Reshtia


 

د مې ۸، ۲۰۱۷ کال  

لیکوال: استاد میر اکبر خیبر
ترتیب کونکی: نجیب الله پاڅون

پښتونستان یو ضرورت دی

د هیګل په دیالکتیک کښې یوه مهمه کلیه ده چې« هر واقعیت معقول او هر معقولیت یو واقعیت دی» خو ورستیو دیالکتیک پوهانو دغه کلیه رده کړې ده دوی وايي: هر واقعیت معقول کیدلای نه شي، ډېر داسې شیان شته، چې واقعي دي مګر معقول نه دي مثلا استعماري نظام یو واقعیت و او دی؛ خو هیڅکله یې معقول بللی نشو، د دې کلیې د تکمیل د پاره وروسته د ضرورت پرنسیپ وایستل شو، په دې ترتیب چې هر واقعیت په هغه وخت کښې معقول کېدای شي، چې په عین زمان کښې ضروري او مترقي وي مثلا د آسیا او افریقا نیشنلزم « د ملیت غوښتنې حس» یو واقعیت دی، په عین زمان کښې معقول هم دی ځکه، چې هغه نظریه استعمار ته یو مترقي او د هغه په ضد نهضت دی د اجتماعي تحولاتو په جریان کښې هره مترقي مرحله نسبت پخوانۍ مرحلې ته یوه معقوله مرحله وي. ضروري هم وي، ځکه چې د اجتماعي تحولاتو د تسریع او د استعمار د مغلوبولو د پاره او بیا  د اجتماعي تحولاتو په سلسلې کښې یوې عالي مرحلې ته د رسېدو د پاره د نیشنلزم د مرحلې تېرول که حتمي نه وي نو ضرور خو دي.
اوس به موږ د پښتونستان نهضت د پورتنۍ کلیې په رڼا کښې وڅېړو، لومړی د پښتونستان د ملیت غوښتنې نهضت یا په بل عبارت د پښتونستان نشنلزم یو واقعیت دی. ځکه چې د پښتون په نامه یو ولس موجود دی د مځکې په یوه معینه سیمه کښې ژوند کوي، د پښتون ولس د  ملي خپلواکۍ د مبارزو او د پښتنو د عظمت په نامه په تاریخ کښې یو ځلانده فصل موجود دی. هر کله چې پښتنو له دغو درې ګونو عنصرونو څخه یوه(واکمني) بایللې ده؛ نو د هغه د بېرته لاس ته راوستلو د پاره د پښتونستان په نامه د یو نهضت شروع کول یو معقول کار هم دی. ځکه چې د پښتونستان سیمه د لویې پښتونخوا له اصلي وجود څخه په داسې غیر عادلانه شرایطو سره بیله کړه شوه، چې هېڅ قانوني او حقوقي نسبت یې نه درلود.
هغه تړونونه چې په دې باره کښې شوي دي هغه د حاکم او محکوم غالب او مغلوب او په پای کښې د جابر او مجبور تر منځ و او هېڅ تړون په داسې حال کښې حقوقي ماهیت نه لري، د هند وېش په وخت کښې کومه د نامه رای ګیري چې وشوه هغه د سلف ډېتر منیشن(SELF_ DETERMINATION ) له اصولو څخه ډېره مخالفه او لرې ده ځکه په دې رایه ګیري کښې پښتنو او بلوڅو ته اختیار نه و ورکړی شوی، چې لکه څنګه چې یې غوښتي وی هغسې خپل سرنوشت وټاکي هغوی ته صرف دا چانس ورکړ شوی و چې یا به هندوستان مني یا پاکستان.
د سلف ډېترمنیشن(د سرنوشت د تعیین حق) له اصل سره سم باید پښتنو ته دا اختیار ورکړ شوی وای، چې خپل مقدرات له خپلې خوښې سره سم په هندوستان ـ پاکستان ـ پښتونستان یا افغانستان پورې تړي یا په کوم بل حیث. د افغانستان ذکر له دې کبله حتمي و، چې د اوسني پښتونستان په نامه چې موږ کومې سیمې پېژنو هغه د ډېرو ظالمانه تړونو په اساس له افغانستان څخه جلا شوي دي پښتانه افغانستان خپل مرکز بولي او په دې مرکز باندې راټولېدل د هر پښتانه د زړه ارزو او حق دی بله دا چې د پښتونستان د خپلواکۍ نهضت له دې کبله هم یو واقعیت او معقول دی، چې د ضرورت له اصل سره سم یو ضرورت دی اوس به موږ دغه ضرورت د افغانستان او پښتونستان د پاره له اقتصادي او سیاسي نظر څخه تر څېړنې لاندې ونیسو.
