Reshtia


 

د دسمبر ۲۵، ۲۰۱۵ کال  

عزیزالله حقپال

د افغانستان د تاریخ یوه تورورځ

          له نن څخه 37 کاله پخوا  په افغانستان کی یو نظامی پاڅون په نتجه کی دافغانستان د دموکراتیک جمهوریت منځ ته راغلی نوی دولت په همهاغه اولو ورځو کی په هیوادکی د خواریکشو او بی وزلو هیوادوالو په ګټه  یو لړ  ګټور قدمونه واخستل : رموږ غریب دهقانان د سود  وسلم او ګروی له قرضونو څخه خلاص شول د شځو د حقوقو د اعادی لپاره ۷ لمبر فرمان صادرشو چی نوری نو شځی په بدی کی نه ورکولی کیږی دنجونو د کوږدی او واده لپاره 16 کال عمر پوره کول  حتمی وبلل شو د شځو خوشه د کوږدی  دصحت حتمی برحه وه مهر لس شرعی درهمه وټاکل شو . دځمکو اصلاحات د دهقانانو په ګډون تر سره شول په لسهاو بی ځمکی دهقانان د ځمکو خاوندان شول. د معارف عمومی کیدل د کورنو په جوړولو کی قدمونه واخستل شول عمومی سر شمیرنه ترسره شو.هیواد دترقی په لور اوچت ګامونه اخستل خو شوروی اتحاد په خپل جنوب کی داسی یو ریس جمهور چی خپله خلاقیت او ابتکار باندی استوار قدمونه اخلی او خپلی ملی ګټی تر انتر ناسیونالستی ګټو مقدمی بولی  هغه زړور دی جسارت او پوه لری او افغانستان تنها د افغانستان لپاره جوړول غواړی  و  نشو زغملای او له بلیخوا د افغانستان د سفارتونو غل  ببرک کارمل چی لا پخوا له وطنه تشتیدلی وه  تیار  پلاس کی  او اختیار کی وه  او په لکۍ یی  ټپ وهل.   
د نن څخه  (  36)  کاله  پخوا د 1979 کال د دیسمبر په 27 چی د 1358 کال د جدی د شپژمی  نیټی سره سمون لری ، زموږ شمالی ګاونډی هیواد سرو لشکرو د ټولو بین المللی قوانینو خلاف د همسایه ګی او همزیستی صلح امیز پرنسیپونو تر پشو لاندیکولو سره ، د دوستی د شعارونو خلاف . د خپل ګاونډی   هیواد د ځمکنی بشپړتیا او ملی حاکمیت  او سیاسی استقلال ته په سپکه کتلو سره زموږ په هوایی او ځمکنی حریم باندی تیری وکړ زموږ ملی حاکمیت  او سیاسی خپلواکی  یی له منځه یوړه. زموږ د خلکو د موکراتیک ګوند عمومی منشی او د دولت ریس جمهور حفظ الله (امین) یی د کورنی د غړیو سر ه  په ظالمانه ټوګه په شهادت ورسول د ملی خپلواک حکومت اوګوند رهبری یی زندان ته تیلوهله او د یو ګوډاګی دولت اساس یی کیشود . ملی ګټو ته خاین کارمل یی د دولت د ریسجمهور په توګه اعلان او په هیوادوالو وتپل .چی په نتجه کی نتنها زموږ  ملی دولت او حکومت له منځه لاړ او یو د پردیو پال  ګوډاګی مزدور حکومت په راتګ سره زموږ د انقلاب هدفونه تر پشو لاندی شول او زموږ د انقلابی دولت لاسته راوړنی په اوبو لاهو شوی ، د جدی له شپژمی ورسته زموږ د خلکو هغه باور او اعتـقاد  چی د ثور په  انقـلاب  باندی د رلودل متضرر شو او خلکوته دا روحیه ورکړه شوه     چی دا نظام د روسی پلوی او بیګانه پروری له مخی ملی نظام  ندی  زموږ د هیوادوالو ګټی نشی تمثیلولی بلکه د خارجیانو د ګټو تامینونکی دی  .زموږ هیوادوالو د روسی عسکرو او شوروی د تجاوز په مقابل کی سخت غبرګون وشول  د نمونی په توګه   د1358 کال د حوت په دریمه د کابل  خلکو  ټول شار د اعتراض په توګه وتړل   او د روسی د تجاوز ضد مظاهری  وکړلی چی د روسانو د وسلوال مقاومت په نتجه کی زموږ یو شمیر هیوادوال شهیدان او زیات شمیر یی د خاد په زندانونو کی زندانی شول . د همدی منحوسی ورځی ورسته د ازادی خواهی مبارزینو د ځپلو په خاطر زموږ نه تنها  د هیواد کلی او شارونه د روسی سرو عسکرو د بمبارد په نتجه کی ویران شول
