Reshtia

Monday, September 16, 2013 22:27

 

د سپتمبر ۱۶، ۲۰۱۳ کال   يواځې

پښتونه تاته وايم

اوس وخت د امتحان دی ورکولی شې که نه
خپل سر د دې وطنه جارولی شې که نه
کوربه خو دلته ته يې ميلمانه اوس واکداران شول
خپل حق د دې ميلمه نه اخستلی شې که نه
د خپل نيکه په خاوره دې څوک ژوند ته نه پريږدي
دا حد د خپل نيکه ثابتولی شې که نه
خاوند د وطن ته يې او سوالګير غوندې ګرځيږې
دا تللی هيواد په لاس ته راوستلی شې که نه
حق نه دی ورکړل شوی حق تل اخستل کيږي
خپل حق د دې غاصب راګرځولی شې که نه
يواځې
د سپتمبر ۱۶، ۲۰۱۳ کال


islamdilchasproghtiakhabariamakalaikor
taglara
kitabtonshirona
ariki
Copyright©: Reshtia 2012