Reshtia


 

د فبروري ۲۱، ۲۰۱۵ کال   ډاکتر عبدالرشيد جليلي

پنجابي او ددوﺉ ملاتړي استعمارچیان غواړي پښتونخوا له پښتنو څخه خالي کړي

استعمار د خپلواک او سوکاله انسان د طبیعي دښمن په توګه تل په  انساني ټولنه کې  دبدمرغیو ، کړاوونو، ناخوالیو اومحرومیتونو بنسټیز عامل و او دی . که په تیره کې و او که په اوس وخت کې په نړۍ کې د ټولو جګړو او له جګړوڅخه د راځیږیدلو ناورینونو عاملین استعماري ځواکونه وو او دي . نوځکه ویلای شوچې استعمار دبشري ټولنې دپرمختګ او سوکالۍ سره په ضدیت کې یو اقتصادي سیاسي نظام دی چې دځواکمنوهیوادنو د یوحریص لږه کي دګټو په خاطر د وسله والو ځواکونو په زور دوروسته پاتې او کمزورو هیوادونو په ولسونو تپل کیږي . د زور تر څنګ استعمارچیان دمستعمرو دولسونو د زندۍ کولو ، ځپلو او لوټیدو په خاطر یو لړ توطیې  سرته رسوي ، چې دهغوﺉ په واسطه د استعمار لاندې خلکو څخه له خپل ځان او خاورې څخه د دفاع وس کمزوری کوي او داستعمار په وړاندې یې مقاومت ټکنی کوي .
دا چې ولې افغانان ، چې تر بل هر چا پرخپلواکۍ مینو خلکو باندې مشهور دي او دخپلواک ژوند دپاره یې په ټوله نړۍ کې ترهر چا بې سارې زیاتې قربانۍ ورکړې دي ، نه شي کولای داستعمار له تورو منګولو څخه ځانونه وژغوري ؟ اویا  داچې ولې  په دې ۲۱ پیړۍ کې دپنجابیانو دمستقیم استعمار لاندې د زندۍ ، ځپلو او بربادۍ سره مخامخ دي  او بیاهم په چوپه خوله یې زغمي اوڅه نه وايي ؟. ولې افغانستان ،چې دامپراتوریو په هدیرې مشهوردی ، نه شي کولای دخپلواک سرلوړي ،متحد او ځواکمن هیواد په توګه په نړۍ کې دنورو خپلواکو هیوادونو سره د یو سیال هیواد په څیر په لیکه کې ودریږي ؟دا داسې  پوښتنې دي چې بايد ټول هغه افغان ملي وطنپال شخصیتونه، چې غواړي افغانان له دومره اوږده تپل شوي استعماري ناورین څخه راووځي ورته ځواب ووایي . دا دټولو هغو په خپلواکۍ مینواستعمارضد افغان  سپین ګیرو، ځوانانو ، ښځو او نرو اوله امو څخه تر اباسینه پورې د ټول افغان سرلوړي ملت ملي او اسلامي دنده ده چې  د استعمارڅخه دافغان مظلوم ملت د ژغورلو په مبارزه کې کارنده برخه واخلي او په دې لار کې له هیڅ ډول هلوځلو او سر ښندنو څخه ډډه ونه کړي   .