د پښتنو دپاره د پښتونستان اقتصادي ضرورت
دا تر ټولو څرګنده خبره ده، چې د یوه محکوم ولس ټول اقتصادي منابع د حاکم دولت په لاس کښې وي. اقتصادي استثمار د استعمار اصلي هدف دی . مسلط حکومت له تسلط لاندې ولس سره د نورو تبعیضي پالیسو په لړ کښې د اقتصادي تبعیض پالیسي هم چلوي د مسلط دولت اقتصادي سیاست دا دی، چې د اقتصادي انکشاف سرعت په مسلط او تسلط لاندې هېواد کښې په موازي ډول سیر ونکړي که چېرې د انګلستان د دوه سوه کلن تسلط په موده کښې د انګلستان او هندوستان اقتصادي انکشاف تر منځ یو مناسبت ټینګ کړو په ډېر وضاحت سره زمونږ د پورتني ادعا ثبوت کوي، هندوستان له خپلو ټولو اقتصادي منابعو او انساني بې ساري قدرت سره بیا هم د نړۍ له ډېرو بېرته پاته هېوادو څخه دی او اقتصادي مسلې یې ټولو ته څرګندې دي.
پښتونستان هم چې په برتانوي هند پورې جبرا تړل شوی و په عین شرایطو کښې واقع دی د پښتونستان د بلوچستان ولایت او د پښتنو داسې نورې محکومې او نیمه محکومې علاقې سره له ټولو امکاناتو د نړۍ له ډېرو بېرته پاته سیمو څخه حسابیږي.
د نوي استعمار د دیارلس کلن تسلط په دوران کښې عین حال دی د پښتونستان د اقتصادي منابعو ګټه نظر پښتنو ته د پاکستان په جېب کښې لویېږي. د دې ادعا د اثبات شواهد ډېر زیات دي مثلا د ورسک د برښنا ستیشن په پښتونستان کښې واقع دی؛ خو ګټه یې پنجاب ته رسېږي او د پنجابیانو کورونه پرې رڼا کېږي، کارخانې یې پرې چلېږي او داسې په سلګونو نور کارونه ورڅخه اخېستل کېږي، په مقابل کښې ګورو چې د پنجاب له خوا پښتونستان ته څه شی راځي؟ په پنجاب کښې جوړ شوي ټکران او نور مصنوعات چې هغه هم اومه مواد یې د پښتونستان له سیمې څخه په ډېره ارزانه بیه پېرودل کېږي او په مصنوعي شکل بېرته په پښتنو خرڅېږي؛ خو په ګران قیمت.
د پښتونستان سیمه د پنجاب ـ سند او بنګال د مصنوعاتو لوی بازار دی د پنجاب او بنګال پانګې په پښتونستان کښې په استعماري شرایطو سره په کار لویېږي او ټولې کارخانې د پنجابیانو په سرمایو جوړې شوي دي. کارګران یې د هند مهاجرین دي، که چېرې په دغو کارخانو کښې، چې د پښتونستان په سیمو کښې جوړې شوي دي د سرمایه ګذارۍ فیصدي د کارګرو د شمېر فیصدي د پښتون او غیر پښتون له حیثه تر کتنې لاندې ونیسو زموږ دا ادعا به په ښه شان ثابته شي، چې په پښتونستان کښې د نورو تبعیضو په لړ کښې د اقتصادي تبعیض پالیسي په ډېر وضاحت سره چلېږي څو کاله پخوا، چې په پاکستان کښې تش د نامه فیډرالي نظام(FEDERAL SYSTEM ) تر یوې اندازې پورې ځینې ساده خلک پدې غولېدلي وو، چې په پاکستان کښې د فیډرالي جمهوریت هره صوبه ځان ته بودجه لري او په هغې صوبې کښې خرڅېږي او د بودجې کسرونه د مرکزي حکومت له خوا پوره کېږي؛ خو دا څو کاله وشوه چې فیډرالي نظام ختم دی او په ځای یې د یوه یونټ پروژه جاري شوې، چې د هغې په اساس وړې صوبې په لویو صوبو وتړلی شوې او هغه نیمګړی مالي استقلال، چې په یوه فیډرالي نظام کښې هرې صوبې ته ورکړی شوی و بېرته سلب شو او پدې صورت د وړوو صوبو استثمار یو قانوني شکل غوره کړ، پخوا به یو شی له صوبه سرحد څخه پنجاب یا سند ته وړل کېده نو نوم به پرې د صوبه سرحد شو اوس هر شی د مغربي پاکستان مال دی.
