Reshtia


 

د فبروري ۲۱، ۲۰۱۵ کال
  دوکتور ماموند سیداحمد

سوله موخه ده نه پروژه

وایي چې په طبا بت کې د مرض  پېژندنه سخته او درملنه اسانه ده ،دا په دې چې دلته مبارزه دطبعیت سره ده.خو په ټولنیزو سیاسي پېښو او پدیدو کې د ستونزو د ماهیت پېژندنه او د حل لارو چارو موندنه دواړه ستونزمن دي ،دا ځکه چې دلته مبارزه د انسانانو ترمنځ ده،چې هر لوری یې خپل خپل اندونه،عقیدې،ګټې او موخې لري،ددرواغو ،توطیو او دسیسوڅخه کار اخیستل کېږي، دزمان او مکان سره تړلي دي. دهمدغو فکتورونو په وجه ده چې په افغانستان کې د روانې جګړې د ماهیت ، دپای ته رسولواود سولې ټینګولو په اړوند د افغان روڼ اندو او سیاستوالو نظرونه اودریځونه سره ویشلي دي،په داسې حال کې چې هر یو ملي ګټې دخپل قضاوت او کړونو دپاره معیار ګڼي.     
واقعیت دادی چې ښکېلاک او ښکېلا کګرو کې ښه او بد نشته،توپیر یې یوازې  په بڼه او شکل کې دی نه په ماهیت کې. دنړئ په هر ګوټ کې چې کومې شخړې او جګړې څه پرون اوڅه هم نن روانې دي،بلونکي یې په نېغه او یا غیر مستقیمه توګه دغه یا هغه ښکېلاکګر ځواکونه دي .
هره جګړه دیوې انګېزې اوپلمې له مخې چې په ټولیزه  کې دڅارګرو شبکو له خوا جوړېږي پیل کېږي او دجګړې اصلي علت چې د ستراتیژیکو ګټو او موخو لاسته راوړل دي هغه پټ ساتل کېږي .
امریکا په سیمه کې خپلو ستراتیژیکو موخو ته د رسېدلو دپاره لږ تر لږه دوه پړاونه او پلانونه په پام کې نیولي ؤ .اول پړاو دافغانستان نیول او دلته پوځی شتون ،او دوهم پړاو دمنځنۍ اسیا او دسېمې نورو هېوادونو ته دافغانستان له لارې دبهرنیو اجیرو ترهګرو اوجګړو لېږدول او د انرژۍ دزېرمو او اسیا کنترول تر لاسه کول .
دسپتمبر دیولسمې  ډرامې وروسته امریکا د خپلې پوځي ټلوالې په ملګرتیا دترهګرۍ سره دمبارزې په نامه  په افغانستان یرغل وکړ،او هغه یې ښکېل کړ.
دافغانستان په جګړه کې د امریکا لوی جنایت د ترهګرۍ سره دمبارزې ترنامه لاندې دبې ګناه افغانانو وژنه ده.
د تاریخ او جګړو یو زوړ درس دادی چې څوک چې په جګړه نه شي ماتېدلی د هغوی سره باید خبرې وشي .په افغانستان کې دجګړې واقعیت دا دی چې امریکا او ټلواله یې چې د یونیم لک څخه زیات پوځي ځواک په زور وسله وال مخالفین مات نه کړی شول ،په دې پاتې ځواکونو خو یې هېڅکله نه شي ماتولی. دزور له لارې د جګړې ګټل ناشوني دي ؛ نو ځکه په جګړه کې ښکېلې خواوې باید دا جګړه دخبرو اترو له لارې پاي ته ورسوي.
د سولې په اړوند مختلف تعریفونه شته دی. اسپنوزا وایي چې سوله د جګړې دنشتوالی په معنی نه ده لکه څرنګه چې ازادي دنه بندیتوب په معنی نه ده. سوله دجنګ او شخړو د پای ته رسولو په معنی ده.په ټولیزه کې په یوه جګړه کې سولې ته رسېدل د دوو لارو څخه ممکن دي :
اول- دجنګ کولو له لارې د مقابل لوري سولې ته اړکول.دسولې دا لار د رومي سولې په نوم مشهوره ده .په دغه طریقه سوله کې کامیاب لوری او یا هم بې طرفه ځواکونه دسولې دپاره داسې شرایط ټاکي چې هغه د کامیابه لورې په ګټه وي .