دا هم د استعمار په وړاندې په مبارزه کې دافغانانو ستره نیمګړتیاده چې هر ه ورځ په سلګونو افغانان دبهرنیو یرغلګرو د هوایي او ځمکنیو جګړه ایزو عملیاتو په واسطه دمرګ کومي ته لویږي او په زرګونو نور د یرغلګرو د ناتار له کبله هره ورځ خپلو کورونو او سیمو پریښودلو ته مجبوریږي او یو رښتیانی انساني ناورین یې منځته راوړی دی ،خو بیاهم دوﺉ چوپ ناست دي او لا ځینې خو داستعمار چیانو په درواغجنو پروپیګنډو شوخوند  وهي . افغان او نړیوال مطبوعات او خبري رسنۍهم یا له ډاره ، یا د تمې اویابې خبرۍ له کبله  چوپه خوله دي . د شرم  ځای دی چې پنجابي استعمارچیانو ښکلی سوات په کنډوالو بدل کړی او دا څو میاشتې کیږي چې په  وزیرستان او خیبر ایجنسۍ کې یې د«  تروریزم » سره دجګړې تر پلمې لاند ې په زرګونو بې ګناه افغانان په خپلو کورو نو کې په شهادت ورسول او رسوي یې او په سلګونوزرو نورو ته یې کډې ورپه سرکړي او په لوی لاس یې یوانساني ناورین منځته راوړی دی ، خوملګروملتونواونوروسازمانونو چې دبشر  دحقوقو نغارې ډنګوي لا څه ، چې افغان چارواکو او تش په نامه افغان خپلواکو رسنیوځانونه غلي نیولي دي اوپه دې هکله نه یواځې  هیڅ شی نه وایې ،بلکې د پنجابې استعمارچیانو د پروپیګنډو وسیلې ګرځیدلې دي  . دبشردحقوقو نړیوال سازمان  هم په سترګو ړوند او په غوږو کوڼ دی ، نه څه ویني او نه څه اوري .  امریکایان  د پنجابیانو سره په ګډه غواړي د تروریزم سره دمبارزې په پلمه له اموڅخه تر اباسینه پورې د اویا میلیونو شاوخواکې افغانان دتروریستانو په نوم وځپي . دا ځکه چې افغانان نه غواړي چې د بهرنیو یرغلګرو تر واک لاندې ژوند وکړي ،بلکې غواړي د یو خپلواک انسان په توګه د نړۍ د نورو خلکو سره په سوله او دوستۍ کې وه اوسیږي  . دوﺉ نه غواړي د پردیو غلام اوسي ، دخپل مذهب ،عقیدې  هویت او افغانیت څخه تیرشي او دخپلو نیکونو څخه ورپاتې له ویاړونو ډک پنځه زره کلن تاریخي ، ښکلی او شتمن افغانستان بهرنیو استعماری ځواکونو ته پریږدي اوپخپله دې بې وزله ، په خپل وطن کې بې وطنه او دښکیلاکګرو په لموکې نښتي د بشري ټولنې له ټولو پرمختګونو،اسانتیاوو اونورو ښیګڼو  څخه محروم اوسي   .
دخپلې خپلواکۍ،اسلامي عقيدې او خپل هیواد سره دافغانانو بې سارې  مینې دنړۍ ټول استعماري ځواکونه ددې ملت سره دښمن کړي دي . خو له بل پلوه  دافغانانو دې مینې دې ملت ته دا ځواک هم  ورکړی دی چې سترې قربانۍاوله  ستونزو ډک ژوند ،محرومیتونه او کړاوونه وګالي ، هریرغلګر ته ماتې ورکړي اود خپل هیواد سرلوړي افغانستان بیرغ  داسیاپه زړه کې  لوړ او رپانده وساتي  . ډیر لیرې او نژدې بهرنیو یرغلګرو ځواکونو هلې ځلې کړې دي چې د دې هیواد نوم او هویت له منځه ولاړ شي او خلک یې ایل کړي ، خو ټولوخپل دا ناولي ارمانونه ځان سره ګور ته وړي دي اوشرمیدلي بیرته تښتیدلي دي . ټولو استعماري ځبر ځواکونو ( انګریزانو ،روسانو او امریکایانو ) په خپل ټول ځواک سره دافغان سترملت د ایل کیدو د پاره دهیڅ ډول زور ، وحشت او توطیوڅخه ډډه نه ده کړې  . امریکایانو خولا نور هیوادونه هم په اصطلاح د « تروریزم » سره دمبارزې په پلمه د افغانانو دځپلو دپاره دافغان ملت  په وړاندې دجنګي جرمونو په پلندۍ کې ځان سره ډوب کړي دي .