Reshtia

Monday, May 20, 2013 15:59

 

سودايي ميندې ډير ځلې لور زيږوي


هغه ميندې چې د خپلې حاملګۍ په موده کې ډيره سودا او تشويش کوي، اکثراٌ لور راوړي د هغو ميندو په پرتله چې د خپلې حاملګۍ په موده کې آرامې او هوسا وي .
د اکسفورد د يونيورسټۍ څيړونکو وموندله چې په هغو حامله ميندو کې د لور راوړلو چانس زيات دی کومې  چې د حاملګۍ څخه په لږ څه وړاندې موده کې د سترس (سودا او تشويش) لاندې وي . دا په دې مفهوم ده چې په ترينګلو اقتصادي شرايطو کې ډيرې نجونې دنيا ته راځي .
د پخوانيو څيړنو څخه داسې معلوميده چې د نويو زيږيدونکو هلکانو شمير به وروسته له يوې درنې حادثې څخه کميده . د بيلګې په توګه په نيويارک کې په يوولسم د سپتمبر په برجونو د حملې څخه وروسته ډير کم هلکان دنيا ته راغلل . همدارنګه په شرقي آلمان کې د برلين د ديوال له ړنګيدو وروسته د راپيښو شويو اقتصادي ګډوډيو له کبله په دغه ملک کې کم هلکان وزيږول .
په دغه څيړنه کې د لومړي ځل دپاره دورځني سترس (سودا) او په لوړه کچه د نجونو د زيږولو تر منځ رابطه وموندل شوه . په دغه څيړنه کې ۳۳۸ برتانوي ښځې چې غوښتل يې حامله شي، هر ورځ دپوښتنو په يو لست کې د خپل سترس (سودا) اندازه ښودله . د دوئ د سترس هورمون (Cortisol ) اندازه هم د حاملګۍ څخه په مخکې مياشتو کې معلومه شوې وه .
دغو ښځو په ټوليزه کې ۵۸ هلکان او ۷۲ نجونې وزيږولې . هغه ښځې چې ډيرې د سترس لاندې (سودايي) وې ، ۷۵ په سلو کې يې د لور د زيږولو چانس لوړ و د هغو ښځو په پرتله چې د حاملګۍ په موده کې هوسا او آرامه وې .


islamdilchasproghtiakhabariamakalaikor
taglara
kitabtonshirona
ariki
Copyright©: Reshtia 2012