Reshtia


 

د اګست ۲۹، ۲۰۱۵ کال   محمدآصف خواتی

 دتاریخ بیرحمانه قضاوت

لومړی برخه  
پدې وروستیو کې دسردار محمدداود دشخصیت اوکارنامو په هکله دلیکنو یوه لړۍ پیل شوې ده چې په هغوکې دپام وړمعلومات اونا ویل شوې خبرې ترسترګوکیږي۰ البته ځینې لیکنې دهغو دلیکوالو له ذهني اوعاطفي احساساتو، قومي ، ژبني، عقیدتي اوسیاسي تړاوونوڅخه اغیزمنې  دي چې  داتشه تریوې کچې طبیعي اومنطقي  بریښي ۰خوپه یوشمیرلیکنوکې دا تشه خوراستره اودمنلو وړنه ده۰ محمدداودد سلطنتي کورنۍ دنوروغړوپه پرتله په ټولنه کې د درناوي څخه برخمن و او دافغان سیاستوالوپه کتارکې د وتلوسیاستوالوڅخه ګڼل کیږي۰خود نوموړي داسې انځورایستنه چې ټولې کړنې او فعالیتونه یې د هیواداوخلکوپه ګټه وې او دده دواکمنۍ پرمهال د محمدهاشم میوندوال په څیرپوه شخصیت دخاینانه وژنې په شان پیښوپړه  پرنورودولتي مسؤلینو واچول شي تاریخ  ته دمنلووړنه دي داځکه چې  «په تاریخ لیکنه کې دترورغوښتنې اودلارښود، شخصي اویا سیاسي ملګري دعزت او حرمت ساتل ځای نلري اوداملاحظات یوازې په ادبي آثاروکې جوازلري۰»  هغه څه چې زه یې وهڅولم پدې اړه ولیکم د آغلې شاه ګله بارکزۍ  یوه واقعبینانه اومنصفانه لیکنه ده چې محمدداودداسې راپیژني:« پاک زړه، پرهیزګاره، فعال ، دهیوادپرپرمختګ مین  خو دیکتاتور شهزاده و چې دهیواد دپرمختګ لپاره یې یوازې خپل عقل اوپوهه کافي ګڼل۰ دسردارمحمدداودنه خوښیدل چې دنورو د نظریاتو داوریدلوڅخه لږیاډیرزده کړه وکړي اودخپلونظریودبشپړولواوغني کولوله پاره کارورڅخه واخلي۰ » زما دا لیکنه  د زموږدهیوادهغه زماني پړاوته ځانګړې شوې ده چې د افغانستان دروانې غمیزې راتګ ته یې زمینه برابره کړه ۰ دازماني پړاودصدارت نه دمحمدداود دګوښه کیدو اوبیا تروژل کیدو پورې دۍ۰ دصدارت څخه دمحمدداوددګوښه کیدو سره جوخت چې سلطنت اوحکومت سره بیل شول او مشروطه پاچاهۍ اعلان شوه په هیوادکې داسې یوسیاسي اوښتون وچې کیدای شي هغه ته خاموش انقلاب وویل شي چې هغه ته ددموکراسۍ لسیزه  اوداساسي قانون لسیزه ویل کیږي۰ که هغه مهال محمدظاهرشاه ، دسلطنتي کورنۍ ځواکمنو غړو، حکومتونو ، پارلمان او سیاسي ډلود دې اوښتون ودې اوپرمختګ لپاره مسؤلانه هڅې کړې وای بیله شکه به دټولنې په سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو اوفرهنګې برخوکې داسې بنسټیز بدلونونه راغلي وای چې افغاني وروسته پاتې ټولنه به یې دپرمختګ لوړو پړاوونوته رسیدلی وای۰ ددې لیکنې موخه دکوم لیکوال اویاکومې ځانګړې ډلې په وړاندې دریدنه اویا تائید اوملاتړنه دۍ بلکې دمشروطه پاچاهۍ داعلان څخه دمحمدداوددجمهوري نظام تر ړنګیدو پورې بهیرونو اوپه هغوکې دداودخان د رول اوځای انتقادي ارزونه ده۰ البته داادعابه عاقلانه  نه وي چې داارزونه په بشپړډول منصفانه ، واقعبینانه اودتیروتنوڅخه تشه وګڼل شي۰ داځکه چې ټولنیزې سیاسي پدیدې خوراپیچلې دي اودهغو هراړخیزه ارزونه اوپه واقعیتونوبشپړه پوهیدنه خورا ستونزمنه اوحتی ناشونې بریښي۰  دالیکنه  په څوبرخوویشل شوې چې لومړی برخه یې خاموش انقلاب نومیږي۰ 
خاموش انقلاب
دټولنیزانقلاب په هکله ویل کیږي چې هغه په ټولنه کې یو بنسټیز سیاسي، اقتصادي، ټولنیز اوفرهنګي بدلون دۍ چې دذهني اوعینی شرایطوپه رامنځته راتګ سره صورت مومي۰ هیره نشي چې په یوه ځانګړې ټولنه کې  دیادوشوو بدلونونوراتګ یا پلې کول په لنډه زمانه  کې ناشوني دي ۰ سیاسي اوښتونه میاشتې یا کلونه ، اقتصادي بدلونونه لسیزې ، ټولنیزبدلونونه بیا تر دې ډیر وخت غواړي اوفرهنګي بدلونونه چې دولسونواوپرګنو دروح  اوروان سره تړاولري دپیړیو کاردۍ ۰ په هره بشري ټولنه کې واکمنۍ ځي اوراځي اودهغو سره جوخت په ټولنه کې بدلونونه  هم راځي چې څرګند پرمختلونکی لوری لري۰ ځینوسیاستوالو اوواکمنو دواکمنیودې اوښتونو ته انقلاب ویلی دۍ ۰ خودواکمنیوپه قهري اویا سوله ئیزواوښتونوکې مهمه داده چې نوې واکمنۍ ترکومې کچې هراړخیزو بدلونونوته ژمنې دي اوپدې لاره کې یې کوم عملي ګامونه پورته کړي دي۰  زموږ دهیوادپه سیاسي ادبیاتوکې دلومړي ځل لپاره دټولنیز انقلاب خبره د۱۹۷۳ کال دجولای داولسمې پوځي کودتا وروسته دهغې دمشر محمدداودله خوا استعمال شوه اوهغه یې دسرطان دانقلاب په نامه یاده کړه۰ خوددې قلم په اند په کال ۱۹۶۳ کې کله چې ټولواک محمدظاهردصدراعظم محمدداود استعفی ومنله اودکتور محمدیوسف چې د سلطنتی کورنۍ غړی نه و دکابینې په جوړولو وګوماره او همداراز یې نوموړي ته دداسې اساسي قانون دجوړولو سپارښتنه وکړه  چې سلطنت اوحکومت سره جلا اوحکومتونه دپارلمان له لارې وټاکل شي داپه افغانستان کې  دیوه انقلاب پیلامه وه۰ نوي حکومت ډیر ژر دنوي اساسي قانون مسوده جوړه  ، بیا د لویې جرګې ګډونوالو د۱۹۶۴ کال د سپتمبرپه نولسمه هغه تصویب او پاچا د اکتوبرپه لومړۍ نیټه توشیح کړه۰ دنوي اساسي قانون پربنسټ  د افغانستان  سیاسي نظام په مشروطه پاچاهۍ واوښت اوهیوادد پارلماني دموکراسۍ په لورخوځښت پیل کړ۰ دافغانستان نوی اساسي قانون په سیمه اواسلامي نړۍ کې یو مترقي قانون واوپه څرګندډول په هغو کې  دسلطنت اوحکومت بیلوالی، دقضایه قوې خپلواکي ، دخلکو  دارادې( ولسي جرګې) پربنسټ دحکومت منځته راتګ اوپه