Reshtia


 

د سپتمبر ۱۱، ۲۰۱۵ کال   ډاکتر محمد نواب ويساند

سم غوښتنلیک

ژباړه  :
دوهمه برخه :
۱. د یو غوښتنلیک له پاره  کوم دلیلونه  شته  ؟
تاسو یواځې ، هغه وخت کولای شئ  په خپل غوښتنلیک کې آرام او ډاډمن چلند وکړﺉ ، چې  خپله  د خپل  دریځ ( ځای )  په هکله  په دقیقه  توګه  په  روښنایي کې وﺉ  . د هغې مطابق تاسې کولای  شئ  خپل  غوښتنلیک ته  یوه  خاصه بڼه ورکړﺉ او ورپسې خپلې ستراتیژۍ مرتب کړﺉ  .
که چېرې تاسو په غوښتنلیک کې  ټګي ، درواغ   یا د علتونو په هکله چوپ پاته شئ ، په دې باندې تاسو خپله په ځان مهرباني ( لورینه ) نه کوئ .  تاسې  یواځې  هماغه شان  لکه څنګه  چې یاست پاته کیږﺉ ، که په رښتیا  ولاړ  واوسئ . او یواځې هغه وخت کېدای شي تاسو  د منلو وړ   وګرځئ . که چیرې  تاسو دوئ   (علتونه ) په خپل ځای پر ېښودل  . د ګومارونکي  لپاره دا ډېره مهمه ده ، چې پوه شي ، څله او د کوم دلیل  له مخې یو څوک ځان  د دوئ کار ځای ته  کاندیدوي .  هغه غواړي په دې پوه شي ، ولې هغه  ( کارلټونکی ) همدا اوس  ددوئ  د کمپنۍ ( شرکت  ) سره علاقمند دی  او هغه  ولې  اعلان شوي  کار ځای لپاره ځان مناسب  بولي  . 
سربېره   پر دې ، ددې سره هم دلچسپي لري ، چې   که  تاسو وزګار یاست ، د کوم دلیل  له مخې مو مخکنی کار ځای له لاسه ورکړی دی ، ایا تاسو خپله  له کاره لاس اخیستی دی ( منفک شوي  یاستئ ) ،او یا هم  د خپل  وروستي  کارسپارونکي  د ډیرو اړینو دلایلو (ناچاریو )  له مخې منفک شوي یاستئ  یا د ساري په توګه  د یوې  تصدۍ  اویا هم د هغې د یوې څانګې  د له منځه تلو  ( قرباني ) شوي  یئ  .  ډېر ې انګېزې شته ، چې  له مخې یې سړی کولای شي یو کار ځای ته ځان ونوموي   . چې په لاندې ډول یې  د ځینونه یادونه کیږي .
۱.۱.  مسلکي موقف باید ښه شي
د یو غوښتنلیک لپاره تر  ټولو نه ډېر دلیل ،  هغه  چی  سړی  خپله په خپل مسلکي موقف کې د  ښه والي راوستل  غواړي . د کارموندونکي لپاره د نورو دلیلونو  خلاف   د یو داسې  دلیل وړاندې کول   په ګټه  دی .  دی  ، لکه د یو داسې  کارموندونکي په شان ، چې    وزګار  او عاجل کار ته اړتیا لري  ، د بریاو او د وخت د فشار لاندې  ولاړ نه  وي  .  هغه کولای  شي   عجله ونه کړي ، آزاد او مستقل تصمیم ونیسي . او همدارنګه   د هغه  چا په نسبت  ،  چې   د نهائې  کوښښ  په لټه کې وي  ، چې  څه به  ور ته  د  انتروېیو پر مهال کېدای شي ډېر   په ګټه وي ،  آرام او د سړې سینې خاوند وي  .
لاکن  هم کله ، چې  سړی دا مناسب شرطونه ولري ، ښایي  ځان  د موماندنې لپاره ښه تیار کړي . همدارنګه سړی باید په دې هکله په روښنایي  کې  وي ، ایا سړی واقعأ د تبدیلۍ په هکله جدي دی  او که یواځې  د فکر سره  لوبې  او ازمایل غواړي .
