Reshtia

Monday, May 20, 2013 15:59

 

 

مړ ماشوم راپاڅيږي او اوبه غواړي

د جون ۷، ۲۰۱۲ کال

امستردام:  يو برازيلي هلک چې د سينه بغل له کبله مړ شوی و، یو ساعت مخکې له ښخيدو نيغ کښيناست او له خپل پلار څخه يې اوبه وغوښتې .
۲ کلن کليفن سانتوس د ډاکترانو له خوا مړ ثابت شوی و، خو هغه لکه چې ژوندی و. 
وروسته له دې چې هغه اوبه وڅښلې، بيرته څملاست او بیا مړ شو. پلار يې په ډاګه کړه. ډاکترانو وروسته بيا  تصديق کړه چې دا ځل سانتوس په رښتيا مړ شوی و.
«د هغې د مړينې د مراسمو په وخت کې هغه ما کلک ونيو او ورته چغه مې کړه چې بيرته راوګرځه»د هغه پلار   زیاته کړه.  «وروسته له يو څو ساعته ځما ځوي په رښتيا سره نيغ کښيناست.  ټول حيران و، ځينې بې هوښه شو. وروسته له دې چې ما هغه ته  اوبه  ورکړې ، ټولو چغې کړې.  وروسته له هغې هغه بيرته څملاست او نور و نه خوځيد»
پلار يې په ډاکترانو عرض وکړ ځکه چې هغوئ د ماشوم د مرګ تصديق مخکې له وخته کړې و.
http://www.nu.nl/opmerkelijk/2829162/dood-kind-staat-en-vraagt-water.html

 

 


islamdilchasproghtiakhabariamakalaikor
taglara
kitabtonshirona
ariki
Copyright©: Reshtia 2012