Reshtia


 

د اګست ۴، ۲۰۱۶ کال   عبدالسميع سرسام

د ارواښاد حفيظ الله امين د زوکړې د کليزې په مناسبت

داګست لمړی نیټه دافغانستان دولسمشر ارواښاد حفیظ الله امین دزوکړې دورځې داته اویایمې کلیزې سره برابره ده،دی یوښه استاذ،ښه رهنما او ښه سازمانورکونکی شخصیت وه،دنده یې د‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌ډیرکتر او پرنسیپل تر کچې پورې په ‌‌‌‌‌‌ډیره هوښیارۍ او دوطنپالنې پر بنیا دسرته ورسوله ،دابن سینا ،خوشحال خان،او رحمن بابا دلیسودمتعلمینو په منځ کې دخاص احترام او اعتبار وړ شخصیت وه .
دوه ځلې دامریکا متحده ایالاتو ته دعالي زده کړو لپاره تګ ، دده په فکري اوسیاسي کړو وړوباندې سخت تاثیر وکړ،او دی په تمامه معنی نه یوازې دکارګري ايډیولوژي سره اشنا شو.بلکې په عملي ‌‌‌‌‌‌ډول یې په دې لاره کې هلې ځلې هم شروع کړې.دافغانستان دخلک دموکراتیک ګوند تاسیس اروا ښاد امین دومره تر اغیزې لاندې راوست. چه په یوزر او درې سوه څلور څلویښتم کال کې یې ددوکتورا تحصیل چه  یوه میاشت یې پاتې وه ،دځينو ملحوظاتو له کبله نیمګړی پاتې شو او سمدستي یې ځان وطن ته ورساوه اومخکې لدې چې وطن ته ستون شي دګوند د غړیتوب درخواستي يې له امریکا را لیږلې وه .
په هغه وخت کې پارلماني مبارزو ‌‌‌‌‌‌ډیر پرمختګ کړی وه،او ارواښاد امین له پغمان نه ځان اولسي جرګې ته کاندیداو بریالی شو. په ولسي جرګه کې یې دګوند دتګلارې په ګټه ،ستر کارونه سرته ورسول .
وطنپلورونکو هریوه کار مل او اناهیتا راتب زاد ورسره سخت مخالفت درلوده،ځکه چه په پارلمان کې ددوئ دسترګواغزی وه.او دوئ یې نه پریښودل چه دبورژوازي  او جنرال زادګانو موخې په پارلمان کې عملي کړي.کارمل یې تر اخره پرینښوده چه دشاهي کورنۍ او هم دپردوپه ګټه دپارلمان پریکړې سرته ورسوي .
ارواښاد امین تل دارواښاد نور محمد تره کي  په څنګ کې هغه پایدار سیاست مدار وه چه خلقي ګوند یې تر اخره یو موټی وساته .
کله چه ددواود خان کودتا دنظامي پاڅون له لارې بریالتوب ته ورسیده نو دګوند په سیاست کې هم تغیر منځته راغی . دګوند دپریکړې په اساس ارواښاد امین دنظامي چارو مسؤلیت په غاړه واخیست.،او دا دنده یې په دومره ابتکار او صداقت سرته ورسوله چه دمسلحو قواوو په ټولوټولګیو کې دخلقي ګوند فعالیت احساسیده،او دحیرانتیا وړ خبره خو داوه چه ده ټول خلقي نظامي افسرا ن په نږدې او لیرې نظامي ګارنیزیونونو کې په نامه پیژندل. دګوند رهبري داسې پریکړه وکړه :که چیرې په داوود حمله کیږي نظامیان باید له جمهوري نظام نه دفاع وکړي او که چیرې په ګوند حمله کیږي نو دګوند له رهبرۍ او صفوفو نه باید دفاع وکړي.
هغه وخت چه داوودخان لیونی شو اودخلقي ګوند په رهبرۍ یې حمله وکړه .نو خلقیان مجبور شول چه دثور نظامي پاڅون مخته یوسي هماغه وه چه دارواښاد امین په قومانده دثور پاڅون شروع اوبریالتوب ته ورسیداوګوند ته یې انقلاب وګاټه چې  په منطقه او نړۍ کې يې ساری نه وه لیدل شوی .
تر ټولو ارزښتمنه خبره داده چه ولې باید ثور پاڅون ته انقلاب ووایو؟
دا ځکه چه دپاڅونونو په تاریخ کې دلمړي ځل لپاره نظامیانو سیاسي قدرت یو سیاسي ګوند ته پلاس ورکړ. دوهم داچې دومره دخلکوپه ګټه بنسټیز تغیرات مخته یووړل شول  چې  دشلو میاشتو په جریا کې ددرې ملیونه دهقانانوکورنیو په ژوند کې یو باکیفیته بدلون منځته راغی . بیکاري ټیټې کچې ته راورسیده  او له باهرنه یوه کیلو غله اوغنم هم وارد نه شوه،رشوت له منځه ولاړ،او اقتصا دخپل سعودي قوس پلی کاوه .
