Reshtia


 

د جنورې ۸، ۲۰۱۶ کال  
NW
 
 

دتولیدي  دایرې  بـنسـټونـه   او  د

 

توليد د تنظيمولو ميتودونه

    ډاکتر محمد نواب ويساند

لیکوال   :  پ  . ولادیمیر  ګروڅینوف  ــ  د  اقتصادي  علومو ډاکتر  ، پروفیسور  .

د ژباړن یو څو مخکنۍ یادونې  :  د ملي  اقتصاد اړوند په هر یوه څانګه کې  موخو ته د رسېدو  لپاره  له ځانګړو اړینو  میتودونو او پرنسیپونو څخه د کار اخستل په  لارو چارو ټینګار شوی دی   .  که مونږ  په  تېرو  څو لسیزو کې یواځې  د  تولیدي  اقتصاد مربوط  بهیر   ته یوه ځغلنده کتنه وکړو  و به وینو ، چې  د  هېواد یو زیات شمېر  اقتصادي  واحدونه ، چې د  غېر معیاري  کړو وړو  ،  نا سم  منجمټ او د تخنیکي اسنادو له مخې درښتیني سنجول شوی  لګښت ( نورم  ) د نه مراعات کولو له کبله  د اړوندو مصنوعاتو  د تمام شدد قیمت په لوړېدو  یې  د سیالۍ وړتیا له لاسه ورکړې  او  په  ټپه درول شوي او په  پایله کې  ډیرۍ متشبثین د ګټې  وټې   په  بهیر کې  د  غېر  پیشبیني  شوو  ستونزو د زېږېدو  له امله  ناهیلي او له کارڅخه  لاس په سر شوي دي  .  که چېرې تولیدي واحدونه  د مالي  کال  په اوږدو کې د تولیدي  بهیر اړوند شاخصونه   په بشپړ  او هر  اړخیز ډول د هر یو ځانګړي تکنالوژیکي  پروسس  پر مهال په  ځیر سره په پام کې و نه نیسي   او د تولید په هر  پړاو کې یې  د  اړوند عواملو  لګښت  د پتېیل شوي نورم  سره   همغږي  نه کړي   او همدارنګه   په یو ځانګړي تولید کې د تولیدي عواملو کچه ، د تکنالوژیکي   پروسې دوام اود تخصص او مهارت له مخې  د بشري ځواک   وړتیا  تثبیت  نه کړلای شي  ،  ددې  وېره  به وي  ، چې  په تولید کې د پلان شوي  کار ونډه  د تر سره  شوي کار ( سړی / ساعت  ، سړی / ورځ )  سره  اړخ   و نه لګوي    .  او په پایله  کې  د تر لاسه  شوي  مصنوعات  د لوړ  لګښت  له  کبله  د سیالۍ  جوګه نشي .  په اقتصاد پوهنه کې لکه څنګه ، چې د مخه هم یادونه وشوه ،  د تولید د غوره او معقولو لارو چارو د ښه سمبالو لپاره خورا زیات  شاخصونه  په ګوته شوي  ،   چې   د بریالیتوب  د  چانس د  ډېرېدو لپاره یې  د یو غوره  شاخص  په توګه   د تولید  ګردۍ   هم  په  پام کې نیول شوې  ده  .   د یو شمېر ځانګړو تدابیرو د نیولو  په ترڅ  کې د تولیدي ګردۍ د رالنډېدو له لارې  د لګښت  راکمیدل ،  ما (ژباړن ) ته  هغه  مهال چې  د هېواد په  بیلابیلو تولیدي تصدیو کې په کار بوخت وم  ،   پوره جوته  شوې ده ،   نو به  بې  ځایه نه وي ، چې   د روسي ژبې  څخه  ددغه پورتنی  سرلیک لاندې  ځیني اړین  ټکي  د تولیدي  چارو د هغه  کاروباریانو سره  ، چې هم د پانګونې  د مخه د تخنیکي ــ اقتصادي مطالعاتو پر مهال او هم  د تولید په  بهیر کې  د لګښت  د راکمولو په موخه  د تکنالوژیکي  ځانګړتیاوو د  په پام کې نیولو له لارې  د یوې  ښې  پایلې په لټه کې  وي ، شریک کړم .   