هغه کې د ولسواکۍ اصول لکه دځواکونو تفکیک، سیاسي اومدني آزادۍ اوسیاسي مشارکت  تضمین شوي وو۰ د افغانستان په سیاسي نظام کې داډول بنسټیز بدلون په واقعیت کې یوسیاسي انقلاب و۰ داسې انقلاب چې دولولواوتبلیغاتوپرته په خاموشۍ سره  پیل شو۰ داځکه یو انقلاب و چې مخکې لدې په هیوادکې استبدادواکمن و، په یوازینۍ حکومتي رسنیوکې د دموکراسۍ کلمه نه استعمالیده اولیکل یې منع و خودنوي سیاسي بهیرپه پیل سره ولس ولیدل چې نه یوازې کولی شی ددموکراسۍ په اړه خبرې وکړي بلکه دوی ته نورې آزادۍ لکه دګوندونواوټولنودجوړولو، د آزادورسنیودخپرولو،دغونډو، مظاهرو او لاریونونو دترسره کولواجازه ورکړل شوې ده اومهمه دا چې دلومړی ځل لپاره دسلطنتي کورنۍ څخه دحکومت دمشرتابه انحصارته دپای تکي کیښودل شو۰ددې نوي بهیرپه پیلیدوسره مختلف فکري ، ایدیالوژیکی اوسیاسي خوځښتونه اونظریات ،آزادې رسنۍ اودموکراتیک بنسټونه راڅرګند شول  چې مخکې لدې يې پدې پراخه کچه څرک نه لګیده۰  دهغه مهال دافکري بهیرونه اونظریې عمدتآ  په دریو کتګوریو (سوسیالستي ایدیولوژي، سیاسي اسلامګرایي، پارلماني دموکراسي)  ویشل کیدای شي۰
په هیوادکې دمختلفوعقایدو، ایدیولوژیو، سیاسي سازمانونو، آزادورسنیو اومدني بنسټونو راڅرګندیدل ،  غونډو اومظاهرو ته اجازه ورکول، پارلمان ته دآزادوټاکنوترسره کیدل چې ددموکراسۍ څرګندې بیلګې دي، له پاسه دسلطنتي کورنۍ له لوري ولس ته ډالۍ  شول ۰خو ژونداوپيښووښودله چې پاچا هوډ نه درلودچې داساسي قانون سره سم هغه وده اوپرمختګ وکړي۰ سربیره پردې دسلطنتي کورنۍ نوروځواکمنوغړو هم ددموکراسۍ دودې اوپرمختګ په لاره کې خنډونه جوړول ،حکومتونواوحتی ولسي جرګې ته یې ستونزې جوړولې۰ دسلطنتي کورنۍ  داډول دریځ ددې لامل شوچې پیل شوی خاموش انقلاب وده ونکړي او وروسته یې پخپله خاموش کړي اوپایله یې  ددموکراسۍ بدنامي او ناکامي اودسلطنت ړنګیدل شي۰  ددموکراسۍ په ناکامیدوکې دنورو لاملونوپرته دسلطنتي کورني منفي  رول اودپوځي کودتا له لارې بیا په ځوانه - نیمګړې دموکراسۍ  بریداودجمهوریت په نامه  د دیکتاتورۍ ټینګول ښيي چې سلطنتي کورنۍ  ددموکراسۍ داکټونوپه کولوسره ددموکراسۍ سره ترکومې کچې  پردۍ وه۰ دسلطنتي کورنۍ دغړو داډول دریځونه اوکړنې ددې واقعیت څرګندوی دي چې په سلطنتي کورنۍ کې دوو سیالوډلو غوښتل د دموکراسۍ نه دیوې وسیلې  په توګه ګټه پورته کړي۰ پاچا اوپه سلطنتی کورنۍ کې دده پلویانو غوښتل چې محمدداوددواک دیوه مدعی په توګه له ډګره وباسي اوبیاددې جوګه نشي چې  دوی اوددوی واکمنۍ ته سرخوږی پیدا اوستونزې ورته جوړې کړي ۰ پربله خوا  محمدداود داهوډ درلود چې دمشروطه پاچاهۍ دټینګښت له برکته دیوازیني سیاسي ګوند دمشرپه توګه بیا واک ته ورسیږي۰کله چې دنوي اساسي قانون له مخې  نوموړي ته په سیاسي ډګرکې دبیا راڅرګندیدوچانس په بشپړډول له منځه ولاړ دنظام سره یې د دښمنۍ لاره غوره کړه ۰ دنوي سیاسي بهیردبدنامولواوحکومتونوته دستونزو دجوړولو له پاره یې ملا وټړله۰ پاچا بیا داساسي قانون متمم قوانین اوپه هغوکې دسیاسي ګوندونو او غونډو جوړولو قوانین توشیح نکړل کوم چې دولسواکۍ دودې اوپرمختګ، دقانون دواکمنۍ دټینګښت اودحکومتونوددریځ د پیاوړي کولو لپاره حیاتي ارزښت درلود ۰ دسلطنتي کورنۍ داډول دریځ اوکړنې ددې لامل وګرزیدې چې ددموکراسۍ دلسیزې حکومتونه دپاچا ترسیورې اواغیزلاندې خپل شتون اواقتدار ته دوام ورکړي ، یوپه بل پسې ړنګ اودهیوادټولنیزو- اقتصادي بیساره ستونزو دحل جوګه نشي اوپدې توګه دخلکو د کړاوونوپه ډک ژوند کې کوم مثبت بدلون رانشي ، دموکراسي بدنامه شي اوبالاخره محمدداود دپوځي کودتا له لارې ددموکراسۍ لسیزې ته دپای ټکی کیږدي سلطنتي مؤسسه ړنګه اودجمهوریت په نامه خپل ډیکتاتوري نظام ټینګ کړي۰ داتریخ واقعیت ددې څرګندوی دۍ چې سلطنتي کورنۍ ددوی له لارې ولس ته ورکړل شوې دموکراسۍ ته چې په افغانستان کې  دټولنیز انقلاب پیلامه وه اودروڼ اندو دپراخ ملاتړنه برخمنه وه پخپله خاموشه کړي اوټولنې ته بیساره ستونزې اوناخوالې ډالۍ کړي۰
دویمه برخه
انتخاب یا اجتناب                                         
 دتاریخ په اوږدوکې ډیرلږ پيښ شوي چې مطلق العنان واکمنان په خپله خوښه نورپه واک کې شریک کړي اویا دیوه دموکراتیک نظام دمنځته راتلوپه موخه رښتیني ګامونه پورته کړي ۰خوپه کال ۱۹۶۳ کې ظاهرآ دافغانستان ټولواک محمد ظاهرداګام اوچت کړ، سلطنت اوحکومت یې سره جلا اودسلطنتي کورنۍ بهر غیر خانداني سیاستوال  یې دحکومت دمشرپه توګه وګوماره۰ دپاچا ددې بیساره اقدام په اړه د ۱۹۶۵  کال دنوامبرپه لومړی نیټه  دکرسچین ساینس مانیترورځپاڼې پخپله  یوه سرمقاله کې لیکلي و: «هغه پاچاهان چې دمطلقه واک خاوندان وي او وغواړي خلک یې دپرمختګ او عملي ولسواکۍ لارښودرول ترلاسه کړي په رښتیا سره لږدي۰ خومحمدظاهرشاه دافغانستان پاچا دا ځانګړتیا لري۰  د۱۹۶۳راهیسې هغه ددې لرغوني ټاټوبي دروازې دسیاسي آزادیودنسیم په وړاندې پرانیستې دي۰ »  دټولواک ددې بیساره اوهیښونکي اقدام په اړه داپوښتنه راولاړیږي چې کومو لاملونو پاچا وهڅاوه یا اړکړچې دخپلې کورنۍ دبشپړواک څخه تیرشي اونورهم په واک کې شریک کړي؟ پدې هکله دوې متضادې نظریې چې یوه دانتخاب ( غوراوي ) اوبله داجتناب (تیریدنې) یامجبوریت پرمحور څرخیږي شتون لري۰
