Reshtia


 

د اکتوبر ۲۹، ۲۰۱۶ کال
  a.s.sarsam
   
عبدالسميع سرسام

جنرال طاقت بی طاقته شو

جنرال طاقت یو له هغود ک ګ ب په لاس دروزل شوواجنتانو له جملی څخه دی چه ددهپه شان وطن پلورونکو او دده دبادارارانو له بغض او کینی نه ‌‌‌‌‌‌ډکی کړنی ،دثو ر انقلاب دناکامی سبب شوی .
دشمشاد تلویزیون سره په ګردی میز کی یی دخلقی انقلاب په ضدپه ر‌‌‌‌‌‌ډو ر‌‌‌‌‌‌ډو سترګو دومره شاخ داره دروغ باد کړه چه دګوزی ښکرونه ورته حیران پاتی شوه اوله خولی بالکل کوترو په الوتلو شروع وکړه.پرته له تاریخی او علمی شواهدو یی دومره اپلتی اودرو غ باد کړه چه زه ورته ګوته په غاښ شوم ،سم دم می تور مخی مداری کارمل مخی ته ودرید چه له کالو سره به یو ځای په سترګو ننوته .زه ځان مجبور ګڼم چه ددی بی منطقه او بی طاقطه جنرال هر بی خلطی فیرته په لن‌‌‌‌‌‌ډ ډول یو په یو ځواب ولیکم .
اول {{{{{
جنرال بی طاقته په ګردی میز کی اول دخپل ځان صفت شروع کړ:کله چه دفیض محمد پرچمی له خوا دننګرهارولایت دبټی کوټ علاقه دار وه .
زما له خوا ځواب :
که حافظه دی نه وی ضعیفه شوی زه به یو څه در یاد کړم .
کله چه دداوود خان کودتا په مرموز ‌‌‌‌‌‌ډول سرته ورسیده،ستاسو رهبری دتور مخی کارمل په دستور اعلان وکړ،چه مونږ خپل هدف ته ورسیدلو اوزمونږ مبارزه نوره ختمه ده .هماغه وه چه ستا په شمول ټول پرچمیان والیان ،ریسان ،وزیران،ولسوالان او داسی نور ونصبونو ته ورسیدل .
دا دی هم ونه ویل چه ولی داوود خان له تاسوروسی ګو‌‌‌‌‌‌ډا ګیانو نه مخ وګرځاوه؟ دا ځکه چه ستاسو ټول ان‌‌‌‌‌‌ډیوالان په رشوت،اختناق ،او ددولتی اموالو دغصب. په مرض اخته شول .
او ته هم دهمغو له جملی نه یو وی.نو ځکه داوود بندی کړی .
دوهم {{{{{{{
تاپه ګردی میز کی یو غټه کوتره له خولی والوزوله چه سلیم عقل یی هیڅکله هم نه منی.داچه ګواکی شهید امین دګوند له پریکړی نه غیردانقلاب امر صادر کړ .
دا خو تاته هم معلومه ده چه ستا تورمخي رهبر په دوو غون‌‌‌‌‌‌ډوکی برخه اخیستله چه یوه یی دپرچمیانو په منځکی او بله یی په ظاهری شکل دخلقیانو سره .
نو کله چه نظامی وحدت شوی نه وه،معلومه خبر وه چه نظامی برخی رازونه باید دجاسو او دوه مخو اوتور مخو پرچمیانو نه پټ ساتل شوی وای .
دسیاسی بیرو د غړی غلام دستګیر پنجشیری یعنی هغه څو ک چه ستاسو په نصبولو کی یی دپنځم ستون دنده سرته ورسوله او تاسو یی دروسانو په ټانک سپاره راوستلی او خلکو په اوږو یی بارکړی .