که چېرې یو کارسپارونکی وویني ، چې  د غوښتنلیک تر شا د مسلک د ښه کېدو  او لوړ مقام پسې (ته ) د رسېدو آرام پټ دی ، دا یو د غټو ګټو ځینو دی .  هغه ( کارسپارونکی ) د غوښتنلیک دلاسندونو او انتروېیو له مخې کولای شي  وویني ، ایا ، څرنګه او څومره وخت  کارموندونکی د خپل مسلک په ډګر کې ګټور ثابت شوی دی . هم  له دې دلیله باید د غوښتنلیک دلیل څرګند نومول کیږي .
لاکن مخکې له دې ، چې د کوم بدلون تصمیم ونیسئ ، تاسو باید یو لړ شیان روښانه کړﺉ . تاسو غواړﺉ ،  چې   د مسلک په حال کې بدلون راوړﺉ ، ځکه چې تاسو :
الف ) په خپل کارځای کې  ځان  غېر مطلوب احساسوي ( کارمو له سویې ټیټ  دی  . ژ )  او غواړﺉ  وړاندې وده وکړﺉ ؟
ب  ) که څه هم  د مسلک په ډګر  کې  پاته  کیږﺉ ، خو په  یوه  بله  کمپنۍ  ( تصدۍ ) کې  د هغوی د کار طریقو  سره بلدیت  غواړﺉ   یا  د کمپنۍ  کډې  کولو له  کبله   باید تبدیل شئ  ؟
ج )  موندنې ښیي  ، چې اوس  تاسې  ډېرې  لږې  پیسې  ګـټـئ  اود  اقتصاد  ښه کول  غواړﺉ ؟
د ) د اوسني  کار  په  فضا کې  ځان   ښه  نه احساسوﺉ  او په   طبع  مو  برابر  یو چاپیریال  کې کار کول  غواړﺉ  ؟
ټول څلور واړه علتونه ( دلیلونه ) بېخي قانوني دي . تش مهم دي ، چې تاسو درست پوه اوسئ ، چېرې ولاړ یاست ، او چې تاسو د هغې مناسب منځګړیتوب کولای شئ . دا ستاسو د هیلو یو ریښتنی تحلیل  ، او یو واضح ، قناعت بښوونکی  دریځ  غواړي  .
که چېرې تاسو د ( الف ) ګروپ  پورې  تړاو لرﺉ  ،تاسو ته ستاسو د مسلک ډګر  خوښي دربښي . تاسو په مینه کار کوﺉ او    په  خپلې  خاصې پوهې او کار ځای  ښه  پوهیږﺉ  .  تاسو غواړئ هغه پراخه  او لوړه کړﺉ   ، چې  دا  ستاسو د زیاتیدونکو حقه غوښتنو  سره مطابقت  وکړي   . تاسو انرژي  لرﺉ ، شهرت طلب  او کنجکاو ( غواړﺉ په  څه پوه شئ )  هستئ  .
خو اوس  ښایي ستاسو په شرکت کې د لوړېدو شونتیا شتون و نه لري . کېدای  شي ، چې موسسه ډېره وړه وي  یا هغه  پوست  ،  چې ستاسو په فکر کې ګرځي ، شتون و نه لري یا د اوږد مهال لپاره  له  لاسه وتلی  وي  . تاسو کولای شئ دا هغه  کارسپارونکي ته  ،  چې  ځان ورته نوموﺉ  روښانه او څرګند وښیاست ، ستاسو چانسونه اپتمال ( ډېر مناسب )  دي .
