Reshtia


 

  د اګست ۱۴، ۲۰۱۵ کال محمدآصف خواتی

دتاریخ بیرحمانه قضاوت

 دریمه برخه

کومه دموکراسي ؟  

ددموکراسۍ لسیزه په مختلفونومونویاده شوې اودهغې په هکله مختلفې اومخالفې نظریې وړاندې شوې اوپدې اړه ازرونې هم یوشان نه دي۰ خوپدې ارزونوکې د افراط او تفریط ، غلواواغراق تله  خورا درنه ده۰ ددې قلم له انده لامل یې دادۍ چې ددې سیاسي بهیرپه اړه دبې پرې او واقعبینانه قضاوت پرځای پاچا یا داودخان ته دلیوالتیا یا نه لیوالتیا ، ښه یابدنیت یا ددواړو نه تائیداودهغوی په وړاندې دریدنې ته لومړیتوب ورکړل شوی دۍ۰هغوی چې پاچا د دموکراسۍ نوښتګراو دموکرات ګڼي دده لخوا ولس ته ورکړل شوې دموکراسۍ  تاجداره دموکراسي تبلیغوي اوهغوی چې بیا دمحمدداود پلویان ګڼل کیږي دمحمدداودهغه خبره  تکراروي چې دپاچا له لورې اعلان شوې دموکراسي یې پر«شخصي اوطبقاتي ګټوولاړه تقلبي دموکراسي» ګڼله۰خوکه چیرې دهغه مهال دهیوادواقعیتونو اوحالاتو، دپاچا له لوري پدې برخه کې اخیستل شوو ګامونو ،  د حکومتونو، پارلمان ،سیاسي ډلو اوسیاستوالوکړنواوپایلو ته  یې پام راوګرزول شي ویلی شو په هیوادکې نوی پیل شوی بهیر کمزوری، ماتیدونکی، د عیبونواونیمګړتیاوو ډک یوبهیر وخود وخت اوزمانې غوښتنوته پرځای او مثبت ځواب و۰ ددې بهیر دکمزورۍ اوعیبونوپړه دپاچا نه نیولې بیا ترسردارمحمدداود، ددې کورنی په نوروځواکمنو غړو، حکومت ، پارلمان اوسیاسي ډلوپرته ده خودنوروپه پرتله  دسلطنتي کورنۍ دغړواوپه تیره پاچا ونډه پکې ټاکونکې او خورا درنه ده۰ د سلطنتي کورنۍ  رول ځکه ټاکونکی دۍ  چې دمحمدنادرشاه دواکمنۍ  نه  دمشروطه پاچاهۍ تراعلان پورې عملآ  واک دنوموړې کورنۍ سره و اودسیاست اصلي لوبغاړي دهمدې کورنۍ غړي وو۰سلطنت، صدارت ، کلیدي وزارتونه، نایب الحکومه ګې ، سترې قوماندانۍ اوسفارت خانې د دې کورنۍ او دې کورنۍ  ته دوفاداروکورنیو په انحصارکې وې۰ په جوماتونوکې دلمانځه داداکولووروسته پاچا ته دعا کیده ۰پردې اساس سلطنتي کورنۍ په خلکوکې دژور اغیز اونفوذ څخه برخمنه وه۰ له بله پلوه پاچا دنوي اساسي قانون له مخې دزیاتو واکونو خاوند و ۰ په مشروطه پاچاهیو کې پاچا دسمبول حیثیت لري خودمحمدظاهرواکونه دټولواک واکونه و ۰ په مشروطه پاچاهۍ کې اویا په هغو نظامونوکې چې دافغانستان په شان پارلماني سیستم درلود صدراعظم دپارلمان دغټ ګوندیا دګوندونودتلوالې لخوا ټاکل کیده خود ۱۹۶۴  اساسي قانون له مخې صدراعظم پاچا ولسي جرګې ته ورمعرفي کاوه یعني داچې  صدراعظم دپاچا سړی و۰ که پاچاپه اساسي قانون کې ده ته دورکړل شوواکونوڅخه ددموکراسۍ دودې په موخه ګټه پورته کړې وای بیله شکه به دموکراسۍ اړینه وده موندلې وای اوپه هیواد کې به د خلکوواکمنۍ عملي جامه اغوستې وای ۰له بده مرغه نه داچې پاچا ددې