الف – یوشمیر څیړونکي اولیکوالان پدې انددي چې ټولواک وخت ، زمانې، ملي اونړیوالوشرایطو ته په کتو سره په شعوري ډول اوپخپله خوښه دیوه پرمختللي دموکراتیک افغانستان په خاطر دسلطنتي کورنۍ د بشپړواک څخه تیرشو اوخلک یې دهیواداودولت په اداره کې شریک کړل۰ دپخواني پاچا یو شمیرپلویان لاپرمخ ځي اووایي چې پاچا« دخپل واک په زمانه کې څوک دتاج اوتخت دساتلولپاره ونه روزل اوچمتونکړل اوداسې حرکت یې کاوه چې دی وروستۍ پاچا وي »۰
ب- ددویمې نظریې خاوندان دپاچا داحرکت  دهغه دخپلې خوښې عمل نه بلکې  یو مجبوریت ګڼي اوپدې باوردي چې پاچا  بل بدیل او بله چاره نه لیدله بیله دې چې دموکراسۍ ته مخه کړي او د دموکراسۍ نه دیوې وسیلې په توګه  دخپلې واکمنۍ ددوام لپاره ګټه پورته کړي۰هغوی ددموکراسۍ په درشل کې په سلطنتي کورنۍ کې نه حلیدونکو اختلافونو ،بې اتفاقیو اومخامختیا ته ګوته نیسي چې پدې کورنۍ کې دواک دمدعیانو ترمنځ لیدل کیدې۰ پردې بنسټ پاچا اوپه سلطنتي کورنۍ کې دهغه پلویان پدې سلا شول چې په کورنۍ کې دمخالف اړخ په زیان ددولت په اداره کې خلکوته برخه ورکړي ۰ لدې امله یې دداسې اساسي قانون  دجوړولو لپاره لاره هواره اوزمینه سازي وکړه چې په سلطنتي کورنۍ کې دواک مدعیان ددې ترخه واقعیت سره مخامخ کړي چې هغوی قانونآ دسیاسي فعالیت او په  لوړو دولتي څوکیودکارکولواجازه نلري۰په نوي  اساسي قانون کې دې ډول بدلون د سلطنتي کورنۍ هغه غړي چې د واکمنۍ  خوبونه یې لیدل دهغوی د خوبونواوخیالونونخښې یې  داوبو په ځګ واړولې۰هغوی یې ددې واقعیت سره مخامخ  کړل چې خپلو موخو ته درسیدولپاره دټولوروا اوناروا هلوځلو څخه لاس واخلي چې پدې توګه به په سلطنتي کورنۍ کې سیالیو،اختلافونو، بې اتفاقیواودښمنیوته دپای ټکی کیږدي۰ پاچا پدې کارهغه مهال لاس پورې کړ چې صدراعظم محمدداود پاچا ته په  ۱۳۴۱ کال کې دری لیکونه واستول چې  دنوموړي کال دچنګاښ په نهمه  یې په خپل لومړي لیک کې په هیواد کې دټولنیزو- سیاسي بدلونو غوښتنه کړې وه ۰ په لیک کې یې د سلطنتي کورنۍ له وضعیت څخه سرټکولی و۰ له بله پلوه یې ددې بدلونونو دنه راوستلواونه پلې کیدو له امله  دګواښ په توګه د هیواددتیرتاریخ دهغو ترخو پیښو یادونه هم کړې وه چې دواک  دمدعیانو دسیالیو او خپلسریوله امله پیښې شوې وې اودایې هم پرې اضافه کړي و« خدای دې ونکړي چې هغه ترخې پیښې پدې زمانه او ستاسواعلیحضرت په سلطنت کې تکرارشي ۰» داپه واقعیت کې دګواښ اوخطر هغه زنګ وچې هغه ته بایدپاچا