داهم د  پورتني  سرلیک اړوند متن  ژباړه :
د تصدۍ د بریالي فعالیت د تر سره کولو اړین شرایط د هغې تولیدي او تنظیمي معقول جوړښت  جوړېدل  دي ، چې تولیدي  دایره ــ یو ددغه  غوره  شاخصونو څخه ده .  دغه دایره د تولیدي فعالیت د ډېرو برخو د سنجش پیلامه ده . د هغې پر بنسټ تولیدي ځواک ( ظرفیت ) ، د محصول د چالانولو نېټه د هغې  د تولیدولو د نېټې  په  پام کې نیولو سره  ټاکل کیږي  ، د نابشپړ یا نیمکاره تولید کچه  تعینیږي ، نور پلاني ــ تولیدي محاسبې   )  شمېر شمېرنې ) تر سره کیږي . د تولیدي  پروسس  د تنظیمولو  کاریدونکي میتودونه (چې وروسته به راشي . ژ ) کولای شو په درې  ډوله   وویشو .
تولیدی پروسس د اومو موادو څخه  د پخو محصولاتو د تر لاسه کولو لپاره   د موسسې د کارکوونکو د هدف پېیلو کړنو( اقداماتو )  مجموعه  وړاندې کوي . د تولیدي پروسس د جوړښت بنسټیزې  اجزاوې،  ( برخې )  چې  د تولید  ځانګړنې  تعینوي   : 
-مسلکي    روزل  شوی  پرسونل  ;
کار وسایل ( ماشینونه ، تجهیزات ، ودانۍ او داسې نور ) ;
کار موضوع ( اومه مواد،توکي ، نیمکاره مواد) ;
-انرژي ( برېښنائي ، حرارتي ، میخانیکي ، روښنایوي ، عضلوي ) ;
-مالومات ( علمي ــ تخنیکي ، سوداګریز ، عملیاتي ــ تولیدي ، حقوقي ، ټولنیز ــ سیاسي ) .
د کلنۍ  له مخې ،  تولیدي دایره  په تولید کې  د اومو موادو او توکو  د چالانېدو د شېبې نه  نیولې  بیا د محصولاتو تر  بشپړ  تیاریدو پورې  د وخت پړاو ته ویل کیږي   . تولیدي  دوران ( دایره )  کې اساسي  او کمکي کړنې  او د محصولاتو د تیارولو د بهیر  دمې شاملې دي .   
د بنسټیزو عملیو د اجرا کولو وخت  تکنالوژیکي دایره ( ګردۍ )  جوړوي  او وخت  تعینوي ، چې  په لړ کې  یې  د کار په  موضوع باندې  نېغ  په نېغه    خپله د کار ګر له خوا ، یا هم  د ماشین   او میکانیزم  په واسطه  ، چې د همدوئ   له خوا   اداره  کیږي ،  اغېز  اچوي  ، خو  د طبیعي تکنالوژیکي پروسس وخت  (  د چاپیریال په آزاده  هوا کې وچول یا  د ګرم  تولید سړول ، د ځینو توکو  تومنه ( خمیره )  کول  )   د وګړو او ماشین  د ګډون پرته تر سره کیږي  .
د تولید د ګردۍ  د اوږدوالي محاسبه (  Tc ) په لاندې  فارمول سره  تر سره کیږي  :
Tc = To + Tb +Tn
دلته ،  To   ــــ  د بنسټیزو عملیو د تر سره کولو وخت ،   Tb   ـــ د کمکي  عملیو د اجرا کولو وخت ،  Tn ـــ  د دمـو  وخت  .
د تولید  دوران د اوږدوالي رالنډول    ــــ   په موسساتو کې  د تشدیدیت او د ګټورتوب  لوړېدل  یو د غوره منابعو څخه بلل کیږي  .  څومره ،  چې  تولیدي پروسه ژر  تر سره کیږي ( لنډه تولیدي ګردۍ  ) ، هومره د موسسې تولیدي پوتنشل ښه استعمالیږي ، د کار لوړ تولیدي ځواک ، د نیمکاره  یا نا بشپړه  تولید ټیټه کچه ،د محصولاتو د تمام شد قیمت کموالی .   