واکونوڅخه  د دموکراسۍ  دودې په موخه ګټه پورته نکړه بلکې په ځینو مواردو کې یې ددموکراسۍ  دودې دمخنیوي،  د حکومتونو او پارلمان دکمزورۍ لپاره استفاده وکړه۰ پدې اړه بیلګې ډیرې دي خو دلته به یومثال چې دحکومتونو او پارلمان دنه پیاوړتیا ، پخپلو دندو کې یې نه بریا اوپه پایله کې د دموکراسي ناکامي ورسره تړلې ده  راوړل شي۰ په نړۍ کې داسې هیوادنشته چې پارلماني سیستم ولري خوهلته قانوني سیاسي ګوندونه اودګوندونوقانون شتون ونلري۰ ددموکراسۍ په لسیزه کې دا د  عجابیاتوپه ټاتوبي کې دسیاسي ګوندونو اوغونډو جوړولو قانون نه ونافذشوی خوعملآګوندونو شتون درلود، د ګوندونودفترونه، مشران اوفعالین یې سلطنت اوحکومت ته څرګندوواودې ګوندونوپرله پسې حکومتي ضد لاریونونه اواحتجاجیه مظاهرې پرمخ وړې پدې توپیر چې د ګوندونوپرځای یې ځانونه ټولنې، خوځښتونه اوجمعیتونه بلل۰ خوچا نه ترې پوښتل چې تاسو څوک یاست ؟ دکوم قانون اودکوم ارګان په اجازه  راغونډشوي یاست ؟ ددې ناقانونه ګوندونو یوې برخې په پوهنیزو بنسټونوکې دتدریس بهیراخلالاوه ، شخړې اوجګړې یې سره کولې چې مرګ اوژوبله یې هم درلودله خوبیا هم  داسې مرجع نه ترسترګوکیده چې ددې ناقانونه ګوندونو په اصطلاح یاغي اوباغي بنسټ ایښودونکو اوداخلالونکو لاریونو اومظاهرو سمبالونکي دقانون منګلوته وسپاري ۰خبره دې ته رسیدلې وه چې «په کال ۱۹۷۰ کې ببرک کارمل دولسي جرګې په عمومي غونډه کې وویل چې تردې وروسته به دخلق دموکراتیک جریان ته دخلق دموکراتیک حزب ویل کیږي ده دغه مطلب په دري اوماتې ګوډې انګریزي ژبو ووایه چې دده وینا دولسي جرګې په جریده کې ثبت سوې ده۰ څرنګه چې ده دقانون ترانفاذدمخه خپله ډله دحزب په حیث اعلان کړه ، ډیرو وکیلانوداسې فکرکاوه چې دی به ددغه مشهود جرم په وجه ترعدلي اوقانوني تعقیب لاندې راسي خوحکومت دغې موضوع ته توجه ونکړه» ( افغانستان ددموکراسۍ او جمهوریت په کلونوکې ، عبدالغفار فراهي، مخ ۱۴۳) هیره نشي چې د ګوندونو او غونډو جوړولو قانون ولسي جرګې تصویب کړی وخوپاچا توشیح نکړ۰ دپاچا له لوري دګوندونو دقانون نه توشیح ددې سبب شوه چې پارلمان ته ټاکنې دګوندونودسیالۍ پراساس نه بلکې په  انفرادي  توګه ترسره شي اود۲۱۶ مختلفو نظریو خاوندان ولسي جرګې ته لاره پیدا کړي۰ دهغه مهال وکیلانو په ټوکوویل چې په ولسی جرګه کې ۲۱۶ ګوندونه شتون لري۰ دې شمیراستازوبه دولسي جرګې په غونډوکې ویناوې کولې چې لدې امله ولسي جرګه دقوانینو دجوړولو اودحکومت په چارو د څارنې دیوه دولتي بنسټ پرځای د لفاظیوپه مرکز اوښتې وه۰ هغه مهال په ولسي جرګه کې د اړینوقوانینودنه تصویب اوپر مهمو مسئلودنه بحث اوپریکړودنه نیولواصلي لامل د نصاب نه پوره کیدل و۰ که چیرې وکیلان دګوندي ټاکنیزوسیالیوپراساس ولسي جرګې ته لاره موندلې