Reshtia


 

د جنوري ۱۳، ۲۰۱۶ کال  

assarsam

عبدالسميع سرسام

 

هغه څوارلس ساعتونو چه دخلقی لاری ټول ریښتینی ارمانونه یی په اوبو لاهو کړه.او وطن یی یوه پیړی شاته یووړ :

شپږم دجدی یا دافغانستان دبربادۍ او بد بختۍ شپه !!!!!!!!

ګرانو دوستانو او وطنوالو :
زه لیکوال نه یم.که له مانه دجملو په لیکنو کی څه نیمګړتیاوۍ وینۍ ،ما وبخښی :
شپږم دجدی یعنی دسرو امپریالستانو او یا په بل عبارت دشوروی دامپراتوری یرغل دافغانستان په خاوره چه په پایله کی یی یو قانونی ولس مشر او دهغه کورنۍ په ‌‌‌‌‌‌ډیره بیرحمۍ په شهادت رسول کیږی اوهغه حکومت چه دنړۍ دیو سل او څلورو هیوادونو له خوا په رسمیت پیژندل شوی وه،دټولو بین المللی اصولو او موازینو پر خلاف یی له منځه وړی اوخپل ګو‌‌‌‌‌‌‌ډاګۍ رژیم چه په سرکی یی معلوم الحاله مزدور اجنت ببرک کارمل وه دواک په ګدی کینوی.ددی توری ورځی په هکله مونږ اوتاسو ټولو‌‌‌‌‌‌ډیر زیات ضد او نقیض تبلیغات،لیکنیۍاوتحلیلونه لوستلی، لیدلی او اوریدلی دی. ولی زه یی په هغه برخه رڼا اچوم زما دخپلو سترګو لیدلۍ حال دی اوزه یی عینی شاهد وم .
بیا به هم حقیقتونه په چا ښه او په چا بد ولګیږی.مګر زه یی اړین ګڼم چه دا له غمه ‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌ډک حوادث ټولو وطنپالو ته چه د وطن ګټوته ژمن دی ورسوم ،تر څوپه راتلونکی کی دهغه مکار دښمن چه ددوست په جامه کی یی زمونږ مشرانو ته فریب ورکړ،ښه وپیژنو .
او بیا یی په حیلو او نیرنګونو ونه غولیږو.ماپه مخکی لیکنو کی هم دا لیکلی وه چه دمرحوم نور محمد تره کی او شهید حفیظ الله دکلک دریځ له کبله روسان ونه توانیدل چه ګارد له دخلکو له کوریا اوسنۍ ارګ نه تاجبیک ته انتقال کړی .سره له دی چه ګارد دلمړی کن‌‌‌‌‌‌ډک دوه مشاورین چه په ګارد کی اصلاًهرڅه کاره وه دګارد دقوماندانۍ دامر نه په غیر یی دجنوب دروازی برج خرابه اوشمالی در وازی او ټول ارګ نه کنترول کړۍ وه.او دیوه راپورپه ترڅ کی یی دګارد له قوماندانۍ غوښتی وه چه دولسمشر دامنیت لپاره دخلکو کور مسون ځای نه دی.او دولسمشر استوګن ځای باید دارالامان ته انتقال شی.چه وروسته داراپور تر لوړۍ کچی مقامونو پوری هم رسیدلۍ وه.حقیقت داوه چه دیو داسی برجوری اومستحکمی کلا نیول دشورویانو لپاره ستونزمن نظامی عملیات وه او دکامیابۍ چانس یی ‌‌‌‌‌‌ډیر کم وه.نو ځکه یی کوشش کاوه چه دولسمشر هستوګن ځای تا ج بیک ته انتقال شی .