ارواښاد امین تل په سیاسي مبارزه کې دګوند له اصولي موضع نه عمل کړی،او تل دارواښاد نور محمدتره کي سره یو ځای پاتې شوی .
مثالونه :
********
لمړۍ :
دشپږ پنځوسم کال په وحدت کې چې  شورویانو غوښتل پرچم له انزوا وژغوري او په خلقیانو یې دانترنشنلیزم تر سیوري لاندې وحدت تحمیل کړ. ،دسیاسي بیرو ځينوغړو دارواښاد تره کي څنګ پریښود او دکارمل څنګ ته ودریدل،یواځينی شخص ارواښاد امین وه چې  ارواښاد تره کی ییې یواځې  پرینښود .
په همدغه وخت کې دارواښاد امین له ګوند نه ایستل اودترور پلان هم دکارمل دبانډ له خوا اماده شوی وه چه دثور پاڅون ددوئ ټول پلانونه تر او بو لاندې کړل .
دوهم :
دثور دپاڅون نه وروسته کارمل په ‌‌‌‌‌‌ډیره بې حیایې نور احمد پنجوایي یا وروسته نور،په ارواښاد تره کي ،  دکورنیو چارو دوزیر په توګه مقرر کړ .
دی خاین په لمړي قدم کې هغه جنایي دوسیې چې کارملي پرچمیان پکې ښکیل وه ټولې له منځه یوړې.او په دوهمه مرحله کې یې دداود خان دکابینې هغه شمیر وزیران چه له پرچمیانو سره خصومت درلوده او یا ددوئ ټول دخیانت اسنادورته معلوم وه ،دموسی شفیق په شمول دپلچرخي پولیګون ته یووړل او چارماري یې کړه .تر څو دخلقیانو په ضد خلک پورته کړي.دخلکوپه ازیت کی لوی لاس هغوپرچمي ولسوالانو درلوده چه دنور احمد نور پرچمي له خوا مقرر شوي وه .
کارملي پرچمیانو چه ولیدل ورځ په ورځ دثور دپاڅون اساسي پایې مخ په ټینګیدو دي،نو دکورنیوچاروپه وزارت کې دنور احمد نور په میزبانۍ دپرچمیانو غونډه رابولي ترڅو دارواښاد تره کي او ارواښاد امین دترور پلان مخته بوزي .
چې دا پلان افشاءاو خاینین په جزایي  ‌‌‌‌‌‌ډول سفارتونو ته ولیږل شوه،له دې  پیښې  نه دوه میاشتې  وروسته یې  دخلقي ګوندي رهبرۍ دترور لپاره دقادر او کشتمندکودتا پلان کړه چه هغه هم دناکامۍ سره مخامخ شوه،او کار ملي پرچمیان وطن ته دخیانت په تور محاکمو ته معرفی شوه.کله چه دوی دتحقیق په خاطرله سفارتو نو وغوښتل شوه ټو ل دسفارتو نو له سرمایې  سره یو ځای مسکو ته وتښتیدل او ملي سرمایه یې هلته حیف او میل کړه .
ددوئ ددې ټولو کړنو شاته د ک ګ ب خاین اومغرور سازمان لاس درلود،ترڅو دکارمل بانډ په افغانستان کې  قدرت ته ورسوي چه ددوئ له غوښتنو سره سم، ددوئ په چوپړ کې وي .
ارواښاد امین په ګوند کې تل دهراړخیزې او دسته جمعي ګوندي  رهبرئ طرفدار وه او تل ګوندي پریکړو ته ژمن وه نه انفرادي پریکړوته .
دشورویانو دله حده زیاتې مداخلې  په پایله کې دګوند زرین اصول ترپښولاندې شوه ،او ځای یی پخپل سر پریکړو ونیوه،چه دې کار ګوند له دننه نه سخت کمزوری کړ .
ارواښاد امین دسیاسي مبارزې په جریان کې تل دفاعي حالت درلود،اوتل یې دګوند او دځانه ددفاع په جبهه کې قرار درلود .
دانو ټولوته معلومه ده چه هرځل په ده نظامي تیری شوی او تل دده ژوند تر ګواښ لاندې راغلی او ده دځان ددفاع لپاره میدان ته ودانګل . اوپه خپل خاص تدبیر له هر میدانه بریالی ووت. ولې ده هیڅکله په هیڅ چا نظامي تیری ندی کړی.او هیڅکله یېی هم انفرادي تصمیم ندی نیولی .
کوم ستر کارونه چه ده دخپلې ولسمشرۍ په یوسل او دوه ورځوکې  سرته  رسولي:
_دمصونیت قانونیت او عدالت دشعار په عمل کې  پلي کول .