د ورسک بجلۍ (برښنا) د مردان د بورې کارخانه ټول د صوبه سرحد شمال غربي مال او په همدي نامه به نورو ورڅخه ګټه کوله؛ خو اوس د مغربي پاکستان مال شو او د مغربي پاکستان په هغو سیمو کښې ورڅخه کار اخیستل کېږي، چې له صوبه سرحد نه ډېر په مخ او غیر پښتانه دي.
پخوا هم په صوبه سرحد شمال مغربي او بلوچستان(پښتونستان)  کښې د استعماري تسلط له برکته د مځکو په برخه کښې د جایګیر داري یا زمینداري( LANDLOROISM ) سیستم برقرار او د پښتنو اکثریت بې ځمکې وو د څو تنو ټولې ځمکې جایګیر دارو په قبضه کښې وې، د پاکستان مارشل لا یې نظام د ځمکو د اصلاحاتو پروګرام په لاس کښې ونیو د دې په ځای، چې په دې اصلاحاتو کښې زیاتې ځمکې په بې ځمکو پښتنو وویشلی شي د هندوستان د پناه غوښتونکو سیلاب مخ په پښتونستان راوخوځېد او د پښتنو زمېندارو ځمکې ورته ورکړی شوې په دې ډول زیات شمېر پښتانه بې کاره او بې روزګاره پاته شول، چې اوس د پاکستان له عسکري ملازمت نه په پرته بله لاره نه لري.
په سیاسي لحاظ د پښتنو د پاره د پښتونستان ضرورت
دا یو مسلم او منل شوی حقیقت دی، چې که یو ولس سیاسي خپلواکي نه لري او د بل تر اسارت لاندې ژوند کوي د هغه ټول مادي او معنوي استعدادونه به نه یوازې د مسلط نظام په ګټه وي بلکه هغه ټول به ورته د ځان بلا او لوی تکلیف وي، مال به دده وي خو اختیار به یې د بل، څه چې یې زړه غواړي هغه به کولای شي او څه چې یې زړه نه غواړي هغه به پرې کېږي زحمت او کړاو به دده وي؛ خو ګټه به یې د نورو، د پښتنو ماضي او حال ته چې یو نظر واچول شي دوه دورې په نظر راځي:
لومړۍ هغه دوره، چې پښتنو خپلواکۍ لرله او د استقلال خاوندان وو، نه یوازې یې په خپل هېواد کښې ستر مدنیتونه مینځ ته راوړل بلکه د لویو متصرفاتو خاوندان شوي هم وو، د غوریانو امپراطوران د سوریانو شهنشاهي غزنویانو او ابدالیانو د عظمت لوړې دورې د هر چا په یاد دي.
خو کله چې د خپلواکۍ نعمت د پښتنو له لاسه لاړ نه یوازې یې خپل عظمت بایللی دی بلکه د نورو تر لاس لاندې او د نورو د لاس آله شوي هم دي، په پښتنو باندې د اسارت دوه دورې راغلي دي: د کلاسیک یا د انګریز د استثمار په دوره کښې د هر ملحوظ د پاره چې و لومړی پښتانه جبرا له خپل اصلي مرکز څخه جلا کړل شول، جلا سیمې د استعماري ګټو د پاره په دریو برخو ویشلی شوي، چې یوې ته د اداري سیمې( ADMINISTERED AREAS ) بلې ته د نیمه ادارې سیمې(SEMI ADIMINISTERED AREAS ) او درېمې ته د ازادو قبیلو یا قبیلوي سیمو(TRIBAL AREAS ) نوم ورکړی و.
