Reshtia

Monday, May 20, 2013 15:59

 

د مې ۲۵، ۲۰۱۲ کال

د حاملګۍ ضد دوا نوي امکانات په سړو کې لټول کيږي

بارن – هالند: سکاتلندي څيړونکي په لټه کې دي  چې په سړو کې د حاملګۍ ضد دوا نوي امکانات پيدا کړي. دوئ هغه جين موندلی چې د نورمال سپرم  په جوړښت کې ستر رول لوبوي.
د EDINBURGH د يونيورسټي د څيړونکو دغه ډله په Plos Genetics مجله کې په ډاګه کوي چې هغه دوا چې په موږکانو کې د  Katnal 1  جين فعاليت له منځه وړي، کيدای شي په نارينه کې د دحاملګۍ ضد دوا په ډول کار وکړي . خو د دغه دوا اغيز بايد چې بيرته رغيدونکی وي، چې د حاملګۍ ضد دوا د مهمو خواصونو څخه شميرل کيږي.
په دغه څيړنه کې، څيړونکي په  نارينه و کې د عقيم توب د بيلابيلو علتونو په لټه کې و. دوئ په موږکانو کې د هغوئ د جينتکي کودونو په بدلولو بوخت و تر څو وګوري چې کوم جينونه په عقيم توب کې رول لري. په پايله کې هغوئ Katnal 1 جين ومونده .  دغه جين د هغه پروتين ټاکونکی دی چې د سپرم د جوړولو په وده کې مرسته کوي . له دغه پروتين څخه پرته سپرم په پوره ډول وده نه کوي .
«که چيرته موږ وکولای شو دغه جين د نارينه په هګيو کې مونده کړونو موږ به وکولای شو چې د نارينه و دپاره يو بې هورمونه د حاملګۍ ضد دوا پيدا کړو». څيړونکی Lee Smith په ډاګه کوي. «څرنګه چې د Katnal 1  جين د سپرم جوړولو په اخري مرحلو کې خپل رول لوبوي، نو د دې چانس چې د داسې يو دوا اغيز به بيرته رغيدونکې وي، یانې تلپاتې نه وي، لوړ دی».

http://www.nu.nl/gezondheid/2819160/nieuwe-mogelijkheden-mannenpil.html

 


islamdilchasproghtiakhabariamakalaikor
taglara
kitabtonshirona
ariki
Copyright©: Reshtia 2012