Reshtia


 

د جولای ۵ ، ۲۰۱۵ کال   د ښاغلي يواځي د شعرونو يو څو بيلګې
 

عين او غين
چې عين او غين سره يوځای کړه نو غوغا جوړه شوه
دې بې چاره وطن ته بيا يوه بله کربلا جوړه شوه
ډير خو يې مړه کړه د کرزي په وخت کې زړه يې يخ نه دی
د افغانانو د قتلونو د سيسه د عين او غين په سلا جوړه شوه
ارګ او مرګ ددوئ شعاو و ګورئ
دا پروژه د امريکا په دستور بيا جوړه شوه
اول يواځې القاعده او هم داعش پيدا شو
دا ډرامه موږ ته په لاس د اروپا جوړه شوه
له نيکه ماته د انګريز خو هيره شوې نده
دا توطعه د دوئ په خوښه او رضا جوړه شوه
هر چا چې فکر د نيولو د دې خاورې کړی
سر ئې خوړلی تښتيدلی دا وطن ورته بلا جوړه شوه
دا حقيقت دی وړاندې نه ځو شوروي وګورئ
نه د مغل نه د انګريز او نه چنګيز پرې امنا جوړه شوه
و ویکيليک نشريه وګورئ باور پرې وکړئ
په نن پرون کې امريکا ټولې دنيا ته خو اوبا جوړه شوه

 
 
   

نيمګړي دوستي
ستاسې دوستۍ نه مې توبه زه د اعيار کلي ته ځم
که وژني ما دې مړ کړي د سرکار کلي ته ځم
ستا دې کار ته چې ګورم نو ارمان خو راته راشي
زه ولې تاسره پدغه لاره د جانان کلي ته ځم
ته کله په ارزښت د دوستۍ باندې پوهيږې
همدلته به جدا شو زه ځم د خپل ارمان کلي ته ځم
ستا خوښه چې په هر لورې ځې په مخ دې ښه شه
نور هيڅکله زه تاسره پدې لار کلي ته ځم

 
 
د دولت واکداران
لولوباندې چې نه شې ځان دې پوی کړه
د پردو په دستور باندې چې نه شې ځان دې پوې کړه
فکر وکړه سر دې ښکته کړه ګريوان کې
د يتم نارو سورو باندې ځان پوې کړه
چور تالان دې په وطن باندې ګډ شوی
د دښمن په قصيدو باندې ځان پوې کړه
سياست په حقيقت کې غولول دي
هم د دولت هم د ښمن په کارنامو باندې ځان پوی کړه
 

سندره
شپيلۍ باجې سره يوځای لوبه توده ونيسه
مسته نغمه ونيسه ګرانه شپيلۍ کې
مسته نغمه دې غږوله                 زړو ځوانانو اوريدله
هلکان جونې ګډيدله
زموږ کلي ته چې راغلې لږه خپه ونيسه
مسته نغمه ونيسه ګرانه شپيلۍ کې
څه په شپيلې کې څه تاثير دی                    زړو ځوانانو ته اکسير دی
ځوانان خو څه کړې د زړو ورته ترور دی
دلته چې راغلې يوه لوبه خو تازه ونيسه
مسته نغمه ونيسه ګرانه شپيلۍ کې
ګرځه په غرونو او رغو کې                            د دې کنړ په تاترو کې
د خاص کنړ په سردرو کې
د سين په غاړه سپين جومات کې خو دمه ونيسه

مسته نغمه ونيسه ګرانه شپيلۍ کې

واقعي دوستي
نه کوم دوستي نوره ټول خلک بازاري شولو
څه شول پخواني دوستان ټول لاړل پردي شولو
ته جوړ خو ساده وې په هر چا دې باور کاوه
هغه افغانان دلته نن ټول اروپايي شولو
هر څوک خو په دوستۍ کې يو مقصد لري
چاچې واقعي دوستي کوله هغه لاړل سودايي شولو
تا چې پرون ورته د ښه دوست په نظر کاته
نه دي هغه پاتې دوئ خو لاړل لاوبالي شولو
خیر خو دې خدای پيښ کړي چې اخير به نور څه کيږي نه
دغه پروني دوستان اکثره هر جايي شول
نه غواړمه زه چې په خپل ژوند کې سره په ډال شمه
ځکه په نصيب کې دې يواځې تنهايي شوله


islamdilchasproghtiakhabariamakalaikor
taglara
kitabtonshirona
ariki
Copyright©: Reshtia 2012