Reshtia


 

د اګست ۱۴، ۲۰۱۵ کال   dr.Wesand

لیکوال ژباړونکی  :  ډاکتر محمدنواب ویساند
                                     Dr. M. N.Vesand  

 
 

DIE RICHTIGE BEWERBUNG
(The correct application)
 سـم غوښتنلیک

( د کارنیونکي غوښتنلیک  .  ژ)

د لیکوال  ژباړونکي  مخکنۍ خبرې  :   بشریت  په نننۍ نړۍ کې د علم او پوهې  د لوړو ارزښتونو  په رڼا  او د اغېزمنو تجربو نه  په ګټې  اخستنې  د هرې ورځې  په تېرېدو  د پراخو او مخ په ډېرېدونکو  غوښتنو د پوره کولو په موخه  معاصرې  تکنالوژۍ ته   د لاس  رسي  لپاره په  ټول  ځواک او توان  د چټک ګامونو په اخستلو سره داسې بریاوې تر لاسه کوي  ، چې هېڅ  تصور  یې  هم  نه شي کېدای  .  او په دې  لاره کې  د زیاتو اړینو  پانګونو په مټ  ، ژورې  څېړنې  ، پراخه  ازموینې  چې کېدای شي کله نا کله  د بریاوو تر څنګ   د یو لړ  ناهیليو  (ریسک ) سره مل هم  وي  پر مخ وړل کیږي  .  دلته   د پوهې ، تجربو او مالي وسایلو کارولو تر څنګ   د انسان  پخه  اراده ،  دبشري کاري  ځواک سم   او پر ځای کارول  ، چې  د طبعیت د پټو رازونو د راسپړلو او د هغوی  تل ته  د ورننوتو  بنسټیز اړم  جوړوي ، ځانګړی ارزښت  لري .   دغه ارزښت ته په کتو، د ګمارنې  چارې باید د ژوند په  ټولو اړینو برخو کې  د ځانګړو   معیارونو له مخې  تر سره شي . 
په وروسته پاتې نړۍ کې  ، چې افغانستان هم ترې نشي بېلېدلای د بشري  کاري  ځواک په ګمارلو کې   پوهه او تجربه  تش په نوم کارول کیږي    .
 په ځینو برېښنا پاڼو کې  کله نا کله د ځینو درندو څانګیز پوهانو او لیکوالانو له خوا د کارموندنې او ګمارنې اړوند یو لړ  ښکلې لیکنې تر سترګو کیږي  . په رښتیا ځکه زما خوښې شوې  ، چې مې  د کار پسې د لټون او یا  د کارموندنې په  موخه  په یوه خاصه بڼه  د غوښتنلیک د جوړولو پر مهال د یو لړ  پوښتنو د ځوابولو په موخه   د یو داسې  لارښود ، چې  د کارموندنې د بري چانس د ډېرولو سره یې مرسته کړي  وای  ، په لټه کې  وم  . په دې اړوند په  پرمخ تللو هېوادونو کې   خورا زیات  داسې ، میتودونه ،   مواد او لارښوونې  شتون لري ، چې  له  هر سړي  سره  په اړوندو څانګو کې  د هغوی  د وړتیا ، مهارت  او مسلکي  یا تخصصي  پوهې   له مخې د مناسب کار ځای موندنې  سره مرسته کولای شي .  خو هغه څه چې ددې کتاب د لوستلو پر مهال یې  د لیکوال (زما) پام ځان ته راوګرځاوه ، د غوښتنلیک په اډانه کې د کارموندني لپاره په ډېر ځیر سره د کارسپارونکي د قناعت حاصلولو لپاره  د معقولودلیلونو راوړل دي .  
د همدغه اړتیا له مخې مې غوره وبلله  ، چې د ( DIE  RICHTIGE  BEWERBUNG  ) سر لیک لاندې د  الماني  ژبې کتاب   په   پښتو وژباړم  او درندو لوستونکو سره  یې شریک کړم . تر څو په افغاني ټولنه کې  کار ځای ته  د کارموندونکو نوماندانو د غوراوي  پر مهال  د ګمارنې چارې  د پوهې ، تجربو او مسلکي  وړتیا په  پام  کې نیولو سره  تر سره شي  .  او په دې توګه  زمونږ  ویاړلی  هېواد د  په کار پوه کسانو په ګمارلو سره  د سیالو هېوادونو په کتار کې  را وستل  شي  .
  د  دغه کتاب له منځپانګې څخه به  ځیني اړیني برخې (لنډیز) په پښتو ژباړې سره په څو برخو کې د یو شمېر معتبرو ویبپاڼو له لارې  تاسو درندو لوستونکو ته  وړاندې  شي  ، هیله ده ،  چې درانده لوستونکي د ژباړې  نیمګړتیاوې  جدي و نه نیسي   .  
 دا هم باید ووایم ، چې  په الماني  ژبه  دا  کتاب د  نووییمو ز کالونو په وروستیو کې  خپور شوی  ،  نو ځکه  د کارموندنې  لپاره پکې د وروستیو انترنیتي  اسانتیاوو  نه  د ګټې  پورتکونې اړوند  څه  نه  تر سترګو کیږي     .