پام را اړولی وای۰  پاچا دې ګواښ ته په کتوسره اوپه خپله کورنۍ کې  دواک دمدعیانو ترمنځ دشخړواوناندریواوواک ته درسیدوپه موخه  په هیوادکې  دجګړو او نورو ناخوالو دمخنیوی یوازینۍ چاره دالیدله چې سلطنت اوحکومت سره جلاکړي اوقانونآ دسطنتي کورنۍ غړي دسیاسي فعالیت اولوړودولتي پوستونواومقامونو ته درسیدو څخه بې برخې کړي۰ خود دموکراسۍ په لسیزه کې دپاچا له کړنو څخه داسې جوتیږي چې په هیوادکې  ددې نوي سیاسي بهیر( مشروطه پاچاهۍ ) دغوراوي څخه یې اصلي موخه په سلطنتی کورنۍ کې دخپل ځان ، شاولي خان اوعبدالولي ددریځ د پیاوړتیا او دمحمدداود اومحمدنعیم  کمزوري او له سیاسي ډګره ایستل وو۰ که داسې نه وای نو څرنګه سردارعبدالولي دمرکزي قول اردودقوماندان په توګه داسې امکانات  او واکونه ترلاسه کړي و چې د ملي دفاع دوزیرد واکونودمحدودولوسربیره دده قرارګاه  دملي شورا دوکیلانو ،قومي مخورو او مذهبي مشرانوپه مرکز اوښتې وه۰ البته دپورتنیوڅرګندونوسربیره یوشمیر پدې نظردي چې سلطنتي کورنۍ دهغه مهال نړیوال بهیراوشرایطوته په کتوسره چې  دآزادۍ غوښتنې اوولسواکۍ خوځښتونه پیاوړی کیدل په هیوادکې مطلق العنانه واکمنۍ که له یوې خوا  د خلکو له لوري په سلطنت باورله لاسه ورکاوه  او دهغوی مخالفت یې راپاراوه له بله پلوه په نړیواله کچه دهیواددانزوا سبب هم کیده۰پاچا دمطلقه پاچاهې پرځای مشروطه پاچاهي غوره وګڼله ۰ پدې کې شک نشته چې ددویمې نړیوالې جګړې وروسته په نړۍ کې  دسولې اودموکراسۍ په ګټه بدلونوپه افغانستان کې هم خپل اغیزدرلود خوپه دوه قطبي نړۍ کې دیوه هیواددانزوا خبره دتامل وړځکه ده چې دوخت سیالو زبرځواکونو( شوروي اتحاد او دامریکې متحده ایالتونو) دخپلو شعارونواوتبلیغاتوخلاف دنړۍ دهردموکراسي ضد، دبشري حقونو سرغړونکو، جګړه غوښتونکو اومستبدو نظامونوسره  چې دوی ته ددوستۍ اوملګرتیا لاسونه ورکړي اوددوی دخوښې سره سم خپلې تګلارې عیارې کړي ښه مناسبات پالل۰
ددموکرسۍ دلسیزۍ په درشل کې په سلطنتي کورنۍ دکړکیچن واکمن وضعیت اودپاچا دهغه مهال د دریځ په هکله دافغانستان ددیموکراسۍ اوجمهوریت په کلونوکې دکتاب لیکوال دخپل اثرپه ۸۱- ۸۳ مخونوکې د نوراحمداعتمادي د وینا یوه برخه اوخپل اندونه په لاندې څوکرښوکې وړاندې کوي :« دسلطنتي کورنۍ د زورورو اشخاصولخواپه دغه کورنۍ کې بې اتفاقي راغلې وه۰ پاچا غوښتل په کراره ، ځان داکاګانو اوداکا دزامنودتاثیر څخه وباسي ، اوپه اصطلاح تشخص وکړي۰ دکورنی بل غړي ، سردارعبدالولي هم غوښتل چې څه کارونه ده ته وسپارل سي۰ محمدداودخان غوښتل چې حزب جوړکړي اودحزب له لارې