دوهم --  دوهمه لار د سیاسي خبرو اترو له لارې د جګړې پای ته رسول دي. په افغانستان کې په داسې حا ل کې چې امریکا او ټلوالې یې په جګړه کې په پوځي مفهوم سره ماتې خوړلې او افغان دولت هم د کامیابۍ په موقف کې نه دی ،خو تر اوسه پورې سولې ته د رسېدلو په برخه کې اساسي تکیه په لومړۍ لار یعنې زور کوي .زما په اند د عیني واقعیتونو،انسانیت او افغانیت ته ددرناوي په پام کې نیولو سره سولې ته درسېدلو منطقي، او عملي لار همدغه د سیاسي خبرو اترو لار ده .
په افغانستان کې د سولې په اړوند طرح د لیز سابون په کنفرانس کې وړاندې شوې وه چې د پوځي عملیاتو پراخول، افغان لورې ته دپوځي عملیاتو دمخته وړلو مسؤلیت لېږدول،د افغانستان څخه د بهرنیو پوځیانو ویستل،او د طالبانو سره د سولې خبرې اترې یې مهمې برخې وې .دهمغه وخت راهیسې دسولې خبرې او هلې ځلې روانې دي ؛خو تر اوسه پورې لا دسولې کوم څرک نه لیدل کېږي ،دا ځکه چې سولې ته د یوې پروژې فکر کېږي ،نه دیوې موخې. په دې برخه کې زما په اند ځنې بنسټیزې ستونزې او خنډونه په دې ډول دي :
اول : د سولې دخبرو اصلي واک او اجندا د امریکا سره ده .امریکا دجګړې یو اصلي لوری دی،خو دوسله وال مقاومت سره د سیاسي خبرو څخه اوږې خالي کوي .
دوهم :د افغان حکومت کمزورتیا او بلواکي ،او همدارنګه په وسله وال مقاومت کې د بهرنیانو په تیره بیا د پاکستان نفوذ .
دریم : دسولې په پروسه کې د ملګرو ملتونو نه راګډول .
څلورم :د سولې په پروسه کې دازاد بازار تګ لاره .افغان حکومت اونړۍ واله ټولنه دهر چا سره دهغوی دوړتیا او سولې ته ژمنتیا په پام کې نېولو پرته چنې وهي او د خپلو،خپلو ګټو او لومړیتوبونو په فکر کې دي .د امریکا او ټلوالې د پاره لومړیتوب دا دی چې د خپلو پوځونو په کمولو او ایستلو سره خپله مرګ ژوبله راټيټه کړي او دمالي لګښتونو بار راکم کړي .دا چې سوله راځي اوکه نه ،دوی ته ارزښت نه لري ،ځکه چې هغوی خپلې ستراتیژیکې موخې یوازې د جګړو له لارې تر لاسه کولی شي او هغه هم په پردیو هېوادونو کې د پردیو دسرونو په قربانیو .
پنځم :په افغانستان کې دنړۍوالې ټولنې په نوم دپنځوسو هېوادونو برسېره د سېمې دهېوادونو  د څارګرو کړیو د ورا نونکو  کړنو تر څنګ دکورنیو او نړۍ والو رسنیو د درواغو اورښتیاو متنا قض،لار او لوری ورکونکي تبلیغات او روحي جګړه .
د پو رتنیویادو شوو عواملو او خنډونو برسېره لاندینۍ نیمګړتیاوې او افغان واکمنو ناریښتینې کړنې د سولې دپروسې د نه پرمختګ سبب شوې دي :
الف : په هېواد کې دجرګو او مرکودود او تجربې له پامه غورزول . د بې طرفه صالحو درېیمګړو په ځای دسولې عالي شورا دداسې کسانو څخه جوړه ده چې په تعصب او فساد ککړ دي ؛دسولې ضد او دطالبانو سره پخوانۍ  دښمني هم لري . دسولې د عالي شورا په دغسې ترکیب سره هېڅکله سوله نه شي راتلای .دا هسې وخت تېرول او دبیت المال پیسې اوبو ته غورزول دي .