 د یوغوښتنلیک بېلګه  :
یو شرکت  د یوې څانګې د آمیریت کار ځای لپاره د اعلاناتو له لارې  د یومشرد موندلو په لټه کې  وه . دې  ته یوې  ۳۷ کلنې مېرمنې ، چې  لا  له  وړاندې یې  په نوموړې څانګه کې  اوه کاله  کار کړی دی ، ونوماوه . هغې زیاته کړه ( ویلي دي ) ، چې  د درې کلونو راهیسې د همدارنګه  څانګې  د سرپرست امرې  په توګه  دنده تر سره کوي  .  په دې  وجه  یې تاسو کولای شئ  د تمې  غوښتنې په ښه توګه  تر سره کړﺉ .  هغه د یو نوي  لوړو توقعاتو د فعالیت ( کار ) چاپیریال او نوي چلنجونه لټوي .
په دې بېلګه کې د مسلکي دریځ  بدلون لپاره  دلیلونه ښه او واضح  وییل  شوي دي . نوی  کار سپارونکی ( ګمارونکی )  دلته کولای شي  د نوماندې په ګټه د پرېکړې لپاره پرله پسېوالی اوتحمل وویني  .یوه بله بېلګه :
د موټرونو د ترمیمولو ورکشاپ ، د اعلاناتو له لارې د یو میخانیک په لټه کې و . دې کار ته  یو ۲۷ کلن  سړي ځان ونوماوه ، دی  زیاتوي ، چې  لا  له وړاندې په ډېرو ورکشاپونو کې  ګویا چې بوخت و  او د مسلکي تجروبو ځنې برخمن دی . له زړه یې غوښتل تبدیل شي ، ځکه چې  آمر یې ورته د کار د وخت  د انعطاف وړ شونتیاوې نه برابروي ، او هغه هیله مند دی ، چې په بله موسسه کې به اسان او ساده وي .
په دې حالت کې  د  رد ( منفي ) ځواب  مخکې  له  مخکې پروګرامیږي . نوماند ( کارنیونکی  ) بې اعتماده ( ناپایدار ) او په ټوپونو (   ډېر ورکشاپونه  )  او  د    کار د وخت  انعطاف    یې د مخکنۍ هیلې په  توګه   نژدې  لا وړاندې   بې مانا ( نامعقول )   بیان کړی دی  .
نوماند، چې  د  ب ) دلیل  له مخې تبدیلیدل غواړي ، ښایي د خپل مېتود او د کار طریقې  له مخې خپله موسسه زړه موندلې ( برېښېدلې ) وي . هغوی مخ په وړاندې کوښښ کوونکي ، نوښتګرو شرکتونو کې  بوخت کیږي ، خو  په خپله اوسنۍ څانګه یا شعبه کې پاته کیږي . دا دلیل  هم   د ګومارونکي  لپاره ، چې ورته سړی ځان نوموي  ، یو ښه فکر دی . په دې لړ  کې  مهمه ده ، هغه ته واضح  شي ، چې سړی په خپله څانګه کې  با وفا  پاته کېدل غواړي ، همدارنګه باوري دی ، لاکن بیا هم  یو سر سري تغیراتو ته چمتو دی ، همدارنګه  د انعطاف وړ او د کار د نوو لارو چارو لپاره پرانیستی ( تیار ) دی .
داسې هم کېدای شي وي ، چې  یو ځانګړي ښار ته د تبدیلیدو هیله کیږي ،د ساري په توګه ، ځکه چې د نوماند یا نوماندې  پارتنر ( خاوند یا مېرمن ) دې ښار ته تبدیل شوی ( کډه شوی یا شوې ) دی .  په دې حالت  کې  سړی باید د تبدیلۍ لپاره د خپل غوښتنلیک مرکزي (ثقل) ټکی په مسلکي اړخ  را لنډ کړي .  سړی باید د هغه  ځای لپاره چې ځان نوموي ( کاندیدوي ) ، رښتینی او په قاطعیت سره ګومارونکي  ته واضح کړي ، ولې سړی غواړي  ځان  په ځانګړي توګه  ددوی شرکت ته نوموي . بل ښار ته د پارټنر تبدیلي د یو علت په  توګه   کافي نه دی .
