Reshtia


 

کال ۲۰۱۷ د اپريل ۹ پوهنوال ډاکتر عبدالرشید جلیلي

کورني وطن پلورونکي ، ملي خاینان ، د بهرنیو اشغالګرو پنجابیانو څخه ډیر خطرناک  او د افغانانو د ملي ګټو سره ضدیت لري

د ۱۳۹۶ کال د حمل پر ۱۱ نیټې د « ملي کنګرې » وطنپلورونکې ډلې په کابل کې یوه غونډه جوړه کړې وه . په دې غونډه کې د نوموړې ډلې معلوم الحال وطنپلورونکي مشر (لطیف پدرام ) په بربنډ ډول د پنجابیانو له اجنټ څخه هم د ډیر ذلیل کس په توګه د ډیورنډ د تورې کرښې د په رسمیت پیژندلو غوښتنه کوله .
دا نه یواځې د افغانستان ، بلکې د نړۍ د ډیرو هیوادونو په تاریخ کې بیلګه نه لري ،چې  په ظاهر کې د یو هیواد تبعه ، د ولسي جرګې غړی دې، داسې برالا د خپل هیوادد ځمکنۍ بشپړتیا په وړاندې خیانت وکړي . په دې کې شک نه شته چې د بهرنیو اشغالګرو د اشغال پر مهال ځینې سست عنصره په شخصي ګټو مین کسان د خپلوګټو په خاطر د بهرنیو اشغالګرو د جاسوسانو او اجنټانوپه څیر ذلت ته زړه ښه کوي ، خو داسې وطن پلورونکي به ډیر کم لیدل شوي وي چې دومره ذلت ته زړه ښه کړي چې د غاصبانو اشغالګرو پنجابیانو په استازیتوب میدان ته راووځي او اعلان کړي چې د انګریزي استعمار په واسطه تپل شوې د ډیورنډ کرښه له اموڅخه تر اباسینه پورې د پنځه زره کلن تاریخ لرونکي افغانستان  او پرون د انګریزانو له خوا جوړ شوي بې تاریخه پاکستان ترمنځ  نړیوال برید دی ، باید په رسمیت وپیژندل شي  .
په دې کې شک نه شته ، چې لطیف پدرام ځان ته افغان نه وایي او افغان هم نه دی . پدرام د ایران تبعه او اجنټ دی ، چې اوس یې د پنجابیانو غلامۍ ته هم ملا تړلې ده . خو په خواشینۍ سره د اولسي جرګې د غړي په نوم یې دې ملي خیانت ته بډې راوهلي او غواړي نیم افغانستان ، چې له امو څخه تر اباسینه پورې د ستر افغانستان بقا ورپورې تړلې ده ، پنجابي اشغالګرانو ته پریښودل شيٍ ، تر څو افغان ستر ملت د نابودۍ سره مخامخ شي او په دې ډول د افغان سترملت د ټولو دښمنانو ، د لطیف پدرام غوندې خاینانو په ګډون خوا یخه شي . 
د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا پر ضد د لطیف پدرام او ډلګۍ دریځ یې ملي خیانت دی . نوځکه دوئ  باید د ملي خاینانو په څیر محاکمه او د قانون له مخې د ملي خیانت د سرته رسولو سزا ورکړل شي . د موجوده دولت له خوا د ملي خیانت کولو په تور تعقیب او محاکمه شي .  دا د دولت مسؤلیت او دنده ده چې د افغانستان له ځمکنۍ بشپړتیا څخه دفاع وکړي . څوک چې د هیواد د ځمکنۍ بشپړتیا سره ضدیت لري او یا خیانت ورته کوي باید تعقیب او محکمې ته وسپارل شيٍ . دولت باید په دې اړوند د « بیان ازادي » پلمه ونه ګرځوي ، ځکه چې دا کورنۍ موضوع نه ده ، بلکې دیوبهرني اشغالګر ځواک په ننګه د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا پرضد د اشغالګرو د اجنټانودریځ دی .
همدارنګه ملي شورا ( د مشرانو جرګه او ولسيٍ جرګه )چې د ملت استازیتوب کوي مکلفیت لري چې د افغانستان له ځمکنۍ بشپړتیا څخه دفاع وکړي .څوک چې ددې ملي ناموس پرضد توطیه کوي باید د افغان ملت د دښمن په څیر چلند ورسره وه  شي . د ولسي جرګې غړیتوب ترې واخستل  شي ، وه رټل شي او د ملي خیانت په تور محاکمه شي . که دملي شورا بل کوم غړی د دې ملي خاینانو( پدرام او ډلې ) پلویتوب  کوي او یا د دوئ پر خیانت سترګې پټوي او کوم غبرګون نه ښئ ، هم د جرم د شریکانو په څیر تر پوښتنې لاندې ونیول شي . که پرې ثابته شي چې د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا څخه په د فاع کې ناغیړي کوي او یا بې تفاوته دي  باید دملي شورا غړیتوب ترې واخستل شي او د پدرام د ډلې د غړو په څیر چلند ورسره وه شي .