په خپلو اخری مصاحبو کی په واضح ‌‌‌‌‌‌ډول ویلی چه مخکی له پاڅون نه ګوند داتصمیم ونیوه چه که چیری ګوند دداود دحکومت له خوا تر حملی لاندی راځی نو باید ګوند له ځان نه دفاع وکړی.زه نه پوهیږم چه ستا دا خادستی پرو پاګندی چه له پرچمی کارملیزم نه سرچینه اخلی له کومی خیټی را وتلی چه هیڅ منطقی او تاریخی بنسټ نه لری .
راغلو دانقلاب دورځی په هکله :
{}{}{}{}{}{}{}{}{}
ایا ته پوهیږی چه دګارد دمخی ټانکونه او محاربوی ماشینونه ستاد ګران دو اتشه کارملی پرچمی او خادست ملګری عزیز حساس په امر په ار پی ګا اوه ویشتل شوی وه.داوو پر تاسواعتماد؟
راغلو دداوود خان دمرګ په هکله :
کله چه ما دخلکو په کور کی دنده درلوده دتشریفاتو دټولی یو دلګی مشر وه چه دهرات وه په واضح ‌‌‌‌‌‌ډول یی څرګنده کړه داود خان دیو مرموز ګروپ له خو اچه ګل اقا کارملی پرچمی هم ورسره وه دټولی کورنی سره له منځه یووړ.زه هغه ګل اقادر یادوم چه له شپږم دجدی نه دوهورځی مخکی یی دشوروی دعلم او فرهنګ له کوره کلاشنکوفونه لاسته راوړل او دکار مل بان‌‌‌‌‌‌ډته یی توزیع کړه.تر څو دخلقی حکومت په ضد او دسرو لښکرو په نفع ګټه تری پورته کړی .
دداوود خان دکابینی دوژلوپه هکله
}{}{}{}{}{}{}{}{}{}{}{}{
کله چه دکارمل د‌‌‌‌‌‌ډیرټینګار په اساس بان‌‌‌‌‌‌ډست نور احمد نور اودمرحوم میر اکبر خیبر قاتل دکورنیو چارو وزیرشو لمړنی کار یی چه وکړ دداود خان دکابینی غړی یی دموسی شفیق په شمول دپلچرخی پولیګون ته یوړه او ټول یی چارماری کړه .
جنرال پاچامیر ددی ټول جریان عینی شاهد وه او دهغه مصاحبی په یو ټیوب کی کتلای شی .
نو ته په کوم سند ددی ټولو جنایتونو پړه په خلقیانو اچوی؟
دثور دانقلاب په ضد لمړی دسیسه :
{}{}{}{}{}{}{}{}{}
کله چه دثورانقلاب بریالتو ب ته ورسید او خلقی حاکمیت په ټول هیواد کی پر وضعی حاکم شو دری ورځی له انقلاب نه نه وی تیری شوی چه دبهرنیو چارو وزارت دتلیکس مدیریت ته له شوروی اتحاد نه تلګرام دتور مخی کارمل په نامه مخابره شوی وه،چه دمرحوم تره کی صاحب دسختی غوسی سبب ګر ځیدلی وه ..
مرحوم تره کی دتلګرام په ځواب کی هدایت ورکړ.چه دګوند عمومی منشی او دانقلابی شورا ریس نور محمد تره کی دی باید دهغه په نامه تلګرام مخابره کړی .
شوروی طرف بیرته په ځواب کی تلګرام را ولیږه او متن یی پدی ‌‌‌‌‌‌ډول وه :
تر هغو چه دببرک کارمل موقف معلوم نشی شوروی دولت ستاسو حکومت په رسمیت نه پیژنی .
تلګرام په لاندی متن بیرته ولیږل شو .
ببرک کارمل په ګوند کی دعمومی منشی مرستیال او دصدراعظم دمعاون مقام لری .
نو هماغه وه چه خلقی حکومت دسویتستانو له خواپه رسمیت وپیژندل شو .
وروسته له هغی کارمل په تور مخ او ‌‌‌‌‌‌ډیره طمطراقی خپل ټول ګروپ په داخله وزارت کی چه میزبان یی نور احمد نور هماغه قاتل اوپیژندل شوی تروریست پرچمی وه را غواړی او دهغه حاکمیت په مقابل کی چه دوی پخپله یی هم غړۍ وه دکودتا پلان جوړوی.چه دا کودتاپه تاریخ کی دقادر دکودتا په نامه یادیږی .