د تولید د  دایرې  اوږوالی  د کالیود جوړولو له پیچلتیا او سختۍ ، د اساسي او کمکی عملیو له تخنیکي او تکنالوژیکي ، میکانیزه او اوتوماتیزه  سطحې  ، د موسسې د کار له  رژیم  ،  په موادو او نیمکاره موادو باندې  پرته  د  دمې  د کار ځای  د تامینولو  له سازماندهي  ، او همدارنګه د نورمال فعالیت لپاره د ټولو  اړتیاوو  ( انرژي، الات ، اسباب  او داسې نور ) د پوره کولو   پورې تړلی دی .
د تولیدي  دایرې  دوام ( اوږدوالی ) تر زیاته  بریده  د کړنو د اړیکو  د ډول   او  د  یوکار ځای څخه و بل  کار ځای   ته د موادو د  ورکولو (لېږد )  له  طریقو څخه  معلومیږي . 
د عملیو ( کړنو ) درې  ډوله ترکیبونه  شتون لري :
-یو پر بلپسې ( نوبتي )  
-مـــوازي
-موازي  ــ  نوبتي    
د یوې ډلې  ( ګروپ )  تولیداتو د برخو تولیدول په  نوبتي حرکت سره په هر یو راتلوونکي عملیه کې  د تولید چارې ، په تېرو عملیو کې  د ټولې  ډلې  د تولید د چارو د تر ختمولو وروسته پیلیږي  .
په موازي  جریان  سره  د تولید د برخو ( اجزاوو ) انتقال   راتلونکې عملې ته په جداګانه ( دانګيز  یا ټوپیز  )  صورت  یا   د ډله ییز  ( د نیمکاره موادو یوه ډله )   حمل ونقل  له  لارې   راسآ  د تېرې  عملې د تر سره کولو وروسته ، تر  سره کیږي   . 
د موازي لارې د عملیو وړاندې کول  یو ډېر لنډ  تولیدي  دوران  تأمینوي . ولې  د ځانګړو عملیو تر منځ   دوام  د  نه یو شاني والي له کبله په بېلابېلو عملیو کې  په دې سره د کارګرانو او ماشینو په کار کې وقفه رامنځ ته کیږي .  دا ددې مانا لري ، چې د هغوی  موازي ترکیب  ( اړېکې ) همیشه معقول نه ګنل کیږي .  په دې صورت کې  ښایي  د عملیو  موازي ــ نوبتي  ترکیب  زیات   اغېزمن وي .
د یوې عملې  نه بلې  عملې ته  په موازي ــ یو بل  پسې ( نوبتي ) ډول  بهیر یا حرکت  کې  د تولید  ټوټې  ( پرزې ) په  ډله  یا ګروپي توګه حمل ونقل ، دانګي  یا وړاندې کیږي . په دې سره د شاوخوا یا نژدې  کړنود تر سره کولو  د وخت  یوه برخه سره دارنګه ګډیږي ، چې  د تولید ټول ګروپ ( پارټي ) په هر عملیه  کې  د دمې ( وقفې )  پرته  تیاریږي ( د بشپړولو کار پرې کیږي  ) .   د عملیو په دې ډول یوځای کیدو سره د تولید د دایرې وخت د موازي په نسبت  زیات ، خو  د پر له پسې ( نوبتي ) په نسبت خورا کم  دی  .
د تولید د پروسس ( بهیر )  کاریدونکي  سازماني   میتودونه لکه څنګه چې د مخه ورته اشاره شوې وه ، کولای شو په درې ډولونو وویشو :
۱ .  لینیز  تولید   (in-line   ) ؛  
۲ .   ډله  ییز   (     partionnye   ) ؛
۳ .  یواځینیز  ( تنهائي یا مجرد )  (single   ) ؛
لمړی  .  د لینیز  تولیدد میتود  ځانګړنې  :
-په عملیو باندې د تولید د پروسس ژور  ویشل ،
-د یوې ټاکلې  عملې د تر سره کولو لپاره  د کار روښانه  تخصصي ځای ،
-په ټول  کار ځای کې  د عملیو موازي  اجرا کول ،
-د تکنالوژیکي  پروسس د  بهیر له مخې د ماشینونو ځای پر ځای کول ( نصبول ) ،
