Reshtia

Monday, May 20, 2013 15:59

 

د جولای ۱۷، ۲۰۱۲ کال   د هلتي لايف د ويب پاڼې څخه

د نوکانو رنګ او د ويښتانو سپرې د شکر د مرض د منځ ته راتلو چانس زياتوي

ډير سنګار او يا خپله طبيعي ښکلا؟ د سينګار توکو ته اوس په جدي سترګه کتل کيږي . امريکايي څيړونکي ځينو هغه کیمياوي توکو چې په سينګار کې ترې کار اخستل کيږي، د شک په سترګه ګوري .
دغه امریکايي څيړونکي وايي : هغه ښځې چې ډير د سينګار له توکو څخه کار اخلي، د شکر مرض د پيدا کيدو چانس په کې ډير ليدل کيږي . د بريګهام او بوستون د يونيورسټيو د څيړونکو یو ټيم وايي چې دوئ د Ftalaten (يو کيمياوي توکی چې د سينګار  په ډيرو شيانو کې  شتون لري) او د شکر د ناروغۍ  تر منځ يوه اړيکه موندلې ده. دوئ  موندلې وه چې د شکر د منځ ته راتلو چانس په هغو ښخو کې چې نوموړې ماده يې په وجود کې زياته وه، دوه کرته زيات و په پرتله د هغو ښځو چې د دغې مادې غلظت يې په وجود کې کم و.  همدارنګه دوئ د Ftalaten    او د انسولین د کم اغيزمن کيدو په منځ کې هم اړيکه  موندلې ده. د انسولين دغه کم اغيزمن کيدل د شکر د ناروغۍ مخکينی حالت دی.
فتالاتن يو ګروپ کيمياوي توکي دي چې په لابراتوار کې جوړيږي . دغه توکي د سينګار په شيانو کې لکه د نوکانو رنګ، شامپوګانې، صابونونه او د ويښتانو په سپرې ګانو کې شتون لري . همدارنګه دغه توکي په پلاستيکونو او د پوښولو په پاکټونو کې هم  شته دی . دغه توکي د انسان د وجود د هورمونونو رنګ اخستلای شي .
څيړونکو په دغه څيړنه کې د  ۲۳۵۰ امريکايي ښځو په هکله ، چې عمرونه يې د ۲۰ او ۸۰ کلونو په منځ کې و او د ۲۰۰۱ او ۲۰۰۸ کلونو په منځ کې يې په يوه لويه څيړنه کې برخه اخستې وه،  معلومات وڅيړل. دغې څيړنې وښودله چې د فتا لاتن د لوړوالي کچه په وجود کې د شکر د ناروغۍ سره اړيکه لري ، دغه پايلې په داسې حال کې  جوتیږي چې په دغه څيړنه کې دشکر  د ناروغۍ په منځ ته راتلو کې د نورو فکتورنو  رول هم په پام کې نيول شوی و .
څيړونکي ووايي چې فتالاتن کيدای شي د شحمي انساجو د استقلاب په ګډوډيدو که رول ولوبوي او له دې ليارې د انسولين د اغيزمن توب ارزښت راکم کړي او په دې ډول د شکر د ناروغۍ  منځ ته راتلو ته لاره جوړه کړي .
څيړونکو وويل چې د دوئ د څيړنو د پايلو نور پلټل هم ضرور دي. او زياته يې کړه چې فتالاتن نه یواځې د سينګار په شيانو کې شتون لري، بلکې د دې توکو نورې سرچينې هم شته دی.
د فتالاتن د کيمياوي توکو ناوړه اغيز په روغتيا باندې لا د پخوا څخه د څيړونکو د پام وړ ټکی ګرځیدلی.
د ماونټ سينای ميډيکل سنتر د فتالاتن او په ماشومانو کې د چاقوالي تر منځ اړيکي موندلې وې. په دغه څيړنه کې په ګوته شوې وه چې ماشومان  هرو مرو د فتالاتن سره د مخامخ کيدو څخه وساتل شي.


islamdilchasproghtiakhabariamakalaikor
taglara
kitabtonshirona
ariki
Copyright©: Reshtia 2012