Reshtia


 

د جون ۲۵، ۲۰۱۶ کال   پوهنوال ډاکتر عبدالرشيد جليلي

پاکستاني ځواکونه دې یواځې له ډیورنډ کرښې اخوا نه ، بلکې له اباسینه اخوا واوړي !

بسم الله الرحمن الرحیم

د انګریزي استعمارچیانو د توطیو زیږنده ، پاکستان ، غواړي  چې په دې ۲۱ پیړۍ کې هم  پر نیم  افغانستان خپلې استعماري واکمنۍ ته دوام ورکړي .  دا ځکه چې  په افغانستان کې داسې یو ملي وطنپال دولت نه ویني چې په خپل منځ کې یوه خوله او د خپلو خلکو له ملاتړ څخه برخمن  وي . د ډیورنډ دمنحوسې کرښې  په اوږدو کې د پنجاب له خوا د نظامي تاسیساتو په جوړولو او اغزن  سیم په غزولو سره  پنجابیان غواړي په عمل کې ډیورنډ کرښې ته د دوئ په ذهن رسمیت ورکړي  . د جون په ۱۲ نیټه په  تورخم  کې  دافغانستان او پاکستاني ځواکونو تر منځ  نښتې د پاکستاني چارواکو دغه شیطاني او افغان ملت ته د سپکاوي نیت او پلان بربنډ کړ . 
د ډیورنډ کرغیړنه کرښه له امو څخه تر اباسینه پورې د افغان واحد ملت په ټټر یوه توره استعماري کرښه ده ، چې هیڅکله هیڅ یو رښتیني افغان ته دمنلووړ نه وه ، نه ده او نه به وي . دا د افغان ملت  پرضد له پنجاب سره د انګریزي   او امریکایي ځبرځواکونو اقتصادي او نظامي مرسته اوملاتړ  او د افغان ځان ساتو  لاسپوڅو حکومتونو شتون وو ، چې پنجابیانو وکړای شول تر اوسه پورې  پر نیم افغانستان  خپل اشغال ته دوام ورکړي . افغان ځپنې عملیات تر سره کړي او په سوات ، وزیرستان ، مومندو ، خیبر او نورو سیمو کې عام قتلونه سرته ورسوي . په کونړ،ننګرهار ،خوست ، پکتیکااو هلمند کې د راکټونو او وسله والو بریدونو په واسطه خلک له خپل کور او کلي څخه وتلو ته مجبورکړيٍ  تر څو د ډیورنډ کرښې ته څیلمه سیمې له ځایي اوسیدونکو افغانانو خالي کړي  چې بیا په اسانۍ د دغې تورې کرښې په اوږدو کې اغزن سیم تیر او نظامي تاسیسات منځته راوړي .
د پاکستان د دې ټولوتیریو اوظلمونو په وړاندې د حامد کرزي او اشرف غني  د حکومتونوچوپه خوله پاتې کیدل د دې حکومتونو لاسپوڅیتوب په ګوته کوي ، چې نه شي کولای د امریکایانو او انګریزانو د فشار او ویرې  له کبله د افغانستان له خپلواکۍ ، ملي واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتیا څخه د یو افغان حکومت په څیرپه ځغرده  دفاع وکړي . پاتې خولا دا چې له پاکستان څخه وه غواړي چې نور په دې ۲۱ پیړۍ کې ، چې هیڅوک په نړۍ کې د استعمارچیانو د مستقیم اشغال لاندې نه دي پاتې شوي ، دنیم افغانستان  اشغال پای ته ورسوي .
اوس په ډاګه شوه چې په تورخم کې د پاکستان له خوا د اغزن سیم د غزولو او د نظامي تاسیساتو د جوړولو په وړاندې د افغان  وسله والو ځواکونو مقاومت او غبرګون  د دغو ځواکونو د ځانګړو منسوبینو په وطنپالنې او د افغان واحدملت د بیلتون په وړاندې د کرکې او نه منلو دلالت کوي ، نه د اشرف غني دحکومت  په سیاست . که چیرته دا رښتیا وي چې د اشرف غني حکومت د پاکستان له حکومت سره منلي وي  چې له کرښې ۳۰ متره اخوا کولای شي دروازه جوړه کړي ، نو دا د پاکستان  سره د اشرف غني دحکومت معامله اوله کرښې څخه ۳۰ متره اخوا د پاکستان د حکومت دملکیت پیژندل دي ، چې هیڅ یو رښتیني افغان ته دمنلو وړ خبره نه ده .  
 پنجابیان او د دوئ ملاتړ کوونکي  باید پوه شي چې افغانانوته د افغان واحد ملت د بیلتون ( د ډیورنډ  ) توره کرښه دمنلو وړ نه ده . هیڅکله به افغانان د استعماري ځواکونو توطیو او ګواښونو ته سر ټیټ نه کړي او دخپلو ملي نوامیسو څخه  به د افغانستان خلک پخپله دفاع کوي اوله خپلې خپلواکۍ ، ملي واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتیا څخه د دفاع په لار کې له هیڅ ډول سرښندنو څخه ه ډډه وه نه کړي .
