Reshtia

Monday, May 20, 2013 15:59

 

    بې بې سې: د جون ۲۹، ۲۰۱۲کال:

په مومبي کې ډاکترانو د يو ناروغ له سترګې څخه ۱۲،۵ سانتي متره چينجې لرې کړ

د هند د مومبې په ښار کې ډاکترانو د يو ناروغ له سترګې څخه ۱۲،۵ سانتي متره اوږد چينجې وويست.
۷۵ کلن کرشنا مورتي په خپلې ښۍسترګه کې خارښت درلود، خو د خارښت علت د ده په خيال کې هم نه و ګرځيدلی . کله چې د فورتيس روغتون ډاکټرانو دې وپلټه ، نو هغوﺉ يو چنجې د هغه په سترګه کې وموند او هغه يې لرې کړ. د هغه روغتيايي حالت اوس ښه دی.
ډاکتر ناراياني بې بې سي ته وويل چې  دا يوه نهايتاٌ غير معمولي پيښه وه، هغه نيکمرغه و چې چينجي يې ماغزو ته لار  نه وه موندلې. هغې وويل چې دوﺉ چينجې د نور پلټنو لپاره د مکروبيولوژي يو لابراتوار ته ليږلې دی. هغې زياته کړه:
«داسې پيښې شته دې خو دا يوه غير معمول پيښه وه، ځکه چې داسې پيښې ډيرې نه ليدل کيږي. دغه چينجې په يو ډول وينې ته ننوځې او د وجود په دننه کې وده کوي». 
خو دا نده څرګنده نده  چې دغه چينجې څرنګه د کرشنا مورتي وجود ته ننوتی دی.  هغه وويل: «ډاکترانو په لومړي قدم کې ماته يو څه دواګانې راکړې خو هغې هيڅ ګټه و نه کړه». بيا هغه د فورتيس په روغتون کې د سترګو ډاکټر سيتا رامان ته ورغی ،چې هغه په يو وړوکي عمليات سره چينجې راوويست . هغه وويل چې سترګه يې نوره خارښت نه کوي.  خو دا ښکاره خبره ده چې هغه نيکمرغه و ځکه چينجی يواځې د هغه تر سترګې پورې راسيدلی و. د ډاکتر سيتا رامان په وينا که چیرته دا چينجی نه وای ليرې شوی ، نو کيدای شو چې د ناروغ ماغزو ته ننوتی وای چې ناوړه عصبي ستونزې به يې ناروغ ته پيښې کړې وای.
http://www.bbc.co.uk/news/world-asia-india-18640495


islamdilchasproghtiakhabariamakalaikor
taglara
kitabtonshirona
ariki
Copyright©: Reshtia 2012