخه زیات فاسد ، پردیپال حکومتونه پر افغانانو وتپل ،په جنګي جرمونو او فساد کې ککړې کړۍ یې سیاسي قدرت ته راوستې ، تر څو پرې د اسارت لوزنامې لاسلیک کړي او د نظامي اډو په ورکولو سره د جګړو  دوام ، له فساد څخه ډک دولتي  نظام پایښت ، دمخدره موادو دکرکیلې او افغانانو داعتیاد پراختیا او زیاتوالی ،هره ورځ دسړي تښتونو ، جنسي تیریو ،دخپلسرو وسله والو بانډونو زور زیاتیو ا و ترهګریزو حملو په واسطه د لسګونو بیګناه افغانانو مرګ ژوبله او په شتمن افغانستان کې د اکثریت افغانانو فقر او نیستي تضمین کړي .
افغانان باید پوه وي چې هیڅکله به بهرني یرغلګر ځبرځواکونه او د دوﺉ افغاني اجنټان دا ونه غواړي چې د افغانستان خلک دې په خپل هیواد کې سوکاله او د پردیو له احتیاج څخه خلاص وي . ترڅو د دوﺉ په وس کې وي ،هیڅکله به دوﺉ ونه غواړي چې په افغانستان کې سوله اوثبات راشي او داسې  کسان واکمن شي چې افغانستان د افغانانو دپاره غواړي او هلې ځلې کوي چې هیواد یې دسیالوهیوادونو په لیکه کې ودریږي . په همدې موخه امریکایانو دوه سری حکومت منځته راوړ چې ایله پرې خپل پلانونه عملي کړي  او تل دخپلې بقاد پاره امریکایانو ته ننواتې او زارۍ وکړي ، هرڅه د هغوﺉ په واک کې ورکړي . خپلواکۍ ، ملي واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړ تیا باندې پښې کیږدي او دامریکې  په پیسو او ډوډۍ پرازیتي ژوند ته څوورځې نور هم دوام ورکړي . له دې څخه به نور دبیغیرتۍ او حقارت خبره چیرته وي چې یوچادې درڅخه په زور کورنیولی وي او ته ورته خوله چینګه چینګه کوې اوترې غواړې چې دوستي درسره وکړي او کوردې جوړ کړي . اوسني دوه سري حکومت دخپلو نیکونو په تاریخ ملنډې ووهلې چې له پاکستان څخه ، چې پر نیم افغانستان یې خیټه اچولې ده او په افغانستان کې یې تل دبې ثباتۍ او جګړو اور بل ساتلی دی او په وزیرستان ، مومندو ،خیبر او سوات او کونړ کې یې بربنډ تیري او افغان وژنې ته ملا تړلې ده ، ؤ غواړي  چې دخپلو افغانانو ،طالبانو سره یې خبرو ته کښینوي .
امریکایان پر افغانستان باندې له خپل یرغل څخه تر اوسه پورې په دې لټه کې دي ، چې په دې هیواد کې یو دپانګه والۍ دلال قشر منځ ته راوړي ، داسې قشر چې اصلي پانګه یې دامریکایانو په لاس کې وي . په افغانستان کې دومره پانګونه وکړي چې له ارزانه کار او اوموموادو څخه یې دخلکو د پرله پسې او اوږدې مودې استثمار دپاره ګټه واخلي . همدارنګه همدغه دلال قشر باید تل پر افغانانو حکومت وکړي او داسې کمزوري  او بې  کفایته کسان قدرت ته ورسول شي چې تل د خپلې بقا او قدرت د پاره امریکایانو ته اړ او هره خبره یې ؤ مني . نوځکه دافغانستان خلک دې د بهرنیو هیوادونو،په تیره بیا امریکایانو او د دوﺉ په واسطه قدرت ته رسول شوو حاکمانو څخه دا تمه نه کوي چې ګنې افغانستان به له دې اوسنۍ غمیزې څخه وژغوري . دوﺉ دغمیزې عاملین او برخه دي ، نوځکه دوﺉ هیڅکله نه شي کولای دافغانستان خلکو سره دغمیزې په له منځه وړو کې مرسته وکړي . دا پخپله دافغانستان خلک دي چې کولای شي په خپل یووالي سره ځانونه له غمیزې څخه وژغوري ، له اموڅخه تر اباسینه پورې د استعمارپه واسطه ویشل شوی افغانستا بیرته یو کړي ، خپله خپلواکي ، ملي واکمني او ځمکنۍ بشپړتیا خوندي کړي او دسولې او ثبات په ټینګیدو او یو ملي وطنپال له هرډول فساد څخه پاک دولت په جوړیدو سره خپل هیواد دسیالو هیوادونو سره سیال کړي .

ومن الله التوفیق

islamdilchasproghtiakhabariamakalaikor
taglara
kitabtonshirona
ariki
Copyright©: Reshtia 2012