د تولیدي پروسس د  بې  دمې  (پرلپسې)  فعالیت  د سطحې  لوړوالی  ، چې د لیک ( خط )  د برابروالي یا  لنډوالي د عملیو د دوام    ( (Tact  تول  ( تال ) د تامینولو  سره تر لاسه کیدونکی دی . Tact   ــ  دا د تولید په  لیکه   کې  د دوو  سره  نژدې  محصول د وخت واټن  د تولید د پیل  ( یا پای ) تر منځ  ته  ویل کیږي . د تکت  عکس  رقم  ته  د تولید د لیکې ( Rhythm ) ویل کیږي 
 د عملیو ( کړنو ) تر منځ   د کار د موضوع د لیږد لپاره  د ځانګړي ترانسپورت  شتون .
د لینیز  تولید اساسي جوړښتي  واحد د لیکې  لین  دی .  لیک لېن    د کار ځای  د امتداد ټولګه  ده  ،  چې  د تکنالوژیکي پروسې له مخې ځای پر ځای  ، د ورپورې  اړوندو  کړنو د تر سره کولو لپاره بیل   او د یو بل  پورې   د عملیو تر منځ د  ځانګړو تراسپورتي وسایلو له لارې تړل  شوي  وي  . د بهیر ( جریان ) په شرایطو کې  زیاتره وخت د چلونې   مختلف النوع  ترانسپورتي وسایل  ـــ  متحرکه  پټۍ (تسمه ) (   conveyors  ) کارول کیږي . په ځغلنده پټۍ باندې تکنالوژیکې  عملې د محصولاتو د دوامداره  حرکت  پر مهال  تر سره کیږي  . خو ټکاني (پولسي ) پټۍ په  ټکاني  ( پولسي )  ډول کار سره  پټۍ  د عملې  داجرا په وخت کې  درول کیږي .
د تولید خط  ( Production Line ) خورا زیات ډولونه  لري  او دکتلي ( کتله یي)  ( Mass Production  ) تولید لپاره مشخص وي . دې ډول د تولید خط  په خوراکي  او سپکو صنایعو ، ماشین جوړونې ، فلز کاریو او نور سکټورونو کې  پراختیا موندلې ده .
د تولید د پروسس د سیده یا مستقیم  جریان د طریقې  تنظیم د لوړ ګټورتوب    ښکارندوی ، چې  د تولید د تنظیم د ټولو پرنسیپونو  د لوړې  کچې  استعمال تامینوي . 
او مؤثریت  یې  ،
-د محصولاتو د جوړولو پر مهال د  دمــو د راکمولو   ، د تولید د پروسس د مکانیزه کولو ، د کار ځای په تخصيصي کولو  ، د کار تولیدي ځواک ( سړي سر تولید )  په  لوړولو ؛ 
-د دوراني  پانګې چټک دوران   د تولید د دوران ( دایرې ) په رالنډولو   ؛
-اود تـمام شـد  قـیـمت  د راټـیټــولو،
او داسې نورو  په پایله کې راڅرګندیږي    .
د تولید د پروسس خطي تنظیم  په  ورته  وخت  نیمګړتیاوې هم لري :
-په روانه ( متحرکه ) پټۍ (تسمه ) باندې یو نواخته  او یوشان کار د کارګرانو د رضایت د راکمېدو سبب  کیږي   او د کدرونو د ناسوبۍ د زیاتیدو باعث  ګرځي  ؛
-محصول باید په بشپړ  ډول تولید ته تیار وي ، دا ځکه  چې  د هغې هر  رنګه   بندش  «  tweaking   » د ټولې  پټلۍ  (نوار ) د ودرېدو  غوښتنه کوي ؛
-ټوله پټۍ لیک ( خط )  کېدای شی د  یوې پرزې  د ماتېدو  یا د یو کارګر  د وتلو  سره ودرول شي .
دوهم  .  د تولید د تنظیمولو ډلــه ییـزه طـریقـه  دا لاندې ځانګړتیاوې لري :
-په ډله ییز ډول  د محصولاتو تولید په لاره اچول یا چالانول  ؛
-په ورته وخت کې د بیلابیلومحصولاتو پروسس  ؛