حالت په عادی ‌‌‌‌‌‌ډول مخته روان وه چه دعقرب په شروع کی دګارد قوماندان جانداد صوبرۍ دجزوتامونو قوماندانان را غواړی او دپورته مقاماتو دامر داجرا په خاطر دمحاربوی احضاراتو امر ورکوی چه ګارد او دخلکو کور باید تاجبیک ته انتقال شی،دا کړنه دجزوتامونو ټول قوماندانان په حیرت کی اچوی ،دځنو قوماندانانوسره داسوال پيدا شو چه ضرورت یی څه دۍ، دسوالونو په ځواب کی جانداد زیاتوی چه د مشاورینو نظر دادۍ چه ګارد دښار په منځ کی په یوه محکومه نقطه کی پروت دی او دجګړی او توطیی په وخت کی په ښه توګه همکاری اومرسته نا ممکنه ده .
زما سره دا سوال پیداشو چه امین صاحب پخپله دګارد دلیږدیدو سخت مخالف وه او ما په خپلو غوږو واوریدل چه تره کی صاحب ته یی وویل چه چه دتا جبیک امنیت داطمینان وړ ندۍ او دښمن ته دی ژوندۍ په لاس ورکوی.نو ده په خپله ولی دی کارته زړه ښه کړ؟
په هرصورت څو ورځی سر په سر دجزوتامونوقوماندانانو د تاجبیک او دارالامان له سیمو لیدنه وکړه ،دهر جزوتام دمسولیت ساحه معلومه شوه.کوم قطعات چه په دارالامان کی میشت وه له هغی ساحی وایستل شوه او دسیمی امنیت دګارد د لوا په غاړه ولوید .
په لن‌‌‌‌‌‌ډول باید ووایم چه له ‌‌‌‌‌‌ډیرو مشکلاتو سره سره ګارد په تاجبیک کی ځای پر ځای شو.ما دیوه ‌‌‌‌‌‌ډیر کوچنی افسر په توګه دا درک کړه،چه دګارداو ،اولس مشر داستوګنځی امنیت د‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ وړ ندی.له ځانه سره به می ویل مشران پخپله ښه پو هیږی .
عوامل یی په لاندی ‌‌‌‌‌‌ډول وه :
_
دګارد امنیتی ساحه ‌‌‌‌‌‌ډیره پراخه او کوم قوتونه چه دیوه ولسمشر دساتنی لپاره ګمارل شوی وه.‌‌‌‌‌‌ډیرکم او دمجهزو حربی وسایلو په نه لرلو سره مشکله وه چه ددومره لویی ساحی امنیت دۍ په ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډه ‌‌‌‌‌‌ډول ونیول شی .
_
هیڅ‌‌‌‌‌‌ډول برجسته استحکامی موانع چه ددښمن دثقیله او موټرداره قوتونو د داخلیدو او تعرض مخه ونیسی،تاسیس شوی نه وه،اوپه یو څو دارتباط خندقونو باندی بسیا شوی وه،چه په ژمنیو شرایطو کی داطمینان وړ نه وه .
مخابراتی ارتباطاط هیڅ د ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ وړ نه وه،دمخابری ‌‌‌‌‌‌ډیرۍ زړۍ دستګاوی،چه به یوه کیلومتر مسافه کی یی هم په دقیقه توګه __ارتباط نه شو نیولای،تلفونی ارتباتا ت دیوه ولسمشر په استوګن ځای کی په هن‌‌‌‌‌‌ډل والا تلفون اجرا کیدل چه لینونه یی هم لادځمکی په مخ وه او خاورو لاندی شوی هم نه وه .
پرسونل له نوی اراضی سره مطلق نابلده وه،دکلا مدافعه د صحرایی او کلیو له مدافعی سره ‌‌‌‌‌‌ډیر توپیر درلود. یواځنۍ څه چه دګارد دقوتونو په ګټه وه دبرجسته قوماندانانو لکه رحمت الله خان،رقیب خان،زمان الله خان او نوروشتون وه دګارد پرسونل یی په ‌‌‌‌‌‌ډیر عالی معیارونو روزلۍ وه .
