Reshtia

Monday, May 20, 2013 15:59

 

د اګست ۷، ۲۰۱۲ کال http://www.nu.nl/gezondheid/2877229/gember-lijkt-effectief-bij-diabetes.html سرچينه:

سونډ د شکر د ناروغۍ لپاره ښکاري ګټور وي

سونډ کولای شي د وينې د شکر لوړتيا کنترول کړي. په دې ډول کيدای شي چې دشکر د ناروغۍ له امله په اوږدو مودو کې له پيښيدونکو ستونزو څخه مخنیوی وشي. دا خبره د سيدني په يونيورسټۍ کې يوې څيړنې په ډاګه کړيده. دغه څيړنې چې د Planta Medica په خپرونه کې خپره شويده، وښودوله چې سوڼد د عضلي حجرو په کارولو سره په وينه کې د شکر لوړټيا کنترولوي. داسې ښکاري چې سونډ د انسولين له اغيز پرته په جلا ډول کولای شي چې د ګلوکوز جذب په عضلي حجراتو کې لوړ کړي.
«دغه موندنه کيدای شي د لوړ شکر په کنترول کې چې په يوه اوږده موده کې د هر ډول ستونزو سبب ګرځيدای شي، مرسته وکړي». د څيړونکي  ‌ Basis R.  په وينا.
سره د هغې چې د دې څيړنې پايلې يواځې په لابراتواري تستونو کې ښې ښودل شويدي، څيړونکو دغه پايلو ته خوشبيني ښکاره کړيده. «هيله ده چې زموږ څيړنه په دې لار کې د نورو څيړنو لپاره لار خلاصه کړي». څيړونکي هيله مند دي.


islamdilchasproghtiakhabariamakalaikor
taglara
kitabtonshirona
ariki
Copyright©: Reshtia 2012