Reshtia


 

د فبروري ۲۱، ۲۰۱۵ کال   د ښاغلي يواځي د شعرونو يو څو بيلګې :

 

د ا زادۍ د ورځې په مناسبت

 

زه لوی شوی يم په لوړو جګو غرو کې
باعزته ژوند مې کړی په پښتو کې
ميلمه پال يم په دنيا کې مشهور يم
هيڅوک نشته ما په شانتې ولسو کې
هر جابر ته مې په وخت ځواب ورکړی
ننګيالی د زمانې يم ملتو کې
نه ظالم يم نه مې ظلم په چا کړی
له ظالمه خپل حق اخلم په شيبو کې
ټول جهان ته مې ميړانه ده معلومه
په دنيا کې اول قوم وم د ځنځير په ماتيدو کې
موږ په سوله کې ژوند غواړو ګران وطن کې

دښمنان مو آرام ژوند ته نه پريږدي خپل منځو کې

بې اختياره پادشاهان

 

دغه بې تاجه او بې تخته پادشاهان به څه کړم
دا د پردو په لاس جوړ شوي رئيسان به څه کړم
چې يې د سرومال اختيار وي د بل چا په لاس کې
دا بې عزته بې همته وزيران به څه کړم
چې د بادار د راتلو  غږ ته تيار سۍ ولاړ وي
دا بې سواده څلور ستوري جنرالان به څه کړم
تش په نامه خوشال  پردو ډول ته نڅيږي دايم
دا بې اختياره واکداران او امران به څه کړم

 
 

د قدرت په سر جګړه

 

د قدرت په سره جګړه ده نه خلاصيږي
خدای دې خير کړي چې اخر به نور څه کيږي
دښمنان خو په کمين کې مونږ ته ناست دي
خود فروشه په پيسو باندې خرڅيږي
د پردو پړي په غاړه اچولي اوګمان کړي
چې به بيا د ملي شخص په نوم ياديږي

ګران وطن

 

ګران وطنه په تا باندې راغلې څه بلا ده
هر طرف ته دي قتلونه جوړه شوې کربلا ده
نابللی ميلمه دلته واکداري کړي
خود فروشو په دې کار کې هم سلا ده
په وطن کې يو ناتار د غم جوړ شوی
د بې ننګو افغانانو پرې رضا ده
وايي ماته ننګ غيرت خو په کار نه دی
راته ډک مې کړه جيبونه زما ځان سره سودا ده

 
 

هوا باز

 

زه هوا باز وم ګرځيدم په آسمانو کې
الوتم به پاس د جګو غرو سرو کې
چې له ځمکې به شوم جګ پورته  هوا ته
دښمنان به لړزيدل خپلو کورو کې
د غيرت نوم مې  اوچت  و منطقه کې
ولې اوس له ويرې ناست يو په غارو کې
درته شرم دی چې ځان  ته  افغان وايې
لږ غيرت ځان کې پيدا  کړه سر  اوچت کړه ولسو کې
پنجابي به ستا د نومه په لړزان و

اوس راغلي ستا وطن ته آزاد ګرځي په کوڅو کې

 

د ملت بابا

څلويښت کاله يې پاچايي وکړه وطن کې
خو په ژبه د ملت باندې پوې نه شو په خپل ژوند کې
په ژوندون يي هيڅ پروا خو چا و نه کړه

د ملت باباخو ياد شو پس له مرګه په کفن کې

islamdilchasproghtiakhabariamakalaikor
taglara
kitabtonshirona
ariki
Copyright©: Reshtia 2012