Reshtia

Monday, May 20, 2013 15:59

 

يوه رومانيايي سړي خپله تناسلي آله پرې کړه                

بخارست  (د ۲۰۱۲ کال دمارچ نهمه): يو رومانيايې ۴۴ کلن سړي خپله تناسلي آله په چاړه  له ځانه پرې کړه . د دې لپاره چې دا د هغه په  وينا  د هغه نوره  هيڅکله نه پکاريده.
د رومانيې د PRO   تلويزیون د خبر له مخې دغه سړی پروسږکال طلاق شوی و. وروسته له طلاقه دغه سړي د خپل یواځيني پلار سره د ژوند کولو لپاره کلي ته تللی و . هلته په کلي کې یواځیتوب او خفګان په هغه نور زور هم راړو، ځکه چې د هغه طلاقه شوې ښځه  د هغه او د هغه د دوو  ماشومانو د ليدلو تر منځ تل خنډ کيدله .
يوه  ورځ کله چې د هغه پلار کور ته راځي ، ګورې چې په کور کې د وينو ډنډ جوړ او ځوی يې په دغه  ډنډ کې پروت  او له درده چیغي وهي . هغه خپل پلار ته په ډاګه کړه چې خپله تناسلي آله يې پرې کړي ده.
دغه رومانيايي په عاجله توګه عمليات شو، چې صحي حالت يې اوس ښه دی، خو ډاکټرانو ونه شو کولای چې د هغه تناسلي آله بيرته ورنښلوي .
د «رښتيا» يادونه : وروسته له طلاق څخه داسې يو عمل نه يواځې په رومانيا کې بلکې په ټوله نړۍ کې زما په  ګومان د نارينه  ودپاره  يو نوی ريکار ډ دی  .

 


islamdilchasproghtiakhabariamakalaikor
taglara
kitabtonshirona
ariki
Copyright©: Reshtia 2012