پر افغانستان باندې د امریکایانو له تیري او اشغال څخه وروسته ، نه یواځې د نورو بهرنیوتیري کوونکو ځواکونو، په تیره بیا پاکستان او ایران ، تیري ، لاسوهنې او توطیې زیاتې شوې دي ، بلکې کورني خاینان ، چې د دغو هیوادونو استخباراتي سازمانونو سره اړیکي لري،دومره زړور شوي دي چې په ښکاره یې د افغانستان له نوم ، د افغانستان له هویت او د افغانستان له ځمکنۍ بشپړتیا سره ضدیت او دښمني پیل کړې ده . خو ملت انتظار باسي چې د امریکایانوله خوا پر افغان ملت تپل شوی دولت څه کوي . ملت یواځې خاموش اکثریت نه دی . په ملت کې ډیر ملي وطنپال  شخصیتونه ، ډلې او ځواکونه شته چې د خپلو ملي ارزښتونوڅخه دفاع ته ژمن دي  او په دې لار کې له هیڅ ډول سرښندنوڅخه ډډه نه کوي . دوئ به په ډیره ډاډمنه توګه د ټول افغان ملت په ملاتړله خپلو ملي ارزښتونو او ګټو څخه دفاع وکړي . هیڅکله به پر خپلو ملي نوامیسو معامله ونه کړي او نه به بل چاته اجازه ورکړي چې پر ملي نوامیسو معامله وکړي .
هغه څوک چې رسنیو ته لاسرسی لري د رسنیو له لارې به ملي خاینان بربنډوي او خلکو ته به یې وربیژني . هر چارواکی چې د ملي خاینانوسره ملګری وي ، هغه به رسوا کیږي او پر وړاندې به یې د یو ملي خاین په څیر چلند اوپه سزا به رسیږي . ورځپاڼې ،جریدې ، ویبپاڼې ،رادیویي اوتلویزیوني شبکې هغه وخت خپلې ملي دندې په ښه توګه سرته رسوالای شي او خپله ملي وجیبه ادا کولای شي  ، چې د هیڅ وطنپلورونکي ملي خاین مراعت ونه کړي  ، په بیرحمۍ یې بربنډ ، وه ټکوي او د افغانستان دخلکو د دښمن په څیر یې خلکو ته ور وپیژني .
د پدرام اوډلې دملي خیانت په وړاندې د ځینوملي وطنپالو وکیلانوغبرګون د ستاینې وړ دي ، خوبس نه دی .هیله ده چې دغسې له ملي نوامیسوڅخه د دفاع غبرګون لاپسې ژور ، پراخ او ځواکمن شيٍ ، ترڅو د پدرام په څیرملي خاینین له ملي شورا څخه وه شړي . چې بیا بل کوم خاین د ولسي جرګې له غړیتوب څخه د ناوړه ګټې په اخستو سره د افغان ملت د ګټو پر ضد رمباړه ونه کړي . ټول افغانان ، په تیره بیا هغوئ چې ځانونه د ملت استازي ګڼي مکلفیت لري چې د افغانستان له ملي نوامیسو ( خپلواکۍ ، ملي واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ) څخه دفاع وکړي . له اموڅخه تر اباسینه پورې  له هر اړخه یو او نه ویشونکی  ، پنځه زره کلن تاریخ لرونکی افغانستان دی ، چې د انګریزي استعمارچیانوله خوا د ډیورنډ د تورې کرښې په واسطه نه شي بیلیدای .
ټول بهرني اشغالګر ځواکونه  باید له افغانستان څخه ووځي، په ۲۱ پیړۍ کې د زاړه استعمار خوبونه وه نه ويني . په تیره بیاپنجابي اشغالګر ځواکونه ، چې اوس  هلې ځلې کوي د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته ګواښ او خطر پیښ کړي باید ژر تر ژره د نیم افغانستان اشغال پای ته ورسوي او له اباسین څخه اخوا واوړي . افغانان پریږدي چې په خپل هیواد ، له اموڅخه تر اباسینه پورې افغانستان   کې سوله او ټیکاو منځته راوړي .که پنجابیان په خوښه د افغانستان له خاورې  څخه نه ځي او اشغال پای ته نه رسوي ، نو بیا له امو څخه تر اباسینه پورې ستر افغان ملت دا مکلفيت او دنده لري چې د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا د خوندي کولو لپاره د پنجابي تور مخو یرغلګرو ځواکونو په وړاندې پاڅون وکړي او په زور یې له خپلې خاورې څخه وه شړي .
له امو څخه تر اباسینه پورې د ستر افغانستان ټول ملي وطنپال شخصیتونه ،ډلې اوځواکونه ملي – اسلامي دنده لري چې د خپل هیواد د یووالي ، خپلواکۍ ، ملي واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتیا د خوندي کولو په خاطر د بهرنیو او کورنیو دښمنانوپه واسطه د افغان ملت د ویشلو ټولې توطیې شنډې کړي . په یوملي اسلامي ازادي بښونکي غورځنګ کې راټول شي . د یو منظم پروګرام له مخې له امو څخه تر اباسینه پورې ټول افغان ملت د استعمار په واسطه  د ویشل شوي افغانستان د بیرته یووالي  لپاره مبارزې ته راپاڅوي .
ژوندی دې وي له اموڅخه تر اباسینه پورې ستر افغانستان او ستر افغان ملت !
مړه دي وي له امو څخه تر اباسینه  پورې  د ستر افغانستان او ستر افغان ملت  دښمنان  !
مړه دې وي استعماري اشغالګر ځواکونه او د هغوئ اجنټان ، دا د افغانانو د نیکمرغۍ دښمنان !

و من الله التوفيق  

islamdilchasproghtiakhabariamakalaikor
taglara
kitabtonshirona
ariki
Copyright©: Reshtia 2012