 

 

die richtige

Redaktion: Ina Friedrich
Mitarbeit: Johanna Jakob

ژباړه
   
   
   

DIE RICHTIGE BEWERBUNG

سـم غوښتنلیک

لمړۍ برخه :

ســــــریـــــزه  :
د یو کار ځای درلودل  نه  ډېر د مخه  موده کې  یوه  څرګنده خبره وه  .  نن مهال ،  ورځ تر بلې تل  د مخ په زیاتیدونکي   وزګارتیا  سره ، هغه سړی باید خوښ  واوسي ، چې  کار ولري . وزګار اوسېدنه  کولای شي  ډېرې منفي ( اغېزې ) عواقب  ولري . یو څوک ،  چې کار ځای لري ، د یو  وزګار سړي په پرتله په منل کېدنه  او رسمیت پېژندنه ، سر ته رسونه او رضایت  کې د  ډېر و زیاتو خبرو نه باخبر  وي . د بېکارۍ په پېسو او یا د سوسیال په مرسته ژوند کول ، د ځان د ارزښتمندۍ احساس کمزوری کوي او پس طبعآ سړی  د نورو لږو پیسو سره  ګوزاره کوي  او له  ډېرو شیانو نه تیریږي . د شتون  ( هستۍ) او راتلونکې وېرې ژوند ستونزمن کوي ، سړی ځان بې ارزښته  او ګوښه ګیر احساسوي . د وزګارتیا له لاسه مختلف کسان خواشیني دي ، چې هغه  د هر  څه نه په مسلکي برخه او ټولنیزو طبقو کې لیدل کیږي . د هغې نه کارکوونکي ، مامورین  یا اکادمیک شخصیتونه ، ټول سر ټکوي ( رنځ وړي ) .
یو وړاندي شوي کار ځای ته په سلګونو کسان د کارموندنې  په موخه  ځي .  په دې ورستیو کلونو کې د یو کار ځای په لاس ته راوړلو  او ساتلو باندې  فشار بې کچې لوړ شوی او په دې سره د کار په مارکیټ  کې د سیالۍ مبازره  هم  .
د وزګارتیا پای  نه تر سترګو کیږي ، او دا هم  د لاندې  دلیلونو له مخې :
۱. تخنیکي بدولونونه د یو  لوړ زیاتیدونکي  مسلکي کاري ځواک  غوښتونکي  دي   .  بې تعلیمه ځواک تل  لږ  پکاریږي  .
۲. په موسساتو کې د نوي تخنیک  او  د سپما په اصل ولاړ  مخ په  زیاتیدونکي  کاروبار د تنظیمولو سره ، په پرلپسې توګه  د کار ځایونه  له منځه وړل کیږي .
۳. په  دوامداره او پرلپسې  ډول  د کار ځایونو د له منځه وړلو په مقابل  کې ډېر لږ  د کار امکانات  منځ ته راوړل کیږي .
هر څومره ،  چې د کار ځای لپاره تقاضا ډېره یې ، هومره سړی  د هغې لپاره باید  ډېر څه وکړي ،  خپلو امکاناتو ، چانسونو ته که چېرې یو سړی د کارموندنې په لټه کې وي ، هیله مند واوسي .  غم او کړاو ، پریاد  او صبر  ایستنه نوره مرسته نه کوي . سړی خپله د سیالۍ په مبارزه کې  ، د یوې  ثابتې  ارادې  او خوشبینۍ  او هر څه د مخه  د اړینو پوهاوي ( Know-how   ( سره ځان پلی  کړي .
دا کتاب غواړي  په ممکنه ښه وجه     تاسو سره  په یوه خاصه بڼه  ستاسو  د غوښتنلیک  په   جوړولو او سر ته رسولو کې مرسته وکړي . دا تاسو ته یو  لړ  مشورې ، معلومات او وړاندیزونه ،  چې څرنګه تاسو ځان  د قانون په رڼا کې  په یو غوښتنلیک  کې کولای شئ ،  وړاندې کړﺉ  . دا په لیکلي  بڼه  د یو ډېر ښه او مناسب ( اوپتیمال ) غوښتنلیک نه پیلیږي او د یو  پوره پوهاوي او لیاقت سره د پېژنګولۍ  ( انتریو ) یانې د کار سپارونکي ( ګمارونکي )  سره د کارلټونې مخامخ  خبرواترو ( یا ازموینې ) ته  په ورننوتو سره پای ته رسیږي .
دا کتاب کولای شي د غلطیو د مخنیوي سره مرسته وکړي .   سربېره  پر دې هغه کولای  شي ، چې تاسو ځان ډاډمن احساس کړﺉ او په دغه ورځ سم چلند وړاندې کړﺉ ،چې تاسو خپل چانسونه کاروﺉ او بې پروا لوبه نه بیالئ .  نور بیا

 

islamdilchasproghtiakhabariamakalaikor
taglara
kitabtonshirona
ariki
Copyright©: Reshtia 2012