بلوچستان جلا صوبه شوه د هرې برخې تر منځ وېشونه او پولې جوړې شوې. په دې ډول پښتنو نه یوازې خپل مرکزیت بایلود بلکه په خپلو کښې سره ټوټې ټوټې شول؛ خو زړو استعماریو نو دا ونه کړل چې د پښتنو یوه لوېشت خاوره په سند یا پنجاب پورې وتړي البته د پښتنې ثقافت د پاره یې ونه کړل.
د پښتنو د پاره یو صوبایي حکومت او صوبايي پارلمان موجود و، د پښتنو ورځ پاڼې او مجلې د پښتنې ثقافت د ژوندي ساتلو د پاره موجودې وې د پښتنو د پاره د سیاسي فعالیت ازادي موجوده وه د پښتنو ګوندونه او ډلې موجودې وي، پښتون پښتون و او پنجابی پنجابی، د دې کوشش نه کېده، چې تور سپین کاندي یا سپین تور، کوم شی، چې نه و هغه د پښتنو سیاسي او ملي خپلواکي وه؛ خو د اوسني تازه پاکستاني استعمار په دوره کښې پښتانه د خپل ټول موجودیت دا محاله خطر سره مخامخ دی.
نن د یونټ تر پلان لاندې د پښتنو ارضي موجودیت د ختمولو د پاره د هغوی خاوره په سند او پنجاب پورې وتړله شوه د هغوی د سیاسي موجودیت د ختمولو د پاره د هغوی صوبايي حکومت صوبايي پارلمان او ټول سیاسي ګوندونه ړنګ او غیرقانوني اعلان شول. د پښتنو د ثقافتي موجودیت د امحا د پاره د پښتنو د ملي ژبې پښتو په ځای اردو او بنګالي د دوی رسمي او ملي ژبې اعلان شوې، چې په اجباري ډول تطبیقېږي په پښتو خپرونو باندې ډول ډول بندېزونه او قیود وضع کېږي.
د(مونږ مسلمانان یو نه عرب او نه افغان) تر شعار لاندې دا هڅه کېږي، چې په پښتنو کښې د پښتونولۍ او د ملیت او د استعمار په ضد احساسات ووژني، پښتانه د اسلام په نامه د خپلو سولو غوښتونکو او ګاونډیو دوستانو په مقابل کښې د جهاد فې سبیل الله او نعره تکبیر په نامه استعمال کړي.
تر ټولو خطرناکه خبره خو داده، چې د پښتنو سیمه نه یواځې د پاکستان امپریالیزم پاملرنه ځانته راګرځولې بلکه له بده مرغه د هغوی خاوره په عمومي ډول د بین المللي امپریالزم په مرکز بدله شوې ده.
د دې خبرې خطر نه یوازې د پښتنو د ملیت غوښتنې نهضت ته متوجه دی بلکه د پښتنو د ټولو ګاونډیو هېوادو سلامتیا ته هم لوی لوی مصیبتونه دي د پښتنو په خاوره په لوېدیځ پاکستان کښې د خارجي امپریالستي هېوادو سترې نظامې اډې جوړې شوېدي د پښتنو علاقه د  ګاونډیو هېوادو په مقابل کښې د ټولو نظامي تیریو، سیاسي دسایسو او د جاسوسي فعالیتونو د مرکز په شان استعمالېږي، د پیښور له میدانو څخه د امریکايي یوـ ۲ ډوله جاسوسي الوتکې الوتنه زموږ د دې ادعا ژوندی ثبوت دی.