ب : دسولې دخبرو اترو دپیل څخه دمخه هر لورې د خپلو خپلو شرطونوپه  وړاندې کولو سره د خبرو اترو پر مختګ ډب کړی دی.ددولت د غوښتنو منطق کمزوری هم دی، مثلآ دوی وایي چې وسله وال مقاومت دې وسلې په ځمکه کښېږدي او تسلیم دې شي . عجب منطق چې وسله یې کېښوده او تسلیم شو ،نو دسولې دخبرو اړتیا څه ده ؟او یا دا غوښتنه چې اوسنی اساسي قانون دې ومني ،په داسې حال کې چې دامریکا په امر ولس مشر ښاغلی اشرف غني اساسي قانون تر پښو لاندې کوي او اجرایوي پوست جوړوي او بیا دټاکنو پایلو او قانون  څخه په سرغړونه د ملي وحدت حکومت په نامه په ارګ کې دوه سرې واکمني چې ممکن د نړۍ په هېڅ کوم هېواد کې ساری ونه لري منځته راوړي .
ج : د سولې په خبرواترو کې د بېل یې کړه او اېل یې کړه میتود او ناکامې تجربې تکرارېږي .دشوروي اتحاد دماتې وروسته شورویانو او لویدیځوالو مجاهدین د منځلارو او توند لارو په نومونو سره وویشل .د  ژبنيو ،قومي او مذهبي کرښو په بنسټ دښي اړخو او کیڼ اړخو تر منځ له شرمه ډکې معاملې لکه دجبل سراج تړون وشو ،چې  پایله یې دافغانستان دپاره د ملګرو ملتونو دسولې پلان شنډېدل او دخپل منځي خونړیو جګړو اورونو بلېدل شول .نن هم څه دامریکا او ټلوالې له خوا او څه هم دافغان دولت له خوا کټ مټ ورته چلند دوام لري .وسله وال مقاومت په بنسټپالو ،منځلارو ،جنګي او غیرې جنګي ډلو ویشل کېږي او د بهر څخه رالېږل شوې ترهګرې ډلې هم ورسره تړل کېږي . دافغان وسله وال مقاومت سره دافغانستان دسولې په خبرو اترو کې دبهرنیو ترهګرو ،دهر هېواد چې وي اود هر چا له خوا چې رالېږل شوي وي ورګډول  یو ډول سیاسي او اخلاقي حماقت هم دی دا ځکه چې افغانستان د بهرنیو ترهګرو جغرافیه نه ده .
د : په افغانستان کې هم د روانې جګړې او هم دسولې سره ایډیا لوژیکي چلند کېږي .په دې معنی چې ګواکې روانه جګړه دوسله وال مقاومت له لورې یوازې یوه مذهبي او عقیدوي جګړه ده ،داسلامي دولت دپاره .خو د جګړې اصلي علت او موخه چې د ښکېلاک او ښکېلاکګرو په ضد جګړه ده چې د افغانانو دملتپالنې ازادۍ پالنې او دخپلواکۍ پالنې ښکارندوي کوي په شعوري توګه ورباندې خولې پټې ساتل کېږي .د وسله وال مقاومت څخه د ملاتړ اصلي علت په همدې برخه کې نغښتی دی  .د سولې په برخه کې هم دښکېلاک ملاتړي او اجیرې رسنۍ غوغا کوي چې دوسله وال مقاومت سره روغه جوړه او سوله کول ،دا ددموکراسۍ ،د بشر دحقوقو او دښځو د حقوقو لاسته راوړنو قربانول دي .دا سمه ده چې دغه ارزښتونه باید دپښو لاندې نه شې .خو پوښتنه دا ده چې ددموکراسۍ صادرونکو ،د بشر د حقوقو علمبردارانو او د ښځو د حقوقو ټېکه دارانو او افغان لاسپوڅو په خپله دغو ارزښتونوته  په دا ۱۴ کلونو  کې کوم رېښتینی درناوی کړیدی ؟ جنایتکاران  ،جاسوسان ،او پردیپال  د خلکو په برخه لیک واکمنول، میليونرانول ، مارشالان او اتلانول ،دښځو په وړاندې دبل هر وخت په پرتله دزورزیاتي ډېرېدل ،په ماشومانو جنسي تېري کول ،د انسانانو قاچاق ،په اېډز اونشه ا ي توکو دمیليونونو انسانانو اخته کول، دبې ګناه
افغانانو وژل ، بندیانول ،بې پته کول او د ټا کنو دپایلو په پام کې نېولو پرته دسپینې ماڼۍ په قومانده ددوه سري حکومت جوړول..... ایاهمدغه شیان د دموکراسۍ ،دبشر دحقوقو او دښځو دحقوقوارزښتونه دي چې د خپلواکۍ او سولې مخه باید ورباندې ډب شي ؟ وتلی کاناډایی لېکوال اریک مارګولیس لیکي چې ((مونږ ته لازمه نه ده چې بس ددې لپاره هلته (افغانستان کې) وجنګېږو چې دافغانانو له خوا د خپلو ښځو سره سلوک او رویه وربدل کړو او یاهم دا چې په ساختګي او درغلیزو ټاکنو سره دموکراسي وروړو .))
