Reshtia

Monday, May 20, 2013 15:59

 

ليکونکي: صلاح الدين ارغوان (ساپي)

د باغدارۍ سره مينه او شوق د انسان عمر ډيروي .


پوهان وایې:چې له باغدارۍ سره مینه په ژوندکې خوشحالي زیاتوي، او انسان ته دتاندوالي احساس وربخښي .څیړونکوویلې دي:چې په بڼوالۍ باندې بوخت کسان ترنوروکسانو منظم اوخوشبینه وي. پوهانو ویلې دي:چې دباغ اوباغچې په چارو بوخت څوپنځوس کلن کسان یې تر خپلو هغو همزولوچې په نوروکارونوبوخت وه،ژوند ته لیوال ولیدل. درویټرز اژانس له راپورسره سم دامریکا په تکزاس کې د دوو پوهنتونونو څیړونکو کابو درې سوه کسان چې ترپنځوسوکلونویې عمرډېروه، پر دووډلوووېشل.یوه ډله چې له باغ او باغچې سره یې سراوکارنه وه،اوبله ډله یاګروپ چې په باغ اوباغچه کې یې هم  کارکاوه.
دوی ته ما لومه شوه چې باغ اوباغچه کې پرکار بوختو یواویا(۷۱)سلنه کسانو ځان  ځوان احساساوه،حال داچې په هغه ګروپ کې یوازې اووه څلوېښت (۴۷)سلنه کسانو د ځوانۍ اوتاندوالي احساس درلوده .
دغه رازدباغ اوباغچې په چاروکې بوختوکسانوترنوروهغوپه ځانونو کې  ډېره انرژي لیدله.ترنورویې ډېرورزش کاوه اود ذهني پلوهم تر نورو تکړه اوفعاله وه. دوی تازه میوې اوتازه سابه ډېر خوړلې او تر نوروهغو په ژوندکې خوشاله وه.

 


islamdilchasproghtiakhabariamakalaikor
taglara
kitabtonshirona
ariki
Copyright©: Reshtia 2012