_داساسي قانون دطرحې جوړول او په نوي کال کې  دهغه تطبیق .

_دملي تجارانو سره غونډه او دخصوصي سکتور او مختلط سکتور لپاره دنوو لارو چارو او نوو فرصتونوعملي ایجادول .

دپنځه زره او پنځه سوه کوپراتیفونو لپاره دپرمختللو زراعتي سامان الاتو قرار دادونه له جهاني بانک سره .
_دپنځه کلن اقتصادي پلان تکمیلول او په یوزر او درې سوه نهه پنځوسم کال کې يې پیلول.
_په خارجي سیاست کې هغه لویه لاسته راوړنه چه ساری  یې په درې لسیزو کې نه وه لیدل شوی . چې  هغه دپاکستان دحکومت په مقابل کې  په دیپلوماتیک لحاظ برلاسی وه. دپاکستان حکومت دې  ته حاضرشوی وه چې  دافغانستان په ګټه ددوستۍ لاس اوږد کړي .

_دافغانستان مسلح قوتونه چه دافسري کادر له لحاظه مخکې  دثور له پاڅون نه یواځې  دیرش فیصد اکمال وه،  دځوانو خلقیانو له ټولګیونه یې چه اکثر محصلین او متعلمین وه اتیا فیصده داکمال سطحې  ته ورساوه چې په پایله کی یې  دجنګ په لمړیولیکو کې داسې  بدلون راوست چه په ټول هیواد باندې  حاکمیت حاصل شو .

په دومره لږ وخت کې  ددومره ستر کارونو په څنګ کې  دی تل د ک ګ ب دتوطیو او دسیسو ښکار هم وه،کارمل یې تل ورته دبګرام دترمیم په مفرزه کې په کمین کې کینولی وه .
دی هغه وخت ‌‌‌‌‌‌ډیر ناامیده شو چه ارواښاد تره کی او دی سره جلا شوه.  کومه تکیه چې  ده په ارواښاد تره کي درلوده دک ګ ب له خوا په ‌‌‌‌‌‌ډیر مهارت له لاسه ورکړه،بلکه دټولو ناخوالو پړه هم په ده واچول شوه .
بیاهم دک ګ ب او دهغه دلاسپوڅو په مقابل کې  یې په لوړ عزم او پراخه اراده مقاومت وکړ او خپل حریفان یې هم دجنګ په میدان ،هم سیاسي ‌‌‌‌‌‌ډګر اوهم دپلوماتیک ‌‌‌‌‌‌ډګر کې مات کړه .نوموړی  د ک ګ ب له خوا په دومره مهارت دشاه له خوا په خنجر ووهل شو چې  دمخنیوي چاره یې  ناممکنه وه. کله چې  دی دژوند په اخري  شیبوکې پدې  پوه شو چه شورویانو دټولو بین المللي قوانینو خلاف په افغانستان تیری کړی نو ټوپک په لاس دشوروي دیوسل او شل زرو عسکرو په مقابل کې  یې  یوه نا اڼډوله جګړه شروع کړه تر څو په افتخار د وطن په لاره کې دخپل ځوان ځوی عبدالرحمن امین سره یو ځای په شهادت ورسید او دسرو لښکرو دتیري  دلمړني شهید ویاړ یې خپل کړ .
که چیرې سرو لښکرو په خلقی حکومت تیری نه وای کړی ،زه په زغرده وایم چه نن به له امونه تر اباسینه دلوی افغانستان خوب په رښتیا تبدیل شوی وای .
دکابل ټولې تپې په قلابي قهرمانانو ‌‌‌‌‌‌ډکې شوې . خاینین مو قهرمانان شوه او داصلي قهرمانانو نوم تر خاورو لاندې  شو.دداود خان جسد وموندل شو او خښ کړی شوه.ارواښاد امین چه دیوجهاني زبر زواک دبربنډ تیري په پایله کې  ټو پک په لاس په شهادت ورسید،نن ټول ورته چپه خوله ناست دي .
راځۍ چه په یوه اواز دا چغه پورته کړو چه مونږ دشهید حفیظ الله امین قبرغواړو ،او دا باید هم معلومه کړو ،چه څه پرې راغلل او څوک په مستقیم ‌‌‌‌‌‌ډول دهغه په مرګ کې ښکیل وه .
دوستانو :
هغه ورځ لیرې نده چه زمونږ ددوطن ریښتینو اتلانو کارنامې به دتاریخ په زرینو کرښو لیکل کیږي .
دارواښاد امین روح دې ښاد وي .


islamdilchasproghtiakhabariamakalaikor
taglara
kitabtonshirona
ariki
Copyright©: Reshtia 2012