Reshtia

Monday, May 20, 2013 15:59

 

د مې ۱۱، ۲۰۱۳ کال    

۷۸ زره خلکو په مريخ کې د ژوند کولو دپاره درخواست ورکړی دی.

امستردام: په نړۍ کې۷۸ زره انسانان غواړي چې خپل پاتې ژوند د مر يخ په سياره کې تير کړي. په هالند کې د  Mars one شرکت د پروژې سره سم به هغه کسان چې له زرهاوو کسانو څخه خوښ کړي شوي دي، د مريخ سور ستوري ته له رسيدو ورسته به په يو خصوصي تيار کړای شوي ځای کې ځای پر ځای شي.  دغه شرکت ته تقريباٌ ۸۰ زره هغه کسانو چې د دنيايی کاروبار څخه يې زړه نور سوړ شوی دی او غواړي چې خپل پاتې ژوند په مريخ کې تير کړي، نومونه راجستر کړي دي. د دې شرکت د دې پروګرام په زړه پورې خبره دا ده چې په دې کې يواځې مريخ ته د تګ خبره کيږي، د بيرته راتګ خبره نشته. هو! هغه کسان چې د Mars One د پروګرام له مخې  مريخ ته ځي نو تر مرګه پورې به همالته پاتي کيږي.

د دغه تاريخي موقع دپاره به کسان د Mars One په يوه ننداره کې د ووټوونو له ليارې ټاکل کيږي. دغه ټاکل شوو کسانو ته به بيا اته کاله خصوصي تعليم ورکول کيږي. وروسته له هغې به لومړۍ الوتنه د مارس په لور په ۲۰۲۲ عيسوي کال کې وشي. دغه سفر به تر ماسه پورې ټول ټال ۲۰۰ ورځې دوام وکړي.  

islamdilchasproghtiakhabariamakalaikor
taglara
kitabtonshirona
ariki
Copyright©: Reshtia 2012