Reshtia


 

د ۲۰۱۷ کال د مې ۸   ډاکتر سیداحمد ماموند

دا څومره علمي او رېښتینې ده چې فقر او لوږه د جګړې لامل دي !

په ټولنیزو رسنیو کې د یو شمیر سیاسي کارپوهانو ،تکنوکراتانو،د یني عالمانو او مشرانودې څرګندونو چې په هېواد کې دروانې جګړې لامل فقر او لوږه ده ،دېته وهڅولم چې په دغه اړوند ډېر لنډ څه ولېکم،ځکه چې دغه ډول نظر ولس غولونکی او په حقیقت کې دښکېلاک د پایښت او دوام مرستندویه نظر دی .
دهرې پدیدې د منځته راتګ د مخه ځانګړي حالات،شرایط ،پېښې او پروسې صورت مومي چې د دغه پدیدې دمنځته راتګ علت او یا علتونه جوړوي .په دغه علتونوکې ځني اصلي او ځني فرعي وي .
د هرې جګړې په تېره بیا نیواکګرو—ښکېلیزو جګړو تر شا ستراتیژیکې ګټې او موخې پرتې وي ،چې همدغه څه دجګړو اصلي علت وي ،نه دا چې لوږه او فقر . واقعیت خو دادی چې لوږه او فقر د جګړې علت نه،بلکې معلول دی ،ځکه هره جګړه بربادي او ویجا ړونې منځته راوړي ،تولیدي سرچینې اوتولیدونکي ځواکونه له منځه وړي ،چې په پایله کې لوږه او فقر منځته راځي .لوږه او فقر د بې ثباتۍ او مهاجرتونو علت دی ،نه دجګړو. جګړې معمولا دانګېزو له مخې پیل کیږي .مثلا دامریکا په نیو یارک ښار کې د ترهګریز—ډرامه ایز برید (انګېزه ) په ترڅ کې د سوداګریزو برجونو په نړېدلو سره امریکاچې په سیمه کې د خپلو ستراتیژیکو ګټو د لاسته راوړلو په خاطر یې په افغانستان برید ، چې لا پخوا په نښه او پلان کړی ؤ ،وکړ او دجګړې اورونه یې بل کړل .امریکا او په ټوله کې لوېد یځ په خپله دترهګرۍ زېږونکي ،روزونکي ،پراخونکي او خپرونکي دي .په افغانستان،عراق او لېبیا باندې بریدونه د تېلو او ګازو د نل لیکو غزولویعنې دا چې د اقتصادي ستراتېژیکو ګټو د لاسته راوړلو د پاره شویدي .
که ځنې وختونه په کومو ځایونوکې دزیارایستونکو اوکارګرانو او دهغوی د کارورکونکو ترمنځ شخړې او ټکرونه منځ ته راځي ،بیا هم اصلي علت یې د دوئ دګټو تر منځ ټکر دی ،نه دا چې په خپله لوږه او فقر . ایا مونږ ټولوته په یاد نه دي چې د محمد ظاهرشاه دواکمنئ ددرېمې لسیزې په وروستیو کلونو کې لوږه او فقر دومره زیات ؤ چې ځینو ولایاتونو کې یو شمیر خلکو د ژوندي پاتېکېدو په خاطر خپل اولادونه وپلورل ،خو هیڅ ډول جګړې منځته نه وې راغلې .           ایا په نړئ کې دټولو ملي ازادي بښونکوغورځنګونو جګړي اوپه دغه ډله کې دافغان—انګلیس درې جګړې ،د افغان—شوروي جګړه او اوس د افغان—امریکا جګړه دلوږې او فقر له امله وې او ده ،که دملي خپلواکئ او ملي واکمنئ دلاسته راوړلو او تا مینولو په
خاطر ؟ ښکاره ده چې دملي خپلواکئ او ملي واکمنئ په خاطر .         
فقر ،لوږه ،بې سوادي ، سیاسي ګوندونه او ډلې (کیڼ او ښي دواړه)په تېره بیا لوړپوړي کسان  یې،تکنوکراتان ،ژبنیز ،توکمیز ،مذهبي توپېرونه او ترهګري ،دا ټول وسیلې دي چې یرغلګر—ښکېلاکګر ځواکونه او د هغوې لاسپوڅي او ګوډاګیان ورڅخه د خپلو ګټو او موخو د لاسته راوړلو د پاره ناوړه ګټه اخلي .   د هیچا څخه پټه نده چې د۱۳۵۲ کال دمحمد داودخان دکودتا او په تېره بیا د ۱۳۵۸ کال د مرغومي په شپږمه د پخواني شوروي د یرغل وروسته تر ننه پورې ، هم روس او هم امریکا په دغو وسیلو کې دسیاسي ګوندونو اوتنظیمونو دځانګړو کړیو او کسانو څخه با الفعل د خپلو موخو د لاسته راوړلو دپاره کار اخیستی دی خو په دې توپیر چې پرون روسانو د کیڼ اړخه (په تېره بیا دببرک کرمل ډله او ورسره د واک شریکانو)پواسط او امریکا د ښي اړخه تنظیمونو او ډلو پواسط خپلې موخې او پلانونه پلي کول ،خو نن امریکا هم د ښي اړخه ،هم کیڼ اړخه او هم دتکنوکراتانو په متروکه کولو سره خپلې موخې اوګټې لاسته راوړي .ددې څخه څرګندېږي چې دهمدغه ډول معا مله ګرو ډلو ټپلو او تکنوکراتانو په وجود کې وطن برباد او د نېواک لاندې دی ،نو ځکه خو تر هرڅه دمخه دغه سیاسي ګوندونه ،تنظیمونه او تکنوکراتان باید نور دبهرنیانو دچوپړ او غلامۍ وسیله نه شي او دخپل وطن او خلکو په وړاندې جفا او خیانت بس کړي . په افغانستان کې دجګړې د دوام اصلي علت د ناتو او په تېره بیا د امریکا د پوځي اډو اوجګړه ایز شتون دی ،نه لوږه او فقر .لوږه او فقر  د جګړې او دهغې ددوام د لامل په توګه تبلیغول په حقیقت کې دملي خپلواکئ اوملي واکمنئ غوښتنې روحې او احساس وژنې پرته بل څه نه دي .تر څو چې ټول ملي ځواکونه (هغوی چې دبهرني پوځي شتون او ښکېلاک پای ،ملي خپلواکي او ملي واکمني غواړي ) که غیر وسله وال دي او یا وسله وال دي په یو اواز اوتفاهم د داسې یو موقتي دولت چې د ټولو بهرنیو پو ځیانو د اېستلو موده یې د دندو مهم مرکزي ټکی وي،دجوړولو دپاره ګډې هلې ځلې ونه کړي ،جګړه پای ته نه رسیږي .
دبهرنیو پوځونو د شتون او ښکېلاک څخه خلاص افغانستان په هېله .
په درنښت .


islamdilchasproghtiakhabariamakalaikor
taglara
kitabtonshirona
ariki
Copyright©: Reshtia 2012