د پښتونستان د موضوع ضرورت له اقتصادي پلوه د افغانستان د پاره
که چېرې پښتونستان تر یو استعماري تسلط لاندې وي او د پښتنو د خپلواکۍ موضوع په معقول او عادلانه ډول حل نشي طبیعي ده، چې د پښتون ملت او د مسلط استعماري نظام تر منځ به شخړې او مجادلې خپلواکۍ ته تر رسېدو پورې دوام کوي په افغانستان کښې، چې د هر حکومت او هره ډله بر سر اقتدار وي په هېڅ صورت د ځینو ټینګو ثقافتي او تاریخي علایقو له کبله له دې موضوع څخه بې علاقې کېدای نه شي په هره اندازه، چې افغانستان په دې موضوع کښې دلچسپي اخلي طبعا به له یو استعماري عکس العمل سره مخامخ شي، د دې عکس العمل سیاسي اړخونه به پرېږدو، استعماري عکس العمل معمولا د اقتصادي محاصرې په شکل وي د افغانستان په وارداتي شیانو باندې به درانه ټکسونه ږدي او د افغانستان د اقتصادي بیلانس د خرابولو د پاره به ډول ډول اقتصادي او تجارتي نیرنګونه او دسیسې جوړېږي افغانستان د خپل اقتصادي انکشاف د پاره آزاد او تجارتي لارې ته اړ دی د دې اړتیاوو د لرې کولو د پاره دوه لارې موجودې دي یا دا، چې افغانستان په خپله بحر ته لاره ولري یا خو پر خپل ګاونډیتوب کښې یو داسې دوست هېواد ولري، چې د هغه ګټه د افغانستان ګټه وي او د افغانستان ګټه د هغه ګټه وي.
یو د بل د ګټو ساتندوی او یو د بل د پرمختګ ممد او موید وي او یا خو په بل عبارت د یوه انکشاف او پرمختګ د بل د انکشاف او پرمختګ شرط وي.
د افغانستان د پاره پرته له پښتونستان څخه بل هېڅ څوک داسې نیک ګاونډی کېدلای نه شي او نه د پښتونستان د پاره پرته له افغانستان نه بل هېواد داسې نېک ګاونډي کېدلای شي.
د افغانستان د پاره د پښتونستان سیاسي ضرورت
اقتصاد یو بنسټ دی، چې سیاسي، اجتماعي، ثقافتي، حقوقي، قانوني اخلاقي او ټولې ذهنې موسسې پرې بنا دي د هر هېواد اقتصادي وضع د هغه هېواد سیاسي او ثقافتي، اخلاقي او حقیقي اوضاع تعینوي، لکه څنګه، چې مو له اقتصادي پلوه د پښتونستان د موضوع د حل څرنګوالی د افغانستان د اقتصادي پرابلمونو د حل د څرنګوالي سره تړلی باله له سیاسي نظر څخه د پښتونستان د موضوع حل د افغانستان په سیاسي وضع باندې نېغه اغېزه لري.
که چېرې د پښتونستان موضوع د عصري ایجاباتو او پرنسېبونو له مخو د پښتنو له غوښتنو سره سم حل شي لکه څنګه، چې به اقتصاد افغانستان په آزاده ساه وباسي او د نورو له قید او بند څخه به خلاص شي له سیاسي لحاظه به هم خپل آزاد سیاست له خپلو ګټو سره سم تعقیبولای شي، هیڅ کله به افغانستان د نورو د سیاسي او اقتصادي ګټو د ساتلو د پاره د یو پهره دار او حایل دولت(BUFFER _ STATE ) په شکل نه استعمالېږي.
په پای کښې  د افغانستان د سیاسي استحکام او نظم د پاره د پښتونستان د موضوع حل یو حتمي او ضروري کار دی.
د پښتونستان سیاسي محکومیت د افغانستان سیاسي استقلال ته ستره صدمه ده، تر څو چې پښتانه خپل بشپړ سیاسي استقلال ترلاسه نه کړي د افغانستان خپلواکۍ به په یوه پښه وي. د پورتنیو ملاحظاتو په رڼا کښې دا ویلای شو، چې د پښتونستان نهضت یو خالص نیشنلستي د استعمار په ضد نهضت او یو ضرروت دی. د یوه نیشنلستي نهضت ملاتړ او په یوه استعماري ضد نهضت کښې برخه اخېستل د هر ملي او مترقي افغان ملي او بین المللي وظیفه ده، هره ناغېړه چې پدې برخه کښې کېږي نه یوازې به د امپریالزم او ارتجاع په ګټه وي بلکه د هر اصلاحي پروګرام د عملي کولو او د هر مترقي اجتماعي نهضت د پرمخ بېولو په لاره کښې به لوی لوی خنډونه پېدا کړي.


islamdilchasproghtiakhabariamakalaikor
taglara
kitabtonshirona
ariki
Copyright©: Reshtia 2012