-کار ځای ته د څو عملیو ( کړنو )  تر سره کول په غاړه کیږي  ؛
-د تخصیصي ماشینونو سره یو ځای  د عمومي تجهیزاتو پراخه کارونه ؛
-د لوړ مسلک او  پراخه تخصص  لرونکو کدرونو کارول ؛
-په ګروپ باندې د مشابه ماشینو له مخې د زیاتره تجهیزاتو ځای پر ځای کول .
دهر څه  نه  زیات  د  ډله ییز و طریقو تنظیم  په  سریالي  او مکرو سریالي تولید ،  د ګڼشمېریز  ( کتله یې) او غټ  ګڼشمېریز تولید د تدارکاتو په څانګو کې  چې  لوړ ظرفیت لرونکي تجهیزات لري او د باند (عبور یا ایله کونې  ) پراخوالي  دخپل  لوړ ظرفیت په وړتیا سره  ورپسې  څانګو (شعبو ) ته  چې د مربوطه  ماشینو او ترانسپورتي وسایلو نه کار اخلي ،  پراختیا موندلې .      
دریم  .  د تولید د تنظیمولو په یواځینیز  ( مجرد )  (single   ) میتود  سره  په یو ټاکلې وخت  کې د یو ځانګړي او یا نه د غټ   تکراریدونکي ګروپ(party )  محصول  تیارول   شامل  دي .  هغه د بېساري ( فوق العاده ) پیچلي ماشینونو   ( د فابریکو ماشینونه ، توربینونه  او داسې نورو ) د تیارولو ، دازمایښتي تولید او د یو خاص ډول  ترمیم د اجرا کولو  لپاره د ځانګړو  تجهیزاتود تولیدولو او داسې نورو لپاره پکاریږي .
 د یواځینیز (مجرد) تولید د تنظیم  د طریقي  ځانګړې ځانګړتیاوې   : 
-د محصولاتو  غټ  نه  تکراریدونکی  نومونه  (nomenclature
-د عمومي ماشین الاتو او ځانګړو وسایلو کارول ؛
-په ګروپ  باندې د ورته ( مشابه ) ماشینونو ځای پر ځای کول ( نصبول ) ؛
-د لوړې تکنالوژۍ  وده او پراختیا ؛
-د لوړ مهارت او پراخه تخصص سره د کارګرانو  نه ګټه پورته کول ؛ 
-د کار د پاملرنې وړ  برخه د لاسي کار  په کارولو سره ؛
- د مادي ــ تخنیکي تامیناتو د تنظیمولو پیچلی سستم ، د نا بشپړ تولید د غټو زېرمو جوړونکی او همدارنګه په  زېرمتونو  کې ؛
-د تیرو مشخصاتو د پایلو په توګه ، په تولید او پلور کې د محصولاتو لوړ لګښت ، د دوراني وسایلو ( پانګې  ) د  دوران  او د تجهیزاتو د کارونې د کچې  ټیټوالی .  
د ستندرد وده ، د ټوټو او پارچو (  parts and assemblies )  یوالی ،  په پروسس کولو کې  دګروپي طریقو رواجول  د تولید دتنظیم   او ګټورتیا د لوړېدو یواځنۍ  طریقې بلل کیږی  .  
په پای کې یو ځل بیا د ژباړن  یوه لنډه یادونه : د پوهنتونونو زده کړیالانو  ته د زده کړې  پر مهال باید په تولیدی فابرېکو د پرکتیک  کولو زمینه برابره  او د اړوندو استادانو له خوا ورته د تولید په هر پړاو کې د کار دسم  سمبالولو په موخه  دکار د نورم او نورماتیف  د جوړولو لارې چارې وښودل  شي ، تر څو  د  تحصیلي موسسو نه د فراغت  وروسته د کار کولو پر  وخت  د کوموځانګړو ستونزو پرته  تولیدي چارې پر مخ  بوځي   .

اخځ: http://www.elitarium.ru/2009/07/09/metody_organizacii_proizvodstva.html
 

islamdilchasproghtiakhabariamakalaikor
taglara
kitabtonshirona
ariki
Copyright©: Reshtia 2012