Reshtia

Monday, May 20, 2013 15:59

 

ليکونکی : صلاح الدين ارغوان (ساپی)   

ټلويزيون څنګه رامنځ ته شو؟


تلویزون دبرېښنايی اوانځوریزواوتصوېري وسيلوڅخه یووسیله ده،چې دوو،وییونو(لغاونو)څخه جوړشويدی.(تیلې ) د لرې او(وېزیون )دلیدلوپه مانادی.تلویزیون د خوځنده انځورونه اوتصویرونه دځانګړې لیږدونکي تم ځای څخه اخلي،اودلیدونکو دلیدلولپاره یې وړاندې کوي.
تلویزیون دیوکس لخوانه دی رامنځ ته شو ی ،دنړۍ دڅو پوهانو دڅیړونواودکلونودزیار په پایله اونتیجه کې رامنځه ته شویدی. هغه څوک چې لومړی تلویزیون يې اختراع یانې جوړکړ،اوپه دې بریالی شوچې دبرېښنادڅپوانځوراوتصویرله یوځای بل ځای ته ولیږدوي (جون لاجی)سکاټلنډی څیړونکی واو هغه ددې کار لپاره دانګلستان دلندن ښارته لاړ، خپله اختراع يې دبرتانیا سلطنتي اکاډمي کارپوهانوته وړاندې کړه په ۱۹۲۶ میلادي کال کې يې یوڅه مالي مرستې ترلاسه کړې اوبیا دهمدې کارلپاره  يې یونندارتون پرانست.
ترهغې وروسته دنړۍ په ځنوهیوادونولکه:المان،پرانسه،روسیه اوامریکا کې یوشمیرنورمخترعینوهم په کارپیل وکړددې کارپوه تکنالوژۍ ورو،وروبشپړه شوه  د بیلګې په توګه په المان کې (کارل براون)په پرانسه کې (باریلمی)او(هانريدوپرانس)دتلوېزیون دانځورونودخپرولوپه سستم کې دموهیموتوکوپه حل کې بریالي شول.همدارنګه په امریکا کې(ولادیمیرزروکین)(ليدوپرست) خپلونوواختراع ګانوسره دتلویزېون په بشپړولو سره اوچت ګامونه پورته کړل.
په کال -۱۹۳۶کې په لومړیوپروګرامونوپه کارپیل وکړه ،دتلوېزېون دددولولپاره تلویزیون په امریکا کې (Rca)کمپنۍ لومړني ګامونه پورته کړل. دې کمپۍ په ۱۹۳۶ع دامریکاد تجارتي تلوېزېون لومړنۍ څانګه (نیتورګ )پرانستله. پرهمدې کال په انګلستان (BBC) د دووکړېولپاره پرتلوېزېوني خپرونوپیل وکړه.
دروسیې هیوادپر۱۹۳۸ع کال کې خپلې تلوېزېوني خپرونې پیل کړی،په المان کې هم دبرلین دالمپیک لوبې دتلوېزېون له څپو خپرېدې ، خودوهمې نړیوالې جګړۍ دتلوېزېوني جوړښت یا سیستم څخه کاریاګټه اخستل یې ودرول.
پرانسې اوایټالیا هم تلوېزېوني خپرونې درلودلې خوپه دوهمه نړیواله جکړه کې د  ښکیل کیدوله امله کارڅخه پاتې شوې.دتلوېزېون پرمختیا له دوهمې نړیوالې جګړۍ څخه پیل اوپرشلمې پیړۍکې يې په ټوله نړۍ دودیا رواج وموند.د څیړونکو په اند دتلوېزېون اصلي تکنالوژي ډېره پیچلې نه ده، تلوېزېوني دوربینونه د پام وړپیښوانځورونه اخلي اوبیا دغه عکسونه دکرښواوټکوپه بڼه تجزیه اولیږدونکې د ستګا کې یې پرالکترومقناطسي څپوباندې په بدلیدوسره په هواکې خپریږي.
اخستونکې دستګاه دغه څپې رااخلي اودکرښواوټکوپه بیرته بدلولوسره دپیښواصلي انځورونه اود تلوېزېون پرمخ یې ښکاره کوي ،چې ورسره جوخت دتصویرسره غږهم تر ضبط اوبیا خپریږي.


islamdilchasproghtiakhabariamakalaikor
taglara
kitabtonshirona
ariki
Copyright©: Reshtia 2012