دولسمرۍ ددماڼۍڅیره هغی نظامی قطعی ته پاتی کیده چه له اصلی قرارګاه څخه یی صحرایی قرارګاه ته تغیر دموضع اومکان کړۍ وی .
د تاجبیک قصر په یوه داسی موقعت کی واقع وه چه دکابل دښار له هر استقامت نه یوه نیرنګی نکته وه،او له هری خوا په اسانۍ تر اور لاندی نیول کیدای شوه .
ایا روسانوپه ګارد مستقیماًیرغل وکړ؟،ایادګار پرسونل په دی خبر وه چه شوروی پو ځونه دزلمو رستوران په څنګ کی ځای پر ځای شوی؟
ایا دګارد پرسونل پوهیدل چه شوروی پوځونه ددوی په مقابل کی جنګیږی؟
کوښښ به وکړم چه تر یو حده پورته سوالونو ته ځواب ولیکم :
دګارد انتقال دخلکو له کورنه تاجبیک ته په ‌‌‌‌‌‌ډیره عجله سرته ورسید،او دروسی مشاورینو له خوادګارد قوماندانۍته هره ورځ نوی ستونځی را منځته کیدی او دګارد دقطعاتو دمحاربوی قوت دکمزورتیا سبب ګرځیدلی .
هغه افواهات چه دنظامی مشاورینو له خوا خپریدل: مونږ ته را پورونه را رسیدلۍ چه دټانک کن‌‌‌‌‌‌ډک د ولسمشر په ضد توطیه کوی
باید دټولو موجوده ټانکونو دتوپونو ستنی له ټانکونو وایستل شی او سلاحکوټ شی. همدا کار وشو او ټول ټانکونه دمحاربی له لیکی خارج کړای شول .
بله افوا خپره شوه چه ګواکی دګار په داخل کی سرتیری تو طیه کوی او ټول راکټ اندازونه باید ټول کړای شی چه دا کار هم وشواو دری سوه راکټ اندازونه له تقریباً دوزره فیره راکټونو سره ټول سلاحکوټ شول اوترهغی وروسته ګارد دټانک ضد هیڅ ‌‌‌‌‌‌ډول وسیله نه در لودله چه داحتمالی دشمن ،ذرهدار وسایل پری له منځه یوسی،
همدارنګه بله افواخپره شوه چه دستریلا په نوم دافع هوا را کټونه هم باید ټول شی،چه قصر پری ونه ولی:پدی ‌‌‌‌‌‌ډول دالوتکی ضد اسلحه هم سلاحکوټ شوه .
لکه چه مخکی می وویل تا ج بیک قصر په داسی موقعیت کی قرار در لود،چه دکابل له هری خواپه نظامی اصطلاح یوه نیرنګی نقطه وه،او په اسانی تر ګزار لاندی را تلای شوه،او په هیڅ لحاظ د ولسمشر دهستوګنۍ لپاره مصون ځای نه وه .
زما شپږم حس ماته هره لحظه زګنال راکوه چه څه کیدونکی دی او ‌‌‌‌‌‌ډیر بد کیدونکی دی دګارد قوماندان جانداد صوبری ټول قوماندانان راټول کړل،او دموجودو ستونزو چه دنقل مکان په پایله کی را منځته شوی وی خبری وکړۍپه ضمن کی یی توضیح ورکړه چه ددوستانو دترمیم هغه مفرزه چه نظامی وسایلو دتر میم لپاره راغلۍ ده،دضرورت په وخت کی زمونږ سره همکار دی.وروسته له هغی دګارد افسران پوه شوه چه دلویدیز استقامت نه یوکیلومتر وړاندی دشورویانو دترمیم ګروپ هم موجود دی.یو خو داردو ټوله اسلحه روسۍ وه چه دهغی دساتلو او مراقبت په خاطر او هم دمهماتو داکمال په خاطر تل شورویانو ته احتیاج وه .او زمونږ درهبرانو لاسونه يي پدی وسیله تل تر تیګی لاندی کړی وه .