دقادر او کشتمند چه دواړه د ک ګ ب معلوم الحاله غړی وه او دوی پخپلو اعترافاتو کی په واضح ‌‌‌‌‌‌ډول دکارمل له دسیسونه دهغه حاکمیت په مقابل کی چه دی پخپله يي هم غړی وه یعنی په دی معنی له هغی کاسی نه یی چه ‌‌‌‌‌‌ډو ‌‌‌‌‌‌ډي خوړله متیازی یی هم پکی وکړی پرده پوورته کړه .دملی حاکمیت په ضد عمل پخپله ملی خیانت دی په حقیقت کی کارملی پرچمیان له شروع نه تر اخره ټول په ملی خیانت تورن دی .
او تارخ دوی هیڅکله هم نه بخښی .
سل افرین په خلقیانو چه کارملی وطنپلورونکی یی وبخښل .
بله خبره داچه:تا ادعاوکړه چه خلقیانو څلورنیم زره پرچمیان وژلی؟
{}{}{}{}{}{}{}{}{}{}{}
لږ شاته دشپږ پنځوسم کال وحدت ته ځو :
کله چه دوحدت په هکله غون‌‌‌‌‌‌ډی کیدلی په هغه وخت کی دخلقیانو داصلی غړو تعداد اتلس زره تنه او دپر چمیانو تعداد شپږ زره تنه تثبیت شو،ظالمه که دروغ هم وایی خوپه شرع یی روغ ووایه .
ته ماته یو پرچمی کادر وښیه او نوم یی واخله چه مخکی دشپږم له جدی نه دی له منځه تللی وی.زه ستا ځواب ته سخت منتظر یم .
بل داچه ستانوم هم په دوولس زرو کی وه مګرته ژوندی یی؛ نو چه ته ژوندی یی نو ټول لست جعلی دی.ځکه ستاپه شان نور هم ‌‌‌‌‌‌‌ډیر ژوندی پیداشوی سره له دی چه نوم یی په لست کی وه.او دادی هم ونه ویل چه دخلقیانو دبدنامولو لپاره مو په یوه شپه دپلچرخی له زندان نه دوه زره کسه وایستل چه سرنوشت یی تر ننه پوری معلوم ندی.که هر څومره کوښښوکړی چه خپل جنایات پټ کړی ،دا امکان نه لری چه تاریخ جعلی ولیکل شی .
بل دی وویل چه ګواکی شهید امین د سی ای یی جاسوس وه؟
{}{}{}{}{}{}{}{}{}{}{}{}
باید ووایم چه ستا هغه اصلی بادار یعنی اندر وپوف،اوسادچی او داسی نورو ‌‌‌‌‌‌ډیری هلی ذلی وکړی چه داسی یو سند پیدا کړی چه دشهید امین په جاسوس توب دلالت وکړی،که داسی کوم سند موجود وای نو ستادتورمخی رهبر غوغا به ټولی نړی نیولی وای،او سویتسم به هم دځان لپاره داوړو یوه پوزه پیدا کړی وای .
مګر ستا تور مخی شرابی او معتادرهبر په سل مذهبه یو پلورل شوی اجنت وه چه اجنتی نوم یی هم مارید وه.او داسی استخبارتی سازمان نوه چه کارمل مداری به پکی غړیتوب نه درلوده .