 پنجابیان دې دا خوبونه نه ویني چې ګنې یواځې به د امریکایانو په واسطه  د وسلو له درکه کمزورې ساتل شوې اردو سره مخامخ وي  . نه داسې نه ده ، د تاریخ په اوږدو کې  د افغانستان  ځمکنۍ بشپړتیا څخه دافغان استعمار ماتوونکي ملت دفاع کړې او کوي . اوس هم داملت چمتو دی له اموڅخه تر اباسینه پورې د خپلې خاوري له لویشت لویشت څخه دفاع وکړي او د استعمارګرانو هیڅ ډول زور زیاتي او توطیو ته سر ټیټ نه  کړي . د پنجابیانو دا اوسنۍ لمسونې به د ډیورنډ کرښې دواړو خواوو افغانانو یووالي او د شریک دښمن ،  پنجابې استعمار، څخه دځان ژغورلو په موخه له اموڅخه تر اباسینه پورې په یو سرتاسري ازادي بښونکي غورځنګ کې راټولیدواود یو ملي ازادي بښونکي پاڅون په سرته رسولو کې د افغانانو هلې ځلې ګړندۍ   کړي . 
وایي : میږي ته چې خدای په غضب شي  وزرې کوي . پنجابیانو د انګریزانو او امریکایانو د سوال په پیسو او وسلو دومره ناروا ته ملا تړلې ده چې غواړي د ډیو رنډ د کرغیړنې کرښې په اوږدو کې د اغزن سیم په غزولو او د نظامي تاسیساتو په جوړولو سره د نیم افغانستان اشغال تلپاتې کړي او یا په بله وینا نیم افغانستان هظم کړي . دوئ دا سوچ هم نه شي کولای چې افغانستان د لویو امپراتوریو دهدیرې نوم مفت نه دی ګټلی . هر یرغلګر او غاصب چې د افغانستان د ایل کیدو او هضمیدو هڅه کړې ده ، تر هغې پورې د افغانستان د خلکو له مقاومت او ازادي بښونکو جګړو  سره مخامخ شوی دی ، چې ماتې خوړلی ، سرټیټی او ټپي ټپي له دې هیواد څخه وتلی او سترې امپراتورۍ یې شړیدلي دي . پاکستان باید له دې څخه  عبرت واخلي اود لمسونو پر ځای په خپله خوښه خپل وسله وال ځواکونه  له اباسین څخه اخوا واړوي . لیرې نه ده  چې د دوئ د  پوځیانو دا اوسنۍ لمسونې به د ډیورنډد کرښې دواړو خواوو افغانان  دپاکستاني استعمارچیانو پر ضد ازادي بښونکو جګړو ته  راپاڅوي  چې پایله به یې د پاکستان ماتې او ټوټې کیدل وي .
له امو څخه تر اباسینه پورې افغان واحدملت حق لري چې د بهرنیو د هر ډول اشغال ، تیري ، لاسوهنې ، توطیې او دیکتې پرته خپل ځانګړی ملي اسلامي دولت جوړ کړي . دې موخې ته د رسیدو په خاطر به افغانان سوله ایزه سیاسي مبارزه پرمخ وړي ، خو که غاصبین  خپلو لمسونو ،بندیزونو ،ظلمونو او سپکاویو ته دوام ورکړي او په لوی لاس پرې جګړه وه تپي ، نو بیا به بله لار نه وي چې دخپلې خپلواکۍ ، ملي واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتیا د لاسته راوړو د پاره  ملي ازادي بښونکې جګړه سرته ورسوي ، چې بریالیتوب  به که خدای کول  د افغان ملت په برخه وي .
د اشرف غني حکومت  دې نور دافغانستان خلک نه غولوي ،د دې پر ځای  چې دپاکستان له حکومت څخه وه غواړي چې د ډیورنډ د کرښې  په اوږدو کې د اغزن سیم په تیرولو او نظامي تاسیساتو په جوړیدو سره له لمسولو څخه ډډه وکړي ، باید ترې وغواړي چې نور په دې ۲۱ پیړۍ کې پر نیم افغانستان د استعماري ولکې له دوام نه تیرشي ، خپل وسله وال ځواکونه له اباسینه اخوا واړوي او د یو ګاونډي په څیر د افغانستان خپلواکۍ ، ملي واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی وکړي ، ترڅو په افغانستان  ، پاکستان او سیمه کې یوه تلپاتې سوله ټینګه شي .د افغانانو په ملي نوامیسو باندې هیڅ ډول معامله دمنلو وړ نه وه او نه ده . د ډیورنډ د کرښې په اړوند هرډول معامله به د افغان ملت له سخت غبرګون سره مخامخ شي .  دا د ډیورنډ د کرغیړنې کرښې د دواړو خواوو افغانانو یا له اموڅخه تر اباسینه پورې د افغان واحد ملت  دریځ دی  چې نور باید د پنجاب له ظلمونو او استعماري اشغال څخه ځانونه وژغوري . پنجاب باید په سوله ایز ډول د نیم افغانستان  اشغال پای ته  ورسوي . هیڅ بله لار او جوړ جاړی  په دې کې نه  ځاییږي .
و من الله التوفيق  
پوهنوال داکتر عبدالرشید جلیلي 

 ۱۶/۶/۱۶

islamdilchasproghtiakhabariamakalaikor
taglara
kitabtonshirona
ariki
Copyright©: Reshtia 2012