دبلې خوا دافغانیت اواسلامیت ضد د ښکېلاک نوکران نارې وهي چې د سولې دخبرو اترو دکامیابۍ اوجګړې پای ته درسېدلو په خاطر باید پاکستان ته امتیاز ورکړل شي او د ډیورند کرښه په رسمیت وپیژندل شي .حال دا چې دډیورند د کرښې مسله یوه تاریخي ملي مسله ده چې ان دولتونه د کرښې ددواړو خواو داولسونو د ارادې پرته په دغه اړوند کومه پرېکړه کولی نه شي .برسېره پر دې پاکستان خو دافغانستان  د سولې دپروسې کوم اړخ نه دی بلکې په دغه پروسه کې یو اغېزلرونکی هېواد دی .
ه :سیاسي ګوندونه او ټولنیز خوځښتونه یا دسولې د پروسې څخه بهر ساتل شویدي او یا یې خپله پاسیف اود سیل کونکو دریځ غوره کړی دی. د  ښکېلاک ضد اوسوله پلوي خوځښتونه هم د جلا جلا بوختیا په وجه د پام وړ لاسته راوړنې نه لري .
دافغانستان څخه دبهرنیو ځواکونو په وتلو ،دامریکا سره د امنیتي تړون په لاسلیک کولو او د هېواد اوسنیو شرایطو ته په کتو دسولې پروسه د نوو ګواښونو او خنډونو سره مخ ده :
اول-په ارګ کې د یو واکمن په ځای د دوو پاچاهانو شتون،د سیاسي سیالیو ډېرېدل، په بلخ کې دطالبانو او داعش په ضد د ((مرګ ډله )) جوړېدل ،دجنرال دوستم له خوا دنوو ملېشوجوړولو غوښتنې،په ځینو ولایتونو کې دداعش دشتون خبرې ،د څارګرو کړیو په لمسون ولسي پاڅونونه ،دپاکستان څخه دخپلو کورنیو سره دترهګرو ډلو رالېږل ،دا هر څه نه یوازې دا چې په افغانستان کې دسولې پروسه لاپسې پېچلې او ټکنۍ کوي بلکی دهغو کسانو دادعا خلاف چې په خپل سطحي فکر سره یې دامریکا سره دامنیتي تړون لاسلیک دکورنۍ جګړې د مخنېوي دپاره مهم ګاڼه ،د همدغه تړون دلاسلیک سره سره دکورنۍ جګړې د بلېدلواود هېواد ټوټې کېدلو احتمال نفې کېدی نه شي .
دوهم- دسر او مال د زیان کچې په راټيټېدو سره دامریکا لېوا لتیا د سولې دپاره کمه شوې،خو دشخړو او جګړو ددوام دپاره ډېره شوېده. په دې وختو کې د رسنیو له خوا افغانستان ته د بهرنیو توندلارودراتګ خبرې تودې دي او هغه هم دامریکا او ناتو ځواکونو په  شتون کې .که چېرې دغه خبرې رښتیا وي نو بیا خو جګړه نوې بڼه او لوری پیدا کوي او لا به پسې غځېږي ؛ یعنې دا چې امریکا په سېمه کې د خپلو ستراتیژیکو موخو د لاسته راوړلواو روسیه په دوو جبهو اوکراین او منځنۍ اسیا کې بوختولو په غرض دخپل پلان دوهم پړاو ته د ننوتو په  درشل کې ده .په دغه صورت کې به دسېمه ایزوجګړو پیټی هم دافغانستان په اوږو ورزیات شي . دغه هر څه په خپل وار دسولې په پروسه منفي اغیز کوي .      
