Reshtia

Monday, May 20, 2013 15:59

 

د مې ۲۶، ۲۰۱۲ کال

د لمر په انرژي ګرځيدونکې طياره مراکش ته والوته

د Solar Impulse   په دنيا کې هغه لومړنۍ طياره ده چې د لمر په انرژي الوزي. دغه طياره تيره  پنجشنبه  د سويتزرلند څخه د مراکش په لور والوته. دغه طياره د Andre Borschberg  سره لومړی د Payrne  هوايي ډګر څخه حرکت وکړ او د پنجشنبه په ماښام ديوې دمې لپاره  په مادريد کې دjas  Bara په هوايي ډګر کې ښکته شوله .
وروسته له يوې ۳ ورځنۍ دمې څخه دغه طياره  د Bertrand Piccard  پيلوټ سره  په مراکش کې د ربات په لور والوته.
Solar Impuls   چې ۶۴ متره سور لري او ۱۶۰۰ کيلو ګرامه وزن لري، لويه برخه يې د لمر تختو (Solar panels ) څخه جوړه شويده. دغه طياره صرف يو کس وړلای شي. 2500  کيلو متره الوتنه د دې طياره اوږدترين واټن دی، چې دې طيارې تر اوسه پورې وهلی دی.
Solar Impuls د لومړی ځل لپاره په ۲۰۱۰ کال کې د پيلوټ سره پرواز وکړ. په  ۲۰۱۴ کال کې په پلان  کې ده چې دغه طياره يو نړيوال سفر وکړي.

 


islamdilchasproghtiakhabariamakalaikor
taglara
kitabtonshirona
ariki
Copyright©: Reshtia 2012