وای نوهر ګوندبه خپل اړونده غړي اړایستل چې په هغو غونډو کې چې ددوی شتون حتمی بریښي ګډون وکړي ۰ ولسي جرګې ته دګوندونو پراساس نه ټاکنې ددې سبب کیدې چې دپاچا له لوري مؤظف صدراعظم د ولسي جرګې څخه د اعتماددرایې اخیستلووروسته حالاتواړایست چې دپاچا ترسیورې لاندې کارته دوام ورکړي یا په ولسي جرګه کې دځواکمنو استازو تراغیزلاندې راشي ځکه چې هغه په ولسي جرګه کې د مخکښ ګوندیا دګوندونو دتلوالې پرمټ د حکومت مشرۍ ته نه  و رسیدلی اوپه ولسي جرګه کې یې ملاتړي نه لرل ۰ ددموکراسۍ په لسیزه کې د حکومتونوبیوسي، ناکامي اودپرله پسې ړنګیدنې اصلي لامل هم دا مسئله وه چې صدراعظم په ولسي جرګه کې اړین  ملاتړنه درلود۰ په ولسي جرګه کې دګوندونو اویا دګوندونودتلوالونشتون دې ته هم لاره هواره کړه چې په ولسي جرګه کې دسیمه ئیزو ، ژبني او قومي تړاوونوپربنسټ  ډلې اوتلوالې جوړې شي کومې چې په متمدنوټولنوکې دداسې تلوالومنځته راتګ دمنلووړنه دۍ اودملت جوړونې په بهیر منفي اغیزلري۰ ولایتی جرګوته دټاکنو طرزالعمل چې دګوندونوپه قانون کې ځای درلود اودا قانون پاچا دخپل دفترپه المارۍ کې دیوه زنداني په څیرقلف کړی و ددې سبب شو چې ولایتې جرګوته ټاکنې ترسره نشي ۰ داساسي قانون له مخې دمشرانوجرګې دریمه برخه سناتوران د ولایتي جرګو منتخب استازي په پام کې نیول شوي وو چې په مشرانوجرګه کې دهغوی نشتون دجرګې نصاب نه پوره کاوه ۰ لدې امله ددموکراسۍ په لسیزه کې دمشرانوجرګې ټولې پریکړې او مصوبې غیرقانونی وې۰ داواقعیت چې دهرهیواد دملي امنیت دټینګښت، دانارشۍ دمخنیوي اوددموکراسۍ دسالمې ودې لپاره  دغونډوجوړولواړونده قانون شتون یوه حیاتي اړتیا ده ۰ همدا تشه ددې سبب شوه چې دکابل  پوهنتون اوپولیتخنیک انستیتوت دمحصلینوپرله پسې مظاهرې چې دغونډودقانون په نشتون کې ترسره کیدې خبره یې انارشۍ ته ورسوله۰ ددې سربیره پاچا د حکومتونوپه چاروکې لاسوهنه کوله چې دحکومت  په نوښت اوخپلواک فعالیت یې منفي اغیز درلود۰ ددموکراسۍ دلسیزې له پنځوصدراعظمانوڅخه دریو( ډکتورممحدیوسف، محمدهاشم میوندوال، ډکتورعبدالظاهر) دګوښه کیدووروسته دپاچا اوسلطنتي کورنۍ له لوري دحکومتونوپه چاروکې دلاسوهنوپه هکله څرګندونې کړې دي ۰ دساري په توګه به دمحدیوسف د دموکراسۍ دلسیزې دانتقالي دورې دمشردمرکې یوه برخه راوړل شي: «  کله چې زه د افغانستان صدراعظم سوم ماهیله درلوده چې پاچابه د حکومت په کارونوکې مداخله ونه کړي خوپاچا دسلطنت مقام دومره کښته کړ چې دحکومت په ټولوکارونوکې یې مداخله کوله .» (دخراسان مجله ، مخونه ۲۱- ۲۲ )