بل دی ویلی وه چه روسان شهید امین دعوت کړی؟
{}{}{}{}{}{}{}{}{}{}{}{}{}{}
دابه کوم منطق ومنی چه شهید حفیظ الله امین دی شورویان دخپل حکومت دله منځه وړلو اوپه هغوی باندی دځان دوژلو په خاطر دعوت کړی؟
ددی موضوع حقیقت په لاندی ‌‌‌‌‌‌ډول دی :
روسانو دولسمشر امین سره وعده وکړه چه نوی محاربوی تخنیک به افغانستان ته ورکوی او هغه زرهدار وسایل چه غیر فعال دی دهغو لپاره به دترمیم یوه مفرزه او دروسی تخنیکرانو دامنیت لپاره به یو محافظ کندک رالیږی.،ټول هغه نوی زرهدار وسایل به دهوا له لاری افغانستان ته انتقالیږی اوافغانی پرسونل به دروسانو له خوا تر روزنی لاندی ونیول شی.دوی تردی نامه لاندی افغانستان ته راغلی وه .
داچه دپردی ترشا روسانو تجاوز کړۍ وه،او شهید امین یی دشاله خوا په خنجر وواهه دابل بحث دی چه دلته یی ګنجایش نه وینم .
طاقت صاحب: په افغانانو چه هره غمیزه راغلی په شکل دشکلونوپکی کارملی پر چمیان ښکیل وه .
دمثال په ‌‌‌‌‌‌ډول :
دثور دانقلاب په ضد په کورنیو چارو وزارت کی غون‌‌‌‌‌‌ډه او دقادر دکودتا پلانول .
له هاوانا نه مرحوم تره کی وړل کرملین ته دټولو دپلوماتیکونور مونو خلاف او دتور مخی کارمل سره یی په یوه میز کینول بی له دی چه دخلقی ګوند دسته جمعی رهبری تری خبره شی .
دتور مخی کارمل لیږدول بګرام ته ،تر څو دزینت ګروپ مرحوم تره کی او مرحوم امین په یوه وخت له منځه یوسی او دقدرت دخلا تر نامه لاندی کارمل په ګوند وتپی داچه مرحوم امین له پیښی ژوندی راووت ،جلا موضوع ده،اوبیاستا تور مخی رهبر دشینګړی ناوی په شان مسکوته انتقال شو.دری زلی مو بادارانو مرحوم امین ته زهرورکړه.چه نور یی پری زور ونه رسیده نو دیوسل او شل زره سرو لښکرو په مټ یی په افغانستان حمله وکړه او قانونی جمهورریس یی چه حکومت یی دیوسل او څلورو ملکونو له خوا په رسمیت پیژندل شوی وه دټولو بین المللی اصولو پرخلاف په شهادت ورساوه.او پرچمی کارملی بان‌‌‌‌‌‌‌ډ یی دافغانستان دخلکو په او ږو بار کړ .
چه دخلکو دزیات نفرت وړ وګرزیدل .
دګوند پنځم ستون چه خلقیان ورته څلور یاران او څلور دخلقی ارمانونو پلورونکی وایی،تاسو باید له هغوی نه ‌‌‌‌‌‌ډیر شکر کذاره اوسی چه له هغوی سره یو ځای په ټانک سپاره قدرت ته ورسیدلی .
دمرحوم کریم زرغون دی روح ارام وی .هغه هم دمزدور یار له خوا چه دچار یار او دکارمل دبان‌‌‌‌‌‌ډان‌‌‌‌‌‌ډیوال وه په شهادت ورسید .
نو پړه په مرحوم امین ولی اچوی؟
دشورای نظار تپل ،دمثلث سه ګانه رهبری کول په حیرتانو کی له یوه مجلل کانتینر نه چه قومانده یی هم پخپله دتور مخی کارمل په لاس کی وه .
