Reshtia


 

د اکتوبر ۲۹، ۲۰۱۶ کال
  assarsam
   
عبدالسميع سرسام

دثور دانقلاب په هکله

ګرانووطنوالو او دوستانو : باید ووایم چه زه لیکوال نه یم،که چیرۍ په لیکنه کې را څخه کومه املایی اویا انشایی سهوه شوۍ وی او یا جملۍ یو دبل سره سر نه خوری نو زما معذرت ومنۍ .
ګرانو دوستانو :
دثور دانقلاب په هکله به تاسو ‌‌‌‌‌‌ډیر مستند فلمونه لیدی وی او لیکنی به مو هم لوستی وی،مګر زه یی په هغه اړخ څه لیکم چه یوازی زمونږ دکورنی غړی تری خبردی .
زمونږ کوردخیرخانۍ مینۍ په پروژه جدید کی وه.دایوه نوی اباده شوۍ پروژه وه،اوپلار مۍ مرحوم عبدالاحد سرسام په ‌‌‌‌‌‌ډیرو کړاوونو او ‌‌‌‌‌‌دډیریغریبۍ په زغملو سره اباد کړۍ وه.باید ووایم،دی کورپه داسی یوه ساحه کی موقعیت درلوده چه هوایی ‌‌‌‌‌‌ډګراو دکابل ښار ټ‌وله مر کزی ساحه له ورایه تری ښکاریده،او تقریبأ په اسانۍ دکابل ښار ترۍ کنټرولیدای شو.د1357کال دثور دمیاشتی اوومه نیټه وه،تقریبأ دلسواو لسنیمو بجو شاوخوا به وه چه زمونږ په کوڅه کی دموټر اواز شو،ځکه چه په ساعتونو به هلته موټر نه تیریدل،موټر یودم زمونږ دکور مخی ته بریک کړ،او په ‌‌‌‌‌‌ډیره عجله څوک زمونږ دکورخواته په ځغاسته راځی چه دپښو حر کت یی په اسانۍ دانګړ په منځ کی محسوس کیده اوواردواره یی دروازه ټک ټک کړه،مور می زما خورکۍ ته غږ کړ چه وګوره دروازه کی څوک دۍ؟
خورمۍ دروازی ته ورمن‌‌‌‌‌‌ډه کړه څرنګه چه دروازه خلاصه شوه،سمدستی په ونه یو جګ سړۍ بی له دۍ چه پوښتنه وکړی انګړ ته ننوت او راءسأ هغی خونی ته ولاړ چه زما پلار او ده به په اونۍ کۍ یوځل یوبل سره لیده کاته کول.‌‌‌‌‌‌ډیروارخطاښکاریده ځمکی ورته ځای نه ورکاوه او په خونه کی یی په قدم وهلو شروع وکړه .زما خورکۍ یی څو واری ددروازۍ خولۍ ته واستوله چه وګوره په کوڅه کۍخو پولیسان ندی ولاړ؟دۍ به پخپله هم ددروازۍ خولی ته راته .یوعجیب حالت یی درلوده،ته به وایی چه یوه ‌‌‌‌‌‌ډیره لویه حادثه پیښیدونکۍ ده او نوموړی یی په بی صبرۍ انتظارباسۍ.زما مورورته چای تیار کړ او زما دخور کۍپه لاس یی ورولیږه .هغه بیا پوښتنه وکړه چه د‌‌‌‌‌‌ډزو اواز خونه اوریدل کیږی؟ خورمی په ځواب کۍ وویل چه نه؟ څودقیقۍ لانه وی تیری شوۍ چه له لیرۍ ددرنو ‌‌‌‌‌‌ډزو اواز واوریدل شو.سمدستی له خونۍ راووت او دښار مرکزی برخه او هوایی میدان یی ددیوال له کنجه تر کنترول لاندی ونیوه،که ګوری چه هره خوا لوخړۍ پورته کیږی او ددرنو ‌‌‌‌‌‌ډزو اواز هم له لیرۍ اوریدل کیږۍ .