بیرته قدرت ته ورسیږي ۰ پاچا غوښتل چې محمدداود په خپله  استعفا وکړي اوپه دغه طریقه ځان دده دشره خلاص کړي ۰۰۰،  دافغانستان دصدارت په چوکۍ دپاچا اکاګان اوداکا زامن په نوبت مقرریدل، چې دمحمدداود خان وروسته دشاولی خان دزوی، سردارعبدالولي نوبت و اومحمدداودخان نه غوښتل چې سردار عبدالولي دافغانستان صدراعظم سي ، نو ده پاچا ته پیشنهادوکړچې د۱۹۳۱کال په اساسي قانون تجدیدنظروسي ، په هیوادکې دې دموکراسي راسي  اوخلکوته دحزب جوړولو اجازه ورکړه سي » نوراحمداعتمادي  ددموکراسۍ دلسیزې د صدراعظمانو څخه هغه څوک و چې دحکومت دوره یې ترنورواوږده وه ،داساسي قانون دمشورتي کمیسیون ددیرش کسیزکمیسیون دمحمدزیودقام استازی ګڼل کیده اونوموړی په همدې کمیسیون کې یوازینۍ څوک وچې دسلطنتي کورنۍ دغړودسیاسي اوحکومتي فعالیتونوپه هکله یې مخالفه  رایه ورکړې وه۰ څرنګه چې مخکې یادونه وشوه، محمدداود پاچا ته په هیوادکې دټولنیزو- سیاسي سمونودراوستوپه موخه دری مکتوبونه لیږلې وو چې پاچا لومړي مکتوب ته داسې ځواب ورکړ« دده دوړاندیزونو سره په اصولوکې همغږی دۍ خوپلې کول یې مناسب وخت اوهغه کسان چې وکولای شي دهغو دپلې کولو مسؤلیت واخلي » اړتیا لري یعني داچې اوس ددې سمونونو دپلې کولو وخت نه دی رارسیدلی ځکه چې نه ټولنه ورته چمتوده اونه داسې سیاستوال شتون لری چې دهغو دپلې کولووړتیا ولري۰ دویم مکتوب ته یې کوم غبرګون ونښود ترڅومحمدداودددریم مکتوب له لارې دحکومت دمشرۍ نه خپله استعفي وغوښتله اوپاچاهم بیله ځنډه ومنله اودکتورمحمدیوسف یې دکابینې اونوي اساسي قانون په جوړولو مؤظف کړداسې اساسي قانون چې محمدداودیې لیوال و۰ دمحمدداود وړاندیزونه میرمحمدصدیق فرهنګ دخپل کتاب افغانستان درپنج قرن اخیر ددویم ټوک په ۶۹۸  مخ کې داسې خلاصه کوي :
۱- دیوه واحدګوندپه جوړولوسره په ګوندي واکمنۍ باندې دشخصی واکمنۍ اړول اوټول واکونه هغې ته سپارل۰                                                                                                         ۲- په سیاسي اوحکومتي کارونوکې دپاچا دکورنۍ دغړودګډون مخنیوی چې پخپله دهغې غړی ونه شمیرل شي۰ دیادولو وړبریښي چې داساسي قانون  دوومؤظفوبنسټونو(پراساسي قانون دبیا نظر اچولوکمیټه اوداساسي قانون مشورتی کمیسیون ) داسې مسوده برابره اولویې جرګې ته وړاندې کړه چې په هغې کې دمحمدداوددوړاندیزونه په پام کې نیول شوي و۰ داساسي قانون ۲۴ ماده چې پورتنیو بنسټونو په پنځوفقروکې چمتوکړې وه ،دلویې جرګې ګډونوالودشپژمې فقرې پراضافه کولو سره چې داودخان هم دسلطنتي کورنۍ دغړي په توګه ومني اودسلطنتي کورنۍ غړي دژوند ترپایه ددې کورنۍ غړی پاتې شي۰ داچې داساسي قانون ۲۴ ماده په خلکوکې دداودخان دمادې په نامه شهرت وموند پخپله دنوموړې موضوع حساسیت جوتوي۰
