Reshtia

Monday, May 20, 2013 15:59

 

د تورو مرچو ترخه توکي د وجود چاق حجرات په نښه کوي

د مې څلورمه ۲۰۱۲ کال : د تورو مرچو هغه توکي چې تا پرنجوي کيدای شي چې تا هوښيار هم کړي .
يوې نوې مقدماتي څيړنې ښودلې ده چې د piperine  په نامه  د تورو مرچو توکي چې د هغې د تريخوالي  عامل دي، د غوړو د جحراتو د جوړولو په مخنيوي سره د چاقوالي مخه نيسي .  که چيرته په راتلونکي کې نورې څيړنې هم داسې ورته لاسته راوړنې ولري ، نور تور مرچ به د غوړو سره د تړلو ناروغتياوو  لکه  د چاقوالي د علاج لپاره يو ه نوې چاره وي .
«زموږ موندنه ښکاره کوي چې Piperine ، چې په تورو مرچو کې لويه برخه جوړوي ، د شحمي حجراتو د جوړښت مخه نيسي  . . . چې په دې سره ممکن د تورو مرچو کارول د چاقوالي په علاج  کې يو څرګند رول ولري» .  دا خبره Ui-Hyun Park د کوريا په سيول کې د سيونګ په يونيورستۍ کې څيړونکی په Journal of Agricultural and Food Chemistry کې ليکي .
څيړونکي وايي چې د تورو مرچو او د هغې د بوټې لا له ډير پخوا راهيسي په ختيځ روايتي طبابت کې پيژندل شوي دي  او د کولرا، اسهال او نور معدوي – امعاوي ناجوړتياوو لپاره استعماليدل . همدارنګه  په دې هکله چې تور مرچ څه ډول د وينې د جريان له لارې کارن دي ، يو څه کم معلومات شته چې ممکن د تورو مرچو ګټور اغيز توضيح کړای شي .
په خپله دغه څيړنه کې څيړونکو د Piperine  اغيز  د شحمي انساجو په جينونو باندې په لابراتوار او په کمپيوتر کې وڅيړل . لاسته راوړونو وښودله چې Piperine دهغه جينونو په فعاليت چې د نوو شحمي حجراتو د جوړولو مسؤول دي،  خڼد کيږي .
څيړونکي وايي چې د تورو مرچو دغه ګټه يو ځنځيري تعامل جوړوي چې د شحمي حجراتو جوړښت په کنترول کې ساتي . څيړونکي ليکي: «په هر صورت، زموږ لاسته راوړنه په ډاګه کوي چې Piperine به  په غوړو پورې د تړلو ناروغيو د علاج لپاره يو مهم طبيعي مرکب وي ».

 


islamdilchasproghtiakhabariamakalaikor
taglara
kitabtonshirona
ariki
Copyright©: Reshtia 2012