شپږم دجدی دسهار وختی څخه اوضاع چندان ښه نه بریښیده امر وشو چه امنیتی ګروپ بایددحرکت لپاره اماده شی په زیات احتمال باید درادیو تلویزیون امنیت نیول شوۍ وای چه ولسمشر تلویزیونی بیانیه وړاندی کړی .دا خبره دګارد سیاسی امر روزی وکړه.دغرمی شاوخوابه وه چه چه له پورته نه د ولسمشر حفیظ الله امین دمسموم کیدو احوال راغی :لمړی در جه احضارات اعلان شوه او ټول وروستی امر
ته منتظر پاتی شو.له
هغه جریانونه تاسو ټول خبریاستی تکرار ته یی حاجت نشته .بیا هم دقضیی په هغه اړخ خبرۍ کوم چه تر اوسه لا هم د‌‌‌‌‌‌ډیرو وطنوالو لپاره نا څرګندی دی .
دماښام شپږ بجی او پنځه دقیقی وی چه دتوپ دوه مر مۍ دشمال لویدیز استقامت نه دتاجبیک په قصر په کوم ځای کی چه دولسمشر هستوګن ځای وه ولګیدی .په ‌‌‌‌‌‌ډیر ه تیزۍ سره ټول قطعات پخپلو مربوط ځایونو کی ځای پر ځای شوه،لکه څرنګه چه اراضی نوی وه نو دګارد نظامیان په مکمل ‌‌‌‌‌‌ډول داراضی سره بلد نه وه،
کله چه په تاجبیک ‌‌‌‌‌‌ډزی شروع شوی شپږ بجو نه لس دقیقی تیری وی چه دګارد داستخباراتو امر اقبال په یوه امبولانس موټر کی سپور او په عجله په داسی حال کی چه دټانک دفیر سوزنکونه یی په یوه دستمال کی نیولی وه ،راغی خبر یی ورکړ چه دښمن حمله کړی او هر یو پخپل استقامت کی داحتمالی جګړی لپاره اماده اوسی،او وروسته له هغی رخصت شو چه دټانکونو ستنی دټانک کن‌‌‌‌‌‌ډک ته ورسوی .ډزی ووار دواره د‌‌‌‌‌‌ډیریدو په حال کی وی او ټول حیران وه چه دښمن دومره موثره ثقیله. سلاح له کومه کړه،دماښام اته بجی شوی چه دګارد له قوماندانی احوال راغی او امر یی صادر کړ چه دوه چینه محاربوی ماشینونه دولسمشری ماڼی دپسپنی لپاره قصر ته پورته کیږی دپورته را تګ اجازه ور کړۍ  
له شانه په خنجر وهل !!!!!!!!!!!!!
کله چه دا دوه محاربوی ماشینونه دتاجبیک لمړۍ در وازی ته رسیږی،دمسول شخص له خوا تری دتلاشی غوښتنه کیږی،سمدستی ددی پر ځای چه تلاشی ورکړی په نو موړۍ دماشیندار ضربه کوی او په سلهاومرمیو ویشتل کیږی .وروسته له هغی یی چه هر څوک مخی ته راځی له منځه یی وړی.پاتی دی نه شی هیڅوک هم پدی نه پوهیدل چه له چا سره جنګیږی اوهرچا دا فکر کاوه چه محاربوی ماشین یواځی له مسلحو قواو سره دی،زمونږ کوچنی ‌‌‌‌‌‌ډلۍ دښمنان چه په هیڅ کی نه حسابیږی خودا‌‌‌‌‌‌ډول اسلحه نلری.البته په غلط فهمی کی به دوی پر مونږ ګذار کړی وی .خبر نه وه چه دوست په دښمن بدل شوی او اصلی دښمن ددوست په جامه کی راغلی اودشا له خوا یی دخنجر ګذار وکړ .
