Reshtia

Monday, May 20, 2013 15:59

 

د مې ۲۵، ۲۰۱۲ کال

خوځښت او روغتيا

بارن- هالند: ډير زاړه خلک د خوځښت او روغتيا په هکله درست تعبير نلري . يانې تقريباٌ  ۴۲ په سلو کې نپوهيږي چې سپورت کول د سينو او د کولمو د سرطان د پيدا کيدو چانس کموي . په داسې حال کې چې دا سمه خبره ده.
د Plus Magazine   په يوه پلټنه کې چې په ۱۰۲۲  له ۵۰ کالو څخه پورته کسانو کې سرته رسيدلې  ،دا خبره ثابته شويده.  هغه کسان چې ډير وزن لري ، د سرطان د پيدايښت چانس هم ورسره ډير وي . سربيره پر دې خوځښت په وجود کې د هورمونونو په اندازه اغيز لري چې له همدې کبله  په هغه ښځو کې  ،چې په منظم ډول فعاله دي ،د ۲۰ څخه تر ۴۰ ٪ پورې د سينود سرطان واقعات کم وي په پرتله د هغو ښځو چې کم خوځښت لري .
همدارنګه « ډير خوځښت په ماغزو ښه اثر لري» دا خبره  Erik Scherder د امستردام او خروننګن په يونيورستي کې د روحي- عصبي او خوځښت د علومو پروفيسور  په ډاګه کوي . په يو فعاله انسان کې له ۲۰ څخه تر ۵۰ ٪ پورې د حافظې د خرابوالی (Alzheimer ) ناجوړتيا د پيدا کيدو چانس کم وي .
همدارنګه په هغه کسانو کې چې مزی ټوپ (ريسمان بازي) کوي ، د هډکو د کمزورتيا (Osteoporosis ) د مخنيوي دپاره ښه سپورت ثابت شويدی . خو ډير خلک په دې نپوهيږي. په هډکو د زور راوړلو له کبله د هډکو حجرات تنبيه کيږي چې نوی هډوکی جوړ کړي.  لڼد مهاله او تيز سپورتونه د هډوکو د کلکوالي دپاره ډير اغيزمن دي. يانې په ورځ کې ۴ کرته ۳ دقيقې مزی ټوپ د هډوکو جوړولو دپاره ډیر ښه دی په پرتله د نيم ساعت ګرځيدلو.
http://www.nu.nl/gezondheid/2819161/veel-misverstanden-bewegen-en-gezondheid.html

 


islamdilchasproghtiakhabariamakalaikor
taglara
kitabtonshirona
ariki
Copyright©: Reshtia 2012