Reshtia

Monday, May 20, 2013 15:59

 

کم خوراک ماغزه ځوان ساتي :


ايتاليوي څيړونکو موندلې ده هغه جين چې د ماغزو د ځوان ساتلو سره رابطه لري ، د کمې کالورۍ په اخستو سره فعاليږي .
د خوړو کموالي په موږکانو کې د CREB1 په جين ښه اثر درلود . «د CREB1 جين ډير هغه نور جينونه چې د ماغزو دخړې مادې په ځوان ساتلو کې رول لوبوي ، اداره کوي» . دغه خبره څيړونکو په PANS (Proceedings of the National Academy of science)   ليکلې ده . دا چې د خوړو کمښت (لږ تر لږه ۳۰ په سلو کې د نورمال خوراک برخه) يو مثبت اغيز په ماغزو لري، له پخوا څخه يوه معلومه خبره وه . ښه حافظه ، کم په قهريدل، او ښه شعوري فعاليتونو د کم خوراک له ګټو څخه په ماغزو نومول شويدي . همدارنګه د الزايمر (د حافظې د خرابوالي) ناروغتيا په هغه کسانو کې چې کم خوراک کوي، کمه ليدل کيږي او يا يې نښې او علامې ډيرې پر مختللې نه وي. د CREB1 د جين د اداره کوونکي رول په موندلو سره اوس دا معلومه شوه چې د کم خوراک دګټو عامل په مغزو څه شی دی. څيړونکي په دې هيله دي چې داسې دوا پيدا کړي چې د هغې د اغيز له امله په CREBE1  جين ، په مغزو باندې مثبتې ګټې لاس ته راوړي بې له دې چې د خوراک کمښت په نظر کې ونيول شي.


islamdilchasproghtiakhabariamakalaikor
taglara
kitabtonshirona
ariki
Copyright©: Reshtia 2012