یو مثال :
 د برلین نه یوې ۳۲ کلنې ښځې  د یو کار ځای  اعلان  ، چې پکې د فرانکفورت په چاپ خونه کې د یوې سکرټـرې پوست وړاندې شوی دی  ، ځوابولی . هغه تشریح کوي ، چې هغه ځان د خپل  مېړه له خاطره دغه کار ته کاندیدوي ، هغه فرانکفورت ته تبدیل شوی  .  له همدې  کبله هغه غواړي پدې ښار کې کار پېدا کړي ، تر څو د مېړه سره نژدي  پاته شي  او له دې  سره  په راتلونکي کې په خپله  رشته کې  د سکرټرې   په توګه وکولای شي  دنده  تر سره کړي  ( اجرا کړی) .
منفي ( رد ) ځواب هرومرو دی .  هغه   علت نه دی نومول شوی، ولې  نو همدااوس دا چاپ خونه باید وي .  نومانده ددې خبرې یادونه نه کوي ، چې په څه ډول  یو شرکت ( کمپنۍ ) کې اوس په کار بوخته  ده   او ایا  په یو چاپ خونه کې د سکرټرې  د ځانګړو وظایفو سره د اشنایي خاوندان یاستئ  .
یوه بله بېلګه  :
یو ۳۶ کلن  د بیلانس جوړولو محاسب ، کوم چې  د اوو کلونو راهیسې د برېمن  په یو وړوکي شرکت کې پکار بوخت و ،  د مونشن د یوې  لویې موسسې  د اعلان  په وړاندې  ، چې د یو محاسب په لټه کې دي ، غبرګون  ښکاره کړ . او د دلیل په  توګه  هغه   د خپل غوښتنلیک لپاره  په  یوه کې   مونشن ته  د مېرمنې  بدلېدنه   او بله هیله   یې د کار  یو نوي  چاپیریال  پېداکېدنه  ، یاده کړې  ده   . سره لدې  هغه ددې خبرې یادونه کړې ، چې دی به  انعطاف لرونکی وي  او ځان د یو لنډ وخت  په  دننه کې د نوې  دندې لپاره چمتو کولای شي .
کاندید ځان  باوري او د مسئولیت نه ډک اومداوم ډول کار ته  تکړه څرګندوي .  هغه اوه کاله  یوې وړې  موسسې  ته وفادار پاته شوی ، یوې غټې موسسې ته په  تبدیلیدو او د دندو د چاپیریال د پراختیا سره سړی کولای شي  په ډېر څه وپوهیږي  . 
نوماند ، د کوم لپاره ،چې د  ج ) حالت  رښتینی دی ،د امکان په صورت کې داسې احساس لري ، چې ګوندې  هغه د خپل حق نه د لږو  پېسو تر لاسه کوونکی وي  یا هغوی چې د نورو موسسو پورې تړلي دي د ورته کار په مقابل  زیاتې پېسې ورکوي .  د ښه معاش  غوښتنه د  یو همېشني دلیل په توګه  د نوي غوښتنلیک وي  .  هغه پوره (بلکل ) پوه او په  ډېرو حالاتو کې  بېخي مناسب دی .

 خو بیا هم سړی باید پوه  وي ، چې یو داسې دلیل د کار سپارونکي لپاره په تقرر کې په   هېڅ  شان  په زړه پورې  مانا یا اهمیت  نه  لري .   دا په دې مانا نه چې ، دا دلیل  باید پټ کړلای  شي .  څنګه  چې وایي ، د یو غوښتنلیک په لمړي ځای کې ریښتینوالی ولاړ دی  . خو تاسو باید  د خپل اقتصادي علاقمندۍ تر څنګ  یوه حقیقي علاقمندي  موسسې (تصدۍ ) او هم  وړاندي شوي  کار ځای  ته  وښیاست .   نور بیا

islamdilchasproghtiakhabariamakalaikor
taglara
kitabtonshirona
ariki
Copyright©: Reshtia 2012