Reshtia

Monday, May 20, 2013 15:59

 

اسپرين د کولمو د سرطان مخنيوی کوي


هغه خلک چې په کورنۍ کې يې د کولمو سرطان ليدل کيږي ، کيدای شي چې هره ورځ اسپرين استعمال کړي .  د اخبره د نيو کاستل يونيورسټۍ پوهانو په ډاګه کړيده . په دې سره دا چانس چې چې يو څوک د کولمو په سرطان اخته شي ، کميږي .
يو ۸۶۱ کسيز ګروپ چې د کولمو د سرطان د پيدا کيدو لور چانس پکې ليدل  کيده ، د ۱۹۹۹ او ۲۰۰۵ کلونو په منځ کې هره ورځ اسپرين استعمال کړل . دې ناروغانو ټول د (Lynch Syndrome ) درلود . د دې سندروم لرونکو سره د کولمو د بيلابيلو سرطانونو د پيدا کيدو چانس ډير لوړ وي .
په دغه څيړنه کې تر ۲۰۰۷ کاله پورې د اسپرين د استعمالونکو او د اسپرين د نه استعمالونکو (کنترول) ګروپونو تر منځ کوم فرق و نه ليدل شو. خو په  ۲۰۱۰ کال کې وليدل شول چې په کنترول ګروپ کې (د اسپرين د نه استعمالونکو ګروپ) کې ۳۴ د کولمو تومورونه او د اسپرين د استعمالونکو په ګروپ کې ۱۹ د کولمو تومورونه وموندل شول . نو مخکې له دې چې د اسپرين اغيز ښکاره شي ، يو څو کاله وخت ورته پکار و .  له  وروستيو څيړنو ښکاره شوه، هغه چا چې حد اقل دوه کاله اسپرين استعمال کړي و، په هغوئ کې يې د کولمو سرطان د مخنيوي اغيز زيات و . په دغه کسانو کې د کولمو د سرطان پيښې ۶۳ په سلو کې کمې ليدل کيږي د هغه کسانو په پرتله چې اسپرين يې نه استعمالول .
د پروفيسور جون بورن John Burn  په وينا هغه کسان چې په فاميل کې يې د کولمو سرطان ډير ليدل کيږي، دا خبره  جدي په پام کې ونيسي چې هره ورځ اسپرين په کم دوز (اندازه) استعمال کړي . خاصتاٌ هغه کسان چې د کولمو د سرطان د پيدا کيدو ارثي استعداد ولري .


islamdilchasproghtiakhabariamakalaikor
taglara
kitabtonshirona
ariki
Copyright©: Reshtia 2012