بی له ارادۍ یی یوه هیبتناکه چغه له خولۍ راوځی:{انقلاب شروع شو،انقلاب شروع شو}زما مور اوخور دواړه حیرانیږی او پوښتنه تری کوی چه دا څه خبر ده؟کوم انقلاب اودچا انقلاب؟هغه ورته په ځواب کی وایی چه:زمونږ انقلاب دخلقیانو انقلاب.هغه دوام ورکوی که چیری انقلاب ناکام شو ،زه دهزاره بغل په غره شمالی ته اوړم،سرسام صاحب به راپسۍ رالیږۍ،اوکه چیری کامیاب شو نو نوموړی ته منتظر پاته کیږم او دواړه یوځای دانقلابیونو مرکز ته ورځو.په کور کی دری سره وارخطا دی چه څه به وشی،او نوموړۍ هره لحظه ښار او هوایی ‌‌‌‌‌‌ډګر ته ګوری او هرځای یی کلک دسترګوتر کنترول لاندی نیولۍ،پدی وخت کی یوه څرخی الوتکه دهوایی ‌‌‌‌‌‌ډګر نه پورته کیږی ،ناببره یی چغه کړه چه هوایی قوتونه هم په انقلاب کی شامل شوه،ضرور قادرخان به وی .ډیر په تلوسه کی وه او نه پوهیده چه پایله به څه وی،یوڅه باندی یوساعت تیرشوچه دکابل په ښار الوتکۍ راښکاره شوۍ،ده بیا په هیجانی ‌‌‌‌‌‌ډول غږ کړ چه جنګی الوتکۍ هم په انقلاب کی داخلۍ شوۍ چه دچا په ګټه به وی؟کله چه یی ولیدل ،ارګ بمباردوی،نوزړه یی یوڅه ارام شو،پدۍ وخت کی مۍ ورور حکیم سرسام له ښوونځۍ نه کورته رارسیږۍ او په بی صبرۍيي له حکیم نه پوښتۍ چه ښار کۍ څه خبره وه .حکیم ورته وایی چه یوټانک می ولید چه له کارته پروان نه دباغ بالا خواته روان وه.یوساعت به نه وه تیر شوۍ چه پلار مۍ هم راورسید اودښار ټول جریان یی تشریح کړ چه دګارد شاوخوا ټانکونو نیولۍ او عوام خلک سر بازانو ته ‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډۍ او اوبه ورکوی.دواړوسمدستی تصمیم ونیوه چه انقلابی مرکز ته ولاړشی،په مشکل یی یوه تکسی پیدا اودواړو کور ترک کړ .
ګرانو دوستانو اووطنوالو :
ایا تا سو دازړور انقلابی وپيژانده چه څوک وه؟دازړور او با همته انقلابی چه دخپل رهبر او دثور دانقلاب قوماندان شهید حفیظ الله امین امریی هغو افسرانو ته چه دده مربوط وه ورسوی ،انجنیر ظریف وه .نوموړۍ وروسته له محترم فقیر محمد فقیر نه دوهم شخص وه،چه دثور په شپږمه د شهید حفیظ الله امین کورته،دنوموړی دمخکینی هدایت له مخی ځان رسوۍ . دپولیسو پهره دکور په مخ کی ولاړه وه ، کله چه داخل ته ننوځی ګوری چه ښاغلۍ فقیر محمد فقیر هم هلته موجود دۍ .
ګرانو دوستانو :
نوموړۍ دشهید حفیظ الله امین قومانده په دومره دقیق ‌‌‌‌‌‌ډول قطعاتو او خلقی افسرانو ته ورسوله چه یوه عادی وقفه هم دانقلاب په پروسه کۍ منځته رانغله.یواځی ګلابزوی خپله دنده دپلان سره سمهسرته ونه رسوله چه هغه تشه محترم صالح محمد پیروز‌‌‌‌‌‌ډکه کړه .