په دی ددو محاربی ماشینونو کی نهه تنه تروریستان چه په ټولو مجهزو چریکی اسلحو سنبال وه دتاجبیک ماڼۍ ته ددوست او همکار قوتونو په نامه چه دافغانی اردویونوفورم یی اغوستۍ وه ننوځی .
او هر څوک چه یی مخی ته راځی له منځه یی وړی.بیا دا فکر پیدا شو چه ددوی په ورتګ سره دخفیفه اوثقیله سلاګانو ‌‌‌‌‌‌ډزی ولی زیاتی شوی؟
په همدغو شیبو کی دتلفون ارتبا طات قطع شوه.په مخابراتی سیستم کی پرازیت خپور شو.او مشترکه مساعی دګارد دقطعاتو تر منځ په مکمل ‌‌‌‌‌‌ډول فلج شوه،دګارد دکن‌‌‌‌‌‌ډکونومشاورینو قوماندانان څارل او یوازی دا به یی ویل چه انقلاب تضمین دۍ او هیڅ دتشویش وړ خبره نشته.ترورستان داخل ته ننوځی بی لدی چه دګارد نور جزوتامونه تری خبرشی،په هغه ناځوانمردانه عمل یی لاس پوری کړ،چه هیڅ په خیال او تصور کی نه راته،کله چه دوی دوهمی در وازی ته چه مستقیماًدولسمشرهستوګنځی ته داخلیږی ورځی ټول دامنیت مسولین له یوه سره له منځه وړی، او د ننه ننوځی .
داسی فکر کیده چه دوی اوس د ولسمشر امین امنیت په غاړه اخیستی ځکه څوک نه پریږدی چه داخل ته ورشی او دثقیله او خفیفه سلاګانوپه ‌‌‌‌‌‌ډزویی تهدیدوی .دعلو انداز توپونو د‌‌‌‌‌‌ډزو په نتیجه کی دقصر دریم پوړ اور اخلی او لمبی یی له ‌‌‌‌‌‌ډیر لیری معلومیږی.بیا هم داسی تصور کیږی چه دوست قوتونه دولسمشر دامنیت لپاره په تاجبیک کی دمدافعی په حالت کی دی .
وروسته له یوه ساعته هغه دوه محاربوی ماشینونه بیرته کوزیږی او دزلمو رستوران په استقامت حرکت کوی. جنګ دنا معلوم او ناپیژندل شوی دښمن سره په ‌‌‌‌‌‌ډير شدت دوام در لود.دلمړی کن‌‌‌‌‌‌ډک هغه دوه مشاورینودګارد قوماندان په داسی حال کی چه دتفنګچی په واسطه یی تهدیدوی دزلمو رستوران خواته وړی .
جالبه خو داوه چه هره لحظه ‌‌‌‌‌‌ډزی وار په وار ‌‌‌‌‌‌ډیریدلۍ اد دګارد پرسونل ته یی تلفات اړول،اخر داشوه چه هر قوماندان پخپل سردناپیژندل شوی دښمن په مقابل کی په مدافعه لاس پوری کړ.ټول راکټ اندازونه له ‌‌‌‌‌‌ډیپو ګانو په خپل امر را باسی
چه په نتیجه کی یی په لس هاوو زره دار او موټر دار وسایل دمحاربی له لیکی نه خارجوی اوپه سل هاوو دښمنان چه په افغانی يونوفورم ملبس شوی وه او سپینه پټۍ یی هم په بازو ګانو تړلۍ وی له منځه وړی،
په ګارد کی ټول قوماندانان ورو وروپو هیږی چه حمله کونکی بل څوک ندی بلکه هغه دښمنان دی چه ددوست په جامه کی دلستوڼو دمارانو په شان یی په ‌‌‌‌‌‌ډیری اسانۍ وچیچل .
