Reshtia

Monday, May 20, 2013 15:59

 

شوقي سګرټ څکل هم حافظه خرابوي


بارن، هالند: ډير خلک چې هسې کله د شوق نه سګرت څکوي، فکر کوي چې ګوندې دوئ خپلې روغتيا ته دومره زیان نه رسوي، خو داسې جوتيږي چې شوقي سګرت څکول د حافظې دپاره هومره زيانمن دي لکه  د سګرټو عمل چې زیانمن دی .
د نرودترومبيا د يونیوستۍ څيړونکي ۲۸ محصلين  چې په درې ګروپونو تقسيم کړي  و، وڅيړل.  لومړی ګروپ چې هيڅ سګرټ يې نه څکل، دوهم ګروپ چې د ورځې يې له لسو څخه تر پنځلسو سګرټو پورې څکل او دريم ګروپ چې شوقي سګرټيان و.  هيڅ  يو د ګډون کونکو  څخه په نورو دوا ګانو او الکول معتاد نه و .
په دغه څيړنه کې بايد زده کړیالانو په خاصو شرايطو کې ځينې خاصې کړنې په ياد وساتي .  يانې د دغې څيړنې موخه د زده کړيالانو د  حافظې امتحانول وو.
سګرټ څکوونکو دغه تجربې ډيرې خرابې سرته ورسولې د هغوئ په پرتله چې سګرټ يې نه څکول .  داسې ښکاريده چې د سګرټو تعداد  د اونۍ په ا وږدو کې کوم رول نه درلود.  
«د سګرټ له وجې د حافظې کمزوتيا هم د دماغ د نسج د وړوکي کيدو سره اړيکي لري» دا خبره Tom Heffernan
يو له څيړنکو څخه وکړه . ده وويل : «زموږ څيړنې وښودله چې د حافظې په خرابوالي کې هيڅ کوم فرق نه راځي که د  يوه اونۍ  په اوږدو کې کم او يا ډير سګرټ وڅکل شي ».
په مخکينيو څيړنو کې Heffernan موندلې وه چې سګرټ څکول  يو په دريمه د يوې ورځې کاري حافظه زيانمنه کوي ، خو که سګرټ چيرته پريښودل شي نو کيدای شي په حافظه کې بيرته ښه والی منځ ته راشي  .
دسګرټ څکوونکو ۵۹ په سلو کې له خپلو کړنو څخه په  ياد پاتې وې . چا چې سګرټ نه څکل ۸۱ په سلو کې کړنې په ياد پاتې وې او چا چې سګرټ پريښودلي و، ۷۱ په سلو کې کړنې يې نه وې هيرې کړې . داسې ښکاريده چې د دې وروستي ګروپ حافظه وروسته له سګرت پريښودلو ښه شوې وه .

 


islamdilchasproghtiakhabariamakalaikor
taglara
kitabtonshirona
ariki
Copyright©: Reshtia 2012