Reshtia

Monday, May 20, 2013 15:59

 

د اګست ۳، ۲۰۱۲ کال
http://www.nu.nl/gezondheid/2871588/minder-lichamelijke-stress-lachen.html
سرچينه:
laughing

په خندا سره د خپل وجود سترس کم کړﺉ

laughing

خندل يو ښه احساس درکوي او د وجود سترس کموي. که ته چيرته خوشاله هم نه اوسې او وخاندې نو د وجود ستړتيا او سترس  دې کميږي. دا خبره  د کنساس په يورنيورستۍ کې يوې څيړنې په ډاګه کړې ده.
څيړونکو  Tara Kraft  او  Sarah Pressman د خندا ګټې وڅيړلې. هغوﺉ وکتل چې څرنګه د خندا  بيلابيل ډولونه  په هغه چا چې ډير سترس لري ،ښه  اغيز لري.
دغه څيړونکو دوه ډوله خنداګانې سره بيلې کړلې: ستندرده خندا چې په هغې سره د خولې چارچاپير عضلې په خوځښت راځي او بل ډول له زړه نه خندل چې په هغې سره د سترګو عضلې هم په خوځښت راځي.
دغې څيړنې دوه پړاوه لرل : د زده کړې پړاو او د آزموينې پړاو.
د زده کړې په  پړاو کې ۱۶۹ کسانو برخه اخستې وه چې  په درې ګروپونو ويشل شوي و. هر يو ګروپ ته ورزده کړل شول چې د خوراک ډکي (هغه ډکي چې چينايان پرې خوراک کوي) په خوله کې په داسې ډول ونيسي چې مخ  د يوې ستندردې او يا د زړه نه د خندا حالت غوړه کړي. د دغو ډکو له کبله برخه والو ته د هغوﺉ د مخ حالت نه څرګنديده یانې له خپل خندني مخ څخه ناخبره و.  
د آزموينې په پړاو کې برخه والو بيلابيل له سترسه ډک کارونه سرته ورسول. يو ګروپ  برخوالو د خوراک ډکي، په هغه رنګ  چې دوﺉ ته ښودل شوې وه،د کار په وخت کې  په خوله کې نيولي وو. بل ګروپ  برخه والو ته وويل شول چې د کار په وخت کې وخاندي. او دريم ګروپ برخوالوپه خپله  عادي بڼه کار مخ ته يووړ.  
د کار په وخت کې څيړونکو د برخه والو د زړه درزها حساب کړه او همدارنګه يې له برخه والو څخه د هغوﺉ د سترس اندازه وپوښتله .
په پايله کې جوته شوه چې خندا د وجود په حالت باندې يو ښکاره آغيز لري. د خنديدونکو برخه والو په  تيره بيا هغوﺉ چې له زړه نه خندلي و، د زړه درزها يې د سترس نه  له ډک کار ورسته کمه وه په پرتله د هغو کسانو چې خپل کارونه يې په عادي بڼه مخته بيولي وو . د هغو کسانو، چې په خوله کې يې د ډکو ايښودولو له کبله مخ ته يو خندنې حالت ورکړی و، هم د زړه درزها کمه وه او د کار په وخت کې يې کم سترس احساسوه.
د څيړونکو په آند دغې څيړنې وښودوله چې خندا د سترس نه ډکو حالتونو و په وخت کې د وجود سترس کموي. « که چيرته ته په راتلونکي کې د يو ګران يا له سترس نه ډک کار سره مخامخ کيږې (لکه په بيروبار کې ولاړ يې، بيړه لرې او د وتلو لار دې نشته) نو د خپل مخ عضلات خندا ته وهڅوه (که خندا نه درځي په زور وخانده) ». د پريسمن په وينا «دغه کار نه يواځې ستا روحي حالت د سترس د حالاتو سره روږدی کوي بلکې ستا د زړه په روغتيا هم ښه  آغيز کوي».
د څيړنې پايلې به د Psychologica Science   په خپرونه کې خپرې شي.


islamdilchasproghtiakhabariamakalaikor
taglara
kitabtonshirona
ariki
Copyright©: Reshtia 2012