Reshtia

Monday, May 20, 2013 15:59

 

د اپريل ۲۸، ۲۰۱۳ کال
 
Misora   Kimura

د نړۍ تر ټولو زوړ سړی ۱۱۶ کلن شو

جاپاني «يرومون کی مورا» Jiroemon Kimura  د تيرې جمعې په ورځ خپله د ۱۱۶ کلنې سالګره ولمانځله . هغه ته د جاپان د صدراعظم Shinzo Abe  له خوا مبارکي وويل شوه.
کي مورا چې پخوا يو پوسته رسونکی و، د جاپان په لويديځ ښار  Kyotango کې د خپلې ۶۰ کلنې لمسۍ سره  د هغې په کور کې اوسيږي.
هغه وايي چې د عمر د اوږدوالي علت يې دا دی چې ده په هر څه کې منځنی دريځ غوره کړی او سګرټ يې نه دي څکولي. د ده خواړه وريجي، کدوان او خواږه آلوګان دي.

کي مورا نه يواځې د نړۍ تر ټولو زوړ انسان دی، بلکې د نړۍ تر ټولو زوړ سړی هم دی.  همدارنګه د نړۍ تر  ټولو زړه ښځه  Misao Okawa    هم له جاپان څخه ده. د جاپان هيواد په دې مشهور دی چې هلته خلک ډير عمر کوي. په جاپان کې له  ۵۰۰۰۰ پنځوسو زرو څخه زيات اوسيدونکي يې له سلو کالو څخه زيات عمر لري.

سرچينه: http://www.nu.nl/opmerkelijk/3402093/s-werelds-oudste-mens-wordt-116.html


islamdilchasproghtiakhabariamakalaikor
taglara
kitabtonshirona
ariki
Copyright©: Reshtia 2012