باید ووایم چه دولسمشر په سرنوشت څه راغلل دایوازی هغو افسرانو او مربوطو مسولینو ته معلوم وه چه ټول شهیدان شول او تروریستانو چه ددوست په جامه کی دبسپنۍ په نامه راغلی وه،هیڅ یو داسی سندنه وه پریښی،چه دولسمشر سرنوشت پوری دی تړاو ولری . 
جنګ تر سهاره دوام وکړ او سهار وختی یو بلند ګو زره پوش دیوه تاجیکی په اواز اعلان کوی چه انقلاب تضمین دۍاو ټول ځانونه دوستو قوتونو ته تسلیم کړی،دښمن ماتی وخوړه .دا پداسی حل کی وه چه مهمات هم ټول ختم شوی وه، له هر استقامته روسی عسکر په افغانی يونوفورم کی راغلل او دګارد پرسونل په خپله خوښه ددوستانو په نامه سلاح ګانی تسلیم کړی،کله یی چه ټول یوی نقطی ته را ټول کړه که ګوری چه دهر یوه روسی افسر او سرباز سره جلا،جلا دولسمشرامین تصویرونه دی او اکثره یی تاجکان دی، وایی امین اجنت سی ای. یی کجاست؟ عساکر امریکایی کجاست.دوی ته ویل شوی وه چه ولسمشر امین ګواکی دسی ای ی نماینده دۍ او امنیت یی دامریکایی ګارد له خوا نیول شوی دۍ .
ټول دګارد پرسونل حیرانیږی چه دا احمقان څه وایی،او له قهره خوټیږی،مګر وخت له وخت نه تیر شوی وه ټول اسیر شوی وه،هغه هم په یو چل او فریب..ځکه چه دګارد افسرانو ته ویل شوی وه چه دښمن له منځه لاړ او انقلاب تضمین دی حال داچه همداتیره شپه انقلاب دټولو مثبتو لاسته راوړنو سره ،سره دخاورو سره خاوری شو.او هیڅ هم ورته پاتی نه شوه .
بالاخره ټول یی دزلمو رستو رانت په استقامت دشوروی قطعاتو قرار ګاه ته انتقال کړه،چه که ګوری ،نه دتر میم مفرزه شته او نه کوم دترمیم کارخانه ،بلکه ټول مکانیزه محاربوی قوتونه د تیارسۍ په حالت کی وه.دڅه په نامه وطن ته داخل شوی وه او څه یی له ځانه سره راوړی وه.دتبلیغ دزره پوش له دستګاه نه دکارمل اواز واوریدل شو چه دټولو لپاره تعجب وړ وه.اوپه سپین سترګۍ یی په ‌‌‌‌‌‌ډیر قیل او قال بیانیه ورکوله ته به وایی چه دانقلاب اصلی هیرو دۍ وه .
دګارد ټول افسران پدی پوه شول چه له یوی ‌‌‌‌‌‌ډیرۍ لویی دوکی سره مخامخ شوی،چه مخنیوۍ یی له امکان نه وتلۍ خبره ده افسران شپه په یخه خیمه کی چه ‌‌‌‌‌‌ډیر ساړه هم وه تیروی،کله موچه دولسمشر پ
هکله له یو اوبل نه پوښتنه وکړه اکثرو ویل چه ولشمشر امین سخت ټپی شوه وه او مونږ داسی فکر وکړ چه شفاخانی ته یی وړی په یوه زره دار ه وسیله کی د تاجبیک نه بهروړی.چه تر نن ورځی یی سرنوشت معلوم نه شو.په سبایی ګل اقا پرچمی راغی اوخلقیانو پسۍپه سپکوسپورو شروع وکړه ته به وایی چه دانقلاب اصلی مالک دۍ وی او دافغانستان دپا چاهی مهر له پلرونو اونیکونو دده په نامه وهل شوی وه،او ځان بی له قیده او شرطه دهر څه مالک او حقدارګڼی.یو څو بی غیرته خلقیان یی هم شاته ولاړ وه او دهوکړۍ سر یی ور سره خوځوه .