دپاچاسربیره دسلطنتي کورنۍ نوروغړوخپلوموخوته درسیدو لپاره دمختلفولارواووسایلو څخه په استفادې سره  دموکراسۍ ته سخت زیانونه ورسول اودهغوی زیاته پاملرنه سیاسي سازمانونو اوولسي جرګې ته ځانګړی شوې وه۰ دسلطنتي کورنۍ واکمن اړخ سلطنت ته دفادارو سازمانونو د جوړولو اوهڅولو سربیره هڅې کولې په جوړوشووسازمانونوکې نفوذوکړي۰ ددې نفوذموخه دهغوی ضعیفول، ټوټې ټوټې کول اویا پخپله ګټه استعمالول و۰ د کورنۍ واکمن اړخ چې دواکمن حالت دپایښت غوښتونکی و دمحافظه کارو، ښي لاسو، اسلامي ډلو، مذهبي روحانیت ،قبیلوي مخورو دخپلولو اودهغوي پواسطه دکیڼ لاسواوسمونپالو ډلودضعیفولو اوځپلو تګلاره غوره کړې وه۰ دنوموړې کورنۍ مخالف سیال اړخ بیا کیڼ لاسو او سمونپالوډلوته مخه کړې وه ۰ پدې برخه کې به په یوه مثال اکتفا وشي چې څه ډول دمذهبي څیرواوښایي اسلامي غورځنګ څخه دقبیلو دټیټ سیاسي شعوراومذهبي احساساتو څخه په استفادې سره د کیڼ غورځنګ د ځپلو هڅې کیدې۰  ددموکراسۍ د لسیزې په لومړۍ نیمایي کې دکیڼ لاسو اوپه تیره دا، خ، د، ګ ګړندۍ ودې  واکمني اندیښمنه کړې وه اوددوی په ناستوپاستوکې ددې غورځنګ دځپلو په لاروچاروسوچ کیده۰سیدقاسم رښتیا پدې اړه چې دکیڼ غورځنګ ټغرټول شي دشاه ولي خان غبرګون داسې بیانوي : « ۰۰۰ضمنآ مارشال داعلیحضرت څخه شکایت درلودچې اجازه نه ورکوي که نه داکارد حکومت دمداخلې پرته دقبایلي خلکوله لوري په آسانۍ سره کیدی شي » ( خاطرات سیاسي، رښتیا، مخ ۲۳۶) پدې هکه دخوست د لویې ولسوالۍ داسمعیل خیلودمندوزیو د ډډوالودقوم او ځدرانواو صبریوترمنځ ستونزه یې ښه بیلګه ده۰ کیسه داسې وه چې ملایانوپه کلیوکې نوي امیران(ملکان) وټاکل چې نوي امیران به هغه کورنۍ  جریمه کوي چې دکورنۍ کوم غړی یې  دخلقیانو سره سازماني اړیکي ولري۰ ددې موضوع دڅیړنې اواړینوتدبیرونودنیونې په موخه  دخلقي فرکسیون مشرتابه د عبدالکریم میثاق په مشرۍ یو پلاوی خوست ته استوي۰پلاوي د حالاتودڅیړنې وروسته دډډوالو دقوم مشرانواومخوروسره چې په هغوی کې خلقیانو اغیزدرلود دامسئله طرحه کړه اوپریکړه پدې وشوه چې دملایانو پواسطه دټاکل شوي امیرپرځای دخپلې خوښې امیروټاکي اوهغوی هم داکاروکړ۰ دنوي امیرپه ټاکنې سره ملایانو منفي غبرګون وښود۰ دځدرانواو صبریوسلګونه تنه داسمعیل خیلومندوزیو په لورخوځیږي اودهغوی دکلیوچارچاپیر ګزمې وهل پیلوي ۰پدې موده کې دهغوسیموخلقیان چې غوڅ اکثریت یې ځوانان اومکتبیان دي او په خپلوسیموکې دنویوټاکل شوو امیرانوله لوري ترفشارلاندې و دډډوالوقوم ته پناه راوړي۰ وروورو حالات داسې بڼه نیسي چې د مخالفواړخونو ترمنځ نښته چې په واقعیت کې دقومونو تر منځ جګړه ده پیل شي ۰خوحکومت پدې اړه بې تفاوته دۍ اوکوم اقدام نه کوي۰ دامهال دډډوالویوه ډله پدې لټه کې شوه چې دقومونو ترمنځ دنښتې مخنیوی وشي هماغه دي چې دسیمې يوه مخور( میراجان ځدران )ته ورځي چې هغه داستونزه حل کړي۰  نوموړی دلوی ولسوال روشندل سره  ستونزه مطرح کوي۰ لوی ولسوال هم حالات خورا