په لیکنه کې یادوشوو نیمګړتیاو ،  ستونزو اوګواښونو په پام کې نېولو سره د سولې پروسې د ښوالي اواغیزمنتوب دپاره په خپل اند دغه وړاندیزونه کوم :
اول : افغان حکومت باید دسولې دخبرو اترو دمخته وړلو په غرض دجنګسالارانو ،دسولې ضد اوسیاسي معامله کونکو په ځای دژبني، قومي او مذهبي نزاکتونو په پام کې نیولو سره دبې طرفه ، صالحو، سولې ته ژمنو او په ملي او نړۍوالو مسلو او دجرګو او مرکو په دود پوه کسانو څخه چې وسله وال مقاومت ته هم د منلو وړ وي یوه نوې شورا یا جرګه جوړه کړي .
دوهم :دا چې امریکا هم دروانې جګړې یو اصلي اړخ دی نو باید دوسله وال مقاومت سره مخامخ خبرو ته غاړه کښېږدي .
درېیم :څرنګه چې بهرني لوبغاړي په تېره بیا دهغوې څارګرې کړۍ په هر ډول خبرواترو کې هم جوړونکی او هم ورانونکی رول لوبولی شي نو ښه به وي چې ددغې پروسې دڅارنې ،باورتیا او اغېزمنتیا د لوړولو په غرض دملګرو ملتونو له خوا یوه منځګړې ډله جوړه شي چې هم د افغانستان په قضیه کې ښکېل نه وي او دسولې دپروسې اصلي ښکېلو غاړو ته هم دمنلو وي .
څلورم :دسولې په خبرو اترو کې باید یوازې سیاسي تفاهم نه بلکې امنیتي اندیښنې ، دافغانستان خپلواکي او سلامتیا هم په پام کې ونېول شي .
پنځم : دسولې دخوبونو دریښتیا کولو او ددغې پروسې دچټکتیا او کامیابۍ  اودښکېلاک پای ته رسولو په خاطر دهېواد ژغورنې سراسري ملي خوځښت جوړول .
په پای کې غواړم څرګنده کړم چې امریکا اوټلواله یې باید وپوهیږي چې ددوی له خوا کرایه شوي اونازول شوي واکمن قشر ذهنیت او اراده د افغان ولس دذهنیت او ارادې منعکسونکې نه ده . افغان ولس بهرني ځواکونه آن که ددوستۍ او مرستې په نوم هم وي نه زغمي .په دغو څوارلسو کلونو کې چې کوم جنایتونه ،ناروا او نادودې دبهرنیانو له خوا په افغانانو شوېدي ،ناشونې ده چې د افغانانو زړونه اوفکرونه  خپل کړي .افغانان د خپلواکۍ په صورت کې د امریکا اولوېدیځ ډاډمن دوستان او همکاران کېدی شي .
مونږ ټول نیوکې کوو، چیغې اونارې وهو چې وژل کېږو ،تبا کېږو ،  ډوبیږو ، خو دخلاصون دپاره لکه څنګه او څومره چې لازمه ده څه نه کوو.
سوله په کوچنیو حرکتونو او وچ تبلیغ سره نه شي راتللی .دسولې دټینګېدو او هېواد ژغورنې دپاره ولسي ځواک او اراده په کار ده ، دولسي ځواک یو موټی کول او لارښونه په کارده .ددغه کار دپاره یوه هوښیار ،ژمن ،زړور،خلکو او وطن ته وفادار ،دارادې او فکري استقلال لرونکي،په ملي اونړۍ والو مسلو او سیاست پوه ملي مشر ته اړتیا ده .ښکاره ده چې دخلکو دعملي ملاتړ او مرستو پرته ملي مشر هم په یو سر د تباکېدو او ډوبېدو مخه نه شي نیولی .
د افغانستان د ژغورنې ،سولې او خپلواکۍعملي ک دپاره دافغانانو دګډو ړنو هڅو او هاند په هېله .
په درناوي                                   ۲۰۰۱۵-۲-۱۵


islamdilchasproghtiakhabariamakalaikor
taglara
kitabtonshirona
ariki
Copyright©: Reshtia 2012