یوه شپه بله هم بی سرنوشته په یخنۍ کی تیره شوه سهار وختی که ګورو،ګلابزوی چه نیمه روسی اونیمه افغانی نظامی یونوفورم یی په تن کی دۍ او یوه د مرمۍ ضدخولۍ یی هم پر سر ده او سپین بنداژ یی هم په بازو تړلۍ زمونږ مخی ته ودرید. او د ټولو افسرانو دتعجب وړ وګرزیده،هر یوه داسی فکر کاوه لکه چه خوب وینی،
دروسی قطعی له خواټول افسران په یوه لین ودرول شوه،او ده له لیری نه هریو ته په زیر زیر کتل او دده په اشاره به مشکوک کس له لیکی جلااو نامعلو م طرف ته وړل کیده .
چه وروسته ورسته د ځنو سرنوشت دپلچرخی محبس او څوک تری تم شوه .
وروسته له څلورو ورځو دګارد افسران ازاد شوه ، او امر ورته وشو،چه دور تسلیمی با ید اجرا شی ،بیا له سره ټول ګار دپه وسایطو کی بار او ننۍ ارګ ته انتقال شو .
دور تسلیمی چاته ورکړ شوه؟
داسی فکر وکړۍ هغه څیرۍ که مو د1371هجری کال په کودتا کی چه دملګرو ملتونو پنځه فقره پلان یی شن‌‌‌‌‌‌ډ کړ،پنځه نوی فیصده یی ټول موجود وه. لکه نبی عظیمی ،عبدالحق
او نورالحق علومی ،عزیز حساس ،شادان یونس واسکټ ،امیر محمد او نور.او دګارد تسلیمی یی اجرا شوه اوټول وطنپلورونکی دګارد دقطعاتو قوماندانان شوه. او د وطنپلورونکی کارمل په امر دګاردټول پخوانی پرسونل دامینیانو په نامه تبدیل او دجنګ لمړیو لیکو ته واستول شوه.پدی ‌‌‌‌‌‌ډول دروس ګو‌‌‌‌‌‌ډاګیان او پنځم ستون چه دکارملی غلامانو غلامان شوه دقدرت په ګدۍ کیناستل،
ایا دګارد پرسونل پدی پو هیدل چه سرو لښکرو حمله کړی؟ نه هیڅکله هم نه .
ځکه شوروی قطعات ددوست قوتونو په نامه چه دتعداد له کبله له یوی قول اردو او یو مکانیزه بریګاد نه تشکیل شوی وه ، چه دولسمشر له هستو ګنځی نه دهغه دښمن په مقابل کی چه دولسمشرپه ماڼۍ ‌‌‌‌‌‌ډزی کوی حمایه وکړی،کله چه دوی پورته دتاجبیک قصر ته راځی،ددی پر ځای چه ولسمشر حمایه کړی،هغه په شهادت رشوی،هغوی چه له ځان نه یی دښمن جوړ کړۍ وه هغه هم روسان وه او هغوی چه ددوست په جامه کی دتاج بیک قصر ته ننوځی هم روسان وه،او په ‌‌‌‌‌‌ډیرمهارت سره د ټګ اوټګ مار لوبه سرته رسوی،چه دګارد دپرسونل له پاره له باور نه لیرۍ خبره وه .
