Reshtia

Monday, May 20, 2013 15:59

 

۱۷ د مې ۲۰۱۲ کال


اوږده کښيناستل د روغتيا دپاره زيانمند دي


سيدني مارچ ۳۰ : هغه کسان چې ډيرپه ځای کښيني،  د هغوئ له وخته مخکې د مړينې چانس ډير دی، د هغه کسانو په پرتله چې د ورځې له خوا صرف يو څو ساعته په ناسته تيروي .
د بې وخته مړينې چانس په هغه  ډير ناستو کسانو کې هم زيات دی ، چې دوئ د بيلګې  په ډول د ماښام له خوا سپورت هم کوي او خپل وزن يې هم نورمال ساتلی وی .
څيړونکی Hidde van der Ploeg د سيدني له يونيورستۍ څخه دا خبره په هغه څيړنه کې وموندله چې په  ۲۲۲۴۹۷ استراليايي اوسيدونکو کې  چې عمرونه يې له ۴۵ کلونو څخه پورته وو سرته رسولې وه .   د غه څيړنه د ۲۰۰۶ او ۲۰۰۸ کلونو په منځ کې شوې وه .
له دغه څيړنې داسې ښکاريده چې د مړينې پيښې په هغو کسانو کې چې   حد اقل ۱۱ ساعته په ورځ کې ناست وي، ۴۰ په سلو کې زياته وه د هغه کسانو په پرتله چې کم وخت يې په ناسته تيراوه. د مړيني کم ارقام په هغه کسانو کې وليدل شول ، چا چې له ۴ ساعته څخه کم په ناسته تيرول .
داسې ګمارل کيږي هغه کسان چې خپل د ناستې وخت لکه د تلويزیون شاته او يا د ميز شاته په ګرځيدو او په وړو وړو خوځنده کارونو بدلوي ، په دې سره په دوامداره توګه خپله روغتيا ښه کوي . «که چيرته موږ خلکو ته په يوه ورځ کې د وجود د حرکت د اندازې په هکله لارښوونه کوو نو د ځای په ځای د ناستې د ساعتونو د کمښت  بايد هم خلکو ته وويل شي .»  Van de Ploeg  داسې په ډاګه کړه . د دغه څيړنې نتيجه د Archives of Internal Medicine په خپرونه کې خپرې شويدي .
فان در پلوخ Van der Ploeg وايي چې اوږده  کښيناستل د وينو په رګونو،  په وينه کې د غوړ  په استقلاب  او په وينه کې د ښو غوړو په کمښت اغيز لري . «که ته چيرته ډير ودريږې  او يا ګرځې ، نو ستا پښې په خوځښت کې وي  چې دغه عمل  په وينه کې د شکرې او غوړ د متابوليزم سره مرسته کوي . نو که ته چيرته ناست يې دغه عمل سرته نه رسيږي ځکه ستا عضلات فعاله نه وي .»
دا چې يواځې «کښيناستل» عمر لنډوي په يقيني توګه نه ده په ډاګه شوې . دا کيدای شي چې نور فکتورنه چې په دغه څيړنه کې په نظر کې نه وو نيول شوي ، هم د عمر په لنډولو کې رول لوبولی وي . خو د دې څيړنې نتايج د هغو نورو څيړنو د لاسته راوړونو سره سمون خوري کومې چې ادعا کوی چې اوږده کښيناستل د روغتيا لپاره ضرر لري .
Mark Tremblay,  د کانادا په ختيځ اونتاريو کې د  ماشومانو په روغتون کې یوڅيړونکی  وايي چې کښيناستل بد دي . دا په عمر پورې هيڅ اړه نلري . هغه وايي « پنځه ورځې په يوه اوونۍ کې او په  ورځ کې نيم ساعت د وجود حرکت  د مزمنو مرضونو څخه د ساتلو ضمانت کيدای نشي ».
همدارنګه Van der Ploeg  هغه کسانو ته چې د ناستې کاروبار لري ، توصيه کوي چې د خپل کار په وخت کې په منظم ډول ودريږي ، د بيلګې په ډول کله چې دوئ په تيلفون کولو بوخت وي  او د داسې نورو موقعو څخه ګټه پورته کړي . «په کافي اندازه اوبه وڅښه تر څو د ورځې څلور واره تشناب ته ولاړ شي . او په دې ډول لږ وګرځې » د Tremblay  وينا. يادونه:
پنځه وخته لمونځ نه يواځې دا چې د الله عبادت دی او په هغې سره د الله د بنده ګانو د پاره يو قوي  روحي تسکين او د ګناهونو څخه ځان ساتنه ده ، بلکې په منظم ډول د ښې روغتيا لپاره د وجود خوځښت هم دی .

دغه خبره علم نن ثابتوي خو لمونځ د اسلام د مقدس دين د راتلو سره سم  د انسانانو د ښې روغتيا لپاره دغه ګټه د نورو بې حسابه ښيګڼو تر څنګ له ځان سره  لا ډيره پخوا راوړې. نو ځکه لمونځ کول د هر مؤمن مسلمان دپاره د د نيا او اخرت ګټې لري

 


islamdilchasproghtiakhabariamakalaikor
taglara
kitabtonshirona
ariki
Copyright©: Reshtia 2012