کله چه یی خپله لمړنۍ دنده یی په بریالتوب سره سرته ورسوله دوهمه دنده یی داوه چه ځان دانقلابی شورا دقوماندی محل ته چه په کارته چهار کی وه ورسوی، همغه وه چه زمادپلار عبدالاحد سرسام سره یو ځای په تلوار له کوره ووتل اوځا نونه یی نوموړۍ نقطی ته ورسول.په همغه ځای کی نور رهبری کادرونه لکه رازمحمد پکتین ،شهید صدیق عالمیار ، ماءمون صاحب او داسی نور ملګری سره راټول شوی وه،اواو ټول دخلقی افسرانودبریالتوب اخری نتایجو ته سترګی په لاره وه،کله چه دانقلاب دبریالتوب زیری راورسید.دټولو دخوشحالۍسبب وګرزید،ټول بندی رهبران دترکی صاحب او مین صاحب په شمول رادیو تلویزیون ته ورسول شوه.او هدایت داسۍ وه چه باقی رهبران چه بندیان نه دی باید خبر کړای شی چه رادیو ته ولاړ شی.اوداسی یو څوک باید دادنده سرته ورسوی چه دټولو رهبران سره پیژنی،دا دنده عبدالاحد سرسام ته وسپارل شوه.لمړۍ صالح محمد زیری ته ځان رسوی،کله چه وره ته نږدی کیږی پولیس اجازه نه ورکوی،په دی وخت کی زیری صاحب میرمن دروازی ته راوځی اوپرزه خط ورته ورکوی، چه انقلاب بریالی شو ځان رادیوته ورسوه،په دی وخت کی زیری پرزه لولی اوله کړکۍ نه سر راباسی،چه انقلاب دچادۍ؟ عبدالالحد سرسام ځواب ورکوی چه زمونږ اوستاسۍ دۍ.همدارنګه ښاغلۍ محمود سوما، شهید منصورهاشمی او نور رهبران چه دانقلاب له جریان نه خبر نه وه خبروی یعنی دانقلاب له جریان نه ،دانقلاب تر بریالتوب وروسته خبرشول .
زه ځکه په دی هکله تبصره کوم چه ځنی خلقیان په دی ګومان دی چه مخکۍ دثور له انقلاب نه ګویا شهید حفیظ الله امین دمحمود سوما ، منصور هاشمی ،صدیق عالمیار او ځنو نوروخلقی کادرونو په شمول نوی سازمان جوړکړۍوه .دی اشخاصو ته زما ځواب دادۍچه: که چیری حفیظ الله امین جلا سازمان درلودای له دی نه ښه موقع بله نه وه چه هرڅه یی دخپل سازمان په ګټه سرته رسولی وای او انقلاب يي په خپله ګټه اعلان کړای وای ،حال داچه دا هیڅ حقیقت نه لری،شهید حفیظ الله امین تل دحزب له موضع نه عمل کړی او هیڅکله نوموړۍ په انفرادی ‌‌‌‌‌‌ډول تصمیم نه دی نیولۍ.او تل دګوند اصولو ته وفادار وه .
ګرانو دوستانو :
دثور انقلاب او دهغه دجریاناتو په هکله زمونږ اوستاسو پوه او بااستعداده ،وطنوالصافی ارمان،مشرح اوله معنی ‌‌‌‌‌‌ډکۍ لیکنی کړی.چه دټولو دوستانو پاملرنه ورته را اړوم.‌‌‌‌‌‌ډیری ښی تاریخی لیکنۍ دی چه دثور دپرتمین انقلاب جریانات پکۍ ‌‌‌‌‌‌ډیرښه تمثیل شوی دی.مګر زه هغه جریان تاسو ته وایم چه دعبدالاحد سرسام دکورنۍټول غړۍ یی ژوندی شاهدان وه .
کله چه عبدلاحد سرسام خپله دنده دانقلاب په ورځ ،په پوره ایماندارۍ سرته ورسوله،نو انجنیر ظریف ترۍ غوښتنه وکړه،چه سبا وختی رادیو ته راځه چه تره کۍ صاحب او امین صاحب سره وګورۍ،پلار می انکار وکړ چه زه نه ورځم ګویا دوی به داسی فکر وکړی چه زه دکوم مقام یا موقف دلاسته راوړلو لپاره راغلۍیم ،مګر زما یو پیغام هغوی ته ورسوۍ چه دګوند دمرامنامۍ دحکم په اساس په اوسنیو شرایطوکی دملی متحدی جبهی جوړول سخت اړین دی او داکار باید عملی کړی .په دریمه ورځ انجنیر ظریف زمونږ کورته راغۍ او زما پلارته یی وویل :
ما ستا پیشنهاد رهبری ته ورسوه مګر دپرچمی ګروپ له خوا دسخت مخالفت سره مخامخ شو او هغوی داسی استدلال کاوه،چه دورونو ګوندونو په سیستم کی جبهه نه شته او له یوحزبئ سیستم نه پیروی کوی ،ترکی صاحب اوامین صاحب وویل چه په دی موضوع به فکروکړو.نوموړۍ په ځواب کی انجنیر صاحب ظریف ته وویل چه :زما یونظر وه نوره مو خوښه .