ایاددوی جنګی مهارت دومره قوی وه چه دولسمشرۍګارد په اسانۍ تسلیم کړې؟
نه دوی دومره خاص جنګی مهارت نه در لوده،دوی دګارد دقوتونو په مقابل کی یو نااعلان شوی جنګ مخته یوړ.چه دګارد پرسونل تر اخره دیوه ناپیژندل شوی دښمن په مقابل کی وجنګیدل اوپه نتیجه کی یی دسری اردو دقطعاتو پنځوس فیصده پلی عسکر له منځه یووړل،  
علت یی داوه چه روسان په اراضی کی دستر او اخفااودتقرب په تکتیک هیڅ هم نه پوهیدل،یواځنی شی چه له دوی سره یی مرسته وکړه،هغه ددوست په جامه کی داخلیدل، دپر مختللوزرهدارواو موټرداره وسایلولرل او دثقیله قوتونو مخکی له مخکی فلجول وه.دوی اوس ‌‌‌‌‌‌ډیری لافی ولی چه مونږ ‌‌‌‌‌‌ډیر بریالی عملیات سرته ورسول ،حال دا چه دیوی مکاری ګیدړۍ په شان یی یوه نامردانه جګړه مخته یووړه .
دوستانو او وطنوالو :
هغوی چه ددوستۍ اکټنګ یی کاوه،زمونږ اصلی دښمنان همغه وه.چاته مو چه په صداقت ددوستی لاس ورکړ ،له بیخه یی را ته پری کړ،
لمړی هغو مارانو وچیچلو چه په لستوڼی کی مو ځای ورکړی وه .
باید له یاده ونه باسو چه !!!!!!!
ړوند یواځی یو ځل لکړه ورکوی نه هر ځلۍ .
ازوموده را ازمودن خطا است .
تره کی صاحب ویل :
دوستی به کوو ولی حساب به تر منځ وی،
امین صاحب به ویل : 
جای مهمان در مهمانخانه است نه در کنج خانه .
مګر خبره له خبری تیره شوی وه ،حکومت یی په نظامی لحاظ دومره تر خپل فشار لاندی را ویستی وه چه ددری میاشتو سټاک یی هم نه درلود.حتی دسرباز یو جوړه بوټ ته هم محتاج وو .
دواړو مشرانو کوښښ کاوه چه ملک په خپلو پښو ودروی او دنامرده او حیله ګر همسایه له منګلوځان خلاص کړی ،مګر دسرو امپریالستانو دشومو پلانونو له کبله دی ریښتینی موخی ته ونه رسیدل اوڅپيڅلی ارمانونه یی ټول نیمګړی پاتی شول چه وروسته له شپږم دجدی دهغوی ټولی لاسته راوړنۍ ددوطنپلورونکوکارملی پرچمیانو اوپنځم ستون له خوا له خاورو سره خاوری شوی .
نتیجه :
په یو کمزوره او کوچنی هیواد حمله کول خاص ددی لپاره چه یوازی دوه سوه کسه لاسپوڅی کارملی پر چمیان او څو دپنځم ستون وطنپلورونکی قدرت ته ورسوی او داولس ملیونو افغانانو پر مرۍ پښه کیږدی،دوی نه یواځی داچی بریالتوب لاسته رانه وړ بلکی خپلی جهانی اتوریتی ته یی هم سخت زیان واړوه،او دومره بدنام شوه چه حتی خپل ولس یی په مقابل کی پورته شو،او بالاخره ټوټی ټوټی شو.وارسا تری لاړه او تر اوسه دهمغه تیری پایلی چه زمونږ په ملک یی کړۍ،ګالی .
دټولو هغو شهیدانو روح دی ښاد وی چه دروسانو په مقابل کی په مړانه وجنګیدل،
دشهید حفیظ الله امین روح دی ښاد وی، داهغه ویاړلۍ شخصیت وه چه ځان یی دوطن په لارکی قربان کړ،له خپلۍ سپیڅلۍارادۍ یو قدم هم شاته نه شو.اودسرو لښکرو په مقابل جګړه کی یی دلمړی شهید ویاړخپل کړ .
مرګ پر هغوی چه دسرو لښکرو په ټانکونو سپاره،راغلل او وطن یی په هغوی خرڅ کړ .


islamdilchasproghtiakhabariamakalaikor
taglara
kitabtonshirona
ariki
Copyright©: Reshtia 2012