ګواښمن ګڼي اود میراجان ځدران نه هیله کوي چې داکړکیچ  حل کړي۰ میراجان د ځدرانودبل مشرعبدالله خان(د پاچاخان ځدران پلار) سره ګډ دځدرانوراپارول شوي وسلوال قانع کړل چې خپلوسیموته ستانه شي او دخپل بریالي ماموریت په هکله لوی ولسوال ته  اطلاع ورکړه۰ لوی ولسوال هم د عسکري قواګاډي چمتوکړل او راپاریدلي ځدران په هغوکې بیرته خپلوسیموته ستانه شول۰ پدې ډول دخوست د لویې ولسوالۍ دشاه اوخوامیشتوقومونوترمنځ دنښتې اوتلپاتې دښمنۍ مخه ونیول شوه ۰داچې ددې کارترشا څوک اوکوم ارګان ولاړو قضاوت خورا ستونزمن دۍ۰ خودمارشال شاولي خان داخبره چې دکیڼ غورځنګ ځپل دحکومت دمداخلې پرته دقبایلي خلکوله لوري آسان کاردۍ داتصور پیاوړی کوي چې پدې کار کې دځینوچارواکولاس او همغږۍ شتون درلود۰ دسلطنتی کورنۍ دغړوله لوري دنوي سیاسي بهیرڅخه خپلوموخوته د رسیدوپه خاطر ګټه اخیستنه به دمحمدآصف آهنګ دمرکې  پدې برخه پای ته ورسیږي چې وایي: «دپارلمان یوشمیرغړي په دې فکرکې شول چې  سهارله کوره ووزي ددارالامان ماڼۍ ته لاړشي اوله سردارولی نه هدایت واخلي اونورچې دسردارداود خان پلویان وو هغوی کارهرج او مرج ته یووړ، حتی په شوراکې دشاولي خان په لمسون یوشمیر وکیلان وټکول شول.» (دمحمدآصف آهنګ مرکه ، دویچه ویلې ، ۵- ۱- ۲۰۰۶ ) ددموکراسۍ په لسیزه کې اړینه بریښیده چې د دموکراسۍ دودې اویا هغې ته دستونزو اوخنډونو دجوړولو په هکله دحکومتونو، پارلمان، ګوندونو، رسنیواومشروطه غوښتونکو مثبت ،منفي اویا غیرفعال دریځ او رول په هکله هم بحث شوی وای خو دموضوع داوږدوالي له امله پدې برخه کې صرف نظروشو۰    
که چیرې دلیکنې دابرخه په څوکرښوکې راونغاړو اوددې برخې سرلیک ته دځوا ب دلټولو په هڅه کې شوددې قلم دخاوندله آنده د دموکراسۍ لسیزه نه تاجداره دموکراسی وه نه تقلبي بلکې یوه نیمګړې او له عیبونو ډکه دموکراسي وه خوپه ټولنه اوپه تیره ښارونوکې یې ذهنیت جوړونکی ، روښانونکی اوراویښونکی رول ولوباوه ۰ داچې دموکراسۍ سالمه وده اوپرمختګ ونکړ او له ناکامۍ سره مخ شوه دسیدشمس الدین مجروح ددې خبرې سره همغږي منطقي بریښي چې ویلي یې و: « دسیاسي ګوندونوپرته دموکراسي هغه ګاډی دۍ چې تیل نلري۰ » دپاچا له لوری دسیاسي ګوندونودقانون نه توشیح اودګوندونوپرته دپارلماني سیستم شتون په واقعیت کې هغه ناکامه هڅه وه چې دتیلوپرته ګاډۍ په خوځښت راولي چې هغه په خوځښت رانغی۰ دپورتنیو ټولوڅرګندونو اونیوکوسره سره هغه مهال ددموکراسۍ څخه ملاتړاودهغې سالمه وده دټولووطنپالواوسیاسي ډلوملي رسالت و۰ دهغې په وړاندې دریدنه ، هغې ته دستونزو اوخنډونو را جوړونه اوپرهغې بریدپه هیڅ دلیل دمنلووړنه دۍ۰
نوربیا۰۰۰  


islamdilchasproghtiakhabariamakalaikor
taglara
kitabtonshirona
ariki
Copyright©: Reshtia 2012