که چیرې دمحمدداود وړاندیزونوته ځیرشولیدل کیږي چې محمدداودغوښتل په هیوادکې داسې یو  سیاسي دولتي سیستم منځته راشي چې مشروطه پاچاهي وي ، دسلطنتي کورنۍ غړي دسیاسي فعالیتونو اوحکومتي کارونوحق ونلري خودی پخپله دسلطنتي کورنۍ دغړي په توګه نه بلکې دیوه ګوند د مشرپه توګه را څرګند شي۰ عجیبه داده چې  داودخان تردری څلویښت کلنۍ پورې دسلطنتي کورنۍ دغړي په توګه د نه منونکو امتیازاتوڅخه برخمن و خوکله یې چې داامتیازات له ګواښ سره مخامخ کیدل ده ځان دسلطنتي کورنۍ غړی نه شمیره۰ نوموړي ته په پنځه ویشت کلنۍ کې دیوه کلن پوځي کورس وروسته راسآ جنرالي ورکړل شوه اودفرقي دقوماندانۍ سربیره دمشرقي  نایب الحکومه هم وګومارل شوچې دننیو څلورولایتونو(ننګرهار، کنړ، لغمان اونورستان) مطلق العنان واکداریا شاه دوشمشیره و چې هم قوماندان اوهم نایب الحکومه و۰ داودخان پداسې حال کې دا لوړدولتي مقامونه ترلاسه کړل چې هیڅ اداري اوکاري تجربه یې نلرله۰
محمدداود اودهغه ورور محمدنعیم مخکې هم د سردارشاه محمودخان دصدارت پرمهال دملي کلوپ اودپښتونستان داتحادیې په نامه د سیاسي خوځښتونو بنسټونه ایښي ووکوم چې په یوه اغیزمن سیاسي ځواک بدل نشول خوکله چې محمدداوددشاه محمودخان وروسته صدراعظم شو داسیاسي بنسټونه له منځه ولاړل اومعنا یې داوه چې نورکوم سیاسي سازمان ته چې دهغه پرمټ واک ته ورسیږي اړتیا نه وه ځکه چې خپلې موخې ته چې واک ته رسیدل ورسیدلی و ۰ څوک چې دسیاست  دالفبا سره لږ آشنایي ولري پوهیږي چې  دټولوسیاسي ګوندونواوسیاستوالو اصلي موخه  دښکلو شعارونو،په زړه پورې تګلارو،غوړوژمنواووعدوورکولو اود حکومتونوپه کړنوروا اوناروا انتقادونوکولوسره سره واک ته رسیدل دي اوټولې هڅې یې پدې راڅرخیږي  چې څرنګه واک ته ورسیږي، څه ډول واک انحصاراویا په واک کې پاتې شي۰ دلیکنې دویمه برخه کولی شوپه لاندې دووکرښو کې راونغاړو:   ۱ -  دپاچا لخوادمشروطه پاچاهۍ غوره کول یومجبوریت اوتحمیلي ګام و چې لامل یې په سلطنتي کورنۍ کې اختلافونه اوموخه یې په هیوادکې ددموکراسۍ ټینګښت نه بلکې دمحمدداودله شره خلاصون و۰
 ۲ –پاچا ته دمحمدداودله لوري وړاندیزونه هم په هیوادکې ددموکراتیک نظام ټینګښت نه بلکې دیوه ګونددمشرپه توګه بیا واک ته رسیدل و۰
نوربیا۰۰۰


islamdilchasproghtiakhabariamakalaikor
taglara
kitabtonshirona
ariki
Copyright©: Reshtia 2012