داشغال په ټوله موده کې یې شپه او ورځ د بیګناه افغانانو، په تیره بیاد پښتنو ،  پر سربمونه ورولي اودخلکو په کورونو ورختلي دی چې په ترڅ کې یې په سلګونو زره بیګناه او بې دفاع ښځې ، ماشومان او بوډاګان له منځه وړي او یا له خپلو کورونو څخه تیښتې ته مجبور کړي او زندانونه پرې ډک کړي  دي . پر  ودونو ، جنازو او جرګو یې بمونه ورولي او بشپړ کلي او سیمې یې د وحشیانه بمباریو او پوځي عملیاتو په نتیجه کې په کنډرو او شاړو بدلې کړې دي . د تروریزم سره د مبارزې په پلمه د امریکایانو له خوا د افغانستان د اشغال څخه وروسته د امریکې سیاست د افغان ملت د ځپلو ، په تیره بیا دپښتنودځپلو په سیاست بدل شوی دی . د بګرام په زندان کې یو بندي دسترګو لیدلی حال بیانوي  چې په دغه زندان کې ۹۹په سلو کې ټول پښتانه وچې د ډول ډول وحشیانه اوبشري ضد شکنجو او کړنو سره مخامخ وو . امریکایان ( دهال بروک دامریکې پخواني لوړ پوړي چارواکې د ویناله مخې ) هرپښتون کور کې یوطالب  ویني او د طالبانو په وجود کې پښتانه ویني او د دواړو په وجود کې دامریکې دپراختیا غوښتنې په وړاندې خنډونه ویني .نوځکه یې دځپلو دپاره د ډرون په شمول د ډیرو عصري وسلو له استعمال څخه هم ډډه نه کوي او دسیمې نور هیوادونه ، په تیره بیا خپل  پنجابي استعماري لاسپوڅي یې دپښتنو دځپلو دپاره ګومارلي دي او د پښتون قوم جینوساید ته دوام ورکوي  .
پاکستان،  دانګریزي  استعمار زیږنده ده او د انګریزې او امریکایي پر اختیا غوښتونکو استعماري ځواکونو په جوټو او پاتې شونو ژوند کوي او د دوﺉ د پلانونو سره  سم  یې په پاکستان کې د پنجابیانو په سروالۍ نور ملتونه د ښکیلاک په لمو کې زندۍ کړي دي . د پاکستان  دجوړیدو څخه تر اوسه پورې دغه هیواد د نظامي جنرالانواو د دوﺉ نظامي استخباراتي سازمان ( ای . اس . ای .) په واسطه اداره کیږي ، چې له پنجابیانو پرته یې دنورو قومونو ، په تیره بیا د پښتنو او بلوڅو په وړاندې استعماري فاشیستي سیاست اوچلند غوره کړی دی . پاکستانۍ اردو په پښتونخوا کې دپښتون ځپنې عملیات د امریکایانو په مرسته او غوښتنه سرته رسوي . په کال کې پاکستانۍ اردوته  د امریکې له خوا دهمدې موخې دپاره په  میلیاردونو ډالر ورکول کیږي  . د ډیورنډدکرښې دواړوخواووته پښتون میشته ډیرې سیمې په پرله پسې ډول دامریکایانو او د دوﺉ د لاسپوڅو پنجابي نظامي ځواکونو د هوایي  بمباریو او ځمکنیو عملیاتو او راکټي بریدونو د دوام  له کبله په شاړو او نا استوګنوسیموبدلې شوي دي . په میلیو نونو عام او بې وزله پښتانه ، ښځې او نر ، ماشومان او زاړه دامریکې د بی پیلوټه الوتکو او د پنجابي ځواکونو د هوایي بمونو ،راکټونو او ځمکنیو عملیاتو د ویرې له کبله  له خپلوکورونو اوسیمو څخه تښتیدلي او دغه ناتار دوام لری . هغه کسان چې په تیښته بریالي نه شي ځای پر ځای د« وسله والو» په نوم له منځه وړل کیږي . پښتانه ټول دخپل ځان اوناموس د ساتلو دپاره په کور کې وسلې لري چې هیڅکله پرې تروریستي بریدونه سرته نه رسوي . پښتانه تروریستان نه دی . تروریزم د امریکایې ، انګریزي او پنجابې استعماري سیاستونو ځیږنده ده چې په هیڅ ډول د پښتنو سره تړاو نه لري . د تروریستانو د تولید او تربیې فابریکه د پنجاب ناولی  استعماري سیستم دي چې د امریکایانو او انګریزانو په مالي ، استخباراتي او نظامي  مرستو چلیږي . په افغانستان کې تروریزم دافغانانو نه ،بلکې د ځبر ځواکونو د استعماري سیستم زیږنده ده . په افغانستان کې د تروریزم سره مبارزه داستعمار د پراختیاغوښتنې د پاره یو ه پلمه ده چې داستعمار ضد شخصیتونو او ځواکونو،په تیره بیا پښتنو، د ځپلو دپاره ترې کار اخستل شوی دی .  
