Reshtia


 

د جولای ۲۳، ۲۰۱۶ کال   عبدالسميع سرسام

خلقیان اودوطن مینه

یومتل دی چه وایی :اوښ هم دکوچی ورک وه اوپټ هم کوچی ګرځیده.
شورویانو دټولو بین المللی نور مونو خلاف دیوسل او شل زره مکانیزه قواوو په مټ. دیوزر او دری سوه او اته پنځوسم کال دجدی په شپږمه شپه. یرغل وکړ.ولسمشر امین. تو پک پلاس دژوند تر اخری سلګی ور سره وجنګیده،له همغی شپی نه شرو ع په زرهاوو خلقیان دشورویانو او دهغوی دګو‌‌‌‌‌‌ډاګی رژیم له خوا چه په سر کی یی ببرک کارمل وه ووژل شوه،وټکول شوه،زندانونو ته واچول شو او بالاخره اعدام شوه.
علت یی؟
خلقیان. وطنپاله وه،خلقیانو رشوت نه خوړه،خلقیان باناموسه وه،خلقیان ګو‌‌‌‌‌‌ډاګیان نه وه،خلقیانو دچا شخصی حق نه خوړه،خلقیانو دولتی دارای نه چوروله،خلقیان دځمکی غاصبین نه وه.
ولی خلقیانو له وطنپلورونکو او پردیپالو نه سخت بد وړه،همدا علت وه.چه دشورویانو ترینه بد راتله. ځکه دخلقیانو په موجودیت کی شورویان خپلو اصلی موخوته یعنی دڅلور پيړیو خوب. ګرمو اوبو ته نشوای رسیدلی.
هماغه وه چه ددوست په جامه کی یی خلقی حکومت دشا له خوا په خنجر وواهه او له صحنی یی لیری کړ.
شورویانو چه کله خلقیان له قدرته وپرځول نو څه یی وکړه.
په وطن کی چه څه نا خوالی وی ټولی یی په خلقیانو. وتپلی.
په څلرویشت ساعتونو کی یی اوه زره ساعته دخلقیانو په ضد درادیو، تلویزیون ،اخبار مجلو ،ابلاغیو او داسی نورو پرو ګرامونو له لاری چه دټول سویتسم.دتبلیغاتی ماشین په مټ سرته رسیدلی تبلیغات کول.که دا خلقیان له فولادو نه هم جوړشوی وای. نودوی به ټول ویلی شوی وای. مګراوس هم په ‌‌‌‌‌‌ډیره سرلوړی او د وطنپالنی په روحیه دوطن په غیږه کی پراته دی.
خلقیانو په دری جبهو کی مقاومت کاوه!
دمجاهدینو په مقابل کی چه دپاکستان ګو‌‌‌‌‌‌ډاګیان وه.
دکارملیانو په مقابل کی چه هغوی بیا دروس ګو‌‌‌‌‌‌ډاګیان وه.
دشورویانو په مقابل کی چه هغوی دافغانستان په حریم تیری کړی وه.
افرین یی چه اوس هم ژوندی دی.
له پورته متل نه می مطلب داوه :
چه ظلم هم په خلقیانو شوی او پټ هم خلقیان ګرځی،برعکس هریو باید دخپلو نیکو کارونو نه چه دوطن په چوپړ کی یی سرته رسولی دیپه کلکه دفاع وکړی او زامن یی هم باید ځان ژمن وګڼی چه دخپلو پلورونو دنیکو کارونو او اعمالو نه دفاع وکړی.

islamdilchasproghtiakhabariamakalaikor
taglara
kitabtonshirona
ariki
Copyright©: Reshtia 2012