Reshtia

Monday, May 20, 2013 15:59

 

کورکمن د کولمو د سرطان د علاج لپاره پلټل کيږي

برتانوي څيړونکي غواړي کورکمن  چې يوه هندي مصاله ده ، د کولمو د سرطان د علاج دپاره وڅيړي .
له مخکينيو څيړنو څخه په ډاګه شوې وه چې کورکمن د کولمو سرطاني حجرا کولای شي له منځه يوسي . همدارنګه کورکمن د حافظې او د نورمال وزن د ساتلو دپاره ښه ثابت شوي و.
کورکمن يوه مصاله ده چې د کونجت او يا هندي زيړې ځيلۍ په نوم هم ياديږي . څيړونکي غواړي په راتلونکي کې ۴۰ ناروغان د لايسستر په دوه روغتونونو کې د څيړنې لاندې ونيسي . دوئ به وګوري چې کورکمن د سرطان د درملو (Chemotherapy )  سره يو ځای ښه اغيز کوي او که نه . ناروغانو ته به د ستندردې شيموترا پۍ څخه اووه ورځې د مخه د کورکمنو تابليتونه ورکړل شي .
په څارويو کې له څيړنو څخه په داګه شوې  چې د شيموتراپۍ او کورکمنو ګډ علاج «سل کرته» ښه دی په پرتله د هغه علاج چې يواځې په يو له دې دوو دوا ګانو څخه سر ته رسيږي .
http://www.nu.nl/gezondheid/2804251/kurkuma-onderzocht-als-middel-darmkanker.html

 


islamdilchasproghtiakhabariamakalaikor
taglara
kitabtonshirona
ariki
Copyright©: Reshtia 2012