پښتنو ته داسلام دمقدس دین ، خپلې خپلواکۍ او خپل هیواد سره بې کچې مینې ، بهرنیو یرغلګرو استعماري ځواکونو ته سر نه ټیټول او د دوﺉ تر واک لاندې ژوند نه کول دي ،چې دوﺉ یې د ټولو استعماري یرغلګرو ځواکونو سره دښمنان کړي دي . له همدې کبله یې دافغانستان په ټول تاریخ کې دیرغلګرو سره نابرابرې جګړې کړې دي او تل یې دیرغلګرو سره په نابرابرو جګړو کې ځښت زیات مرګ ژوبله او بربادۍ لیدلي دي .خو هیڅکله یې دیرغلګرو سره په جګړو کې ماتې نه ده منلې او استعماري یرغلګرو ځواکونو ته ، که هرڅومره ځواکمن هم وي ،سرنه دی ټیټ کړی او جګړې ته یې دوام ورکړی دی . همدا سبب دی چې دافغانانو\پښتنو سره په جګړو کې سترو استعماري یرغلګرو ځواکونو لکه انګریزانو ، روسانو او امریکایانوماتې خوړلې ده او ځموږ له هیواد څخه سرټیټي ، زړه خوړیني او له عقدو څخه ډک وتلي دي . همدا سبب دی چې هر څومره چې یې وسه رسیږي د پښتنو پرضد او پښتون بربادۍ دپاره له هیڅ ډول  توطیو او دښمنیو څخه ډه ډه نه کوي . په عمل کې ثابته شوې ده چې د دوﺉ په مرسته او دوستۍ هیڅکله هم زړه تړل پکار نه دی . په تیره بیا د انګریزانو او امریکایانو دا توطیه چې افغانستان دې تل ویشلی ، کمزوری ،وروسته پاتې  او د پنجاب تر اغیز لاندې وي د بښلو نه ده . امریکایانوهمدا اوس د امنیتي تړون د لاسلیک کیدو په خاطر پر افغانانو د « ملي یووالي » دوه سری حکومت وتاپه او سمدستي یې پرې یواړخیز غیرعادلانه امنیتي تړون لاسلیک کړ، چې په دې کارسره یې په افغانستان کې دجګړو اور لاپسې بل کړ او معلومه نه ده چې نور څه پلانونه  لري چې په دوه سري حکومت یې سرته ورسوي .  
پنجابیانو د انګریزانو او امریکایانو د جوټه خورو او لاسپوڅو په توګه هم د پښتنو پر ضد ستر جنایتونه او ظلمونه  سرته ورسول او د پښتون قو م پر ضد فاشیستي چلند او قومي جینو ساید ته په وحشي ډول دوام ورکوي . دپنجابیانو او د دوﺉ دملاتړو،په تیره بیا، دامریکایانو دغه جنایتونه او ظلمونه چې پر پښتنو یې وکړل اوکوي یې له نړۍڅخه  پټ ساتل شوي دي ، خو پښتانه یې د سر په سترګوویني چې هره ورځ په لسګونو بیګناه مشران اوکشران دمرګ کومي ته لویږي ،نوځکه داستعماري ځواکونو داوحشت اوظلمونه د هیڅ پښتون هیریدای نه شي او باید د استعمار له منګولو څخه دخلاصیدو په خاطر پریکنده جګړې ته تیاری ونیسي  . استعمارچیانو چې هر څه دلاسه کیږي د پښتنو د ځپلو او بې هویته کولو دپاره یې سرته رسوي ، خوپښتانه بایدله خپل ځان اوهویت څخه دفاع وکړي  . د ډیورنډ دکر ښې دواړو خواوو پښتانه او بلوڅ د پنجابي اردو په واسطه تل د ښکاره او پټو یرغلونو او استخباراتي توطیو سره مخامخ دي . په سوات ، مومندو وزیرستان ، خیبرایجنسي او نورو پښتون میشته سیمو کې د پاکستان داردو منظمو  هوایې او ځمکنیو  عملیاتو کې په لسګونو زره بیګناه