اصلی موضوع چه باید پری بحث وکړم او اکثریت خلقیان تری بی خبره دی هغه داوه: دثورد انقلاب څلورم مازدیګر وه چه انجنیر ظریف زما دپلار لیدو ته راغۍ، دواړو دانقلاب دجریاناتو په هکله خبری کولۍ او شهید انجنیر ظریف خپلۍ خبرۍ داسۍ شروع کوی :
سرسام صاحب ښه زیرۍ هم لرم او بد هم. ښه زیرۍ دادی چه انقلاب په ټول افغانستان کی حاکم شو ، او دوضعی کنترول دخلقی افسرانو په لاس کی دی او هرڅه په مثبت ‌‌‌‌‌‌ډول په مخ روان دی.او ‌‌‌‌‌‌ډیر بد او دتشویش وړ خبر دادۍ چه نن دبهرنیوچارو وزارت تلکس مدریت ته دتبریکۍ یوتلګرام راغلۍ وه ،چه دترکی صاحب اوامین صاحب دتشویش وړ وګرزید،اوپه لوستلو یی دواړه سخت مایوسه او ناامیده شوه.نوموړی خپلو خبروته داسی دوام ورکړ :
دثور دانقلاب دبریالتوب دمبارکۍ تلګرام دروسانو له خوادببرک کارمل په نامه په قصدی ‌‌‌‌‌‌ډول دبرژنف له خوا رالیږل شوۍ، او کارمل داسی فکر کوی چه دجهان په سطح رهبر زه یم او په ‌‌‌‌‌‌ډیر غرور وایی چه ترکۍ او امین ګویا نه ملی او نه بین المللی پشتیوانه لرۍ .
همغه وه چه تلګرام بیرته دترکی صاحب په امرمسترد شو اوپه متن کی یی ولیکل شوه چه:{دافغانستان ددموکراتیک ګوند عمومی منشی ،او دانقلابی شورا رءس او صدراعظم ملګرۍ نور محمد تره کۍ دۍ ،تلګرام باید دنوموړۍ په نامه راولیږۍ .}
هغوی یعنی روسی خواتلکس بیرته په لاندی متن راولیږه {تر څو چه دببرک کارمل موقف معلوم نه کړۍ،شوروی دولت تاسو په رسمیت نه پیژنی.} افغانستان طرف بیرته تلګرام په لاندی متن بیرته واستاوه :
{ببرک کارمل په ګوند او دولت کی دوهم مقام یعنی دانقلابی شورا معاون او دګوند دعمومی منشیدمرستیال مقامونه لری .}
همغه وه چه وروسته له هغۍروسانو خلقی دولت په رسمیت وپیژانده
داوه له مطلب او فریب نه ‌‌‌‌‌‌ډکه دوستی چه دوی له خلقیانو سره کوله .دی ته باید دمخامخ دښمنۍ نوم ورکړشی.روسانو ته هغه څوک دقدر وړ وه چه ددوی مطلب اوهدف تری ترلاسه کیده او کله چه به یی ولیدل ،دروسانو ګټۍ دهغوی په وجود کی میسرۍ نه دی په همغه ورځ یی ورسره بایکاټ کاوه اویایی له منځه وړه .
نو سره ددومره دوه مخی سیاست بیا هم زمونږ رهبرانو نوموړو ته ددوستۍ لاس اوږداوه او شوروی سویتستانو لاس تری په بیخ کی غوڅ کړ.دا اوس هم ځنی ځنی دروسیی ددوستۍ خوبونه او خیالونه په سر کی ګرځوی.تاریخ ثابته کړۍ چه روسان هیڅکله دافغانستان دوستان نه وه ،نه دی او نه به وی .
په درنښت

islamdilchasproghtiakhabariamakalaikor
taglara
kitabtonshirona
ariki
Copyright©: Reshtia 2012