Reshtia

Monday, May 20, 2013 15:59

 

د مې ۲۵، ۲۰۱۲ کال

د قرآن مجيد د ويلو مسٌلې

-قرآن شريف صحيح صحيح ويل واجب دي. هر حرف دې سم سم ووايي. د همزه او عين په مابين کې چې کوم فرق دی دغه رنګه د لوی  ح او کوچنۍ ه په مابين کې او د د-‌ذ، ظ-ز-ض په مابين کې او د س- ص- ث په مابين کې چې فرق دی په تلفظ او ويلو کې هم بايد فرق وکړل شي. د يوه حرف پر ځای دې بل حرف نه وايي.
-که يو څوک يو حرف نه شي ادا کولی مثلاٌ د ح پر ځای ه وايي يا ع  نه شي ادا کولای، يا س- ث – ص ټول په سين سره وايي نو د صحيح ويلو تمرين او زده کړه پر لازمه ده. که د صحيح  ويلو کوشش نه کوي نو ګنهکار دی او د دې هيڅ لمونځ صحيح نه دی. البته که په کوشش کولو سره يې هم سم نه شي ويلای بيا نو مجبوري ده.
که ح –ع او نور حرفونه ادا کولای شي ليکن د بې باکۍ او بې پروايې د سببه د ح پر ځای ه او د ع پر ځای همزه هميشه وايي. او په خيال او فکر سره دغه حروف نه وايي، ګنهکار دی، لمونځ يې هم صحيح نه دی.
-که يو سورت په اول رکعت کې وويل شي او هغه صورت په دوهم رکعت کې بيا وويل شي نو هيڅ پروا نشته. ليکن بې له ضرورته داسې کول ښه نه دي .
-هر قسم چې په قرآن شريف کې د سورتونو ترتيب دی په همدغه ترتيب سره بايد په لمانځه کې وويل شي. کوم چې د عم يتساٍلون په سپاره کې سورتونه ليکل شويدي، په دغه ترتيب دې په لمانځه کې سورتونه نه وايي ځکه چې د دغې سيپارې ترتيب د سورتونو د قرآن شريف د سورتونو د ترتيب څخه سرچپه دي (د کوچنيانو د آسانتيا لپاره ددغې سيپارې ترتيب بدل کړای شويدی). نو سورتونه دې داسې وايي چې په اول رکعت کې يو سورت ووايي نو په دوهم رکعت کې به تر دغه سورت وروسته سورت  وايي تر دغه مخ کې سورت به نه وايي. مثلاٌ يو چا په اول رکعت کې قل يا يها الکفرون ووايي نو اوس به آذا جآ يا قل هو الله يا قل اعوذو برب الفلق يا قل اعوذو برب الناس وايي او الم ترکيف، لایلف او نور سورتونه چې تر دغه ويل شوي سورت مخکې دي نه به وايي. دغه قسم ويل مکروه دي. ليکن که هيره سره يې دغه قسم ووايي نو مکروه نه دي.
-چې يو سورت شروع کړې، بيا دغه سورت په مابين کې پريږدې، بل سورت بې له کوم ضرورته شروع کړې، دا مکروه دی.
-د چا چې لمونځ نه وي زده يا نوی نوی مسلمان شوی وي نو دې هر ځای سبحان الله سبحان الله وايي نو فرض يې ادا کيږي. ليکن د لمانځه زده کړه دې جاري وساتي. که په لمانځه زده کولو کې ځنډ وکړي نو ډير ګنهکار کيږي.

د بهشتي زيور له کتاب څخه

 


islamdilchasproghtiakhabariamakalaikor
taglara
kitabtonshirona
ariki
Copyright©: Reshtia 2012