پښتانه دښځو ،ماشومانو او بو ډاګانو په ګډون له منځه تللي دي او په میلیونونو نور له خپلو کورونو څخه شړل شوي او دستر ناورین سره مخامخ دي . په کونړ ولایت او نورو ډیورند کرښې ته څیلمه ولایتونو کې څو کاله کیږي چې د پاکستان د پوځیانو راکټونه پر بیګناه پښتنو وریږي او د پنجاب په غوښتنه او د تروریزم  سره د مبارزې په پلمه د امریکې پیلوټ لرونکو او بې پیلوټه الوتکو ( ډرو ن ) بمبارۍ د وزیرستان ، کونړ ، خیبر ، مومندو ، خوست ، پکتیکا، زابل ، ارزګان ،هلمند او نورو پښتون میشته سیمو کې روانې دي . په سیستماتیک ډول د پښتنو وطنپال قومي مشران د( ای . اس . ای . ) د ایجنټانو او امریکې د بلیک واټر د قاتلینو له خوا  له اموڅخه تر اباسینه پورې  په ټول افغانستان ( پښتونخوا )کې  په نښه کیږي ، ترور او له منځه وړل کیږي .   پر افغانستان باندې د امریکې د یرغل څخه را وروسته موده کې  د امریکایانو ، انګریزانو او پنجابیانو د جګړه ایزو او تروریستي عملیاتو له کبله نژدې یو میلیون  بیګناه پښتانه له منځه وړل شوي او له ۳ میلیونو څخه زیات یې معیوب او بې کوره شوي دي . دپښتون وژنې په دې ټولو عملیاتو داشرف غني دوه سري  حکومت نه یواځې  سترګې پټې کړې دي ، بلکې په دې ورستیو کې خو د پنجابیانو سره په ګډه کیدای شي د ډیورنډ د تورې کرښې دواړو خواوو خلکو پرضد دتروریزم سره دمبارزې تر نوم لاندې د امریکایانو او پنجابیانو په غوښتنه  د پښتون ځپنې په توطیه کې برخه واخلي .
ټولو هغو  استعماري پراختیا غوښتونکو ځواکونوچې د افغانانو د ایل کیدو دپاره یې پر افغانستان یرغلونه کړي دي او بیرته ماتې خوړلي شرمیدلي او زیانیدلي مجبور شویدي له افغانستان څخه ووځي ، هیڅکله به یې افغانانو په تیره بیا پښتنو ته زړه سپین نه شي او له توطیو او دښمنیو به لاس وا نخلي  . دوﺉ که هر څومره د دوستۍ او مرستو وعدې وکړي ، په دوستۍ یې باور او په مرستو یې زړه تړل پکار نه دی . دوﺉ د نړۍ د بیوزلو خلکو په ځپلو او تر پښو لاندې کولو سره د «شداد او نمرود » لار خپله کړې او دخلکو په خبره له ډیره کبره یې ښکر شوي وو. خو کله چې یې د افغانانو\پښتنو د ایل کیدو په خاطر پر افغانستان تیري اویرغلونه سرته ورسول ، نو دافغانانو سره د ازادي بښونکو جګړو په ترڅ کې یې که له یو پلوه افغانانو ته ستر ځاني ، مادي او معنوي زیانونه ورسول ،خو له بل پلوه په دې جګړو کې د دوﺉ د کبر ښکر هم مات شول  او دغه ارمان یې سرته ونه رسید چې افغانان  ایل کړي او حکومت پرې وکړي . دا خو لاڅه چې د افغانانو سره په جګړوکې یې د امپراتوریو زوال هم پیل شو . دانګریزانو او روسانو امپراتورۍ خو یو په بل پسې له منځه ولاړي ، خوامریکایان هم د پښتنو سره د دښمنۍ او پر مظلوم افغان  ملت باندې د ظلمونو له کبله که خدای کول دخپلو اسلافو په پل روان دي . ......

