Reshtia

Monday, May 20, 2013 15:59

 

هغه زوړ سړی چې ډير کلونه يې په سر کې مرمۍ ساتلې وه، مړ شو

اپريل تورلوک:          ٌWilliam Lawlis Pace   چې په سر کې د يوې مرمۍ سره اوږدترين عمر وکړ، په پايله کې مړ شو. هغه ۱۰۳ کاله عمر وکړ. Pace  د کاليفورنيا په  تورلوک کې په داسې حال کې مړ شو چې ويده و . Pace تقريباٌ ۹۵ کاله د يوې مرمۍ سره په خپل سر کې ژوند وکاوه.  هغه په ۱۹۱۷ کال کې د خپل ورور له خوا په ټوکو کې د خپل پلار په ټوپک په سر وويشتل شو. هغه ژوندی پاتې شو او د هغه وخت ډاکټرانو زړه ښه نه کړ چې د هغه له سر څخه مرمۍ وباسي ، له دې ويرې چې د هغه ماغزو ته نوره صدمه و نه رسيږي .

«پيس» ته د دغه پيښې څخه يوه زيانمنه سترګه او د مخ د عصبي رشتو صدمه ورپاتې شوه .  د هغه ځوی چې کله يې د هغه د مرګ پيښه په ډاګه کوله  وويل چې  هغه خپل د کار کلونه د قبر ويستلو په يو شرکت کې په کار کولو تير کړي .

 


islamdilchasproghtiakhabariamakalaikor
taglara
kitabtonshirona
ariki
Copyright©: Reshtia 2012