باید زیاته کړم چه دملل متحد احصایی له مخی دخلقیانو په شل میاشتنی دوره کی دټولومهاجرینو شمیردوه زره او څلورو سوو ته رسیده،مګردشورویانو له یرغل او دکارملی پرچمیانو له قدرت ته رسیدلو نه وروسته دمهاجرینو تعداد اوه ملیونو ته ورسید چه دا‌‌‌‌‌‌ټول له کارملی حکومت نه دخلکو دنفرت څر ګندحقیقت دی.نو داپړه په ‌‌‌‌‌‌ډیره مداری ګری دخپل رهبر په شان ولی په خلقیانو اچوی؟
خلقی حکومت دافغانستان په اته نوی فیصده اراضی مطلق حاکمیت درلوده،
راځو اوس دکارملی پرچمیانو حکومت ته سره له هغی چه ددیو سل او پنځوس زره مکانیزه قواو حمایت هم ور سره وه.دبیلګی په ‌‌‌‌‌‌ډول دننګرهار ولایت چه ته ښه پکی بلد هم یپه همغه زمانی مقطع کی په نظر کی نیسو :
په یوولسم دجدی دخوګیاڼو ولسوالی ،سقوط وکړ،په دولسم دشیرزادو علاقداری،په دیرلسم پچیر او اګام،په څوارلسم دحصارک ولسوالی تر اخر دجدی ،ګوشته،کامه خاص کنړ ،سرخرود او داسی نوری ولسوالی ټولی ددولت له حاکمیت نه خارجی شوی.همداسی ،په همدی مقیاس یی که په ټول افغانستان کی په نظر کی ونیسو دشپږم له جدی نه تر اخر دجدی پوری حکومت پنځه اتیا فیصده اراضی له لاسه ورکړه.علتی یی؟وطن اشغال شو او کارملی وطنپلورونکی قدرت ته ورسیدل.او وطن باید دوطنپلورونکو له منګلو خلاص کړو.دا وه دخلکوشعار .
ته پدی پو هیږی چه ستا دبادار ګو‌‌‌‌‌‌ډاګی حکومت څومره له خلکونه فاصله درلوده او یوه دبی اعتمادی فضا یی ایجاد کړی وه .
ته پدی پو هیږی چه پاکستان هغه انقلاب وارخطاکړی وه چه په پښتونستان کی دپیلیدو په حال کی وه .او الهام یی دثور له انقلاب نه اخیستی وه.دخلکو دتقاضاو په اساس دخلقی حکومت له خوا دافغاتیور له خو هره ورځ په لسهاوو بوجی کتابونه پیښور او کوټی ته انتقالیده.او دخلکو دسیاسی پوهی په لوړوالی کی یی ستر رول ولباوه نو ځکه پاکستان مجبور شوچه له افغانستان سره سولی ته غاړه کیږدی.افسوس چه دکارملی پرچمیانو هیله ګریودا هرڅه دخاورو سره خاوری کړه.ستاسو منفوری څیری شاه محمد دوست له هر څه نه هره ورځ ستا باداران په کرملن کی خبرول.او دحکومت پټ رازونه یی هغوی ته افشاکول .
په اولو کی روسان سخت خوشحاله وه.ویل به یی دوه ګټی مو وکړی او لو موخپل ګو‌‌‌‌‌‌ډاګیان دقدرت په ګدی کینول او دوهم مو ځان ګرمو اوبو ته ورنږدی کړی،تر څو  
دتزار خوب په حقیقت بدل کړو
او دملګرو ملتونودپنځه فقره یی پلان ناکامول .
طاقت صاحب :
ستا دا ببو لالی چه دری لسیزی مخکی ستا خاکی شاه مداری رهبر دخلکو ماغزه پری خوړلی نور ځای نه نیسی او دافغانستان خلک دومره هوښیار شوی چه دحقیقت او دروغوترمنځ توپیر په اسانی سره کولای شی.او ستا دامقالی نوری له موده لویدلی او له خپلی خیټی ددرغو په بنسټ ولاړی سناریو ګانی هم مه جوړوه .
هغه وختونه ولاړل چه ستا تورمخی رهبر به په چل ،فریب او مداریتوب خلک غولول،او س وخت ددی را رسیدلی چه په خپلو غلطیو اعتراف وکړی ،سره له هغی هم بین المللی محکمه ستاسو راتلو ته سترګی په لاره ده .او تاسو به هرو مرودخپلو ګناهګانو سزا وینی .

islamdilchasproghtiakhabariamakalaikor
taglara
kitabtonshirona
ariki
Copyright©: Reshtia 2012