پراختیا غوښتونکي استعماري ځواکونه کیدای شي وروسته له پښتنو څخه نیول شوې او خالي شوې دغه سیمې په پنجابیانو ډکې کړي او یا یې د خپلو استخباراتي او تروریستي شبکو د  فعالیتونو مرکزونه وګرځوي . که موخه له پښتنوڅخه د پښتونخوا خالي کول نه وي ، نو د تروریستانو څومره شمیر دي چې دا څوارلس کاله کیږي چې د امریکې او ناټو وسله وال ځواکونه ،چې په خورا ډیرو عصري وسلو سنبال دي ، دسلګونو زرو بیګناه افغانانوپه له منځه وړو تورن دي ،خو دا څو سوه تروریستان  نه خلاصیږي . پنجابي سل زره کسیزه اردو په ټول ځواک د ځمکې او هوا له لورې پرې د الوتکو ، ټانکو نو ، توپونو ، توغوندیو شپه او ورځ په میاشتو او کلونو کلونو  عملیات کوي ، خو دتروریستانو ځالې نه خلاصیږي . دا ځکه چې دلته د تروریستانو دځالو له منځه وړل نه ،بلکې د پښتنو قومي جینو ساید روان دی . نه یواځې ټول بشریت ورته خړخړ ګوري اوڅه نه وایي ،بلکې افغانان هم غلي دي . یاد ژړا په چل نه پوهیږي او چیغې نه شي وهلی او یا دومره ځپل شوي دي چې له چیغو څخه هم  پریوتي دي او په چوپه خوله دخپلې بربادۍ تماشا کوي .  یا به داسې وي چې  دا لومړی ځل نه دی چې پښتانه د استعماري ځواکونو دځپلو سره مخامخ شوي دي او د دې ډول ځپلو سره روږدي وي . خو نړۍ باید پوه شي چې  امریکایانو ، انګریزانو او پنجابیانو د پښتنو جینو ساید ته ملا تړلې ده . له یوپلوه یې د پښتنو په خاوره کې دبهرنیو او د دوﺉ استخباراتي شبکو پورې تړلو تر وریستانو ځالې جوړې کړې چې ډیر زیات پښتانه مشران یې پرې ترور او له منځه یوړل او له بل پلوه یې د تروریزم سره دمبارزې په نوم دا څوکاله کیږي چې د ځمکې او هوا له لارې د بمباریو او ځمکنیو پوځونو په واسطه ،چې شمیر یې لکونو ته رسیږي ، بشپړه ځپونکې او ویجاړوونکې جګړه تپلې ده ، چې په سلګونو ززه خلک یې له منځه وړي او په میلیونونو یې له خپلو کورونو ، کلو او سیمو څخه شړلي دي چې د پښتنو یو رښتیانی ناورین یې منځته راوړی دی .     
افغانان  لکه د تل په څیردهر یرغلګر استعماري ځواک دیرغل ،دښمنۍ او ځپلوسره مخامخ شوي دي ، چې په ترڅ کې یې ډیر زیات ځاني ، مادي او معنوي زیانونه لیدلي دي ،خوتر اوسه هیڅ یرغلګر استعماري ځواک په دې نه دی  بریالی شوی چې دا ملت ایل کړي او ماتې پرې ومني . اوس به هم د خدای ( ج ) په مرسته له امو څخه تر اباسینه پورې ټول افغانان  په یو اواز د ستعمار په وړاندې پاڅون کوي او ټول یرغلګر استعماري ځواکونه به پرافغانانو باندې په دې تپل شوې ظالمانه جګړې کې ماتې خوري او زموږ متدین مسلمان ملت به د دغوواقعي ترورستانو له شر څخه خلاصیږي اوافغانان به د یو سرلوړی بریالي ، له اموڅخه تر اباسینه پورې د یوواحد خپلواک ملت په توګه خپل شتون  ته دوام ورکوي .
ومن الله التوفیق
پوهنوال ډاکتر عبدالرشید جلیلي 
د۲۰۱۵کال د فبروري ۲۱


islamdilchasproghtiakhabariamakalaikor
taglara
kitabtonshirona
ariki
Copyright©: Reshtia 2012