. بلکه له  یو میلیون  څخه دیر افغانان ووژل شو ، تر 6میلیونو زیات یی اجباری مهاجرت ته اړ ایستل کیږی . دا شپز میلیونه انسانان د ارتجاعی او بنیادګرو ډلو تر ولکی او اثر لاندی د بنیادګرایی د تقویت سبب شول او تر نن ورځی زموږ هیواد د بنیادګرایی په اور سوځی . د جدی شپژمی ورسته زموږ د هیواد اجتماعی  بنسټونه مات شول او اقتصادی بنسټونه مو ویران او له منځه لاړل چی بیا تر نن پوری زموږ هیواد په خپل اقتصاد متکی نشو . شپږم د جدی زموږ د ځوانانو د تحصیل مخه ډب او ټول اطراف کی مکتبونه د نظامی پوستی او د مجاهدینو د حملو اساسی مرکز باندی بدل شول ځوانان له تحصیله محروم شول  او دادی تر نن بیا موږ ونسو کولای هغه ټول مکتبونه فعال کړلی شو ڼو ځکه وایو چی شپږم د جدی  زموږ د تاریخ توره ورځ ده
، د روسی عسکرو  دوتلو ورستنی ورځ چی د سلواغی دمیاشتی 26 نیټی سره سمون لری  د وخت چمهور ریس نجبالله لخوا د هیواد د ملی نجات ورځ ونوموله .
ولی زموږ د هیوادوالو ازادی غوشتنی پلاره کی سترو قربانیو هم ونشو کولی چی دا هیواد یو ځل بیا ثبات پیدا کړی. .
 د جدی شپزمه توره ورځ  چی په هیواد کی دموکراتیکو قوتونو د ځپلو او له منځه وړلو لباره عمده عامل وګرزیده .دموکراتیک قوتونه بدنام کړل او ارتجاعی او بنیاد ګر قوتونو ته د رشد زمینه جوړولو دلیل شوه . هر هغه عمل چی د بنیادګرایی د تقویی سبب کیږی  ارتجاعی او تور عمل دی ځکه هم دا منحوسه ورځ توره ده .
ددی ټولو غم لړیو پایلو سره سره دا ورځ دومره توره نده معرفی شوی د جدی شپږمه د خلکیانو د وهلو او له قدرته شړلو ورځ ده مګر سوال دادی چی ولی په خلکیانو تاوان ده ؟ پداسی حال کی چی خلکیان  د دی تجاوز قربانیان دی  ولی یی خلک له خلکیانو  سره تړي او د روسانو دراتلو مسوولین هم خلکیان یادیږو .روسان د خپل سوسیال امپریالستی  سیاست له مخی زموږ په هیواد نظامی تیري وکړ او پدی تیری کی  د ریکاب ملګری نور دی ، کارمل او ډله یی د روسانو په تانکو سپاره راغلی . ګوډاګی حکومت یی جوړ کړملی او وطن دوسته خلکیان یی ووژل او یاهم زندان ته تیل وهل  زندانونه یی له وطندوسته خلکو ډک کړی ملی مجاهدین او دازادی دلاری قهرمانان یی وژلی د ملی روغی دسیاست دعملی کولو په ضد یی کودتا کړی دملل متحد د صلحی پروګرام یی ناکام کړی ؟ دا ټول هغه تريخ حقیقت دی چی زموږ د ټولنی عامه ذهنیت یی تسخیر کړی . مګر بیاهم کارمل او ډله یی د خیر په غونډی ناست او د وطن دوستی ناری هم وهی  دا ځکه چی  د منفی تبلغاتو تیره څوکه د خلکیانو او  په ضد او د امین د بدنامی لپاره کارول کیږی . زموږ تبلغات د کارمل د بدنامی څهری په معرفی کولو او دوخت د ابرقدرت د تجاوزی سیاست درسوا کولو په لاره کی کمزوری دی .موږ تل  دفاعی تبلیغ کوو هغه هم نیمګړی نه په یو سیستماتیک او دوامداره توګه . په اوسنیو انترنیټی  امکاناتو او د اجتماعی ازادو شبکو په موجودیت کی زموږ تبلغ ضعیف او دفاعی دی . موږ تنها د ځان سره په خپلو منځو کی شه مبلغین یو خو د ټولنی لپاره نه یو عیار شوی.  
پکار ده چی هیوادوالو او بالخاصه ځوان نسل ته دا په ګوته شی چی  شپږم د جدی د  شوروی اتحاد  سری لشکری  د کارمل د ډلی او د کا ګی بی د  تربیه شویو هغه تعداد  غړیو سره    چی مخکی لا له وطنه تشتیتدلی وه  یو ځای زموږ ملی حکومت د بی شرمانه تجاوز په نتجه کی له منځه وړی او ټولو تر غوږونو ور ورسول شی چی  شـپږم د جدی  اصلی   قربانیان  همدا   خلکیان( اصلی رهبری او وطن دوسته حزبی کادرونه )دی  د روسانو د تجاوز  لومړنی  شهیدان  او زندانیان  د خلکیانو  کادرونه او خپله مشریی  حفیظالله امین دی  .د  سرو لشکرو  په بیرته شړلو کی د وطن د ازادی خوشونکو سره ډیر خاکیان هم همغږی درلوده ، او 26 د  سلواغی د روسانو د وتلو ورځ دملی نجات ورځ بولی .

پای


islamdilchasproghtiakhabariamakalaikor
taglara
kitabtonshirona
ariki
Copyright©: Reshtia 2012